د خپلواکۍ د اوه نویمې کلیزې د نمانځنې پر مهال د ځانګړو امنیتي تدابیرو نیولو لارښوونه وشوه .

ننګرهار والي سلیم خان کندوزي د نظامي شورا په غونډه کې امنیتي منسوبینو ته د ښې نمانځنې په موخه د ځانګړو امنیتي تدابیرو د نیولو لارښوونه وکړه .

د نظامي شورا غونډه چې د زمري په ۲۱مه د دغه ولایت په امنیه قوماندانۍ کې جوړه شوې وه، په کې د بېلابېلو امنیتي ارګانونو مسؤلینو او د ولایتي شورا منشي ذبیح الله زمري ګډون کړی و.

ننګرهار والي سلیم خان کندوزي وویل، سږ د دغه ولایت د ولسونو او مسؤلینو له لورې د خپلواکۍ ۹۷یمه کلیزې د نمانځلو په موخه د یوې میاشتې راهیسې کمپاین پیل شوی دی .

نوموړي زیاته کړه، پلان لري،چې د خپلواکۍ ۹۷یمې کلیزه سږ کال په ځآنګړو مراسمو سره ونمانځي او په همدې موخه یې امنیتي منسوبینو ته لارښوونه وکړه،چې د دغه عظیمې ورځې د ښې نمانځنې په موخه امنیتي تدابیر ونیسي .

د دغه غونډې په څنډه کې مسؤلینو د خپلو لاسته راوړنو او ستونزو سربېره پر پیل شوو قهر سیلاب عملیاتو، د دغه ولایت د مرکز او ولسوالیو پر امنیتي وضعیت هم بحث وکړ.

د خپلواکۍ د اوه نویمې کلیزې د ښې نمانځنې په موخه لازم تدابير نيول شوي

دغه څرګندونې د ننګرهار والي سلیم خان کندوزي په دې ولايت کې د رسنيو مسوليو سره په جوړه شوې غونډه کې وکړې.

دغه ناسته، چې د زمري په يويشتمه جلال اباد شاهي ماڼۍ کې تر سره شوه پکې د اطلاعاتو او کلتور او ملي راډيو تلويزيون رييسانو سربيره په دې ولايت کې د ملي، کورنيو، سيمه ييزو او نړيوالو رسنيو استازو برخه لرله.

ننګرهار والي سليم خان کندوزي وويل، چې اته ويشتم د اسد د خپلواکۍ اوه نويمې کليزې سره برابره ده، چې په ننګرهار کې به په شاندارو مراسمو سره ونمانځل شي.

کندوزی وويل، چې ۱۲۹۸ کال کې زمونږ نيکونو د غازي امان الله خان تر رهبرۍ لاندې د خپلو سرونو په نظرانه کولو له انګريزي ښکېلاک ازادي ترلاسه کړه.

نوموړي وويل، چې ژورنالیستانو تل د هېواد ملي ورځو او ملي مسايلو کې ونډه اخيستې پکار ده، چې په دغه ورځ خپل رسالت په درست ډول اداء کړي.

والي له ژورناليستانو وغوښتل، چې د دغې ورځې د ښې نمانځې په موخه خپل نظريات او وړانديزونه ور سره شریک کړي.

ژورنالیستانو د اسد اته ويشتمې ښې نمانځنې په موخه خپل رغنده وړانديزونه او نظریات وړاندې کړل .

د خاوند خور سوزونکې مېرمن د اعدام په سزا محکوم شوه .

ننګرهار ښاري ابتدايه محکمې د جزا دېوان له لوري د قتل په قضيه کې دعلني غونډې پرمهال هغه میرمن چې د خپل خاوند خور یې په تنور کې سوزولې وه، د اعدام په سزا محکومه شوه .

دغه علني غونډه د ښاري ابتدايه محکمې رئيس قضاوتمند مفتي محمد وزير په مشرۍ او د قضاوتمندمولوي محمد يحي( عدالت ) او قضاوتمند شفيق الرحمن په غړيتوب ترسره شوه .

دعلني غونډې په پيل کې موظف څارنوال خپله ترتيب کړې صورت دعوه وړاندې کړه او ورپسې مدافع وکيل له خپل موکېل څخه دفاع وکړه .

دعلني قضايي غونډې قضايي پلاوي دموضوع دښې روښانتيا لپاره دقضيې طرفينو ته مناسب وخت ورکړي و، چې په پايله کې يې دقتل په تور تورنه مېرمن د جزا د قانون د (۳۹۵) مادې د (۳) فقرې پربنسټ او دښځو پروړاندې دتاوتريخوالي دمنع قانون د (۲۲) مادې د (۲) فقرې په نظر کې نيولو سره ياده مېرمن داعدام په سزا محکومه شوه .

دغه قضايي پلاوي وويل : د يادې ميرمنې پر وړاندې شوې پرېکړه نهايي نه ده کولاي شي داستيناف غوښتنه وکړي .

د اعدام په سزا محکوم شوې مېرمن څه موده وړاندې دخپل خاوند خور مرسل د جلال اباد ښار ددريمې ناحيې په سيمه کې په تناره کې سوزولې وه .

دا په داسې حال کې ده ،چې څو ورځې وړاندې ديادې محکمې له لوري (۱۴) تنه دانسان تښتونې په قضيه کې په (۱۵) (۱۵) کاله تنفيذي بند محکوم شول او دغه راز ديادو کسانو له ډلې يې څوتنه نور په بېلابېلو قضيو کې په قانوني سزا هم محکوم شوي دي .

په چپرهار کې د خپلواکۍ ورځې د ښې نمانځنې په موخه د پاکوالي او ښکلا چارې پيل شوې

د چپرهار ولسوال په مشرۍ د دغې ولسوالۍ د ملکي او نظامي ادارو مسولينو، قومي مشرانو او د يادې ولسوالۍ هټيوالو د خپلواکۍ اوه نويمې کليزې د نمانځنې په موخه د ولسوالۍ په بازار کې د پاکۍ او ښکلا په موخه کمپاين تر سره کړ.

د چپرهار ولسوال نعمت الله نورزي پر هټيوالو او د سيمې پر اوسيدونکو غږ وکړ، چې د خپلواکۍ ورځې په مناسبت په خپلو دوکانونو، کورونو او لارو کې ملي بيرغونه ولږوي.

نورزي وويل، چې شاوخوا اوه نوي کاله وړاندې غازي امان الله خان په مشرۍ د افغانستان ولسونو د سرونو په قربانيو له انګريزانو ازادي واخيسته.

نوموړي د يادې ولسوالۍ خلکو ته لارښوونه وکړه، چې د خپلواکۍ ورځې په مراسمو کې برخه واخلي او د دغې ورځې درناوی وکړي.

کرولا ډوله موټر کې ځای پر ځای شوي نشه یې توکې ونیول شول .

ننګرهار ولایت د بهسودو ولسوالۍ په ثمر خیلو سیمه کې پولیسو په یو کرولا ډوله موټر کې ځآی پر ځای شوي څلور دیرش کیلو ګرامه اومه چرس تر لاسه او په تور یې یو تن هم ونیول شو.

د امنیه قوماندانۍ د مطبوعاتو امر حضرت حسین مشرقیوال وایي د زرولي په نوم نیول شوي کس غوښتل چې د یاد موټر په وسیله نشه يې توکې د کابل څخه د ننګرهار غني خیلو ولسوالۍ مارکو بازار ته ولیږدوي،چې د پولیسو د پلټنو پر مهال ونیول شول.

یو وسله وال طالب د سولې پروسې سره یو ځای خو یو بل ژوندی ونیول شو.

ننګرهار ولایت پچیراګام ولسوالۍ بازار کې د وسله والو طالبانو یو فعال غړی رحیم الله ژوندی ونیو،خو په روداتو ولسوالۍ کې یو بل وسله وال طالب نجیب الله بیا له جګړې لاس واخیست او د خپلې یو میل کلاشینکوف په سپارلو سره یې د سولې لاره غوره کړه .

پولیسو همدا راز په نازیانو ولسوالۍ کې هم یو شکمن کس نیولی،چې ترې پوښتنې رواني دي .

د شوکاڼي اتحادیې مسولينو له والي سره ولیدل

د شوکاڼي اتحاديې مسولينو د زمري په شلمه ننګرهار والي سليم خان کندوزي سره په جلال اباد شاهي ماڼۍ کې د خپلو ستونزو د حل په موخه وکتل.

ننګرهار والي سلیم خان کندوزي وويل: هر هغه څوک، چې د قيمتي ډبرو د پروسس فابريکه ولري او د شوکاڼو قرارداد ولري دوی ته د قانون په رڼا کې به اجازه ورکړل شي له دې پرته د شوکاڼي کاروباريانو سره به قانوني چلند تر سره شي.

نوموړي د شوکاڼي اتحادې مسولينو د ستونزو د حل په موخه امنې قوماندان ته لارښوونه وکړه، چې په دغه برخه کې د قانون په رڼا کې اجرات تر سره کړي.

د هېواد ازادۍ ۹۷ يمه کليزه د هېواد په کچه ننګرهار کې په ځانګړو مراسمو نمانځل کيږي

دغه څرګندونې د ولايت مرستيال محمد حنيف ګرديوال د زمري په شلمه رسنيو دفتر کې د يو خبري کنفرانس پر مهال وکړي.

ګرديوال وويل، چې ولايتي ادارې سږکال پتيلې، چې د هېواد ازادۍ ۹۷ يمه کلیزه په ځانګړو تدابيرو ونمانځي.

نوموړي وويل، چې د ازادۍ جشن د ښې نمانځې په موخه بېلابېلې کمېټې جوړې شوي، چې هرې کمېټې ته ځانګړې دندې سپارل شوي دي.

د ولايت مرستيال زياته کړه، چې سږکال به په جشن کې د نورو نندارو ترڅنګ مشاعره، عسکري پريټ، نندارتون، د ورزشکارانو لخوا د لوبو نندارې او يو شمېر نورو پروګرامونه وړاندې شي.

ده وويل، چې د غازي امان الله خان مزار د جوړولو حکم ولسشمر ورکړی، چې د ښار جوړونې او اطلاعاتو کلتور وزارتونه په ګډه د يو لوی کمپکلس جوړولو نقشه برابروي ترڅو دغه مزار په اساسي ډول ورغول شي.

د اطلاعاتو کلتور رييس اورنګ صميم پر ټولو هېوادوالو غږ وکړ، چې دغه له اهميټه ډکه ورځ د ننګرهار ولايت په څېر په نورو ولايتونو کې هم ونمانځي.

صميم ډاډ څرګند کړ، چې هېوادوال د ازادۍ ورځې پر اهميت پوه شوي او هر کال يې تر بل کال ښه نمانځي.

د جلال اباد ښار حميد الله افغان وويل، چې د ازادۍ ورځې جشن په موخه يې امير شهيد بڼ کې د بيا رغونې چارې پيل کړي او د ښار د ښکلا لپاره يې کسبګرو سره په همغږۍ دوکانونه او لارې په ملي بيرغونو ښکلي کړي دي.

په ننګرهار کې ځوان مدني فعال هدايت الله زهير وويل، چې ده او د ده ټيم جلال اباد ښار سربيره د دې ولايت بېلابېلو ولسواليو کې ملي بيرغونه ځړولي او همدا راز د کونړ، لغمان او نورستان ولايتونو ځوانانو ته يې هم د خپلو ولايتونو د ښکلي کولو په موخه بيرغونه او بينرونه ورکړي دي.

ده وويل، چې د ازادۍ ورځې پورې به دوی د ښار په ښکلا او نورو برخو کې خپلې همکارۍ روانې وساتي.

د کنفرانس په پای کې د ولايت مرستيال، بېلابېلو کمېټو مسولينو، مدني فعالانو او ژورناليسانو د جلال اباد ښار بېلابېلې جادې له نږدې وکتلې او د ښکلا په موخه يې نور فعاليتونه پيل کړل.

د پاکستان قونسلګرۍ مخې ته د ویزو لګولو کمیشنکار ونیول شو.

ننګرهار ولایت په مرکز جلال اباد ښار کې د پاکستان قونسلګرۍ مخې ته د شکور په نوم هغه کس ونیول شو،چې اړمنو کسانو څخه یې د ویزې ژر تر لاسه کولو په موخه پیسې اخیستې .

دغه کس پولیسو په داسې حال کې نیولی،چې دوه تنو څخه یې د ژر ویزې تر لاسه کولو په موخه نهه زره پاکستانۍ کلدارې هم اخیستې وې .

په ننګرهار کې د ازادۍ ورځې د لمانځنې تیاري

ننګرهار والي د ازادۍ ورځې د ښې نمانځنې په موخه دغازي امان الله خان مزار او امير شهيد بڼ د ښه تنظيم لارښوونه وکړه.

د ننګرهار والي سليم خان کندوزي، جلال اباد ښاروال او يو شمېر مسولينو د ازادۍ اتل غازي امان الله خان مزار له نږدې وکاته.

نوموړي د جلال اباد ښاروال ته لارښوونه وکړه، چې د هېواد ازادۍ ورځې په وياړ دې امير شهيد بڼ په ښکلې بڼه تنظيم او د غازي امان الله خان مزار د ښکلا لپاره دې زياته پاملرنه وکړي .

کندوزي په همدې حال کې د امير شهيد کې د ښاروالۍ د روانو رغنيزو چارو ليدنه تر سره کړه، چې د ازادۍ ورځې د ښې نمانځنې په موخه يې تر سره کوي.

نوموړي د ښاروالۍ مسولينو ته لارښوونه وکړه، چې دغه چارې چټکې او په منظم ډول يې ژر تر ژره تر سره کړي.

د جلال اباد ښاروال ننګرهار والي ته ډاډ ورکړ، چې اته ويشتم د زمري ورځې د ښې نمانځنې په موخه د ښار سربیره د امير شهيد بڼ او د غازي امان الله خان مزار دهېواد په ملي بیرغونو به لا ښکلی کړي.

ننګرهار والي د جلال اباد ښار تلاشۍ چوک ترافيکي بهير له نږدې وکاته

د ننګرهار والي او جلال اباد ښاروال سربيره يو شمير مسولینو د تالاشۍ چوک ترافيکي بهیر ستونزه د زمري په شلمه له نږدې وڅارله، چې په حل کې به يې لازم اقدامات تر سره شي.

جلال اباد ښاروال حميد الله افغان وويل: تالاشۍ چوک کې څلورو خواو څخه د موټرو تګ راتګ بهير زيات دی، چې په ساعتونو – ساعتونو دغه لاره د خلکو پرمخ تړلې وي، چې يو لامل يې د سړک عرض کموالی او بل يې په دې چوک کې د تلخونې د اتو در وازو شتون دی.

ده وويل، چې ددغه چوک د پراختيا په موخه يې اداري مجلس ته وړانديز کړی و، چې ادارې مجلس پرېکړه وکړه چې د زيرزمينۍ يوه دروازه دې لمنځه يوسي او همدا راز د ګمرک يوه ټوټه ځمکه دې د سړک پراختيا په موخه ورکړل شي.

ده وويل، چې که دغه ځمکه سړک ته وقف شي؛ نو د انګور باغ جاده به لا پراخه شي او ترافيکي بهیر به کنټرول شي.

د ننګرهار والي سليم خان کندوزي د جلال اباد ښاروال ته لارښوونه وکړه، چې خلکو ته سهولت او ترافيکي بهير د کنټرول په موخه اداري مجلس پرېکړه ژر تر ژره عملي کړي.

دوه ماین خښوونکي د خپل ماین په چاودنه کې ووژل شول

ننګرهار ولایت خوږیاڼو ولسوالۍ د مملې په سیمه کې دوه ماین خښوونکي د خپل ماین په چاودنه کې ووژل شول .

دغه پېښه تېره ورځ ناوخته هغه مهال رامنځته شوه،کله چې د ممتاز او اسرار په نومونو د وسله والو طالبانو دوه غړو،چې غوښتل یې د تخریبي کړنو په موخه ماینونه ځای پر خای کړي،چې پرې چاودنه یې وکړه .

د یادې پېښې د رامنځته کیدو سره سم سیمې ته پولیس رسیدلي او د قضیې اړوند درې نور شکمن کسان یې نیولي دي .

دوه تنه د تښتوونکو له منګولو ازاد شول

ننګرهار ولایت د سره رود په ولسوالۍ کې دوه تنه مستریان د تښتوونکو له لورې وړل شوي و،چې د پولیسو د هلو ځلو په ترڅ کې د زمري په ۲۱مه د تښتوونکو له منګولو ازاد او کورنۍ ته وسپارل شول .

د نقیب الله او شکور په نوم دغه دوه تنه مستریان چې د سره رود ولسوالۍ د صنعتي پارک څخه تښتوول شوي وو،د چپرهار ولسوالۍ په مربوطاتو کې د تښتوونکو له منګولو ازاد شوي دي .

د دغه پېښې تښتوونکي له سیمې څخه په تېښته بریالي شوي،خو د امنیتي منسوبینو له لورې یې د نیولو هڅې رواني دي .

درې شکمن کسان ونیول شول

ننګرهار ولایت د مومندرې ولسوالۍ په ډکې سیمه کې تېره ورځ د ملي امنیت او امنیه قوماندانۍ مؤظفینو د عملیاتو پر مهال درې شکمن کسان نیولي .

همدا راز د دغه عملیاتو پر مهال امنیتي مؤظفینو یو عراده سراچه موټر او یو میل کلاشینکوف هم تر لاسه کړي دي .

په ورخت کې پولیسو د بهسودو په ولسوالۍ کې دوه کړۍ ماینونه کشف او پرته له کوم زیان څخه یې لمنځه یوړل .

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *