خبرپاڼه
تاریخ: 27 دلو ۱۳۹۳
کابل افغانستان- له بده مرغه، چې د ننګرهار د ولایتي شورا غړې، اغلې انګېزې شینوارې د ژورو ټپونو له امله له دې فاني نړۍ نه مخه ښه واخیسته.
انا الله و انا الیه راجعون
اغلې انګېزه شینوارې د تېرې سه شنبې په ورځ د افغانستان د دښمنانو له لوري په یوې بمې چاودنه کې سخته ټپي شوې وه.
د افغانستان داسلامي جمهوریت اجرایوي رییس ډاکټر عبدالله عبدالله دا برید په کلکه غندي او امنیتي ځواکونو ته یې د دې برید د څېړلو سپارښتنه کړې ده.
جلالتماب ډاکټر عبدالله وویل: مېرمن شینوارې د خلکو رښتینې خدمتګاره وه، د ښځو د حقونو فعاله، خبریاله، لیکواله او شاعره وه. چې تل یې د خپلو خلکو درد ژړلی او د دې در د مرهم لپاره یې هڅې کولې.
نوموړي نن د وزیرانو شورا په ناسته کې د مېرمن انګېزې په مړینې خواشینې وښوده او ویې ویل: نوموړې په سختو حالاتو کې د خلکو خدمت ته ملاتړلې وه؛ خو د افغانستان دښمنانو هغه ونشوه زغملی.
د افغانستان د اسلامي جمهوریت اجرایوي رییس اغلې انګېزې شینوارې ته جنت فردوس، کورنۍ، موکلینو او د ننګرهار ملت ته د زړه له کومې تسلیت وايي او د جمیل صبر غوښتنه ورته کوي.
د اجرایوي ریاست استازي په سردار محمدداوود خان روغتون کې د نوموړې د پوښتنې لپاره هم تللی و، د هر راز مرستې ډاډ یې ورکړی و او له ټولو ممکنه لارو څخه اجرایوي ریاست هڅه وکړه، چې د نوموړې درملنه وکړي.
د افغانستان د اسلامي جمهوریت اجرایوي ریاست