ننګرهار والي په ولسواليو کې د ملکي او نظامي ادارو ترمنځ د اړيکو او همغږۍ پياوړي کولو لارښوونه وکړه.

سلاکار وزير او ننګرهار والي محمد ګلاب منګل د يوې غونډې په ترڅ کې د دې ولايت د ولسواليو د ملکي او نظامي ادارو مسئولينو ته لارښوونه وکړه، چې په خپل منځ کې همغږي پياوړې، ولسونو سره اړيکې پراخه او د خلکو ستونزو په حل کې لا هڅې وکړي.

دغه غونډه، چې په جلال اباد شاهي ماڼۍ کې تر سره شوه سلاکار وزير او ننګرهار والي سربيره د استناف محکمې او استناف څارنوالۍ رئیسانو، د ملي امنيت او امنې قوماندانۍ مرستيالانو، د ۲۱ ولسوالیو ولسولانو، امنې قوماندانو او ملي امنيت مديرانو برخه لرله.

سلاکار وزير او ننګرهار والي محمد ګلاب منګل په ولسواليو کې د ټولو ادارو ترمنځ په لا همغږۍ ټينګار وکړ.

ښاغلي منګل مسئولينو ته لارښوونه وکړه، چې په ولسواليو کې دې په همغږۍ سره د امنيت په تامين ، غصب او نشه يي توکو کرکيلې مخنيوي کې جدي اجرات تر سره کړي.

نوموړي مسئولينو ته لاښوونه وکړه، چې په ولسوايو کې ځوانان ملي پوځ ته د جزب په موخه چمتو کړي او د پېښو پر مهال د شهيدانو او ټپیانو منظم راپور ولايت مقام سره شريک کړي.

ده مسئولینو ته سپارښتنه وکړه، چې په ولسواليو کې د ښځو پر وړاندې تاوتريخوالي مخنيوی تر سره، ښونځيو او کلينيکونو کې شته ستونزې حل کړي.

هغه وويل، چې په ولسواليو کې دې د سيمه ييزو پوليسو او پاڅون کوونکو کړنې نظارت او د شهيدانو په جنازو کې دې د خلکو پراخه ګډون په موخه زمينه برابره کړي.

ننګرهار والي دغه راز لارښوونه کړه، چې ټول خدمتي مامورين دې خپلو ولسواليو ته وليږل شي او په ولسواليو کې د پوليو ضد واکسين کمپاين کوونکو سره د واکسين تطبيق په برخه کې مرسته وکړي.

د استناف محکمې رئيس عبدالولي قاضي زاده، استناف څارنوالۍ رئيس احمد ولي هاشمي د امنې قوماندانۍ امنيت امر او د ملي امنيت مرستيال د خپلو خبرو پر مهال ولسوالانو ته په بېلابېلو برخو کې لارښوونې وکړې او همدا راز يې په اجراتو کې د دقت څخه کار اخيستلو سپارښتنه وکړه.

دوی وویل، چې په ولسواليو کې دې پر ټولو مجرمينو يو ډول قانون پلی کړي او د قانون پرته په جرګو دې د خلکو جزايي دوسيه نه خلاصوي.

دوی دغه راز لارښوونه وکړه، چې د ځمکو غاصبينو پر وړاندې دې جدي چلند وکړي او غاصبين دې څارنوالۍ ته ور وپيژني.

دوی وويل، چې د ولسواليو امنيتي مسئولين دنده لري، چې د قضايي، عدلي او د ټولو دولتي ادارو مامورينو بشپړ امنيت تامين او د هرې پروژې د پلې کولو لپاره زمينه برابره کړي.

په دغه غونډه کې يو شمېر ولسوالانو، د امنې قوماندانانو او د ولسواليو د امنيت مديرانو خپلې غوښتنې، ستونزې بيان کړې.

دوی دغه راز مسئولينو ته ډاډ ورکړ، چې په يادو شوو لارښوونو به په منظم ډول د قانون په رڼا کې اجرات تر سره او هر هغه څه چې په ولسواليو کې پيښيږي په همغږۍ سره به يې د مخنيوي لپاره کار وکړي.

سلاکار وزیر او ننګرهار والي په افغانستان کې د قاطع ملاتړ مرستیال قوماندان او یو شمېر نورو مسؤلینو سره په بېلابېلو موضوعاتو ناسته وکړه.

سلاکار وزیر او ننګرهار والي محمد ګلاب منګل د لړم په ۲۶مه په افغانستان کې د قاطع ملاتړ مرستیال قوماندان کیسټلانو سره د ځآنګړې ناستې په ترڅ کې د کډوالو، مېرمنو او د سولې موضوعاتو په اړه خبرې اترې وکړې.

ننګرهار والي محمد ګلاب منګل وویل، هڅه کوي،چې په دغه ولایت کې د مذهبي او قومي مشرانو په همکارۍ په کلیوالي سیمو کې د سولې د راتګ په موخه کمپاینونه ترسره کړي .

هغه زیاته کړه، همدا راز په دغه ولایت کې د بېلابېلو شوراګانو د جوړېدو، مدني ټولنو او ولایتي شورا په مرسته هم کولای شي،چې په دغه ولایت کې د سولې په موخه د ممبر،حجرې او غونډو له لارې خپل غږ پورته کړي.

د دغه ناستې په ترڅ کې ننګرهار والی په ټولنیزو چارو د قاطع ملاتړ مرستیال قوماندان ته په دغه ولایت کې د بېرته را ستنیدونکو او داخلي بې ځآیه شوو کډوالو په اړه هم معلومات شریک کړل .

ښاغلي منګل د کډوالو سره لومړنۍ مرستو،د حکومت له لورې غېرې ثبت شوو کورنیو سره د سل میلیونه افغانیو مرستې،د ښارګوټو او د دوی د پوهنیز بهیر په برخه کې تر دې مهاله خپلې لاسته راوړنې،ستونزې او وړاندیزونه هم شریک کړل .

هغه همدا راز په دغه ولایت کې د ښځو په برخه کې د ترسره شوو فعالیتونو په اړه هم معلومات شریک کړل .

په افغانستان کې په ټولنیزو چارو کې د قاطع ملاتړ مرستیال قوماندان کیسټلانو د خپلو خبرو پر مهال د سلاکار وزیر او ننګرهار والي د ترسره شوو دندو او تجربو څخه ستاینه او یادونه وکړه .

هغه زیاته کړه، د یو منظم پلان له مخې به د ننګرهار ولایت مقام سره د مذهبي او قومي مشرانو په همکارۍ د سولې بهیر په راتګ کې همکاري وکړو .

نوموړي ډاډ ورکړ،چې د را ستنیدونکو کډوالو کورنیو د زده کوونکو ستونزه به د پوهنې وزارت لوړ پوړو چارواکو سره د حل په موخه شریکه کړي .

هغه خوښي څرګنده کړه،چې په دغه ولایت کې د ښځو لپاره په ګڼ شمېر برخو کې کار ترسره شوی دی .

د دغه ناستې په څنډه کې مسؤلینو د ننګرهار ولایت د امنیتي وضعیت د ښه والې په موخه هم په ګڼ شمېر موضوعاتو بحث وکړ.

د ننګرهار ګمرک عواید د تېر کال په پرتله ۳۵۰ میلیونه افغانۍ لوړ شوي .

د ننګرهار ولایت د ګمرک رئیس الهام الدین مظهر وایي په داسې حال کې چې د تېر کال په پرتله ۲۳۵۰۰ بار وړونکي موټرې سږ کال د دغه ولایت د ګمرک له لارې کم راغلي خو د تېر کال په پرتله یې ۳۵۰ میلیونه افغانۍ عواید لوړ شوي دي .

نوموړي دغه معلومات د لړم په ۲۶مه سلاکار وزیر او ننګرهار والي محمد ګلاب منګل په یاد ریاست کې د دغه ادارې د بېلابېلو څانګو مسؤلینو سره د جوړې شوې ځانګړې غونډې په ترڅ کې ورکړل .

نوموړي وویل،له ادارې سره یې په رسمي ډول ۱۲۲کمیشنکاران دنده لري،چې په ترڅ کې د سوداګرو او بار وړونکو موټرو چارې په ګړندیتوب او شفاف ډول سره ترسره کیږي .

سلاکار وزیر او ننګرهار والي محمد ګلاب منګل د خپلو خبرو پر مهال د ګمرک ادارې د منسوبینو څخه مننه وکړه،چې د حکومت عواید یې له ګڼ شمېر ننګونو سره بیا هم لوړ کړي دي .

هغه لارښوونه وکړه،ترڅو د ګمرک ادارې مسؤلین او کارکوونکي له سوداګرو سره د ښه چلند له مخې د دوی لیوالتیا لا هم سوداګرۍ ته زیاته کړي او د چارو د ښه شفافیت په ترڅ کې د خپل حکومت عواید هم لوړ کړي.

د یو بل خبر له مخې په ننګرهار ګمرک کې د یو میلیون افغانیو په مالي لګښت یو نوی عصري ارشیف تر جوړیدو وروسته ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

دغه ارشیف چې د دغه ولایت د سوداګرو په مالي لګښت جوړ شوی،په کې به د راتلوونکي څلورو کلونو لپاره د ګمرک ادارې سره د ثبت شوو ۱۶ سوه سوداګرو اسناد په خوندي ډول وساتل شي .

سلاکار وزیر او ننګرهار والي محمد ګلاب منګل د دغه ارشیف په جوړېدو خوښي څرګنده کړه،چې له دې وروسته به د سوداګرو د اسنادو ساتل په منظم ډول ترسره شي .

هغه د سوداګرو څخه هم مننه وکړه،چې د ننګرهار په ګمرک کې یې د نورو برخو ترڅنګ په عصري ډول د ارشیف جوړولو په برخه کې هم مرسته وکړه .

ننګرهار والي ولسونو ته په ولسواليو کې د غوره خدمتونو تر سره کولو او قانوني اجراتو ډاډ ورکړ.

سلاکار وزير او ننګرهار والي محمد ګلاب منګل د يو رسنيز کنفرانس په ترڅ کې وويل، چې د دې ولايت د ولسواليو د ملکي او نظامي ادارو مسئولينو ته يې لارښوونه کړې، چې په خپل منځ کې همغږي پياوړې، ولسونو سره اړيکې پراخه او د خلکو ستونزو په حل کې لا هڅې وکړي.

دغه کنفرانس، چې د ولايت مقام په رسنيو دفتر کې تر سره شو سلاکار وزير او ننګرهار والي محمد ګلاب منګل سربيره د استناف محکمې او استناف څارنوالۍ رئیسانو، د ملي امنيت او امنې قوماندانۍ مرستيالانو، د ۲۱ ولسوالیو ولسولانو، امنې قوماندانو، ملي امنيت مديرانو او د رسنیو استازو برخه لرله.

ننګرهار والي محمد ګلاب منګل وويل، چې د ولسواليو د ملکي او نظامي ادارو مسئولينو سره یې ناسته کړې او ورته يې لارښوونه کړې، چې په ولسواليو کې د امنيت ټينګښت، غصب او فساد مخنيوي په برخه کې ځآنګړې اقدامات ترسره کړي.

ښاغلي منګل وويل، چې ټولو دولتي مسئولينو ته يې سپارښتنه کړې، چې په ولسواليو کې ولسي خلکو سره اړيکې پراخه او ټولې ستونزې په قانوني ډول حل کړي.

نوموړي وويل، چې په ولسواليو کې به د ښې حکومتوالۍ، د ملکي او نظامي ادارو ترمنځ د لا همغږۍ، اقتصاد پياوړتيا او ملي پروژو په ساتنه کې به ځانګړې هڅې وکړي.

ننګرهار والي وويل، چې ولسوالۍ د نظام لومړنۍ پايه ده او مونږ هڅه کوو، چې ولسونو او دولت ترمنځ فاصلې را کمې او د ولسونو اعتماد په حکومت باندې زيات کړو.

ده دغه راز وويل، چې ولسوال په ولسوالۍ کې د جمهور رئيس استازی دی او ټول دولتي مامورين مکلف دي، چې د ولسوال تر مشرۍ لاندې په ولسواليو کې ټولې چارې په ښه ډول پرمخ يوسي.

هغه وويل، چې درې مياشتې وروسته به له ولسوالانو سره ګډه غونډه وکړي او د تر سره شوو کړنو ارزیابۍ ترڅنګ به ورته په ځينو برخو کې نورې لارښوونې او سپارښتنې هم وکړي.

د استناف څارنوالۍ رئيس احمد ولي هاشمي وويل، چې د شپاړلس دولتي مامورينو فساد دووسيې دوی سره تر کار لاندې دي، چې شپږ يې محکمې ته سپارلي دي او په ټولو ولسواليو کې به خپل فعاليتونه په جدي ډول تر سره کړي.

د محکمې رئيس عبدالولي قاضي زاده وويل، چې مونږ هره دوسيه دقيقه څېړو او هر وخت چې پريکړه کيدله علني جلسې به تر سره کيږي او په ټولو ولسواليو کې به محاکم خپلې پرېکړې او فیصلې د قانون په رڼا کې د پخوا په ډول پر مخ يوسي.

په جلال اباد ښار کې د درې هوایي پلونو د جوړولو چارې پیل شوې .

ننګرهار ولایت مرکز جلال اباد ښار کې د سرې میاشتې په هلو ځلو د ولسونو څخه په را ټولو شوو ۳ میلیونه درې سوه زره افغانیو د ولسونو د سهولت په موخه د درې هوایي پلونو د جوړولو چارې پیل شوې .

په همدې موخه جوړو شوو مراسمو کې د سرې میاشتې رئیس ننګیالي یوسفزي،جلال اباد ښاروال حمیدالله افغان، په ننګرهار ولایت کې د قومونو د همغږۍ او یوالې شورا مشر لعل اغا کاکړ او ګڼ شمېر نورو مسؤلینو ګډون کړی و.

سلاکار وزیر او ننګرهار والي محمد ګلاب منګل وویل،دغه پلونه د سرې میاشتې ادارې له لورې د درې میلیونه درې سوه زره افغانیو په مالي لګښت د درې میاشتو په موده کې جوړیږي .

هغه زیاته کړه، دغه پلونه د جلال اباد ښار په بزازۍ کوڅې،پوهنتون روغتون ته څېرمه او نصرت لیسې ته نږدې جوړیږي،چې په جوړیدو سره به یې د پلي کسانو لپاره د تګ راتګ بشپړ سهولت برابر شي .

نوموړی وایي خوښ دی،چې په جلال اباد ښار کې د سرې میاشتې په هلو ځلو د ولسونو څخه په را ټولو شوو افغانیو بېرته همدې ولسونو ته د سهولتونو د برابرولو په موخه هوایي پلونه جوړیږي .

ښاغلي منګل د سرې میاشتې د رضاکارانو د هلو ځلو څخه د مننې ترڅنګ جوړونکي شرکت مسؤلینو ته د چارو د ښه ترسره کېدو سپارښتنه وکړه .

د سرې میاشتې رئیس ننګیالي یوسفزي وویل، چې په ننګرهار کې د سرې میاشتې رضاکارانو په ټولو چارو کې نوښتونه ترسره کړي او د همدغه نوښتونو په ترڅ کې يې د یاد پلونو د جوړولو چارې پیل کړې .

هغه زیاته کړه، ډیر ژر به یو شمېر نورې ټولنیزې پروژې هم په دغه ښار کې ولسونو ته د سهولتونو د برابرولو په موخه ترسره کړي .

سلاکار وزیر او ننګرهار والي د کوټ ولسوالۍ د یو شمېر مخورو ستونزې د حل په موخه واوریدې.

سلاکار وزیر او ننګرهار والی محمد ګلاب منګل د لړم په ۲۷مه د جلال اباد په شاهي ماڼۍ کې د کوټ ولسوالۍ د یو شمېر مخورو ستونزې د حل په موخه په داسې حال کې واوریدې،چې په ولسي جرګه کې د ننګرهار د ولسونو استازې سایمې خوږیاڼۍ یې هم ملتیا کوله .

دوی د خپلو خبرو پر مهال د ولسوالۍ مقام اړوند، د داخلي بې ځآیه شوو او یو شمېر نورو موضوعاتو او ستونزو په اړه د سلاکار وزیر او ننګرهار والي څخه د مرستې او همکارۍ غوښتنه وکړه.

سلاکار وزیر او ننګرهار والي محمد ګلاب منګل د خپلو خبرو پر مهال د کوټ ولسوالۍ د قومونو د مېړانې ستاینه وکړه او یادو مخورو ته یې ډاډ ورکړ،چې ستونزه به یې د حل په موخه په دقیق ډول وڅېړې او وروسته به د اجراتو په برخه کې ورسره معلومات شریک کړي .

اته داعش وسله والو ته مرګ ژوبله واوښته .

ننګرهار ولایت پچیراګام ولسوالۍ په پنډخیلو سیمه کې تېره شپه د توپچي بریدونو له امله شپږ داعش ووژل شول او دوه نور یې ټپیان شول .

د معلوماتو له مخې په دغه بریدونو کې ملکي وګړو ته کوم زیان نه دی اوښتی .

پنځه دیرش پولیسو ته د ظرفیت لوړونې پیل شوی سمینار پای ته ورسید.

ننګرهار ولایت امنیه قوماندانۍ کې د پولیسو د مسلکي پوهاوي کچې د لوړیدو په موخه څلور ورځنی پیل شوی سمینار نن د لړم په ۲۷مه پای ته ورسیدو او په ترڅ کې پنځه دیرش ګډونوالو منسوبینو ته فارغت لیکونه هم ورکړل شول .

په دغه سمینار کې افسرانو، ساتنمننانو او ساتوونکو برخه درلوده .

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *