۱۳۹۶/۱۲/۲
نن چهارشنبې سهار، د حزب اسلامي امیر انجنیر ګلبدین حکمتیار د ننګرهار ولایت د هډې سیمې له یو شمېر علماوو، جهادي او قومي مشرانو او ځوانانو سره په خپل هستوګنځي کې وکتل. په دغه کتنه کې د هډې مشرانو هر یو قاري روح الله همیم، قاضي عبدالتواب مخلص، قومي مشر حاجي صالح محمد او د ځوانانو په استازیتوب ښاغلي خان افضل هډه وال د نورو په استازیتوب د خپلې سیمې، د حزب اسلامي د فعالیتونو، د هېواد په روانو حالاتو او د سولې په پروسې خبرې وکړې.
قاري روح الله همیم د هډې د سیمې په اړه لند معلومات ورکړل، په وینا یې، زموږ ولس خپله دینداري او د علم لاره د پخوا په شان ټینګه نیولې ده، په ټولو جوماتونو کې مو د ځوانانو او مشرانو د دیني او فکري روزنې لپاره د قران کریم او نورو اړینو دیني علومو حلقات له کلونو راهیسې فعال دي، د خویندو لپاره دری لویې دیني مدرسې لرو چې د عالمو خویندو لخوا په کې تدریس کېږي او همدارنګه مکتبونه مو هم کړندی فعالیت کوياو له ټولو علمي مراکزو سره مو د ولس ټینګ ملاتړ شته. ده همداراز وویل، تاسو او حزب اسلامي زموږ په ولس کې له پوره ملاتړ او احترام څخه برخمن یاست، په هر حال کې به مو په ټینګه تر څنګ ولاړ وو.
قاضي عبدالتواب مخلص هم د خپلو خلکو په استازیتوب د حزب اسلامي د مشر څخه هر اړخیز ملاتړ څرګند کړ او ویې ویل، په هېواد کې اسلامي نهضت بري ته رسول د هر مؤمن افغان د زړه آرمان دی، موږ دا لوی ارمان پوره کېدل په تاسو او حزب اسلامي، چې د اسلامي نهضت رښتینی میراث دی، تړلي دي. زموږ مؤمن ولس چې له حزب اسلامي سره د عقیدې پر بنست ولاړ دی، تل به یې ملاتړ وي.
ښاغلي مخلص د حزب اسلامي له امیر څخه وغوښتل چې په هېواد کې د یو رښتیني اسلامي نظام د رامنځته کولو لپاره حزب د ټول افغان ولس کور کړي، ټولو افغان پرګنو ته خپله غېږه پراخه کړي څو په پوره یووالي سره وکولی شو په هېواد کې د اسلام د سپېڅلي دین حاکمیت، سوکالي او ډاډمن چاپېریال تضمین کړو.
قومي مشر حاجي صالح محمد، د هډې سمیې د زرګونو کورنیو د خویندو او وروڼو سلامونه د حزب اسلامي امیر ته تقدیم کړل او په هېواد کې د رښتینې سولې او اسلامي نظام د راوستو لپاره یې د ټولو اسلام او هېواد ته ژمنو شخصیتونو او خلکو یووالی اړین وباله.
د حزب اسلامي امیر د جهاد او علم په ډګر کې د هډې سیمې تاریخ ځلاند وباله او دا سیمه یې د لویو شخصیتونو او پیاوړو مجاهدینو کور وباله.د دغې سیمې له مشرانو یې مننه وکړه چې تل یې د خپلو ځوانانو او ماشومانو د دیني او فکري روزنې لپاره خپل مسؤلیتونه په صحیح ډول ترسره کړي دي.
د حزب اسلامي امیر زیاته کړه، رښتینې سوله د اسلامي نظام په رامنځته کېدو سره تضمینېدی شي، موږ خپلې همېشنۍ غوښتنې او شعار ته ژمن یو، زموږ شعار دا دی چې له اسلامي نظام پرته په بل هېڅ شي نه راضي کېږو، زموږ هېوادوال په مطلق ډول مسلمانان دي، د اسلام او ازادۍ لپاره یې په خپل هېواد کې بې شمېره قربانۍ ورکړې، موږ په خپل هېواد کې د خپلو خلکو د همېشنۍ غوښتنې سره سم اسلامي نظام غواړو.
د جهاد او ازادۍ رهبر همدا راز وویل، ما تل په خپلو خصوصي او لویو غونډو او مجلسونو کې ټول اسلام او هېواد ته ژمن هېوادوال ګډې مبارزې او یووالي ته رابللي دي. دوی ته مې ویلي دي چې که ټول سره متحد وو دلته له اسلام پرته بل څه نه شي حاکم کېدی، باید متحد شو چې اسلام او هېواد ته ژمن یو باعزته او رښتینی پارلمان جوړ کړو، په همدې ډول خپلو ملي او اسلامي ارزښتونو ته ژمن حکومت رامنځته کړو. ددې چارې لپاره ولس یوازې حزب اسلامي ته هیله مند دی. حزب اسلامي هم خپل مظلوم او دردېدلي ولس ته ډاډ ورکوي چې د سوکالۍ او رښتیني مثبت بدلون لپاره به یې په شپه او ورځ کار کوي.
په هېواد کې د علماوو د ترور د لړۍ په اړه د حزب اسلامي امیر وویل، دا لړۍ د بهرنیو خطرناکو جاسوسي شبکو کار دی، چې افغان ولس باید ورته بیدار وي او په وړاندې یې ګډه او جدي مبارزه وکړي.
د حزب اسلامي امیر په پای کې وویل، په هېواد کې به حتمأ او ژر سوله او قانونیت حاکمېږي، حالات به حتمأ بدلون مومي او جګړه به پای ته رسېږي.
د حزب اسلامي د امیر دفتر – فرهنګي او نشراتي څانګه