نن ورځ د ثور دمیاشتی په ۲۲ نیته دورځی  دلسو بجوپه شاه وخوا کی ددولت دری تنو وسله والو مخالفینو له خوا دننګرهارولایت دعد لیه په ریاست چه دجلال اباد ښار په ځلورمه ناحیه کی موقعیت لری تهاجمعی حمله ترسره شوه داطلاع داخستلو سره دننګرهارولایت قدرمن والی جید علیم مولوی عطالله لودین په لارښونه ګډ امنیتی ځواکونه سیمی ته ورسیدل چه په ډیره حوصیله مندی او تاکتیکی ډول یی دننګرهارولایت دامنیه قوماندان پاسوال فضل احمد شیرزاد په مشری دملکی وکړو او دولتی مامورینو دنجات او ژوندی ژغورلو او دوسله والو دځپلو په موخه په یاد ریاست ګډعملیات پیل کړه  چه په پایله کی دری وسله وال مخالفین ووژل شو ، دوه میله وسلی دامنیتی ځواکونو لاس ته ورغلی، یوولس تنه دیاد ریاست کارکونکی چه دوسله والو له خوا یرغمل شوی و ژوندی دترهګرو دمنګلو څخه خلاص کړی ، وسله والو مخالفینو لخوا دحملی پر محال دوه پولیس چه دیاد ریاست ساتونکی وه او پنځه تنه دهمدغه ریاست  کارکونکی شهیدان شوی او اوه تنه  کارکونکی او ملکی وکړی ټپیان شوی دی په یاده پیښه دننګرهارولایت دامنیه قوماندان پاسوال فضل احمد شبیرزاد ژور خفکان ښوولی شهیدانو ته یی دلوی او مهربان خدای تعالی (ج) څخه دجنت فردوس کورنیو او خپلوانو ته یی دجمیل صبر، ټپیانو ته یی دروغ صحت هیله کړی ، همداشان امنیی قوماندان دننګرهارولایت دټولو شریفو او متدینو ولسونو څخه غوښتنه کوی چه دداسی ترهګرو ، ورانکارانو په لیدو سره د امنیتی ځواکونونژدی امنیتی پوستو او یا دامنیه قوماندانی دپولیسو د(۱۱۹) عاجلی شمیری سره اړیکی تینګی کړی تر څو دداسی بدو پیښو مخنیوی وشی .

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

بل لورته تیره ورځ دننګرهارپه ولایت دسرخرود ولسوالی اړوند ساحو کی دمیشتو ګډو امنیتی ځواکونو ملی اردو ، ملی پولیسو ملی امنیت ، سرحدی او نظم عامی پولیسو دیو ګډ پلان له مخی  یو ورځنی چانیز عملیات ترسره شول چه په پایله کی دګډو امنیتی ځواکونو له خوا دککرک او وزیر ټټنګ په ساحو کی په دری موټر سایکلوسواره شپږ تنه وزیرستانی وسله وال وژلی اوپه  یو عراده کرولا موټرکی چه دچاودیدونکو توکوڅخه ډکه وه ددری وسله والومخالفینو سره یو ځای له منځه وړی ، دغه عملیاتو کی چه دسهار په ۴ بجو پیل شوی وه دغرمی ورسته په یوه نیمه بجه په بریالیتوب سره پای ورسیدل ، په عملیاتو کی ټول ۹ وسله وال مخالفین ، دری عرادی موټر سایکل او یو عراده کرولا موتر له منځه تللی او ملکی وګړو او امنیتی ځواکونو ته زیان ندی اړول شوی .

                                    په درنښت

سمونیار حضرت حسین(مشرقیوال)

دمطبوعاتو امر

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *