تاند – د ختیځ ولایت ننګرهار د والي حیات الله حیات او د هغه د ورور ۱۵ ساتونکو په جلال اباد کې د ملي پولیسو دوه کارمندان سخت وهلي دي.
وهل شوي سرتېري رامیز او جبارګل نومېږي او وایي چې یو یې د کابل او بل د ننګرهار اوسېدونکی دی.
وهل شوي پولیس سرتېري وایي چې مقاماتو هغوی ته ویلي وو چې هیڅوک دې له تلاشۍ څخه پرته دننه نه پرېږدي او کله چې هغوی خپله دنده اجرا کوله د والي او د هغه د ورور عارف ساتونکيو پرې برید وکړ.
وهل شوي پولیس وایي چې په خپل کارځای کې له وهلو څخه وروسته یې هغوی قصر ته بوتلل او هلته یې نور هم پسې ووهل.
د ننګرهار والي له رسنیو سره په خبرو کې له دې پېښې څخه بې خبري وښودله او ویې ویل چې هر چا داسې کار کړی وي سزا به وویني.
تر دې مخکې هم په پلازمېنه کابل، جلال اباد او یو شمېر نورو ولایتونو کې زورواکو د ملي اردو او ملي پولیسو سرتېري وهلي ټکولي چې وروسته یې بیا په نه څه بېرته پخلا کړي او دا چې قانون تر ډېره د زورواکو په لاس کې دی نو څه سزا یې نه ده لیدلې.
how this two organs can not recognize each others.
booth is work for security,
wali sahib can solve this issue.this is misunderstand.
thank you
دا وهل ،هلته دنورو وژل او دظالمانو انواع د رذایلو او دنائت ، ټول هغه څه دی چی ښودنه کوی دا زور واکان څنګه چی له نوم یی ښکاری ،سالم تربیت نلری ، له ټیټو کورنیو او له جاهلی اهدافو او تعصباتو سره لوی شوی او د سړیتوب درس چا ندی ورکړی نو ځکه له صلاحیت او دولتی امکاناتو غلطه ګټه اخلی او څنګه چی وایی:
خدای دی خره ته ښکر نه ورکوی
یعنی نا اهلو ته صلاحیت او ملی امانات سپارل له ملت،اسلام او خدای سره خیانت دی نو ځکه همدا نا اهلان دی چی روزانه د دولت مخالفین زیاتوی او د جذب لپاره ظرفیت او توان نلری او فقط کالحیوان شیندل کوی
دا څومره تکراریږی چی د امنیتی قواوو سرتیری د نااهلو وکیلانو،والیانو او نورو له خوا په وحشیانه طور وهل کیږی ولی؟
ځکه دا وحشیان نه پوهیږی چی دی خادم د ملت دی نه فرعون د ملت!
انسان بیا امراوو ته باید اخلاق ډیر ارزښت ولری ځکه هغه د حکومت نمایندګی کوی او سپک حرکات یی حکومت منفوروی
او که څوک د وهلو ډیر شوقی وی بیا د وهلو ځای دی هم وپیژنی لکه غاصبان،مفسد ملکان،غله او د بیت المال لوټماران، جاسوسان او نور ملی او اسلامی دښمنان، خو دا فهم،غیرت او سالم تربیت غواړی
یعنی نا اهلو ته صلاحیت او ملی امانات سپارل له ملت،اسلام او خدای سره خیانت دی نو ځکه همدا نا اهلان دی چی روزانه د دولت مخالفین زیاتوی او د جذب لپاره ظرفیت او توان نلری او فقط کالحیوان شیندل کوی