تاند- په کابل کې د روغتون ډاکترانو نن /دوشنبه/ وویل چې د ننګرهار د ولایتي شورا غړې انګېزې شینواري ساه ورکړې ده.

نوموړې تېره اوونۍ په خپل موټر کې د مقاطیسي بم په چاودنه کې سخته ژوبله شوې وه.

د کابل د سردار محمد داوودخان د پوځي روغتون ډاکترانو وویل چې انګېزې شینوارې تېره شپه ۱۲ بجې ساه پرې کړه.

په پېښه کې، چې د چهارشنبې په ورځ په جلال اباد کې وشوه، د انګېزې شینوارې موټرچلوونکی وژل شوی او د ښوونځي ۵ ماشومان ټپیان شوي ول.

پولیس وايي چې بم وروسته له دې د ۳۳ کلنې انګېزې شینوارې په موټر پسي نښلول شوی چې دا په ښار کې د سودا لپاره له موټره کښته شوه.

مخکې تر دې چې انګېزه شینواري ساه پرې کړي ډاکتران مجبوره شوي وو چې د هغې دواړه پېښې د سختو ټپونو له کبله پرې کړي.

د هغې لومړۍ پې‎ښه درې ورځې مخکې قطع کړای شوې وه خو دوهمه یې د یکشنبې په ورځ قطع کړای شوه مګر دې ټپونه ونه زغملای شول او ساه یې ورکړه.

نوموړې نه یوازې د ننګرهار د ولایتي شورا غړې وه بلکې د ټولنیزو او مدني چارو فعاله او ژورنالسته وه.

7 thoughts on “د ننګرهار د ولایتي شورا غړې انګېزې شینوارې تېره شپه ساه پرې کړه”
  1. دايوازې ڼنګرهارولايت نه دئ ۰ که حقيقت ووايم په ټولوولايتونو، وولسواليوکليواوښارونوباندې دا جنګي ،مافيايي ډلي اوغاصبين حاکم دي . الله تعالی دافغانستان وولس له دي ډلواوټپلوخلاص کړي ۰عجيبه داچه کورڅښتن وايي چه غل دئ ،غل هم چيغي وهي وايي چه غل دئ ۰چارواکي هم همداخبره کوي۰۰۰اماڅوک يي نوم نه اخلي داولې ؟ داځکه چه اداره فاسده اومافياپه اجرايه قوه کې ځائ لري۰۰۰

  2. دبده مرغه خبر می واخيست چه زمونږه په وطن مينه خورانګيزه جانه
    دهغه ورپيښی شوي واقعی دټپو له وجهی خپل عمر دځان په شان
    وطن پالو پيغلو ته وروبخښه.
    دېته ديوېواقعی شهيدی په توګه جنت غواړم اوفاميل,خپلوانو،اودوستانو
    ته ئ دزړه صبر غواړم.
    زه دخپلی ننګرهارۍ خور دمړنې له کبله ددې خور په غميزه کی
    ددوی دفاميل سره ځان شريک بولم.
    جنرال حبيب الله جلالزوۍ خوګيانې.
    چه وطن پری اباديدو هغه نوره فولاړه
    چه وطن بری نه جوړيږی هغه زه څه کړم.
    چه دوطن په غم کی نه وی چه لا نر وی.
    چه دافغان نه افغانستانی جورو ې هغه زه څه کړم

  3. ځوانيمرګي انګېزې شينواري ته

    قربان تر دې مبارزې انګېزې!
    چي يوو يي وړې تر هديرې انګېزې!
    ستا ارمانونه دي ډيوې انګېزې!
    موږ ته به روڼي کړي تيارې انګېزې!

    د وحشتونو په لاس مړې انګېزې!
    د انسانيت ښه نمونې انګېزې!
    ای حياداري پښتنې انګېزې!
    سپکو شهيده کړې درنې انګېزې!

    کول دي کرکه له جګړې انګېزې!
    زموږ د سولي انګېزې انګېزې!
    چي حلولې دي لانجې انګېزې!
    پردېس دي جار سه تر جذبې انګېزې!

    دلاور پردېس- هلمند

    1393/11/27
    د شپې 12:10 د انګېزې شينواري د مرګ په شپه

  4. خدای جل جلاله دي جنت فردوس ورپه بره کړي، زه یو بې وسه شاعر یم نور څه مي په وس نه دي پوره دغه شعر مي د انګېزې تر سپېڅلي احساس قربان دی.

    ځوانيمرګي انګېزې شينواري ته

    قربان تر دې مبارزې انګېزې!
    چي يوو يي وړې تر هديرې انګېزې!
    ستا ارمانونه دي ډيوې انګېزې!
    موږ ته به روڼي کړي تيارې انګېزې!

    د وحشتونو په لاس مړې انګېزې!
    د انسانيت ښه نمونې انګېزې!
    ای حياداري پښتنې انګېزې!
    سپکو شهيده کړې درنې انګېزې!

    کول دي کرکه له جګړې انګېزې!
    زموږ د سولي انګېزې انګېزې!
    چي حلولې دي لانجې انګېزې!
    پردېس دي جار سه تر جذبې انګېزې!

    – هلمند
    1393/11/27
    د شپې 12:10 د انګېزې شينواري د مرګ په شپه

  5. الله د نوموړی ته د خپلی ځوانۍ اجر او جنتونه ورکړی،نومړی شهیده ده او په پای کی به دغه د عقیدت ګل ورته ډالۍ کړم :: ښه خودا چی د چا نوم پکی یادیږی««»»په فانل نړۍ به نه وی ژوندی تل څوک ه

  6. لعنت لعنت لعنت په هغه داخلی مافیاوو دا د همدی بی ننګو او بی غیرتو کار دی د خپل شخصی ګټو په خاطر په داسی یو غیر انسانی او بی ننګه کار لاس ووهل چی په نتیجه کی دغه بی بی چی د خلکو واقعی خدمتګاره وه شهیده شوه الله پاک دی دده شهادت قبوله کړی کورنی ته یی جمیل صبر په برخه کړی او دغه ډله دی هلاک کړی ترڅو ټول ننګرهاریان تری خلاص شی

  7. الله تعالی دې ورته جنت فردوس نصیب کړي. په پښتني اواسلامي تاریخ کې تر اوسه چاپه ښځه اوماشوم حمله نده کړې، ددې نه داسې معلومیږي چې حمله کونکی نه پښتون او نه مسلمان دی.بې غیرته ته به هم په سړو کې ناست یې شرم درته پکار دې لعنتي. که لږ غیرت هم درکې وي باید ځان پخپله ووژنې.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *