ننګرهار والي، ځانمرګي بریدګر،تروریستان او هغه کسان چې ګډوډیو ته زمینه برابروي یو ډول وبلل .
سلاکار وزیر او د ننګرهار والي محمد ګلاب منګل،چې د سلواغې په ۱۲مه یې په ولسي جرګه کې د ننګرهار د خلکو استازي حاجي حضرت علي په مشرۍ د دې ولایت د بېلابېلو سیمو مخورو سره ناسته درلوده،د خبرو پر مهال تروریستان،وسله وال مخالفین او هغه کسان چې ګډوډیو ته زمینه برابروي، یو ډول وبلل .

یاده ناسته چې د جلال اباد په شاهي ماڼۍ کې ترسره شوه،په کې د اجرائیه ریاست سلاکارانو،د ولسي جرګې غړو حاجي حضرت علي او پیر بخش ګردیوال،امنیتي مسؤلینو او ګڼ شمیر نورو ګډون کړی وو.

د ولسي جرګې غړي حاجي حضرت علي وویل، داعش،وسله وال طالبان او هغه کسان چې نظام تخریبوي،درې واړه یو ډول دي او د دوی د مخنیوي په موخه موږ د خپل نظام بشپړ ملاتړ کو، نوموړي زیاته کړه،د ختیځو ولایتونو د ولسونو استازو او مخورو پرېکړه کړې،چې په دې څلورو ولایتونو کې به هر ډول ستونزو ته په یوالې سره د حل لارې چارې لټولو کې د مسؤلینو سره همکاري کوي .

قومي مشرانو ملک عثمان،حاجي سهیل خان،حاجي جهانزیب او یو شمیر نورو د خبرو پر مهال د شینوارو اړوند د یو صراف څخه د اخیستل شوو پیسو قضیې،سرخ دیوال کې د مومندو او کوچیانو ترمنځ د ځمکې اړوند قضیې او دوربابا او نازیانو ولسوالیو کې هم د ځمکې اړوند موضوع د حل په برخه کې د جدي همکارۍ غوښتنې وکړې .

دوی همدا راز په جلال اباد ښار کې د امنیتي مؤظفینو له لورې د پیل شوي کمپاینونو او پلټنو د مرکزونو د فعالیدو څخه ستاینه وکړه او پر دوام یې ټینګار وکړ او زیاته یې کړه،چې شته ناخوالو ته باید اویا سلنه د حل لارې ولسونه او دیرش سلنه حکومت ومومي،ترڅو ستونزې حل شي .

یادو مخورو د خبرو پر مهال یو شمیر نورې ستونزې هم د حل په موخه شریکې کړې.
سلاکار وزیر او د ننګرهار والي محمد ګلاب منګل د ولسي جرګې غړي حاجي حضرت علي په مشرۍ له ټولو مخورو څخه مننه وکړه،چې په یوالي سره د ستونزو په حل کې له ولایتي ادارې سره د همکارۍ لاس ورکوي .

نوموړي زیاته کړه،ډیری وخت ورڅخه د اصلاحاتو غوښتنه کیږي،خو د اقداماتو پر مهال ورڅخه بېرته د ګذارې کولو هیلې کیږي،چې تردې وروسته به هیڅکله هم یادو هیلو ته ځواب ونه وایي.

هغه مسؤلینو ته د ستونزو په حل کې د همکارۍ ډاډ ورکولو ترڅنګ وویل،هغه کسان چې ځآنمرګي بریدونه کوي،تروریستي فعالیتونه کوي او هغه کسان چې په هېواد کې ګډوډیو ته زمینه برابروي، یو ډول دي .

ننګرهار والي وویل، د ۱۷ کلن ځنډ وروسته نړیواله ټولنه په دې پوهیدلې،چې د تروریستانو ځآلې چرته دي او د دې ځآلو مسؤلین هیڅکله د افغانستان پیاوړی اقتصاد، غښتلی ځواک،د روانو اوبو مهار او نورې چارې نشي زغملای،ځکه خو د وروستیو سلګیو په توګه تروریستي بریدونو ته یې زور ورکړی دی .

هغه ټینګار وکړ،چې په داسې حالاتو کې ټولو مسؤلینو،سیاسيون،مخورو،د ولس استازو او خلکو ته لازمه ده،چې د خپل هېواد د نظام ملاتړ وکړي او له روانو شومو پلانونو څخه یې په بریالیتوب وژغوري .

د افغانستان د امن او سولې شوراء پرانيسته د یوې غونډې په ترڅ کې په ننګرهار کې وشوه .
د ننګرهار ولایت په مرکز جلال اباد ښار کې د یوې پراخې غونډې په ترڅ کې د قومي مشرانو او دیني عالمانو په ګډون د افغانستان د امن او سولې شورا پرانیسته وشوه،چې ولایتي ادارې او د ولس استازو ترې بشپړ ملاتړ اعلان کړ.
د ولسي ملاتړ پروګرام مشر او د افغانستان د امن او سولې شورا بنسټګر حاجي حیات خان پخپلو خبرو کې ولسونه یو والی او ورورولۍ ته راوبلل او زیاته یې کړه،بې اتفاقې له کرکې ، نفرت ، ورور وژنې او ورانیو پرته نور هيڅ نه راکوي .
هغه زیاته کړه، که غواړو هیواد مو له سيالانو سره سیال او په هیواد کې مو د امن ټغر وغوړیږي نو راځی چې د ورورولۍ لاسونه ورکړو او نفاق د تل لپاره له خپل منځه وشړو .
نوموړی همدا راز په روان حرکت کې له علماوو، قومی مشرانو ، ځوانانو، او خویندو څخه د کلکه ملاتړ غوښتنه وکړه .
حاجی حیات خان د یادې شورا د موخو په اړه هم ګډنوالو ته معلومات ورکړل چې پکي د هیواد له عرضي تمامیت څخه دفاع، د بډو اخیستونکو او فساد کوونکو سره مبارزه، او ځوانانو ته دعلم او دندې په برخه کې د فرصتونو برابرول شامل وو.
سلاکار وزیر او ننګرهار والي محمد ګلاب منګل ، پخپلو خبرو کې د یادې شورا له مسولینو او ګډونوالو مننه وکړه چې په هېواد کې د امن او سولې راوستو لپاره یو مثبت ګام واخیست، هغه ګام چې په هېواد کې د سولې او امن زیرې ورکوي .
ننګرهار والی همدا راز وویل ، دهېواد ولسمشر محمد اشرف غني د هيواد جوړونی ته کلکه هوډ لرې چې په وینا يې ولسمشر غواړي افغانستان پر یو پیاوړې اقتصادي هېواد بدل کړي .
نوموړي وويل، کلکه هوډ لرو چې د هیواد روانې اوبه مدیریت او سالمه ګټه ترې واخلو .
ننګرهار والي همدا شان پخپلو خبرو کې ، د کونړ په سیند د بندونو جوړویدو یادونه هم وکړه چې په ټکو يې د ځینو سروې ترسره شوې او ځینې سروي جریان لري،چې ډیر ژر به يې د بندونو جوړیدو چاری هم پیل شي.
سلاکار وزیر او د ننګرهار والي محمد ګلاب منګل په هېواد کې وروستیو تروریستي پيښو ته په اشاري سره وويل: (( اوس مو د هېواد خارجي دښمان په دې پوه شوي،چې افغانستان هغه پخوانی افغانستان نه دي اوس د یو قانوني نظام درلودلو ترڅنګ د یوې پیاوړې اردو او دولس کلکه ملاتړ له ځانه سره لرو او د ښمن مو یو قوي او پر ځان بسیا افغانستان نشي زغملی . ))
نوموړی همدا راز وويل، د هيواد دښمنان مو اوس غواړي د نظام او ولس ترمنځ واټن رامنځته کړي،چې دې موخې ته د رسیدو لپاره په هېواد کې پر مظلومو او بې ګناه خلکو بریدونه ترسره او خپلو مزدورانو ته یې دنده ورکړې وه چې له فرصت ګټه واخلي او د نظام پرخلاف غږ اوچت کړې .
ننګرهار والی د ولسونو څخه د یووالي او اتفاق غوښتنې ترڅنګ وويل ، له ټولو هغو حرکتونو ، ټولنو او شورا ګانو ملاتړ او همکاري کوي،چې د هېواد د ابادې ، پرمختګ او سوکالۍ لپاره کار کوي.
هغه په نوې پیل شوي حرکت د خوښې ترڅنګ ترې خپل بشپړ ملاتړ هم اعلان کړ.
د علماؤ کرامو په استازۍ د ننګرهار د حج او اوقافو ریئس مولوي عبدالظاهر حقاني او دیني عالم نثاراحمد پاچا خبرې وکړې او زیاته یې کړه،په هيواد کې روان جنګ د پروديو جنګ دی، افغانان جنک نه خوښوي،له جنګ څخه کرکه لري او تل د نورو په جنګ کې سوزیدلي دي.
د حج او اوقافو ریئس عبدالظاهر حقاني وويل ، دښمن نور له ماتې سره مخامخ دی او د قومي مشرانو ، ځوانانو او علماوو پر مټ به مو له هیواده د ظلم ټغر ټولیږي او د سولې څخه به برخمن کیږو .
نوموړو همدا راز له ولسونو د يو والي او یو موټي کيدو غوښتنه هم وکړه.
د قومي مخورو په استازولۍ شاجهان جهاني ،محمد نعیم ولاړ او د متحد ملت ګوند د ختيځ زون مسول محمد لایق غمشریک پخپلو خبرو کې وويل ، راځی د هېواد ابادۍ او پرمختګ لپاره سره لاسونه ورکړو او نور د خپل قانوني نظام بشپړ ملاتړ وکړو .
نوموړو همدا شان وويل، نظام ننګونه د اصلاح او پرمختګ لار نده او د نظام ننګونې پرځای باید د نظام ننګه او ملاتړ وشي.
نعیم ولاړ وويل، افغانان ترهګر ندي او له جنګ څخه کرکه او نفرت لري او د سولې غوښتنونکي دي .
ولاړ همدا راز د افغانستان د امن او سولې شورا پیل شوی حرکت د هېواد او ولسونو په خير یاد کړ او په دغه برخه کې له قومي مشرانو ، دیني عالمانو، ځوانانو او خویندو څخه د یاد حرکت د ملاتړ غوښتنه وکړه .
محمد لایق غمشریک د یاد حرکت له مسولینو وغوښتل چې په خپلو فعالیتونو کې ځوانانو ته ډیر فرصت ورکړي،چې په وینا يې ځوانان ملی فکر او پاک احساس لري او کولای شي پدغه برخه کې مثبت رول ترسره کړه
د افغانستان د امن او سولې شوراء ګډونوالو د یادې غونډې په ترڅ کې د ننګرهار والي او ولایتي شورا غړي اسرارالله مراد سره یو ځای د یوالي او یو موټې افغانستان په نوم لاسونه ورکړل .
د ننګرهار کډوالو چارو رياست لپاره د شاوخوا ۲۱ ميليونه افغانيو په لګښت د نوې ودانۍ د جوړېدو د بنسټ ډبره کېښودل شوه.
په ننګرهار کې د هېواد په کچه د لومړځل لپاره د کډوالو چارو رياست لپاره د شاوخوا ۲۱ ميليونه افغانيو په لګښت د نوې ودانۍ د جوړېدو د بنسټ ډبره د يو لړ مراسمو په ترڅ کې کېښودل شوه، چې په يو کال کې به يې د جوړېدو چارې بشپړې شي.
د بنسټ ايښودو مراسم د سلواغې په ۱۲مه د جلال اباد ښار څلورمې ناحيې اړوند روښان مېنه کې جوړ شوی و، چې پر مهال يې د ننګرهار والي سربيره د ولايتي شورا غړي، کډوالو چارو رئيس او يو شمېر نورو مسئولينو ګډون کړ وو.
سلاکار وزير او د ننګرهار والي محمد ګلاب منګل وويل،د خوښۍ ځای دی، چې د هېواد په کچه د لومړي ځل لپاره په ننګرهار کې د کډوالو چارو رياست لپاره نوې ودانۍ جوړيږي .
نوموړي وويل، دغه ودانۍ د تحکيم ثبات افغانستان ادارې په مالي لګښت په ۱۲ مياشتو کې په پاخه او اساسي ډول جوړيږي،چې په جوړېدو سره به د کډوالو ادارې په چارو کې ښه والی او کډوالو ته به ګڼ شمېر برخو کې سهولتونه رامنځته شي.
ننګرهار والي زياته کړه، چې د دغه ودانۍ د جوړېدو چارې به د مسلکي انجينرانو له لوري وخت پر وخت څارل کيږي او هم يې د جوړونکي شرکت مسئولينو ته د چارو د کيفيت په اړه سپارښتنه وکړه.

د کډوالو چارو رئیس غلام حيدر فقيرزي وويل،دغه ودانۍ په پنځلس بسوې ځمکه کې په درې منزلونو کې جوړيږي، چې اتلس ادارې خونې، کنفرانس حال، موادو ویش ځای، انتظار خونه، لوی ګُدام او نور ضروري ملحقات به ولري.
د ولايتي شورا غړي اسرار الله مراد د يادې ودانۍ د چارو په پيل خوښي وښوده او ټینګار یې وکړ،چې چارې په شفافیت او معیاري ډول ترسره شي .
نوموړي له ننګرهار والي مننه وکړه، چې په هڅو يې په دې ولايت کې بېلابېلې پروژې پيل شوي، چې په بشپړېدو سره به يې په بېلابېلو برخو کې ګڼ شمېر سهولتونه رامنځته شي.

ننګرهار والي ددې ولایت ټولو ولسوالانو او امنیتي مسئولینوته د ټاکنو د ملي پروسې د ښه ترسره کولو سپارښتنې وکړې.
سلاکار وزير او د ننګرهار والي محمد ګلاب منګل د دې ولايت ټولو ولسوالانو او امنيتي مسئولينو ته د يو لړ نورو موضوعاتو سربېره د ټاکنو ملي پروسې ښې ترسره کېدو په موخه جدي سپارښتنې وکړې.
دغه ناسته د سلواغې په ۱۲مه د جلال اباد په شاهي ماڼې کې ترسره شوه، چې پرمهال يې د ننګرهار والي سربېره د ولايتي شورا غړو، د سرحدي لوا قومندان جنرال محمد ايوب حسين خېل، د عامه نظم قومندان جنرال نصير احمد ساپي،د ملي امنیت ریاست مرستیال جنرال جمیل نورستاني، د دې ولايت د بېلا بېلو ولسواليو ولسوالانو، امنې قومندانانو دامنيتي ځواکونو مسولينو، د ټاکنو خپلواک کمېسيون استازو او ګڼ شمېر نورو ګډون کړی و.
سلاکار وزير او د ننګرهار والي محمد ګلاب منګل وویل، چې د ټاکنيزو مرکزونو د اصلاحاتو پروسه په برياليتوب سره ترسره شوې، چې په ترڅ کې يې ګڼ شمېر ټاکنيز مرکزونه د شخصي ملکيتونو څخه عامه ځايونو ته انتقال شوي دي.
نوموړی زياته کړه تردې وروسته امنيتي ارزونه پیلېږي په همدې اساس يې ولسوالانوامنې قومندانانو او امنيتي مسئولينو ته سپارښتنه وکړه، چې د ټاکنو د ملي پروسې مرکزونه د امنيتي وضعيت په اړه کره راپورونه شريک کړي
ننګرهار والي د ټاکنو کمېسيون مسولينوته د امنيت به برخه کې د هر راز همکارۍ ډاډ ورکړ.
د ولايتي شورا مرستيال ډاکتر لعل محمد دراني وويل، چې ننګرهار ته د پخواني نفوسو له مخې امتياز ورکوي؛ خو په دې ولايت کې د پخوا په پرتله څو برابره نفوس زيات شوي، نوموړي له ولسوالانو غوښتنه وکړه، چې د نويو تذکرو په برخه کې ولسونو ته عامه پوهاوی ورکړي، څو د تذکرو په اخيستو سره د نفوس کره شمېره څرګنده شي.
د ننګرهار ولایت د ټولټاکنو خپلواک کمیسون مشر ذبيح الله وګړي له ننګرهار والي څخه مننه وکړه، چې د ځانګړي نوښت له مخې يې د لومړي ځل لپاره په دې ولایت کې د ټاکنو په تړاو د ولسوالانو او امنيتي مسئولينو ګډه غونډه رابللې.
نوموړي وويل، چې ټاکنې د ديمکراتيک نظام مهم اصل دی بايد د دغه ملي پروسې په ښه تر سره کېدو کې ټول هېوادوال د همکارۍ لاسونه ورکړي، ده زياته کړه، د دې ولايت په ټولو سيمو کې د ټاکنو مرکزونو په اړه تخنيکي ارزونه تر سره شوې چې په نږدې راتلونکې کې به امنيتي ارزونه هم پيل شي.
د دې مهمې ناستې په وروستیو کې چې مشري یې د ولایتي شورا مرستیال ډاکټر لعل محمد درانی ته وسپارل شوه،د ټاکنو کمیسون مسؤلینو،ولسوالانو،امنیتي مسؤلینو او نورو هر اړخیز بحثونه او ستونزو ته د حل لارو چارو په اړه خبرې اترې وکړې .
څلور تنه په بېلابېلو قضیو کې د ۳ څخه تر شل کلونو تنفیذي بند باندې محکوم شول .
د ننګرهار استیناف محکمې له لورې د انسان تښتوونې،مخالفینو سره د اړیکو، د میرمنې د قتل او د فساد قضیو اړوند ۴ تنه د ۳ کلونو څخه تر شل کلونو تنفیذي بند باندې محکوم شول.
د استيناف محکمې اړوند د کورني او بهرني امنيت دېوان د قضايی پلاوي له لوري د وسله والو مخالفينو سره د اړيکو په قضیه کې یو تن په ۱۲ او د انسان تښتونو په قضيه کې یو بل تن په ۵ کاله تنفيذي بند محکوم کړل .
همدا راز د ننګرهار استيناف محکمې اړوند د اداري فساد څخه راولاړو شويو جرمونو پرضد ابتدايه محکمې د اداري فساد په قضيه کې یو تن مدافع وکیل د فساد په قضیه کې د ښکیلتیا له امله په درې کاله تنفيذي بند محکوم کړ.
د ننګرهار استیناف محکمې قضايي پلاوي يو تن د مېرمنې د وژنې په قضيه کې د جزا قانون (۳۹۶) او (۳۸۱) مادو پربنسټ او دښځو پروړاندې دتاوتریخوالي جرمونو ته د رسيدګۍ قانون (۲۲) مادې په نظر کې نيولو سره په (۲۰) کاله تنفيذي بند محکوم کړ.
دغه راز دتورن کس مور او پلار دلازمو دلايلو دنه شتون له امله دجزا قانون (۴) مادې او دجزايي اجراتو قانون د(۵) مادې په نظرکې نيولو سره برآئت شول.
د ننګرهار استیناف محکمې د قضایي پلاوو د پرېکړو له مخې د ټولو تورنو کسانو په اړه پرېکړې وروستۍ ندي،کولای شي،چې د تمیز غوښتنه یې وکړي

لوړ پوړي ملکي او نظامي پلاوي هسکې مینې ولسوالۍ ته کاري سفر وکړ.
د جمهور رئیس سلاکار دوکتور لعل پاچا ازمون په مشرۍ د ننګرهار ولایت لوړ پوړي نظامي او ملکي ادارو مسؤلینو او د ولایتي شورا غړو هسکې مینې ولسوالۍ ته کاري سفر ترسره کړ.
یاد سفر چې د سلواغې په ۱۱مه ترسره شو،په کې امنیه قوماندان لوی پاسوال عبدالرحمن رحیمي،د عامې روغتیا،ټولګټو چارو،پوهنې او کلیو پراختیا ادارو رئيسانو او استازو،ولایتي شورا منشي ذبیح الله زمري او د شورا غړي ډاکټر ناصر کاموال ګډون درلود.
په همدې موخه جوړه شوې غونډه کې د هسکې مینې ولسوالۍ مسؤلینو،مخورو،علماؤ کرامو او ګڼ شمیر نورو ګډون کړی وو.
په کلتوري او ټولنیزو چارو کې د ولسمشر ارشد سلاکار دوکتور لعل پاچا ازمون د خبرو پر مهال د هسکې مینې ولسوالۍ د خلکو د قربانیو څخه قدرداني وکړه او د نظام او ملکي منسوبینو څخه یې مننه وکړه،چې د خلکو سره د اړیکو او امنیت په ساتلو کې یې هلي ځلي کړي .
هغه هسکې مینې ولسوالۍ ته د بنسټیزو پروژو،امنیت تامین او نورو برخو کې د حکومت په ځآنګړي ډول د ولایتي ادارې د ځآنګړې پاملرنې غوښتنه وکړه او د سیمې خلکو ته یې سپارښتنه وکړه،ترڅو د مسؤلینو سره په چارو کې همکار اوسي .
ننګرهار امنیه قوماندان لوی پاسوال عبدالرحمن رحیمي په یاده ولسوالۍ کې د پولیسو او ټولو ځواکونو هڅې وستایلې او ورته یې لا هم سپارښتنه وکړه،چې د دښمن پر وړاندې په کلکه مبارزه وکړي .
نوموړي زیاته کړه، د تېرو څو میاشتو په ترح کې په هسکه مینه ولسوالۍ کې د ګډو کورنیو ځواکونو د عملیاتو په ترڅ کې سلګونه داعشیان وژل شوي،ټپيان شوي او د دوی مرکزونه تخریب شوي دي،چې په وژل شوو کسانو کې د داعشیانو رهبري هم شتون لري .
امنیه قوماندان پر وسله والو مخالفینو غږ وکړ،چې له جګړې لاس واخلي او د سولې بهیر سره یو ځای شي او که چیرې دا لاره خپله نکړي،نو د وسله وال ځواک له لورې به ووژل شي .
د ولایتي شورا منشي ذبیح الله زمري د امنیتي ځواکونو د همغږۍ او همکارۍ څخه ستاینه وکړه او سرتېرې یې د هېواد اصلي بچیان یاد کړل،چې له هېواد او هېوادوالو څخه دفاع او ساتنه کوي .
د ولایتي شورا غړي ډاکټر محمد ناصر کاموال د حکومت او ولس ترمنځ اړیکه او همکاري مهمه وبلل او د یادې ولسوالۍ د خلکو څخه یې وغوښتل،چې د امنیت تامین په موخه د خپلو ځواکونو او همدا راز د رغنیزو چارو د ترسره کولو په موخه له محلي ادارې سره مرسته او همکاري وکړي .
د غونډې په څنډه کې د عامې روغتیا،ټولګټو چارو او پوهنې رئیسانو په خپلو برخو کې د هسکې مینې ولسوالۍ لپاره منظور شوې،په پلان کې او نورو پروژو په اړه د سیمې خلکو ته معلومات او ژمنې ورکړې .
د هسکې مینې ولسوال او قومی مشرانو له لورې هم په بېلابېلو برخو کې وړاندیزونه وشول،خو په ټولو برخو کې د محلي حکومت سره د هر ډول همکارۍ ژمنې وکړې .

د ننګرهار استيناف محکمې رئيس په مشرۍ د دې ولايت امنيې قوماندان سره دقضاتو دامنيت ټېنګښت ، نورو اداري چارو دښه والي او په اړونده کاري برخو کې دهمغږۍ زياتوالي په موخه دمحکمې په انګړ کې غونډه ترسره شوه.
دغونډې په پيل کې دننګرهار استيناف محکمې رئيس قضاوتيارعبدالولي قاضي زاده له لوري ننګرهار امنيه قوماندان سره دولسونو دامنيت ټېنګښت ترڅنګ دقضاتو د ځان ، کارځاي ، استوګنځاي ، مرکز او ولسواليو ته د قضاتو دتګ راتګ دقضاتو داسلحې ګرځولو جواز ، دجلب او احضار شعبې رامنځ ته کول ، په ولسواليو کې دتوقيف خونو جوړول او يو شمېر نور موضوعات شريک کړل .
قاضي زاده زياته کړه ، چې په راتګ سره يې په دې ولايت کې دوه تنه قضات او دوه تنه اداري کارکوونکي ترور شوي ، چې عاملين يې تر دې مهاله دامنيتي ارګانونو له لوري نه دي نيول شوي او همدارنګه په ولسواليو کې دجرايمو د نه کشف په اړه اندېښته څرکند کړه.
په دغه غونډه کې ، چې دمحکمې دابتدايه او استيناف دېوانونو رئيسانو پکې ګډون کړي و قضاتو په دې ولايت کې په امنيتي وضعيت اندېښنه وښوده ، دمحاکمو او قضاتو دامنيت خونديتوب په موخه يې دامنيتي پرسونل غوښتنه وکړه.قاضي زا ده له امنيه قوماندان څخه دامنيت ټېنګښت په موخه د يو شمېر نظامي تجهيزاتو غوښتنه وکړه او دغه راز يې په جلال اباد ښار کې په موټرسايکل د دوه او درې تنو دګرځيدو په مخنيوي ټېنګار وکړ.دغه راز قضاتو يو شمېرنورې ستونزې هم يادې کړې ، چې د ننګرهار امنيه قوماندان څخه يې دحل غوښتنه وکړه.
په غونډه کې دننګرهار امنيې قوماندان لوي پاسوال عبدالرحمن رحيمي قضاتو ته په دې ولايت کې دامنيتي وضعيت په اړه معلومات وړاندې کړل او دځېنو ستونزو يادونه يې وکړه.
رحيمي په يادو شويو برخوکې قضاتو ته دهمکارۍ ژمنه ورکړه او په ننګرهار امنيې قوماندانۍ کې يې دجلب او احضار دشعبې په رامنځ ته کولو ترڅنګ په مرکز او ولسواليو کې دپوليسو په زياتوالي او په ځېنو ولسواليو کې يې دتوقيف خونو رامنځ ته کولو موافقه وکړه.
ننګرهار امنيه قوماندان وويل : دخپلو امکاناتو په پام کې نيولو سره دقضاتو او اداري کارکوونکودښه امنيت ټېنګښت په موخه به ځانګړي طرزالعمل جوړ او ولسواليو ته به دقضاتو دتګ راتګ په موخه ځانګړي پلان په کار واچوي.
دغه راز دشکمنو او تورنو کسانو دجلب او احضار لپاره دځانګړې شعبې درامنځ ته کولو ژمنه وکړه.
دغونډې په پاي کې ديو شمېرموضوعاتو دتصويب ترڅنګ په ځېنو برخو کې په ليکلې بڼه دتصميم نيولو پرېکړه وشوه.
د جلال اباد ښار اوسیدونکو په دې ښار کې د غېرې مسؤله وسله والو،تورو ښیښو،بې پلیټه او جعلي پلیټ لرونکو موټرو د مخنیوي په موخه د پیل شوي کمپاین پر دوام ټینګار وکړ.
ننګرهار ولایت مرکز جلال اباد ښار کې د ولسمشر د فرمان او د ننګرهار د نظامي شورا د پريکړې له مخې د غيرې مسوله وسله والو او بې پليټه موټرو د ګرځيدو د مخنيوي په موخه ۲۴ سیمو کې د پلټنو مرکزونه فعال شوي،چې د روان کمپاين په ترڅ کې ۱۵ ميله بيلابيل ډوله وسلې،لسګونه بې پلېټه موټرې او سلګونه موټرسايکلو د نيولو ترڅنګ د سلګونو موټرو تورې ښيښې سپينې شوي .
د امنیه قوماندانۍ د مطبوعاتو امر حضرت حسین مشرقيوال وایي، د غيرې مسوله وسله والو د مخنيوي کمپاين د ننګرهار امينه قوماندانۍ په مشرۍ د ګډو امينتي ځواکونو له لوري ترسره کيږي.
دپلټنې پرمهال د ښيوې او روداتو ولسواليو موټر چلونکو د روان کمپاين څخه خوښي ښکاره کړه او زیاته یې کړه،د امنيتي ځواکونو روان کمپاين د امنيت ټينګښت لپاره ګټور دی،خو په ټولو وګړو یې دې قانون يو شان پلي کېدو غوښتنې وکړې .
يو تن موټر چلونکي د پلټنې په مرکز کې د امنيتي ځواکونو هڅې وستايلې او پر دوام يې ټېنګار وکړ.
يو بل ريکشا چلوونکي د پلټنو د مرکزونو پر فعالیدو د خوښۍ ترڅنګ وويل، که ساعتونه انتظار وکړي ستونزه نشته خو چې ښار مو له امنيتي ګواښونو په امان کې وي.
د ننګرهار کارټولنيزو چارو شهيدانو او معلولينو رياست په چوکاټ کې د سلام پروژې د کارونو لپاره د کار بازار د معلوماتو د راټولونې ګردي مېز ترسره شو.
سلام يا (په افغانستان کې دبې ځايه شويو او بېرته راستندونکو دمعشيت څخه دملاتړ پروژې ) دکار بازار دمعلوماتو دراټولونې دګردي مېز په غونډه کې ملي سوداګرو ، صنايع خونې استازو ، اصنافو ، مدني ټولنو او نورو دولتي او غېرې دولتي ادارو استازو ګډون کړي و.
د دغه ورکشاپ دپيل پرمهال دننګرهار کارټولنيزو چارو شهيدانو او معلولينو رئيس پوهنيار عبدالحکيم شېرزاد په تېر کې دياد رياست په ترسره شويو فعالتيونو او لاس ته راوړنو خبرې وکړې او زياته يې کړه سلام دکارو ټولنيزو چاروشهيدانو او معلولينو وزارت ، يو اين ډي پي او اي لو موسسې ګډه پروژه ده ، چې دپلنډ سفارت په مالي مرسته ترسره کېږي.
نوموړي وويل : دکار بازار دمعلوماتو دراټولونې ددغه يو ورځني ګردي مېز څخه يې موخه دبازار دموجوده وضعيت ارزونه او دکار په مارکېټ کې داړتيا وړ کاريګرو روزنه او ظرفيت لوړونه ده.
نوموړي زياته کړه دسلام يا (په افغانستان کې دبې ځايه شويو او بېرته راستندونکو دمعشيت څخه دملاتړ پروژه ) په درې برخو کې ، چې يو يې دبازار داړتيا سره سم دکاريګرو دظرفيت لوړونه ، چې په روان کال کې به نږدې ۲۵۰۰ تنه په بېلابېلو حرفو کې وروزي دويمه برخه يې په بهرنيو هېوادونو په ځانګړي ډول په خليجي هېوادونو کې افغان کاريګرو ته دکار زمينې برابرول او دريمه برخه يې دغېرې قانوني مهاجرتونو په برخه کې خلکو ته عامه پوهاوي ورکول دي فعاليت کوي.
دشېرزاد په خبره سلام ۵ کلنه پروژه ده ، چې دلومړي ځل لپاره په ننګرهار کې په ازمايښتي ډول پلې کېږي.
دغه راز په ياد پروګرام کې د ننګرهار مستوفي او سرپرست مرستيال والي عبدالله رقيبي دوينا پرمهال ديادې پروژې په پيل خوښي وښوده او ترڅنګ يې دخصوصي سکتورپه پياوړتيا ټېنګار وکړ.
نوموړي وويل اوس مهال يو شمېر نړېوال شرکتونه چمتو دي ، چې په افغانستان کې پانګونه وکړي ، چې په وينايي پرمټ به يې په بېلابېلو برخو کې دکار زمينې برابرې شي.
رقيبي دمېز له ګدون والو غوښتنه وکړه څو په ياد مېزکې فعاله ونډه واخلي او ديادې پروژې دښه تطبيق او اغېزمنتوب په موخه ښه نظرونه سره شريک کړي.
په ورکشاپ کې دکارټولنيزو چارو شهيدانو او معلولينو وزارت دبازار دمطالعې رئيس فضل احمد احمدي دياد وزارت په ترسره کړو يو شمېر فعالتيونو او راتلوونکو پلانونو خبرې وکړې او ډاډ يې څرګند کړ ، چې دښه والي په موخه يې ګام پورته کړي او هڅه کوي ، چې دهېوداوالو دهوساينې لپاره ډېر کار وکړي.
دپروژې مسولينو دپرېزنټېشن په وړاندې کولو سره ګډون والو ته دپروژې په اړه بشپړ معلومات ورکړل او هم يې دګروپي کار په ترڅ کې دګډون والو نظرونه راټول کړل .

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *