ننګرهار والي وایي، هغه مسؤلین له دندو ګوښه کوي،چې د خدمت پر ځای خلکو ته ستونزې زیږوي.

ننګرهار والي حیات الله حیات د اچین ولسوالۍ د مخورو سره د لیدنې پر مهال وویل، ټول مسؤلین خلکو ته د خدمت کولو په موخه ټاکل شوي او هغه مسؤلین به له دندو ګوښه کړي،چې ولسونو ته ستونزې زیږوي.
یاده لیدنه چې د جلال اباد په شاهي ماڼۍ کې د چنګاښ په ۱۴مه ترسره شوه،پر مهال یې د ولسي جرګې غړي ډاکټر عصمت شینواري،د ولایتي شورا مخکیني غړي جاوید زمان غمشریک او څو تنو مخورو خبرې وکړې.
دوی په اچین ولسوالۍ کې د سیمه ییزو پولیسو د قوماندان او د هغه د پلار له چلند څخه شکایت وکړ او همدا راز یې په اسد خیلو سیمه کې د جوړ شوي بېز له امله د شاوخوا یوسلو شل کورنیو ستونزه د حل په موخه شریکه کړه.
ننګرهار والي حیات الله حیات د اچین ولسوالۍ د خلکو د قربانیو قدرداني وکړه او ډاډ یې ورکړ،چې ډیر ژر به اچین ولسوالۍ ته د سفر پر مهال په ټولو برخو کې د دوی ستونزې واوري او په هماغه ځآی کې به پرې تر څېړنې وروسته پرېکړې وکړي.
نوموړي زیاته کړه، مسؤلین خلکو ته د خدمت ترسره کولو په موخه ټاکل شوي او هغه مسؤلین چې د خدمت پر ځای خلکو ته ستونزې زیږوي له دندو په یې ګوښه کړي.
هغه ډاډ ورکړ،چې اچین ته د سفر پر مهال به د مرستندویه ادارو څخه یاده ولسوالۍ ته ځینې پروژې هم له ځآن سره ولیږدوي.
ننګرهار والي د دې ولایت د بېلابېلو ملکي ادارو مسؤلینو ته د جمهور رئیس د سپارښتنو په برخه کې د اقداماتو د ترسره کولو او وړاندیزونو د برابرولو لارښوونه وکړه.
ننګرهار والي حیات الله حیات د چنګاښ په ۱۴مه د یوې ځآنګړې غونډې په ترڅ کې د دې ولایت د بېلابېلو ادارو مسؤلینو ته لارښوونه وکړه،چې د جمهور رئیس له لورې د بېلابېلو غونډو پر مهال د ځآنګړو سپارښتنو په برخه کې عملي اقدامات وکړي او په چارو کې د ستونزو د حل په موخه له دوی بېړني وړاندیزونه شریک کړي.
نوموړي وویل، د جمهور رئیس په امر باید سوداګر د یوې میاشتې په موده کې په اړونده صنعتي ښارګوټو کې کار پیل کړي او ډاډ یې ورکړ،چې د کال تر پایه به دا ولایت د ۳ سوه میګاواټه په ظرفیت له برېښنا څخه برخمن شي .
هغه زیاته کړه، جمهور رئيس د غاصبینو د نیولو او غصب د مخنیوي په موخه په دواړو برخو کې د وروستي لیست د شریکولو سپارښتنه کړې او همدا راز یې ډاډ ورکړی،چې په دې برخه کې د عملي اقداماتو لپاره به ځآنګړې امنیتي قطعه له مرکزه را ولیږي .
ننګرهار والي وویل،جمهور رئیس امر کړئ،چې د هېواد په کچه د راتلوونکو دوو کلونو په موده کې د ۶ زرو ښوونځیو څخه یې یو شمیر په ننګرهار کې هم جوړ شي،چې باید د جوړیدو په موخه ورته لرې پرتې او نا امنه ولسوالۍ وټاکل شي .
د ښاغلي حیات په وینا جمهور رئیس ډاډ ورکړ،چې د تدارکاتو ملي کمیټې په غونډه کې به په ننګرهار کې د ملکي هوایي میدان د سروې او نورو چارو د ګړندیتوب په موخه جدي خبرې اترې او اقدامات وکړي .
ننګرهار والي وویل،جمهور رئیس امر وکړ،چې د جلال اباد ـ تورخم پر لویه لاره له ټاکلې وزن څخه هیڅ دول زیات وزن لرونکې کانټینر ته د را لیږدولو اجازه ورنکړي،ترڅو د سړک د تخریب مخنیوی وشي .
هغه د شهیدانو کورنیو او نوي جلال اباد ښارګوټو لپاره د ځمکو په نښه کولو او په دې اړه وروستي مالومات له جمهور رئیس سره د شریکولو او د عملي اقداماتو د ترسره کولو سپارښتنه هم وکړه .
د اداري کمپلکس ودانۍ او یتیمانو لپاره د لیلیې جوړولو په موخه د ځمکې په نښه کولو او په دې برخه کې د وروستیو مسلکي وړاندیزونو د شریکولو هم هغه سپارښتنه وه،چې د ننګرهار والي له لورې د جمهور رئیس د امر له مخې شریکه شوه .
د ننګرهار والي په مشرۍ د ادارو د مسؤلینو په ګډه غونده کې چې د ولایت مرستیال تمیم عارف مومند او ولایتي شورا غړي سهراب قادري هم ګډون کړی وو،پر یو شمیر نورو مهمو موضوعاتو هم سپارښتنې او خبرې اترې وشوې .
ننګرهار والي د دې ولایت د بېلابېلو قومي مشرانو سره غونډه وکړه.
ننګرهار والي حیات الله حیات د دې ولایت د بېلابېلو سیمو قومي مشرانو سره،په داسې حال کې غونډه وکړه،چې د ملي امنیت رئیس،ولایتي شورا رئيس،د ولسي جرګې او ولایتي شورا یو شمیر غړو هم شتون درلود.
د دې غونډې پر مهال ملک عثمان شینواري،محمد ولي،مولوي حبیب الله جلال ابادي،ملک محمد جمیل، ملک جهانزیب،عبدالرحمن معاون،ډاکټر محمد صادق او یو شمیر نورو خبرو وکړې .
دوی د خپلو خبرو پر مهال د جمهور رئیس سره د قومونو د غونډې پر مهال د ولسي جرګې دوو غړو په اړه ترسره شوې څرګندونې تهمتونه وبلل او په دې اړه یې د رسمي چلند د ترسره کېدو غوښتنه وکړه.
یادو مشرانو په دې ولایت کې د هر ډول قومي اختلافاتو د مخنیوي،په بېلابېلو مراسمو او پروګرامونو کې د قومي مشرانو سره د مشورو ترسره کولو،د ولسونو له لورې ولایتي ادارې سره د مشکلاتو په حل کې د همکارۍ او له ننګرهاره د سولې او امن نوم د پورته کولو په اړه څرګندونې وکړې .
ننګرهار والي حیات الله حیات وویل،په هیڅ صورت ورته د شخص او قوم توهین د منلو وړ ندی او د غونډې ګډونوالو ته یې په رسمي او عنعنوي ډول د یادو څرګندونو د تعقیبولو واک ورکړ.
نوموړي د جمهور رئیس سفر لاسته راوړنو ته په اشارې سره وویل، د پوهنتون لپاره به ځآنګړی کمپلکس جوړ شي،همدا راز له جلال اباد ښار څخه به د اوږد مهالي پلان له مخې ټولې ادارې د کمپلکس په شکل نورو سیمو ته انتقال شي،د ختیځ په کچه به په ننګرهار کې ملکي هوایي میدان جوړ شي،په تورخم کې به نوی ګمرک او ورسره جوخت صنعتي ښارګوټی جوړ شي،د شهیدانو کورنیو لپاره به نوی ښارګوټی او یتیمانو ته نوې لیلیې ودانۍ جوړه شي،د نوي جلال اباد د جوړولو چارې به ګړندۍ شي او ګڼ شمیر نورې چارې به ترسره شي .
ننګرهار والي قومي مشرانو څخه د سولې په برخه کې د همکارۍ د غوښتنې پر مهال وویل،چې جنګي طالبانو ته هیڅ ډول د جګړې دلیل شتون نلري،دوی کعبې شریفې ته د حج فریضې ادا کولو په موخه ځي،خو د هماغه کعبې امام د جګړې د حراموالي فتوا نه مني .
ننګرهار والي د یو شمیر نورو مهمو موضوعاتو په اړه هم د غونډې ګډونوالو ته مالومات ورکړل .
ننګرهار والي د پاکستان قونسل سره د ویزو د ورکړې هر اړخیزې ستونزې د حل په موخه ناسته وکړه .

ننګرهار والي حيات الله حيات او په دې ولايت کې د پاکستان قونسل عارف بيټنی، چې د بهرنيو چارو رياست او يو شمېر نورو مسئولينو هم شتون درلود، د ويزو د ورکړې د نظم، شفافيت او سهولتونو رامنځته کېدو په موخه ولایت مقام کې ځانګړې ناسته تر سره کړه.

ننګرهار والي حيات الله حيات وويل، چې ولسونه یې د ویزې د ورکړې پر مهال د بې نظمۍ او شفافيت نه شتون له امله ګڼ شمېر ستونزو سره مخامخ دي او دا چاره ورته په هیڅ صورت د زغم وړ نده .
نوموړي وويل غواړي،د يو ځانګړي پلان له مخې په قونسلګرۍ کې د شفافیت د رامنځته کېدو، فساد او بې نظمۍ د لمنځه وړلو په موخه د ولسونو ستونزو د حل اساسي لاره ومومي.
ننګرهار والي او د پاکستان قونسل همدا راز د ویزې د ورکړې په موخه د ياد پلان په اړه بحثونه او نظريات سره شريک کړل چې ټاکل شوې په نږدې راتلونکې کې عملي بڼه غوره کړي.

د پاکستان قونسل عارف بيټي ننګرهار والي ته ډاډ ورکړ، چې د مرکزي ادارې په همکارۍ خصوصي سکتور ته د ويزې د ورکړې چارې ګړندۍ کړي.
ننګرهار والي او د پاکستان قونسل همدا راز د يو شمېر ديپلوماتیکو او کلتوري اړيکو پر پياوړتيا هم خبرې اترې وکړې.
ننګرهار والي د اقتصاد وزیر سره ولیدل .

ننګرهار والي حیات الله حیات د چنګاښ په ۱۳مه د اقتصاد وزیر مصطفی مستور سره د جلال اباد په شاهي ماڼۍ کې په داسې حال کې ولیدل،چې د نورستان والي حافظ عبدالقیوم او یو شمیر نورو مسؤلینو هم شتون درلود.

د دې لیدنې پر مهال دواړو مسؤلینو په دې ولایت کې د پلان شوو پروژو، تر کار لاندې پروژو، راتلوونکو پلانونو او یو شمیر نورو مهمو موضوعاتو په اړه خبرې اترې وکړې .

دا په داسې حال کې ده،چې د اقتصاد وزارت په منځګړیتوب د هندوستان او یو شمیر نورو هېوادونو له لورې د هېواد د نورو ولایتونو ترڅنګ په ننګرهار کې هم ګڼ شمیر پروژې منظوري شوي دی .
ننګرهار امنيه قومندان په مومندرې ولسوالۍ او تورخم ښارګوټي کې د يو شمېر پوستو او چيک پواينټونو څخه څارنه وکړه.
ننګرهار امنيه قومندان مل پاسوال غلام سنايی ستانکزي د چنګاښ په ۱۴مه مومندرې ولسوالۍ او تورخم ښارګوټي ته د سفر په ترڅ کې په ياده ولسوالۍ کې د پولیسو يو شمېر پوستې او چيک پواينټونه له نږدې وکتل.
نوموړي د پولیسو هڅې وستايلې، چې شپه او ورځ د امنيت په تامين کې هلې ځلې تر سره کوي.
ده مسئولينو او سرتيرو ته سپارښتنه وکړه، چې منظمې ګزمې تر سره او د امنيت ټینګښت په موخه چيک پواينټونه زيات کړي.
هغه دغه راز د مسئولينو د کارونو څارنه او ارزونه وکړه او ورته يې سپارښتنه وکړه، چې وظايف په منظم ډول پرمخ يوسي.
امنيه قومندان غلام سنايي ستانکزي يو شمېر مسئولين او سرتيري په نغدي ډاليو هم وستايل او د دوی د تر سره کړو هڅو ستاينه يې وکړه.

د ملي امنیت مؤظفینو د بېلابېلو عملیاتو پر مهال ۳۷ تنه انسان تښتوونکي،جنګي طالبان او د داعش ډلې د ګڼ شمیر پېښو تنظیموونکي نیولي او وژلي دي .
ننګرهار ولایت کې د ملي امنیت مؤظفینو په وروستۍ اونۍ کې په مرکز جلال اباد ښار، سره رود، چپرهار، بهسودو،نازیان او هسکه مینه ولسوالیو کې بېلابېل عملیات ترسره کړي،چې په ترڅ کې دوه انسان تښتوونکي،پنځه جنګي طالبان او ۱۴ تنه د تروریستي بریدونو تنظیموونکي داعشیان ژوندي نیولي او ۱۶ نور داعیشان یې وژلي دي .
د دې ولایت د والي ویاند عطاالله خوږیاڼي د یو مطبوعاتي کنفرانس پر مهال د یادو لاسته راوړنو په اړه رسنیو ته د مالوماتو د ورکړې ترڅنګ نیول شوي وسله وال طالبان هم رسنیو ته وښودل.
نوموړي وویل، پنځه تنه وسله وال طالبان چې په خوږیاڼو،بټي کوټ او اچین ولسوالیو کې یې تروریستي او تبلیغاتي فعالیت کاوه،د ملي امنیت مؤظفینو له لورې ژوندي ونیول شول،چې پخپلو جرمونو یې هم اعترافات هم کړي دي .
نوموړي زیاته کړه،دوه تنه انسان تښتوونکي،چې غوښتل یې له ښاره يو موټر چلوونکی سره له موټره سره رود ولسوالۍ ته وتښتوي او پلان یې درلوده،چې چلوونکی یې شهید او موټرې یې له ځآن سره ولیږدوي،چې د ملي امنیت مؤظفینو له لورې له پېښې وړاندې ونیول شول او نیول شوو تښتوونکو هم پخپلو جرمونو اعتراف کړی دی .
د خوږیاڼي د مالوماتو له مخې په هسکه مینه،نازیانو،چپرهار،سره رود او بهسودو ولسوالیو او مرکز جلال اباد ښار کې د ملي امنیت ځآنګړو ځواکونو د ترسره شوو عملیاتو په ترڅ کې د داعش ډلې د تنظیم ۱۴ مهم غړي ژوندي نیول شوي او ۱۶ نور وژل شوي،همدا راز د دوی ګڼ شمیر مرکزونه هم تخریب شوي،چې نیول شوو او وژل شوو داعشیانو په ترور، بمي چاودنو او د نورو تروریستي بریدنو په تنظیم او پېښو کې لاس درلود .
نیول شوو انسان تښتوونکو او جنګي طالبانو پخپلو جرمونو اعترافات کړي .
د یو بل خبر له مخې د ننګرهار والي ویاند عطاالله خوږیاڼي وویل،د ننګرهار والي په لارښوونه د امنیه قوماندان په مشرۍ مؤظفینو ته دنده ورکول شوې،چې د جلال اباد ـ تورخم لویې لارې امنیتي وضعیت او په تورخم ښارګوټې کې د ګمرک مسؤلینو کاري اعتصاب د څېړلو او د پای ته رسولو په برخه کې اقدامات ترسره کړي .
د یادونې وړده،چې تېره ورځ په تورخم کې د ګمرک ادارې کارکوونکو د امنیتي ستونزو له امله کاري اعتصاب پیل کړی دی .
ننګرهارکې د ترکیي ناک باغونو په لومړي کال حاصل ورکړ
د ننګرهار ولایت په سره رود،بهسودو،کوز کونړ،کامې او دره نور ولسوالیو کې تېر کال د کرنې او مالدارۍ وزارت په همکارۍ د ترکیې هېواد له لورې مرسته شوي د ناک،شفتالو،او شلیل اصلاح شوي نیالګي کینول شوي وو.
د مالوماتو له مخې په ننګرهار کې د ترکیې هېواد مرسته شوو بوټو څخه یې یواخې د ناکو کرل شوو باغونو په لومړي کال تر ټولو زیات او ښه حاصلات ورکړي دي .
د ناکو دغه مشهوره نوعه سانتاماریا نومیږي، په یوجریب ځمکه کې ۶۶۶ نیالګي کېښنول کیږي او په نړیواله کچه ډیر اخیستونکي او د پلور ښه بازارلري.
نوموړي اصلاح شوي ترکیي نیالګي کوچنۍ تنې لري، په کم ځای کې ډیر نیالګي کېښنول کیږي او په لومړیو کلونو کې پرحاصل راځي.
د یادونې وړده،چې د ناکو په ښه حاصلاتو سره به باغداران وکولای شي د فی جریب باغ څخه د ښو حاصلو په تر لاسه کولو سره لوړ عاید ترلاسه کړي.

په جلال اباد ښار کې د څه باندې یو میلیون افغانیو په لګښت د یو عشاریه یو کیلو متره په اندازه د دوو سړکونو د قیر اچونې چارې پیل شوې .
د ننګرهار ولایت مرکز جلال اباد ښار څلورمې ناحیې اړوند چهل مترۍ سیمه کې د جلال اباد ښاروالۍ په باندې یو میلیون افغانیو مالي لګښت د یو عشاریه یو کیلو متر په اندازه د دوو سړکونو د قیر اچونې چارې پیل شوېږ
د جلال آباد ښاروال رياض الله درمل د یاد سړک د چارو د پیل پر مهال وویل،یاد دواړو سړکونه د جلال اباد ښاروالۍ د بودیجې څخه د څه باندې یو میلیون افغانیو په مالي لګښت په اساسي ډول قیر کیږي .
هغه زیاته کړه،دغه دوه سړکونه چې يو عشاريه يو کيلو متر اوږدوالی، پنځه عشاريه پنځه متره پلنوالی او ۷ سانتي متره ډبلوالی لري ډېر ژر به ګټې اخستنې ته وسپارل شي.
د جلال اباد ښاروال د مالوماتو له مخې یاد سړکونهد هغه ۱۵ زره متره مربع پروژې برخه ده چې ټولټال پرې شاوخوا ۲۴ ميلیونه افغانۍ لګښت راځي او پرانیسته يې شاوخوا اووه مياشتې وړاندې ترسره شوې.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *