ننګرهار والي وایي په شیخ مصري صنعتي پارک کې به لا زیاتې پانګونې ته زمینه برابره کړي .

سلاکار وزیر او ننګرهار والي محمد ګلاب منګل د زمري په ۷مه د کوز شیخ مصري صنعتي پارک څخه د لیدنې پر مهال ژمنه وکړه،چې د غصب د مخنیوي،امنیتي،سړک او نورو ستونزو د حل په ترڅ کې به په دې پارک کې لا زیاتې پانګونې ته زمینه برابره کړي .
د دې لیدنې پر مهال د سوداګرۍ او صنایعو ادارۍ رئیس شیرعالم امله وال،د سره رود ولسوالۍ مسؤلینو،پانګوالو او یو شمیر نورو شتون درلود.
ننګرهار والي د صنعتي پارک غځيدلي سړک پر سر په خپل سر جوړ شويو کورونو مالکانو ته وويل، چې په دغه سيمه کې ستاسو د غير قانوني اوسيدو له امله د سوداګرو ميليونونه افغانۍ پانګونه زيان سره مخ ده او ورڅخه يې وغوښتل، چې د سړک مخه خلاصه کړي، چې د سر غړونې په صورت کې به جدي چلند سره مخ شي.
نوموړي د سره رود ولسوالۍ مسئولينو ته جدي سپارښتنه وکړه، چې د رينګ روډ سړک څخه صنعتي پارک پورې اته سوه متره سړک پر وړاندې ټول خنډونه لمنځه يوسي او همدا راز د ياد پارک د بایسکل، کارتنونو او تار جوړلو فابريکو د جوړولو لپاره زمینه برابره کړي او غاصبينو سره قانوني چلند تر سره کړي، ترڅو سوداګرو ته د پانګې اچونې زمینه برابره شي.
ده ګواښ وکړ که سره رود ولسوال او امنيه قومندان يادې چارې د قانون له مخې تر سره نه کړي؛ نو قانوني چلند سره به مخ شي.
د يادو فابريکو مالکانو وويل، چې ټول تخنيکي وسايل يې ننګرهار ته انتقال کړي؛ خو غاصبينو د دوی د کار کولو مخه په کلکه نيولې.
نوموړو غوښتنه وکړه، چې د يادو فابريکو د فعالیدو په موخه دې حکومت د غاصبينو مخه په کلکه ونيسي، څو دوی خپلې فابريکې او پانګونه په شيخ مصري صنعتي پارک کې تر سره کړي.
ننګرهار والي د شيخ مصري صنعتي پارک کې د غوړيو او صابون د توليد فابريکې څخه هم ليدنه تر سره کړه.
د یادې فابريکې مسئول انجينر محمد قاسم وويل، چې فابريکه يې په ۲۴ ساعتونو کې د شل ټنه غوړيو او شل ټنه صابون د توليد ظرفيت لري، چې په لابر اتوار کې د موادو تر معاينې وروسته د يادو توکو توليد کوي.
نوموړي وويل، چې د ځينو ستونزو له امله اوس مهال د ورځې شپږ ټنه صابون توليدوي چې صابون او غوړي يې ټول هېواد ته استول کيږي.

ده زیاته کړه، چې د دې فابريکې په بېلابېلو برخو کې ۱۵۵ ځوانان په کار بوخت دي.
ننګرهار والي محمد ګلاب منګل د غوړيو فابريکې له مسئول نه مننه وکړه، چې په خپل هېواد کې يې پانګونه کړې او ډيری ځوانانو ته یې د کار زمينه برابره کړې او د لابر اتوار له لارې ټول مواد له چيک وروسته توليد ته وړاندې کوي.
د سوداګرۍ خونې رئیس شیر عالم امله وال وويل، چې په ننګرهار کې حصارشاهي د غاليو اوبدلو او د کوز شيخ مصري صنعتي پارکونه شتون لري، چې يواځې د شيخ مصري صنعتي پارک د شپږ سوه پنځه ديرش فابريکو فعالولو ظرفيت لري.
ده وويل، چې اوسمهال شيخ مصري صنعتي پارک کې د پنځوسو په شاوخوا کې فابريکې فعالې شوي، چې ميليونونه افغانۍ پانګونه په کې شوې او په سلګونه ځوانان په کې په کار بوخت دي .
ده ډاډ څرګند کړ که د يادو صنعتي پارکونو فابريکې فعاله شي؛ نو د ختيځې سيمې زرګونو ځوانانو ته د کار کولو زمينه برابره شي.
په ډيرې خواشينۍ سره مو خبر ترلاسه کړ، چې د هېواد د ازادۍ اتل ستر غازي شاه امان الله خان زوی شهزاده احسان الله خان د ورپېښې ناروغۍ له امله په سويس کې له دې نړۍ د تل لپاره سترګې پټې کړې.
انا الله و انا اليه راجعون
زه احسان الله خان ته د الله پاک له درباره د فردوس جنت، کورنۍ غړو او د افغانستان ټول ملت ته د جميل صبر هيله کوم.
شهزاده احسان الله خان د افغانستان د ستر رهبر غازي امان الله خان زوی و چا چې افغانستان له انګريزي ښکېلاکه خلاص او هېواد او هېوادوالو ته يې ستر پرمختګونه او هوسا ژوند ور وبښلو.
د غازي شاه امان الله خان او د ده د درنې کورنۍ د قربانيو او مجاهدو ستاينه او يادونه تر ننه کيږي او د افغانانو په زړونو کې ځانګړی ځای لري.
شهزاده احسان الله په داسې حال کې وفات شو، چې يوويشت ورځې وروسته به د هېواد د خپلواکۍ بيرته ګټلو ۹۸ يمه کليزه نمانځل کيږي او په کې به د شاه امان الله خان غازي د کړنو او کارنامو په وياړ سره ستاينه کيږي.
يو ځل بيا احسان الله خان ته د الله پاک له درباره د مغفرت غوښتنه کوم او د افغانستان ټول ملت ته د تسليت او ډاډګيرنې مراتب وړاندې کوم.
محمد ګلاب منګل
سلاکار وزير او ننګرهار والي
د ننګرهار پوهنتون د ژبو او ادبيانو پوهنځي ماسټرۍ پروګرام څخه ۴۷ تنه فارغ او د فراغت سندونه پرې وويشل شول.
د ننګرهار پوهنتون د ژبو او ادبياتو پوهنځي پښتو څانګې څخه د ماسټرۍ پروګرام له دويمې دورې د څلورو نجونو په ګډون ۴۷ تنه د يوې غونډې په ترڅ کې فارغ او پرې د فراغت سندونه وويشل شول.
دغه فراغت غونډه، چې د زمري په پنځمه د جلال اباد ښار اماراتو هوټل په تالار کې جوړه شوې وه په کې د ولايت مرستيال ډاکتر محمد عالم اسحاقزي سربیره، ننګرهار پوهنتون رهبرۍ او استادانو، له ماسټرۍ پروګرام فارغو شويو ځوانانو او کورنۍ غړو يې، د کونړ پوهنتون رئیس او د کابل پوهنتون يو شمېر استادانو ګډون درلود.
د ولایت مرستیال ډاکتر محمد عالم اسحاقزي د ننګرهار والي محمد ګلاب منګل پيغام وړاندې کړ، چې ځوانانو ته يې د فراغت او د نورو زده کړو هيله کړې وه.
اسحاقزي د پښتو ژبې په اهميت او بډاينې خبرې وکړې.
نوموړي له فارغو ځوانانو وغوښتل، چې د پښتو ژبې په زده کړو بسنه ونه کړي او نورو بين المللي ژبو کې د ماسټرۍ اخيستلو لپاره هڅې وکړي.
ده له فارغو ځوانانو وغوښتل، چې د خپل مسلک مطابق په اړونده ادارو کې دندې تر سره کړي.
د ژبو او ادبياتو پوهنځي رئیس مسعود نيکبخت وويل، چې د ادبياتو پوهنځي د پښتو ژبې ماسټرۍ دويمې دورې څخه د څلورو نجونو په ګډون ۴۷ تنه فارغ او په تيره دوره کې هم شل تنه ځوانان ټولنې ته د خدمت په موخه وړاندې کړي و.
نوموړي د ژبو او ادبياتو پوهنځي د نوې ودانۍ د شته کتابتون د تجهيز او د ادبياتو پوهنځي د شپې دورې بيرته فعالیدو وړانديزونه وکړل.
د ننګرهار پوهنتون رئیس ببرک مياخيل په دې خوښي وښوده، چې د ننګرهار پوهنتون دې جوګه شو، چې د ماسټرۍ په کچه ځوانان روزي.
نوموړي وويل، چې ننګرهار پوهنتون د لا پرمختګ په موخه يې د شپږ نويو ودانيو د جوړولو چارې پيل کړي، چې او همدا راز د شپي پوهنځي د بيا فعاليدو وړانديز يې لوړو زده کړو وزارت ته کړی دی.
د ژبو او ادبياتو پوهنځي د ماسټرۍ پروګرام مسئول استاد معروف شاه شينواري پر دې خوښي وښوده، چې پخوا به زمونږ ليسانس ځوانانو په بهرنيو هېوادونو کې د ماسټرۍ په کچه زده کړې کولې؛ خو اوس په ننګرهار پوهنتون کې په بېلابېلو پوهنځيو کې د زده کړو اسانتياوې برابرې شوي دي.
ده له فارغو محصلينو څخه وغوښتل، چې د خپلو تجربو څخه ګټه پورته او خپلو هېوادوالو ته په صداقت سره خدمت وکړي.
استاد او لیکوال محمد اصف صميم د ژبو او ادبياتو پوهنځي د ماسټرۍ دورې فارغو شويو ځوانانو ته د فراغت له امله د مبارکۍ ترڅنګ لارښوونه وکړه، چې د ماسټرۍ سند له اخيستو وروسته د کتابونو لوستلو او د علمي تحقيقاتو په هڅه کې اوسئ.
د فارغو شويو محصلينو په استازۍ د اطلاعاتو کلتور رئیس اورنګ صميم د ننګرهار پوهنتون رئیس او د ماسټرۍ پروګرام له استادانو مننه وکړه، چې د هغوی په هڅو يې علمي کچه لا لوړه شوه او ډاډ يې څرګند کړ، چې د پښتو ژبې په ماسټرۍ اخيستلو به بسنه نه کوي او د زده کړو په برخه کې به لا هڅې وکړي.
په همدې حال کې د ننګرهار ولايت مقام له لوري د ننګرهار پوهنتون رئیس ببرک مياخيل د ښو خدمتونو له امله په ستاينليک وستايل شو.
دغه راز د ننګرهار پوهنتون له لوري د ژبو او ادبياتو پوهنځي د ماسټرۍ پروګرام استادان په ستاینليکونو او ډاليو و نازول شول.
د غونډې په پای کې د ننګرهار پوهنتون د ژبو ادبياتو پوهنځي د پښتو ژبې د ماسټرۍ پروګرام ۴۷ تنو فارغانو ته د فراغت سند پاڼې د يو لړ مراسمو په ترڅ کې ورکړل شوې.
ننګرهار امنيه قوماندان د يوه پلاوي په مشرۍ هسکې مېنې ولسوالۍ ته د سفر پر مهال په ياده ولسوالۍ کې د وروستۍ رامنځته شوې پېښې له امله د شهيدانو کورنيو سره د خواخوږۍ او تسليت وړاندې کولو ترڅنګ يوه اندازه نغدي مرسته ترسره کړه.
د ننګرهار ولايت امنيه قوماندان لوی پاسوال عبدالرحمن رحيمي په داسې حال کې ، چې د ولايتي شورا منشي ذبيح الله زمري ، دشورا غړي عبيدالله شينواري او د امنې قوماندانۍ ملکي مرستيال او يو شمېر منسوبينو يې ملتيا کوله هسکې مېنې ولسوالۍ ته د سفر پر مهال په ياده ولسوالۍ کې د وروستۍ رامنځته شوې پېښې له امله د شهيدانو کورنيو سره د خواخوږۍ او تسليت وړاندې کولو ترڅنګ يوه اندازه نغدي مرسته ترسره کړه.
په دغه غونډه کې پر مسوولينو سربيره د سيمې ګڼ شمېر قومي مخورو او د شهيدانو د کورنۍ استازو ګډون کړی و.
امنيه قوماندان لوی پاسوال عبدالرحمن رحيمي د ولسمشر محمد اشرف غني، امنيت شورا او کورنيو چارو وزارت مشرتابه او د ننګرهار والي د خواوږۍ او تسليت مراتب د شهيدانو کورنيو سره شريک کړل.
رحيمي او ورسره مسئولينو د يادې پېښې شهيدانو ته د مغفرت او کورنۍ غړو ته يې د جميل صبر دعا وکړه.
نوموړي د هېواد دښمنانو ناوړه کړنې په سختو ټکو وغندلې، چې په وينا يې تل يې د عامو خلکو له کورونو او ټولګټو ځايونو څخه د سنګر په توګه ګټه پورته کړې ،چې ډيری وخت يې قربانيان همدا ولسي وګړي وي.
ده زياته کړه، چې د ګاونډيو هېوادونو استخباراتي کړيو تل هڅه کړې، څو په افغانستان کې جنګ دوامداره وساتي.
هغه ډاډ څرګند کړ، چې د هېواد امنيتي او دفاعي ځواکونه لوړ مرال او پوره جګړه ييز چمتووالی لري، چې کولای شي له خپلې خاورې په ميړانه دفاع وکړي.
د ولايتي شورا منشي ذبيح الله زمري هم په ياده ولسوالۍ کې د وروستۍ رامنځته شوې پېښې شهيدانو ته د فردوس جنت او کورنۍ غړو ته يې د جميل صبر هيله وکړه.
نوموړي وويل، چې د شينوراو غيرتي قوم د تاريخ په اوږدو کې له خپلې خاورې دفاع کړې نو يو ځل بيا يې له ولسونو غوښتنه وکړه، چې خپلو امنيتي ځواکونو سره همکارۍ ته دوام ورکړي.
قومي مشر محمد عمر غورځنګ او مولوي صابر پاچا د امنې قوماندان په مشرۍ له ورغلي پلاوي او مرکزي دولت څخه مننه وکړه، چې په غم کې يې ورسره ځان شريک وګڼه او د شهيدانو کورنيو سره يې مرسته وکړه.
د يادونې ده ،چې څو ورځې وړاندې په هسکې مېنې ولسوالۍ کې داعش وسله والو د ملکي وګړو له کورونو څخه په افغان ځواکونو د سپکو او درنو وسلو بريدونه وکړل، چې د ګډو ځواکونو په ځوابيه بريدونو کې پنځه ويشت تنه داعش وسله وال ووژل شول او پنځلس نور ټپیان شول.
دغه راز په دغه نښته کې د يوې مېرمنې په ګډون اته نارينه شهيدان او د دريو ميرمنو په ګډون درې ماشومان او دوه نارينه ټپيان شول.
ننګرهار امنيې قوماندان او ورسره پلاوي په هسکې مېنې ولسوالۍ کې د ګډو امنيتي ځواکونو له پوستو څخه د کتنې پر مهال د امنيتي ځواکونو لوړ مرال او قربانۍ د قدر وړ يادې کړې.
نوموړي وويل، چې په سيمه کې ميشتو ګډو امنيتي ځواکونو تل دښمن ځپلی او ورسپارل شوې دنده يې په ميړانه سرته رسولې.

امنيې قوماندان لوی پاسوال عبدالرحمن رحيمي د ګډو امنيتي ځواکونو يو شمېر هغه سرتيري، چې په دنده کې يې له ځانه وړتيا ښودلې وه په ډاليو او نغدي مکافاتو ووياړل.

د ولايتي شورا منشي ذبيح الله زمري هم د امنيتي ځواکونو سرښندنې او لاسته راوړنې وستايلې، چې په وينا يې تل يې دښمن ته درانه ګذارونه ور کړي دي.
نوموړي دغه راز ډاډ څرګند کړ، چې ولسونه د امنيتي ځواکونو ترشاه ولاړ دي، چې په وينا يې د اړتيا پر مهال به له خپلو امنيتي ځواکونو سره يوځای په سنګرونو کې د دښمن پر وړاندې وجنګيږي.
د ننګرهار په پچير اګام ولسوالۍ کې د سيلاب اووه په نوم د افغان ګډو امنيتي ځواکونو عمليات په برياليتوب سره دوام لري.
په پچير اګام ولسوالۍ کې د سيلاب اووه په نوم د افغان ګډو امنيتي ځواکونو عمليات په برياليتوب سره دوام لري.

د روانو عملياتو په ترڅ کې تيره ورځ د ميلوې په نوم سيمه په بشپړ ډول د دښمن له شتون څخه پاکه شوه.

د څلورمې پلې لوا قوماندان بريد جنرال محمد نسيم سنګين د پچير اګام ولسوالۍ په مرخڼۍ او الف خېلو سيمه کې د روانو عملياتو له لومړۍ کرښې ليدنه وکړه .

د څلورمې پلې لوا قوماندان په عملياتو کې د شاملو ګډو ځواکونو لوړ مرال، قربانۍ او سرښندنې د قدر وړ يادې کړې.
سنګين وايي، چې دښمن امنيتي ځواکونو سره د جګړې توان نلري، چې په وينا يې د يادې ولسوالۍ په سليمان خېلو دره کې دښمن په شاه تنبولی شوی او درانه ګذارونه يې خوړلي دي.

نوموړي په سيمه کې امنيتي ځواکونو سره د ولسونو همکاري ښه ياده کړه، چې په خبره يې د ولسونو د همکارۍ له مخې ډيری سيمې د دښمن له شتون ځخه پاکې شوې دي.

عمليات ،چې د څلورمې پلې لوا په مشرۍ پيل شوي پکې د ځانګړو ځواکونو سربېره، ملي، سرحدي، عامه نظم او سيمه ييز پوليس برخه لري.
په جلال اباد ښار کې د لا ډاډمن امنيت رامنځته کېدو او جرمونو مخنيوي په موخه ۲ عرادې بې اسناده موټر سایکلونه ونیول شول او د ۲۱ موټرونو تورې ښېښې سپينې شوې.
امنيتي ادارو له تيرو شاوخوا شپاړلس ورځو راهيسې په جلال اباد ښار کې د لا ډاډمن امنيت رامنځته کېدو او جرمونو مخنيوي په موخه د موټرو تورو ښېښو سپینولو او اسناد نه لرونکو موټر سايکلونو نيولو کمپاين پيل کړی، چې تر دې دمه سلګونه موټر سايکلونه نيول شوي او د لسګونو موټرو تورې ښېښې سپينې شوي دي.

د معلوماتو له مخې تيره ورځ هم د ياد کمپاين په ترڅ کې ۲ عرادې موټر سايکلونه، چې قانوني اسناد يې نه درلودل نيول شوي او د ۲۱ موټرونو تورې ښېښې سپينې شوي دي.

دغه راز له لسګونو موټرونو غير قانوني هارنډونه، انتنونه او اشارې ښکته شوي.
د مسئولينو په وينا دغه کمپاين به تر هغې دوام وکړي، څو د غير قانوني موټر سايکلونو، بې پليټه موټرو، تورو ښېښو او نا مسئوله وسله والو ګرځيدو مخنيوی په بشپړ ډول تر سره شي.
د ننګرهار بهسودو ولسوالۍ په مربوطاتو کې څلور سوه اووه څلويښت راستنو شوو کډوالو کورنيو سره د يو اندازه خوراکي توکو مرسته وشوه .
د ننګرهار کډوالو چارو رياست په هلو ځلو او د جاپان هيواد په مالي همکارۍ څلورسوه اووه څلويښت راستنو شويو کډوالو کورنيو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه.

مسئولين وايي، چې هرې کورنۍ ته د يوسل او پنځلس امريکايي ډالرو په ارزښت خوراکي او نور اړين توکي ورکړل شول.

د ننګرهار کډوالو چارو رئيس غلام حيدر فقيرزی وايي، چې يادې کډوالې کورنۍ د همدې کال په اوږدو کې له پاکستان هېواد څخه خپل هېواد ته راستنې شوي، چې دا مهال په خپله پلرنۍ سيمه بهسودو ولسوالۍ بيلابيلو قريو کې ميشتې دي، چې په خبره يې له سروې وروسته د شانتي رضاکاره ټولنې په تخنيکي او د جاپان هيواد په مالي همکارۍ هرې کورنۍ ته پنځوس کيلو وړه، پنځه ويشت کيلو وريجي، شل ليتره غوړي ، چای ، بوره او نور اړين توکي ورکړل شول .
فقيرزی زياتوي تردې وړاندې هم ددې ولايت په بيلابيلو ولسواليو کې راستنو شويو او داخلي بې ځايه شويو کډوالو کورنيو سره بيلابيلې مرستې شوي او د نورو کډوالو سروې روانه ده چې پدې نږدې راتلوونکي کې به ورسره ورته مرستې ترسره شي .

بل لورته د بهسودو ولسوال محمد صديق دولتزي پدې خوښي وښوده ، چې د بهسودو ولسوالۍ سلګونه راستنو شويو کډوالو کورنيو سره د خوراکي توکو مرسته ترسره شوه .

دولت زي زياته کړه د راستنو شويو ترڅنګ د يادې ولسوالۍ په ځينو سيمو کې د دې ولايت له يو شمير ولسواليو څخه د جګړو له امله په سلګونه داخلې بې ځايه شوې کورنۍ هستوګنې دي ، چې مرستو ته اړتيا لري

د بهسودو ولسوال له اړونده او خيريه ادارو څخه د مننې ترڅنګ غوښتنه وکړه ، چې يادو کورنيو سره نورې اړينې مرستې هم وکړي .
د ننګرهار پوهنې رياست په چوکاټ کې د نويو قراردادي ښوونکو د ګمارنې په موخه د ازادې سيالۍ ازموينه واخيستل شوه.
د ازموينې د پيل په مراسمو کې چې د ننګرهار په عالي لېسه کې جوړ شوي و، د پوهنې سرپرست رئيس سيد عيسی سادات په خپلو خبرو کې د مرسته کوونکي ادارې نه د مننې په ښودلو د ازمويني ګډونوالو ته وويل، چې بې له شکه به ستاسو تر ګمارنې وروسته په اړوندو ولسواليو او جلال اباد ښار کې د ښوونکو د کمښت ستونزه څه ناڅه حل شي.
نوموړي زياته کړه،هغه ورونه او خويندې چې له دې سيالۍ وروسته د ښوونکو په توګه غوره کيږي مسئوليت به يې کټ مټ په دولتي چوکاټ کې د ګمارل شوو ښوونکو په څير وي.
هغه ګمارل کيدونکو ښوونکو ته ډاډ ورکړ، چې د اړوندو ښوونځيو ادارې به ستاسو د کاري ستونزو په هواري کې مرسته کوي.
د مراسمو په پای کې د ښوونه افغانستان لپاره موسسې مرستيال سيرت په خپلو خبرو کې وويل، چې د دې ازموينې لپاره تر زرو زياتو خويندو او ورونو چې د ليسانس تر کچې زده کړې لري نومليکنه کړې وه، چې د اسنادو تر ارزونې وروسته يې د يوسلو پنځوسو ښځينه و په ګډون شاوخوا زر تنه نارينه و په ازموينه کې د ګډون چانس ورکړل شوی.
د نوموړي په وينا د دغه سيالۍ د ګډونوالو له منځه به د لوړو نمرو تر لاسه کوونکي اتيا تنه ښځينه او څلويښت تنه نارينه پر دندو وګمارل شي.
ديادونې وړ ده، چې ښوونه دافغانستان لپاره موسسې تير کال هم اتيا تنه ښوونکي چې پنځوس يې ښځينه او ديرش تنه يې نارينه و د قراردادي ښوونکو په توګه پر دندو ګمارلي و.
دوه قاچاق کوونکي د ۶۸ کیلو ګرامه نشه یې توکو سره ونیول شول .
ننګرهار ولایت په مومندرې او دوربابا ولسوالیو کې د پولیسو له لورې د پلټنو پر مهال دوه تنه قاچاق کوونکي د ۶۲ کیلو ګرامه چرسو او ۷ کیلو ګرامه تریاکو سره یو ځای ونیول.

د دې ولایت د امنیه قوماندانۍ د مطبوعاتو امر حضرت حسین مشرقیوال وایي د مومندرې ولسوالۍ په مربوطاتو کې د زرقي خان په نوم یو تن قاچاق کوونکی د ۴۱ کیلو ګرامه چرسو او ۷ کیلو ګرامه تریاکو سره،چې پر یو کرولا ډوله موټر کې ځآی پر ځای کړي وو،د پولیسو له لورې ونیول شو.

نوموړی زیاتوي،پولیسو همدا راز د دوربابا ولسوالۍ په ژانګوري سیمه کې د پلټنو پر مهال یو تن چې په دوو قچرو کې یې ۲۱ کیلو ګرامه چرس ځآی پر ځای کړی وو، ونیو.
د هغه په وینا له نیول شوو کسانو د مګړۍ پوښتنې جریان لري.
نازیانو کې د پاکو اوبو د پنځو پروژې چارې پیل شوي.
ننګرهار ولایت د نازیانو ولسوالۍ په بېلابېلو سیمو کې د کلیو پراختیا او بیارغونې ادارې له لورې د پاکو اوبو د پنځو پروژو چارې پیل شوي،چې په بشپړیدو سره به د یادې ولسوالۍ ۱۵ سوه کورنیو ته د پاکو اوبو څښلو زمینه برابره شي.

د کلیو پراختیا او بیارغونې ادارې تخنیکي ډلې په یاده ولسوالۍ کې د پاکو اوبو د یادو پروژو له چارو څخه د لیدنې په موخه نازیانو ولسوالۍ ته سفر کړی وو.

دوی د ولسوالۍ په مقام کې د نازیانو ولسوال قاضي طارق سره تر لیدنې وروسته د پروژو له چارو څخه لیدنه وکړه او د چارو پر مهال په یو شمیر برخو کې ستونزې په نښه او لازمې سپارښتنې هم وشوې .

جلال اباد ښاروالۍ کې د کارونو د ښه والې په موخه د مجازاتو او مکافاتو لړۍ پیل کیږي.
ننګرهار ولایت مرکز جلال اباد ښاروالۍ مسؤلین وایي ډیر ژر به په دې اداره کې د کارونو د ښه والې او شفافیت په موخه د مجازاتو او مکافاتو لړۍ پیل کړي .

د جلال اباد ښاروالۍ سرپرست انجینر حکیم الدین عمرخیل په مشرۍ د ښاروالۍ د بېلابېلو څانګو د مسؤلینو ترمنځ جوړه شوې غونډه کې سرپرست ښاروال وویل: (( زه په اداره کې

نوموړي زیاته کړه،د ښاروالۍ ښه کارکوونکي به مکافات کړي،چې د دندې پر مهال ښاریانو او ادارې ته په شفاف او صادقانه ډول کار وکړي او همدا راز به په دغه برخه کې پاتې کسان مجازات کړي .

په غونډه کې یو شمیر مسولینو ته جدي سپارښتنه وشوه چې د خپلو چارو د لا بهبود لپاره لا زیات کار وکړي .
عامې روغتیا اداره نورزیې ته د ګرځیدو په موخه مصنوعي پښې جوړوي .
ننګرهار ولایت په چپرهار ولسوالۍ کې د ځآی پر ځای شوي ماین په چاودنه کې د نورزیې په نوم نجلۍ دواړه پښې له لاسه ورکړي،چې د عامې روغتیا ادارې له لورې به ورته ډیر ژر د ګرځیدو په موخه مصنوعي پښې جوړې شي.

ننګرهار ولایت د عامې روغتیا رئیس ډاکټر نجیب الله کامه وال وايي، نورزیه دمګړۍ په جدي مراقبت څانګه کې بستر ده،چې د ښې درملنې له امله یې روغتیایي وضعیت ورځ تر بلې د ښه کېدو په حال کې دی.

نوموړی زیاتوي،یادې نجلۍ ته به د وخت په تیریدو سره په سیمه ییز روغتون کې مصنوعي پښې جوړي کړي،چې له امله به په اسانه ډول وکولای،چې تګ راتګ وکړي.
د نورزیې : پلار هم عامې روغتیا روغتون له طبي او تخنیکي پرسونل څخه مننه وکړه،چې د لور درملنه یې په ښه توګه ترسره شوې او د مګړۍ په جدي مراقبت خونه کې بستر ده.
اووه تنه د بېلابېلو جرمونو په تور ونیول شول .
ننګرهار ولایت په مرکز جلال اباد ښار،بهسودو،چپرهار او مومندرې ولسوالیو کې پولیسو د پلټنو پر مهال ۷ تنه د بېلابېلو جرمونو په تور نیولي .
د جلال اباد ښار په لومړۍ او دویمې ناحیې مربوطاتو کې پولیسو د پلټنو پر مهال دوه تنه د نشه یې توکو د پرچون پلورلو په جرم د ۲۷ پوړیو هیروینو سره یو ځای او یو بل تن د دې ښار په دریېمې ناحیې سیمه کې د شټرینګي ریکشا د غلا په تور نیولي .

همدا راز د چپرهار ولسوالۍ دولتزو فامیلو او مومندرې ولسوالۍ په هزار ناو سیمو کې پولیسو درې تنه د یو میل کلاشینکوف او دوه میله تفنګچو سره یو ځای نیولي.
په ورته وخت کې پولیسو د بهسودو ولسوالۍ په قاسم اباد سیمه کې د پلټنو پر مهال په یو کور کې یو تن د یو میل روسي کلاشینکوف، یو میل تفنګچې،۱۲ شاجورونو،مرمیو،نظامي تجهیزاتو او یو شمیر نورو توکو سره یو ځای نیولی،چې د ټولو نیول شوو کسانو څخه د زیاتو معلوماتو تر لاسه کېدو په موخه څېړنې رواني دي.

د ننګرهار په سره رود ولسوالۍ کې د ولسي تړون انکشافي پروګرام پرانسته وشوه .
مسولين وايي : د دغې برنامې په پيليدو سره به په ياده ولسوالۍ کې د ولسونو لومړنۍ ستونزې حل شي او هم به زرګونه بيکاره خلکو ته د کار کولو زمينه برابره شي .
ولسي تړون د هغه ملي او انکشافي پروګرام نوم دی، چې پدې وروستيو کې د څو وزارتونو په همغږۍ سره د هيواد په ټولو ولايتونو کې پيل شوی، چې له مخې به يې په ښارونو او کليوالي سيمو کې بيلابيلې رغنيزې پروژې تر خپل پوښښ لاندې راولي .
د پرانیستې پرمهال د قومونو د يووالي او همغږۍ شورا مشر لعل اغا کاکړ د ولسي تړون ملي پروګرام د کليوالي سيمو د پرمختګ او رغونې لپاره خورا اغيزمن ياد کړ.
کاکړ زياته کړه په کليوالي سيمو کې ولسي خلک د اقتصادي ستونزو او بيکارۍ سره لاس او ګريوان دي، چې په خبره يې د دې ملي پروګرام په پيليدو سره به د غربت او بيکارۍ کچه ترډيره بريده راټيټه شي .
نوموړي د ولسونو په يووالي ټينګار وکړ او ورڅخه يې وغوښتل، چې د ياد پروګرام د ښه پلي کيدو لپاره داسې کسان د مشرانو په توګه وټاکي، چې په ولسونو درديږي او د دغې برنامې لپاره ځانګړې شوې پانګه په مناسبو ټوليزو ځايونو مصرف کړي .
د سره رود ولسوالۍ د انکشافي شورا مشر سيداحمد فاطمي وويل، چې د ولسونو خلک غريب او د دغې برنامې پلې کيدو ته پوره ليوالتيا لري .
فاطمي د ولسي تړون ملي پروګرام مسئولينو ته ډاډ ورکړ، چې دغه برنامه به په ياده ولسوالۍ کې د ولسونو په همکارۍ په شفافه توګه پلې شي .
په پچير اګام کې ۷ داعش وسله والو ته مرګ ژوبله واوښته
د ننګرهار ولايت پچير اګام ولسوالۍ اړوند د تورې بوړې مرخڼۍ او الف خيلو سيمه کې تيره ورځ د افغان ځواکونو د عملياتو په ترڅ کې درې داعش وسله وال ووژل شول او څلور ټپیان شول.

د معلوماتو له مخې د عملياتو پر مهال داعش وسله وال له سيمې په شا تنبول شوي او د دوي يو شمېر وسلې هم لمنځه وړل شوي.

افغان امنيتي ځواکونو په ياده سيمه کې د داعش وسله والو ممکنه بريد پر وړاندې چمتووالی نيولی.
#NMIC8
څلويښت کيلو ګرامه چاودونکي توکي کشف او ترلاسه شول
د ننګرهار ولايت اچين ولسوالۍ مربوطاتو کې پولیسو په يوې کنډواله کې د وسله والو مخالفينو له لوري ۴۰ کيلو ګرامه ځای پر ځای شوي چاودونکي توکي کشف او ترلاسه کړل.

د معلوماتو له مخې له دغه چاودونکو توکو څخه د ماينونو په جوړولو کې ګټه اخيستل کيږي او وسله والو مخالفينو غوښتل ترڅو د تخريبي کړنو په موخه له دغه موادو ګټه پورته کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې څو ورځې وړاندې هم پولیسو د يادې ولسوالۍ مامندرې سیمه کې د وسله والو مخالفينو له لوري ځای پر ځای شوي چاودونکي توکي کشف او ترلاسه کړي و.

له هوټلونو لسګونه قيلونونه راټول او لمنځه يوړل شول
د ننګرهار والي په لارښونه د عامې روغتيا رياست موظف کمیسون له لوري د جلال اباد ښار هوټلونو څخه لسګونه قيلونونه راټول او لمنځه يوړل شول.

د ننګرهار عامې روغتيا رياست مرستيال ډاکتر ميرویس شاهين وويل، چې قيلون څکل د ګڼو ناروغيو پيدا کيدو ترڅنګ د هوا ککړتيا لامل ګرځي.

نوموړي د هوټلونو مالکانو ته لارښوونه وکړه، چې په هوټلونو د قيلونونو له کارولو ډډه وکړي.
ده دغه راز خبرداری ورکړ که له دې وروسته په کوم هوټل کې قيلون وليدل شي؛ نو د هوټل مالک به د قانوني کړنو په موخه عدلي او قضايي ارګانونو ته ور وپيژندل شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *