د بټي کوټ مخورو ننګرهار والي سره په چهاردهي سیمه کې د غونډې پر مهال د امنیتي ځواکونو په مرسته تر ۱۲ کلن ځنډ وروسته له خپلې سیمې د وسله والو طالبانو له شړلو څخه خبر ورکړ.
سلاکار وزیر او د ننګرهار والي محمد ګلاب منګل د نظامي پلاوي په مشرۍ د بټي کوټ ولسوالۍ اړوند چهاردهي سیمه کې د قومي مخورو او ځوانانو سره په جوړه شوې غونډه کې د امنیتي ځواکونو د سرښندنو او په وروستیو کې د چهارهي سیمې د خلکو د سترې مېړانې څخه ستاینه او مننه وکړه،چې له یادې سیمې څخه یې وسله وال طالبان او نور تروریستان وشړل .
نوموړي د چهاردهي سيمي خلکو ته ډاډ ورکړ، چې امنیتي ځواکونه ستاسې ترڅنګ دي او هم به ورته په بېلا بېلو برخو کې د بیا روغونې پروژې پلي کړي، ننګرهار والي محمد ګلاب منګل یو ځل بیا پر وسله والو طالبانو غږ وکړ،چې د جګړې لاره پریږدي او د سولې له لارې دې خپلې موخې ته ځانونه ورسوي .
هغه وویل: له وروستي فرصت څخه په ګټې اخیستنې ورسره یو شمیر وسله والو طالبانو د سولې پروسې سره د یو ځای کېدو په موخه اړیکې هم نیولي، خو د دوی د مخالفت پر مهال یې هم د دوی د اولادونو د ښې روزنې او پالنې په موخه ښوونیزې او روغتیایي چارې فعاله ساتلي دي .
ننګرهار والي د وسله والو طالبانو پخوانیو وحشتونو ته په اشارې سره وویل: (( دوی د کرکټ په لوبغالي کې لوبغاړي،د فاتحې مراسمو لپاره د کورنۍ غړې په موټر کې او ګڼ شمیر نورو پېښو کې ولسي خلک په ځآنګړي ډول میرمنې او ماشومان شهیدان کړل،چې د وروستیو پېښو په ګډون د ټولو شهیدانو لپاره د فردوس جنت او کورنۍ غړو ته یې د تسلیت مراتب وړاندې کوم . ))
قومي مشر ډاکټرالله داد له ننګرهار والي څخه مننه وکړه، چې په دولس کلنه موده کې یې د لومړني والي په توګه د چهاردهي سیمي ته سفر وکړ او د دوی سره د وروستیو پېښو د غمشریکۍ ترڅنګ يې د مخالفو وسله والو پر وړاندې مبارزه کې د ولسونو ملاتړ وکړ.
نوموړي د یو شمیر غوښتنو ترڅنګ ډاډ ورکړ، چې تردې وروسته به د یادې سیمي خلک د امنیتي ځواکونو سره یوځای د خپلو شخصي امکاناتو څخه په ګټې اخیستنې د مخالفو وسله والو پر وړاندې مبارزه کوي او هیڅکله به تردې وروسته په خپله سیمه کې ځای ورنه کړي.
د بټي کوټ ولسوال نعمت الله نورزي له ننګرهار والي او نورو مسئولینو مننه وکړه، چې چهاردهي سيمي ته يې د سفرپه ترڅ کې خلکو ته روحیه ورکړه او ډاډ يې ورکړ، چې نور به ولسي خلک په سیمه کې مخالفو ته ځای ورنه کړي.
دغه راز ننګرهار والي او ورسره نورو مسئولینو په یاده سیمه کې د مخالفو وسله والو له لوري د درې تنه ملکي وګرو د شهادت له امله يې قومي مخورو او ځوانانو ته د فاتحې او ډاډ ګیرنې مراتب وړاندې کړل.
د یادونې ده، چې په یاد سفر کې ننګرهار والي سره ، د ولایتي شورا مرستیال ډاکتر لعل محمد دراني، د سرحدي لوا قومندان جنرال محمد ایوب حسین خیل، د ملي امنیت رئیس تورن جنرال محمد طاهر مومند، د څلورمې پلې لوا درستیزوال محمد جان دریاب ، قومي مشرا حیات خان او یو شمیر نورو هم شتون درلود.
دکليوالي ښوونځيو اړوندو شوراګانو د ظرفيت لوړونې ښوونيز بهير کې د دغو شوراګانو ارزښت درې ورځنی ورکشاپ پرانستل شو.
په همدې موخه په جوړو شويو مراسمو کې دپوهنې رئيس حسيب الله شينواري په خپلو خبرو کې په پوهنيز بهير کې د کليوالي ښوونځيو په رول او ارزښت خبرې وکړې او ويې ويل، چې دا ښوونځی له دې امله پوهنې وزارت ته د ارزښت وړ دی، چې ډيری مهال په بيړنيو حالاتو کې جوړيږي.
دپوهنې ريس د دغو کليوالي ښوونځيو په موقعيتونو کې موجودو ښوونځيو مديرانو ته هم سپآرښتنه وکړه چې دکليوالي ښوونځيو د څارنې ترڅنګ دهغوی ستونزې هم پرخپل وخت حل او لازمه مرسته ورسره وکړي.
دپوهنې ريس همداراز د کليوالي ښوونځيو اړوندو ولسي شوراګانو پر رول هم خبرې وکړې ويې ويل هومره چې کليوالي ښوونځي په پوهنيز بهير کې ارزښت لري همدومره ددې شوراګانو ارزښت هم لوړ دی.
نوموړي زياته کړه، چې روان ۱۳۹۷ کال جمهور رئيس محمد اشرف غني د پوهنې دحشر د کال په نوم نومولی دی او لازمه ده چې دافغانستان هر وګړی په دې حشر کې خپله ونډه واخلي.
په دې ورکشاپ کې چې د يونيسف ادارې په مالي مرسته جوړ شوی (۱۶۰) تنه برخه لري چې هر پړاو يې درې ورځې دوام کوي.
بل لور ته د دې ولايت د ۲۲ ولسواليو د اړوندو پوهنې امريتونو (۱۵۰) تنو ښوونکو،سرښوونکو او مديرانو ته د موسمي ناروغۍ (نس ناستې ) د مخنيوي په اړه دعامه پوهاوي يو ورځنی ورکشاپ جوړ شو.
دورکشاپ په پرانستوې مراسموکې چې د جلال اباد ښار په عبدالوکيل ليسه کې جوړ شوي و دپوهنې ريس حسيب الله شينواري په خپلو خبروکې د روغتيا او پاک چاپيريال دارزښت په اړه هر اړخيزه معلومات وړاندي کړل او ننګرهار ولايت په څير توده سيمه کې يې دموسمي ناروغيو لکه نس ناستې او نورو د زيانونو دمخنيوي پر لارو چارو خبرې وکړې .
نوموړي په دې برخه کې دعامه پوهاوي لپاره د ښوونکو دندې مهمې وبللې او له هغوی يې وغوښتل چې په دې برخه کې خپل مسوليت ترسره کړي.
دا يو ورځني ورکشاپ د پوهنې او عامې روغتيا رياستونو په ګډه همکارۍ او يونيسف ادارې په مالي مرسته جوړشوی و.
د شهيدانو او ټپيانو کورنيو سره د پنځه ميليونه او څلور سوه زره افغانيو نغدي مرسته وشوه.
د جمهور رئیس محمد اشرف غني د حکم له مخې په ننګرهار ولايت کې د وروستيو پېښو يو شمېر شهيدانو او ټپیانو کورنيو سره د پنځه ميلیونه او څلور سوه زره افغانيو نغدي مرسته وشوه.
دغه مرسته، چې د غويي په ۱۹مه مستوفيت کې تر سره شوه پر مهال يې د ولايت سرپرست مرستيال او مستوفي عبدالله رقيبي، د اجرايه رياست سلاکار څارنوال عبدالقيوم، د شهيدانو او ټپیانو کورنيو غړو او نورو ګډون کړی و.
د ولايت مرستيال او مستوفي عبدالله رقيبي او نورو مسئولینو د وروستيو پېښو شهيدانو ته د الله پاک له درباره څخه د فردوس جنت او ټپیانو ته د بشپړې روغتيا هيله وکړه.
ورپسې د هر شهيد کورنۍ ته سل زره او هر ټپي ته پنځوس زره افغانۍ ورکړل شوې.
د شهيدانو او ټپیانو کورنيو غړو د جمهور رئیس له پاملرنې مننه وکړه، چې دوی سره يې مرسته وکړه.
دوی پر وسله والو مخالفينو غږ وکړ، چې له جګړې لاس واخلي ځکه، چې په جګړه کې هره ورځ بې ګناه مسلمانان شهيدا ن کيږي او مېرمنې او ماشومان بې سرپرسته پاتې کيږي.
د ننګرهار د پوهنې رييس وايي، د پوهنې په بهير کې ورته د هېچا شخصي مداخله د زغم وړ نه ده او په دې برخه کې به هېچا ته د لاسوهنې اجازه ورنه کړي.
هغه وايي، هېڅ وکيل او هېڅ چارواکی به پرې نه ږدي چې خپلې شخصي غوښتنې د پوهنې په چوکاټ کې ځای پر ځای کړي؛ خو وايي، د ټولو اړخونو نېکو مشورو ته د پوهنې بهير د پياوړتيا په برخه کې ځای ورکوي.
د ننګرهار د پوهنې رييس حسبيب الله شینواري چې شاوخوا څلور میاشتې وړاندې پر دې دنده ګومارل شوی، دغه څرګندونې له پژواک سره د ځانګړې مرکې پر مهال وکړې.
هغه وويل، ننګرهار کې ۹۰۲ بابه ښوونځي موجود دي چې له دې ډلې ۵۵ سلنه يې ودانۍ، احاطه او يا هم نورې اسانتياوې نه لري.
د نوموړي د معلوماتو له مخې، په دغو ښوونځيو کې ټولټال ٨٢٠ زره زده کوونکي په زده کړو بوخت دي، چې له ډلې ٣٥٠ زره نجونې دي.
د پوهنې رييس وايي، د دې ادارې د ښه والي او فساد مخنيوي په موخه يې هڅې ګړندۍ کړي او تر ډېره يې د فساد لارې چارې بندې کړې دي.
د رسنيو له لارې د قراردادونو اعلان هغه څه دی چې د نوموړي په وينا، په قراردادونو کې د فساد مخنيوی کولی شي او دغه راز د ولسواليو له مديريتونو او ښوونځيو د نظارت زياتوالی هم په سيمه ييزو ادارو کې د فساد د مخنيوي هڅې ګڼي.
د پوهنې رييس د خلکو د دغه شکايت په ځواب کې چې ګواکې په پوهنيزو ادارو کې د تقرر لپاره خلک بډې ورکولو ته مجبورېږي، وويل: ((زما له راتګ وړاندې شايد دا و، چې ښوونکی يا بل اداري کارمند د مقررېدو په وخت کې د پيسو ورکړې ته مجبور شوی وي؛ خو اوس دغه چاره ناشونې ځکه ده، چې تقرر د اصلاحات اداري پروسې له لارې کيږي، رياست په کې هېڅ صلاحيت نه لري.))
که څه هم د ننګرهار د يو شمېر ولسواليو د پوهنې مديران او ځايي اوسېدونکي وايي چې وسله وال طالبان په لرو پرتو سيمو کې له ښوونځيو نظارت کوي؛ خو د پوهنې رييس وايي، تر اوسه ورته په رسمي ډول داسې کوم شکايت نه دی ورغلی.
هغه ټينګار کوي چې د پوهنې سيستم د معياري کولو او چارو ښه سمون لپاره خلک او ځايي قومي مشران بايد له ښوونځيو نظارت وکړي او وايي، که هر څوک دغه چاره ترسره کوي؛ نو دوی به يې هرکلی وکړي.
د پوهنې رييس وايي، په ټول ننګرهار کې د نا امنۍ له امله دوولس ښوونځي تړلي دي؛ خو د هغو سيمو کوچنيانو ته يې په نورو سيمو کې د زده کړو زمينه برابره کړې ده.
هغه زياته کړه: ((تر اوسه په ټول ننګرهار کې د ښځينه ښوونځيو پر وړاندې هېڅ امنيتي ګواښ نشته او هېڅ وسله والې ډلې ورته په دغه برخه کې د ښوونځي د تړلو ګواښ نه دی کړی.))
د پوهنې رييس وايي، د پوهنې په چارو کې هېچا ته هغه که چارواکي او وکيلان هم وي، د شخصي مداخلو اجازه نه ورکوي او په دې برخه کې يې د کلکې مبارزې يادونه وکړه.
هغه په ټولو خواوو غږ وکړ، که د پوهنې د ښه والي لپاره ورسره ښې طرحې او نظريات موجود وي؛ نو دوی به يې د ستونزو د حل په موخه د هغوی سالم نظرونه په خپلو تګلارو کې شامل کړي.
د يادلوو وړ ده، چې تر دې وړاندې د ننګرهار پوهنې رياست څخه په ډېرو برخو کې شکايتونه موجود دي، چې د پوهنې اوسنی رييس وايي د يادو شکايتونو د له منځه وړلو لپاره به ګام په ګام مخته لاړ شي.
د ختيځ زون يو شمېر بزګرو سره د پنځه ميليونه افغانيو په ارزښت د درې تراکتورونو او ځينې نورو کرنيزو ماشينونو مرسته و شوه.
مسئولين وايي: بزګرو ته دغه کرنيز وسايل په اويا سلنه تخفيف سره ورکړل شوي ، چې په کارونې سره به يې اوبه سپما او د بزګرانو په حاصل کې د پام وړ لوړ والی راشي.
د ننګرهار ولايت د کرنې اومالدارۍ د کرنيزو خدماتو امر عبدالوارث تاند وويل، چې د کرنې وزارت په چوکاټ کې په کرونده کې د اوبو د تنظيم پروژې له لوري د ننګرهار ، کونړ او لغمان ولايتونو يو شمېر بزګرو سره د پنځه ميليونه افغانيو په ارزښت د درې تراکتورونو ترڅنګ د کرنيزو ماشينونو مرسته ترسره شوه.
نوموړي زياته کړه، چې په يادو وسايلو کې درې تراکتورونه ، يوولس ليزر ليول ياد ځمکې هوارولو ماشينونه، درې د شولو او غنمو د ريبلو ماشينونه شامل دي .
تاند وايي: بزګرو ته دغه کرنيز وسايل په اويا سلنه تخفيف ورکړل شول ، چې په کارونې سره به يې اوبه سپما او د بزګرانو په حاصل کې د پام وړ لوړ والی راشي.
نوموړی وايي: له يادې مرستې د ننګرهار د ګوشتې ، کامې ، کوز کونړ او سره رود يو شمېر مخکښ بزګر برخمن شول ، چې په وينا يې يو تراکتور ، درې ليزر ليول ياد د ځمکو هوارولو ماشينونه او يو د شولو او غنمو د ريبلو ماشين ورکړل شو.
د کرنې اومالدارۍ د کرنيزو خدماتو امر دغه راز وويل: د يادو درې ولايتونو د ترويج مديريتونو سره د يوولس عرادو موټر سايکلو مرسته هم وشوه.
بزګرانو ته د يادو وسايلو د سپارلو په موخه جوړو شويو مراسمو کې د کونړ او لغمان ولايتونو د کرنې او مالدارۍ رئيسانو په شوې مرسته د خوښۍ ښکاره کولو ترڅنګ ټينګار وکړ ،چې دغه کرنيز وسايل دې لا زيات او بزګرو ته دې د استعمال طريق اوښودل شي.