۱۳۹۸/۶/۱۳
ننګرهار والي مسؤلینو ته لارښوونه وکړه چې د ولسمشریزو ټاکنو پر مهال د هر ډول لاسوهنو پرته خلکو ته په ډاډمن ډول د رایې ورکولو سهولتونه برابر کړي.
ننګرهار والي شاه محمود میاخېل په دوه سوه یو سیلاب قول اردو قوماندانۍ کې د یوې غونډې پر مهال د دې ولایت نظامي او ملکي مسؤلینو ته لارښوونه وکړه چې خلکو ته په ډاډمن ډول د رایې ورکولو سهولتونه برابر کړي او له هر ډول لاسوهنو څخه ډډه وکړي .
د وږې په ۱۳مه جوړه شوې غونډه کې ننګرهار والي شاه محمود میاخېل، د ۲۰۱ سیلاب قول اردو قوماندان تورنجنرال عبدالهادي ترین،د ټاکنو خپلواک کمیسون رئیس ذبیح الله وګړي، د څلورمې او عامه نظم لوا ګانو قوماندانانو،امنیه قوماندانۍ او ملي امنیت ریاست مرستیالانو، ولسوالانو ،د ولسوالیو امنیه قوماندانانو،ملي امنیت مدیرانو او ګڼ شمیر نورو ګډون کړی وو.
ننګرهار والي شاه محمود میاخېل د وینا پر مهال له مسؤلینو مننه وکړه چې تر دا مهاله یې خلکو ته د رایې ورکولو په موخه په عامه پوهاوي ترسره کولو او امنیتي تدابیرو په ترسره کولو کې هلي ځلي کړي .
هغه مسؤلینو ته لارښوونه وکړه چې په ولسمشریزو ټاکنو کې له لاسوهنو څخه ډډه وکړي،حکومتي امکانات د مشخص نوماند په ګټه ونه کاروي او له هر ډول سیاسي،ژبني او مذهبي اړیکو پرته خلکو ته یواځي په ډاډمن ډول د رایې ورکولو زمینه برابره کړي .
د ۲۰۱ سیلاب قول اردو قوماندان تورنجنرال عبدالهادي ترین،د څلورمې لوا قوماندان برید جنرال محمد کریم نیازي او یو شمیر نورو امنیتي مسؤلینو د خبرو پر مهال ډاډ وښودو چې امنیتي ساحه به لا زیاته پراخه او خلکو ته به د امنیت په فضا کې د رایې ورکولو زمینه برابره کړي.
د ولسوالانو په استازیتوب د لعلپورې ولسوال نعمت الله نورزي وویل، په شفاف ډول د ولسمشریزو ټاکنو په ترسره کېدو کې له وړاندې همکاري پیل کړې او د مسؤلیت له مخې به یاده چاره تر وروستۍ مرحلې ترسره کړي .
په همدې حال کې د ننګرهار د ټاکنو خپلواک کمیسون رئیس ذبیح الله وګړي د ولایتي ادارې د همکارۍ او همغږۍ څخه ستاینه وکړه او د توکو د لیږد، را لیږد، عامه پوهاوي او نورو برخو کې په همکارۍ ترسره کولو ټینګار وکړ .
هغه زیاته کړه، ټاکنې په بیومټریک سیستم ترسره کیږي او هیڅوک حق نلري چې ټاکل شوي مرکزونو کې تغیر رامنځته کړي،همدا راز یې د ولسوالیو په کچه نویو ګمارل شویو مسؤلینو سره د ولسوالانو له لورې د مرستې ترسره کولو غوښتنه وکړه .
د یادې غونډې پر مهال په یو شمیر نورو مهمو موضوعاتو هم د مسؤلینو له لورې شریک او د حل په موخه لازم اقداماتو لارښوونې وشوې .
۱۳۹۸/۶/۱۳
په ۲۰۱ سیلاب قول اردو قوماندانۍ کې د ننګرهار نظامي شورا غونډه ترسره شوه .
د ننګرهار والي شاه محمود میاخېل په مشرۍ په ۲۰۱ سیلاب قول اردو قوماندانۍ کې د دې ولایت نظامي شورا غونډه ترسره شوه چې په کې د یاد قول اردو قوماندان تورنجنرال عبدالهادي ترین، ملي امنیت رئیس تورنجنرال نظرعلي واحدي،ختیځ کې د بهرنیو ځواکونو قوماندان،امنیه، سرحدي،څلورمې پلې او عامه نظم لوا ګانونو قوماندانانو او یو شمیر نورو ګډون کړی وو .
ننګرهار والي شاه محمود میاخېل د امنیتي ځواکونو د سرښندنو څخه ستاینه وکړه چې په سره رود، بټي کوټ او یو شمیر نورو سیمو کې یې د مخالفینو د ځپلو په موخه عملیات وکړل او ګڼ شمیر مجرمینو په نیولو سره یې د تروریستي پېښو مخنیوی وکړ.
هغه همدا راز منسوبینو ته لارښوونه وکړه چې په جلال اباد ښار، ولسوالیو او لویو لارو کې لا زیات جدي تدابیر ونیسي او د ترهګریزو او جنایي پېښو په مخنیوی سره خلکو ته د هوسا ژوند زمینه برابره کړي .
د نظامي شورا په دې غونډه کې په یو شمیر سیمو کې د عملیاتو په ترسره کولو، پوستو جوړولو، تازدمو ځواکونو ځآی پر ځآی کولو او یو شمیر نورو موضوعاتو باندې بحثونه او پرېکړې وشوې .
۱۳۹۸/۶/۱۳
ننګرهار والي په ۲۰۱ سیلاب قول اردو روغتون کې د ټپي سرتېرو د روغتیایي وضعیت څخه لیدنه وکړه .
ننګرهار والي شاه محمود میاخېل د وږې په ۱۳مه په دوه سوه یو سیلاب قول اردو روغتون کې د ټپي سرتېرو د روغتیایي وضعیت پوښتنه وکړه او له دوی سره یې نغدي مرسته هم ترسره کړه .
په یاد روغتون کې د ټپي سرتېرو څخه د لیدنې پر مهال هغه وسله وال طالب چې په ټپي حالات کې د سرتېرو له لورې نیول شوی وو،هم تر درملنې لاندې وو او د وطن ساتوونکو په دې روغتون کې ورته د ژوند ژوغورلو درملنه کېده .
ننګرهار والي شاه محمود میاخېل چې د څلورمې پلې لوا قوماندان برید جنرال محمد کریم نیازي یې هم ملتیا کوله،د ټپي سرتېرو څخه د لیدنې پر مهال یې ټولو ته د بېړنۍ روغتیا هیله وکړه او همدا راز یې ورسره نغدي مرسته هم ترسره کړه .
یو سرتېري چې دوه ځله د خاورې څخه د ساتنې په لار کې ټپي او عملیات شوی، ننګرهار والي ته ډاډ ورکړ چې تر هغې به د خپلې خاورې څخه دفاع وکړي،ترڅو یې په وجود کې ویني وي .
په همدې حال کې د وسله والو طالبانو یو غړی چې د افغانانو د وژنې پر مهال د ملي اردو ځواکونو له لورې د ځوابیه برید وروسته په ټپي حالات کې نیول شوی وو، په یاد روغتون کې ورته د افغاني او اسلامي ارزښتونو له مخې د ژوند ژغورلو درملنه پیل شوې،ځکه خو یې ننګرهار والي څخه وغوښتل چې د پوځ په لیکو کې ورته دنده ورکړي .
ننګرهار والي شاه محمود میاخېل د یاد روغتون څخه د لیدنې پر مهال چې په کې د ټپي سرتېرو ترڅنګ د یو شمیر نورو وطنوالو درملنه هم کیږي،خوښي وښوده او د روغتیا پالو څخه یې مننه وکړه .
د یادونې وړده، د ۲۰۱ سیلاب قول اردو روغتون سل بستره لري چې په مجهیزو وسایلو او تجهیزاتو سمبال ده .
۱۳۹۸/۶/۱۳
د ملګرو ملتونو د تمثیل په سیالیو کې د ننګرهار پوهنتون محصلينو د هېواد په کچه لومړى مقام خپل کړ
په يادو سياليو کې، چې د HELA بنسټ په نوښت په کابل کې ترسره شوې او محصلينو پکې د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې، امنيت شورا او په اقتصادي او ټولنيزې شورا کې د هېوادونو د ديپلوماتانو او استازو تمثيل کاوه، د مرکز په ګډون د هېواد د څلورو زونونو د ١٣ دولتي او خصوصي پوهنتونونو ١٥٠ تنو محصلينو ګډون کړى ؤ.
نوموړو سياليو ته له ننګرهار پوهنتون څخه ٢٠ تنه، روښان لوړو زده کړو موسسې څخه ١٢ تنه او له التقوا لوړو زده کړو موسسې څخه ٤ تنه ورغلي وو، چې په پايله کې ننګرهار ګټونکى شو.
د سياليو د ولايتي ايوارډ تر څنګ د ننګرهار پوهنتون د ژبو او ادبياتو پوهنځي د انګليسي څانګې محصلينو نورالله اميري د غوره ديپلومات، فضيلې ناصري د ښه مناظره کوونکي او عبدالمنان مومند د ښه ويناوال ايوارډونه هم ترلاسه کړل.
د ننګرهار پوهنتون رياست مقام کې د ګټونکو محصلينو په وياړ ستاينغونډې ته د ننګرهار پوهنتون رئيس پوهاند دوکتور خليل احمد بهسودوال د هيلې بنسټ مسؤل او په ياده برخه کې د محصلينو د روزونکي وحيد زهير نه مننه وکړه، چې محصلينو ته يې ددې زمينه برابره کړه، چې په نوموړو سياليو کې ګډون او د خپلې وړتيا څرګندونه وکړي.
د يادونې وړ ده، چې له دې وړاندې هم د ننګرهار پوهنتون محصلينو د هېواد په کچه د IT او د جيسپ يا د نړيوالو حقوقو د تمثيلي محکمې په سياليو کې لومړي مقامونه خپل کړي وو.
ننګرهار پوهنې ریاست غواړي دکتاب راټولونې کمپاین پېل کړي!
راځئ هر یو دا کمپاین لومړی له خپله ځانه پېل او بیا یې نورو ته ورسوو.
که په کور کې درسره د ښوونځیو داسې کتابونه وي چې په اوسني نصاب کې شامل او تاسو ورته اړتیا نه لرئ؛ نو مهرباني وکړئ دا کتاب یا کتابونه دخپل کور سره نېږدې ښوونځي ادارې ته وسپارئ او له ادارې نه یې د سپارلو رسید تر لاسه کړئ.
ستاسې په دې همکارۍ سره به ستاسې اولادونو( زده کوونکي) او د هغه زده کوونکو لاسونو ته هم کتابونه ورورسیږي، چې دحکومتي امکاناتو د کمښت او د کورنیو د اقتصادي ستونزو او بې وزلۍ له امله دکتابونو د اخیستلو وس نه لري
۱۲/۶/۱۳۹۸
ننګرهار کې د ښوونيزو ستونزو حل په موخه د عدالت غوښتنې کمپاين تر سره شو
د بشري مرستو پياوړتيا موسسې په همکارۍ پر جلال اباد ښار سربېره د بهسودو او سره رود ولسواليو د ښوونيزو ستونزو د اواري لپاره د عدالت غوښتنې کمپاين ترسره شو.
دغه کمپاين د ازاد بحث او ډيالوګ په بڼه جوړ شوی و، چې پکې د مدني ټولنو استازو، قومي مخورو، مېرمنو او د ښوونځيو شوراګانو غړو د پوهنې له رئيس حسيب الله شينواري څخه د پوهنې په برخه کې د کړنو، لاسته راوړنو او شته ننګونو په اړه پوښتنې وکړې.
په ننګرهار کې د ښوونکو لپاره د بستونو کموالی، د ښوونځيو د سرپناه نشتوالی، د کتابونو کمښت، د غير مسلکي ښوونکو ګومارنه او نورې ستونزې هغه پوښتنې وې چې د تالار د ګډونوالو له خوا مطرح شوې.
د پوهنې رئيس حسيب الله شينواري په لومړي سر کې د ننګرهار د پوهنې وضعيت تشريح کړ او وروسته يې د ګډونوالو پوښتنو ته قانع کوونکي ځوابونه وويل.
نوموړي وويل، چې د ښوونکو د ګمارنې پروسه د اداري اصلاحاتو کميسيون له خوا ترسره کېږي، چې تر ډېره پکې شفافيت په پام کې نيول شوی دی، خو مسلکيتوب لا هم هغه ننګونه ده چې د ښوونکو د استخدام په پروسه کې موجوده ده .
هغه وويل د اداري اصلاحاتو په ملي کانکور کې استخدام د تحريري ازموينې پر اساس کيږي، حال دا چې د ښوونکو د تحليل ظرفيت، فيزيکي بڼه او د افهام او تفهيم مهارتونه او ظرفتونه پکې نه شي مالوميدی، نوموړي ومنله چې لا هم په ننګرهار کې ګڼ شمېر ښوونځي سرپناه نه لري چې اوسمهال ۲۰۸ بابه ښوونځيو لپاره د ولسي تړون پروګرام له لارې په بېلابېلو سيمو کې د ودانيو جوړولو چارې پيل شوي دي.
د پوهنې رئيس زياته کړه چې پوهنې وزارت سږ کال ۱۲.۵ ميليونه کتابونه چاپ کړي او ولايتونو ته يې د وېش لړۍ پيل کړې ده، چې دغه ستونزه به يو څه راکمه شي، نوموړي د ناستې له ګډونوالو وغوښتل چې معارف خپل ملکيت وګڼي، د ښوونکو او کتابونو کمښت ستونزو لپاره دې پر ولايتي کچه سربېره په مرکز کې هم عدالت غوښتنه وکړي.
د يادونې ده چې په دې بحث کې د پوهنې پر رئيس سربېره د اقتصاد رئيس او د اصلاح دفتر استازي هم برخه درلوده او په خپلو برخو کې يې د ګډونوالو پوښتنې ځواب کړې.
۱۳۹۸/۶/۱۳
د جلال اباد ښار اوومې ناحیې اړوند شهید یوسف میړني څلورلاره د درول شوو ریکشاوو او لاسي کراچیو څخه د ترافیکو پرمخ پرانیستل شوه .
د ننګرهار والي شاه محمود میاخېل په لارښوونه د جلال اباد ښار اوومې ناحیې اړوند د حوزې پولیسو له لورې د شهید یوسف مېړاني څلور لاره کې درول شوي ریکشاوې او لاسي کراچۍ لرې او څلور لاره په بشپړ د ترافیکو پرمخ پرانیستل شوه .
ښاغلي میاخیل د پولیسو څخه د مننې ترڅنګ له خلکو وغوښتل چې د لارې خلاصون په موخه په هغه ځایونو کې لاسي کراچۍ او ریکشاوې ونه دروي چې له امله یې لویې لارې د ترافیکو پرمخ وتړل شي .
په همدې حال کې پولیسو د اتمې حوزې په مربوطاتو کې په غصب شوو ځمکو جوړې شوې څلور دیوالۍ ونړولې او د غصب په تور یې یو تن نیولی دی .