د ننګرهار امنیه قومنداني

د ټولو ادارو مسؤلینو او مامورینو ته په ټاکلې وخت دندې ته د حاضریدو جدي لارښوونه وشوه .

سلاکار وزیر او ننګرهار والي محمد ګلاب منګل د لیندۍ په ۴مه سهار وخته د پوهنې او سرحدونو او قبایلو چارو ریاستونو څخه د لیدنې پر مهال د مامورینو حاضري تعقیب کړه او په ټاکلې وخت دندې ته حاضر شوو مامورینو څځه یې ستاینه او پاتې نور یې غېر حاضر کړل .

ننګرهار والي،چې د سکتوري خدمتونو رئیس یې هم ملتیا کوله، لومړی د پوهنې ریاست ته ولاړ او په دغه اداره کې یې د حاضرۍ کتابونو څخه لیدنه وکړه .

نوموړي د پوهنې رئیس ته جدي سپارښتنه وکړه،ترڅو هغه مامورین غیر حاضر کړي،چې په ټاکلې وخت دندې ته نه حاضریږي .

ښاغلی منګل وروسته د سرحدونو او قبایلو چارو ادارې څخه هم لیدنه وکړه،چې په ټاکلې وخت یې یو شمېر مامورین په دنده کې حاضر او یو شمېر نور یې د حاضرۍ په کتاب کې ناسوب کړل .

سلاکار وزیر او ننګرهار والي محمد ګلاب منګل ولسونو ته ډاډ ورکړ،چې په ټاکلې وخت به د دغه ولایت د بېلابېلو ادارو له حاضریو څخه څارنه وکړي او هغه مامورینو او مسؤلینو سره به قانوني چلند وکړي،چې په ټاکلې وخت دندې ته حاضر نشي او یا هم له خپل وخت څخه مخکې له دفتر څخه ولاړ شي .

ننګرهار والي همدا راز د قبایلو او سرحدونو چارو ریاست د بېلابېلو څانګو څخه هم لیدنه ترسره کړه،چې په یو شمیر برخو کې مسؤلینو ته لازمې سپارښتنې هم وشوې .

معلولینو ته په بېلابېلو برخو کې د ځآنګړې پاملرنې غوښتنه وشوه .

د ننګرهار کار او ټولنیزو چارو، شهیدانو او معلولینو رئیس په مشرۍ په دغه ولایت کې د معلولینو اتحادیې رهبرۍ شورا غړو سلاکار وزیر او ننګرهار والي څخه په بېلابېلو برخو کې دوی ته د ځآنګړې پاملرنې غوښتنه وکړه .

دغه لیدنه چې د لیندۍ په ۴مه د جلال اباد په شاهي ماڼۍ کې ترسره شوه،د کار او ټولنیزو چارو، شهیدانو او معلولینو رئیس استاد عبدالحکیم شیرزاد د معلولینو د خپل منځي یوالې او یو شمېر ستونزو په اړه سلاکار وزیر او ننګرهار والی ته معلومات ورکړل .

ننګرهار کې د معلولینو اتحادیې مشر مسعود ساپي، د معلولینو د سرپناه، دوی ته د کار موندنې، د بهسودو لوبغالي ځانګړي کولو او ګڼ شمېر نورو ستونزو د حل په برخه کې د همکارۍ غوښتنه وکړه .

نوموړي زیاته کړه، په دیارلس سوه پنځه نویم کال کې ۴ زره معلولینو ته تنخواګانې نه دي ورکړل شوي،په داسې حال کې چې د دوی په اتحادیه کې ټول شپږ زره معلولین ثبت شوي دي .

د ننګرهار معلولینو د رهبرۍ شورا غړو په یادو او ګڼ شمېر نورو برخو کې د ننګرهار والي د ځآنګړې پاملرنې غوښتنه وکړه .

سلاکار وزیر او ننګرهار محمد ګلاب منګل د معلولینو ترمنځ په یوالې خوښي څرګنده کړه او ډاډ یې ورکړ،چې ټولې ستونزې به یې د قانون په رڼا او د بشپړې همکارۍ په ترڅ کې تعقیب کړي .

هغه ژمنه وکړه،چې د معلولینو ستونزو ته د حل لارې چارې موندل به د نورو مسؤلیتونو ترڅنګ خپله جدي دنده وګڼي .

پرمختیایي شوراګانو ته د ولسونو او حکومت ترمنځ د اړېکو د لا پیاوړتیا لارښوونه وشوه .

سلاکار وزیر او ننګرهار والي محمد ګلاب منګل د لیندۍ په ۴مه د کلیو پراختیا رئیس په مشرۍ د دغه ولایت د ۲۲ ولسوالیو پرمختیایي شوراګانو رئیسانو سره د ناستې پر مهال لارښوونه وکړه،چې د یادو شوراګانو غړي دي د حکومت او ولسونو ترمنځ د اړيکو په لا پیاوړتیا کې مرسته وکړي.

دغه ناسته چې د جلال اباد په شاهي ماڼۍ کې جوړه شوې وه،د کلیو پراختیا او بیارغونې رئیس انجینر صفت الله شرفمل وویل،په دغه ولایت کې د ولسوالیو پرمختیایي شوراګانو سربېره ۱۸۸۰ سیمه ییزې شوراګاني لري .

هغه زیاته کړه، د ولسوالیو پرمختیایي شوراګانو په همکارۍ د دغه ولایت په ۱۹ ولسوالیو کې د کلیو پراختیا او بیارغونې ادارې ګڼ شمېر پروژې تر کار لاندې دي .

هغه غوښتنه وکړه،چې د دغه شوراګانو رئیسانو او غړو څخه دې د ولایت مقام په ټولو مهمو چارو کې مشورې او همکاري واخیستل شي.

د بهسودو،دره نور،لعلپورې،ګوشتې،خوږیاڼو،پچیراګام،مومندرې او یو شمېر نورو ولسوالیو د پرمختیایي شوراګانو رئیسانو د خپلو ولسوالیو اړوند ستونزې شریکې کړې .

د بهسودو د پرمختیایي شورا رئیس ملک نعمت الله حلیمي او یو شمېر نورو د کرنې او مالدارۍ ادارې له لورې په پنځوس سلنه وړیا ورکړل شوې یوه بورۍ د غنمو تخم او دوه بورۍ سپینې سرې په ورکړه نیوکه وکړه .

دوی زیاته کړه،یاده مرسته دوی ته په رسمي ډول په پنځوس سلنه وړیا ډول ورکړل شوې،په داسې حال کې چې نیم قیمت یې د بازار د پوره قیمت څخه هم لوړ تمامیږي .

د پرمختیایي شوراګانو غړو په اړونده ولسوالیو کې د سړکونو،سربندونو، امنیتي وضعیت،فساد پر ضد د مبارزې او ګڼ شمېر نورو برخو کې هم د سلاکار وزیر او ننګرهار والي څخه د مرستې او همکارۍ غوښتنه وکړه .

سلاکار وزیر او ننګرهار والي محمد ګلاب منګل د پرمختیایي شوراګانو له غړو څخه مننه وکړه،چې د دغه ولایت په نولس ولسوالیو کې یې د کلیو پراختیا او بیارغونې ادارې اړوند پروژو چارې جاري ساتلي دي .

نوموړي یادو مسؤلینو ته سپارښتنه وکړه،چې د حکومت او ولسونو ترمنځ د اړېکو پر لا پياوړتیا کار وکړي .

هغه همدا راز غوښتنه وکړه،چې په اوسني وضعیت کې د لږو امکاناتو څخه پخپلو سیمو کې په شفاف او ښه معیار سره د پروژو په تطبیق کې همکاري وکړي .

ننګرهار والي د پرمختیایي شوراګانو غړو ته په چارو کې د همکارۍ ترڅنګ غوښتنه وکړه،چې د امنیت په تامین کې له حکومت سره مرسته وکړي .

دوه سوه یتیمو ماشومانو سره د ۵ سوه زره افغانیو نغدي مرسته وشوه.

ننګرهار ولایت د کار او ټولنیزو چارو، شهیدانو او معلولینو ادارې په چوکاټ کې د Helping Hands ادارې په مرسته ۲ سوه یتیمو زده کوونکو ماشومانو سره د ۵ سوه زره افغانیو نغدي مرسته وشوه،چې هر ماشوم ته دوه زره پنځه سوه افغانۍ ورکړل شوې .

د کار او ټولنیزو چارو،شهیدانو او معلولینو رئیس استاد عبدالحکیم شیرزاد وویل،دوی تر ۴ نیم زرو زیاتو یتیمو ماشومانو ته په رزونتونونو کې د زده کړو زمینه برابره کړې ده .

هغه زیاته کړه، د څلورو بېلابېلو مرستندویه ادارو په مالي مرسته دوی دوه زره پنځه سوه نور ماشومانو ته په خصوصي ښوونځیو کې د زده کړې زمینه برابره کړې ده .

د نوموړي په وینا د Helping Hands ادارې په مالي مرسته یې نن دوه سوه یتیمو زده کوونکو ماشومانو ته د زده کړو تر سره کولو په موخه نغدي مرسته برابره کړې ده .

سلاکار وزیر او ننګرهار والي محمد ګلاب منګل د کار او ټولنیزو چارو ادارې د هلو ځلو او مرستندویه ادارو د مرستو څخه مننه وکړه،چې د یتیمو زده کوونکو د زده کړو په برخه کې مرسته کوي.

نوموړي له نورو سوداګرو او مرستندویه ادارو څخه هم غوښتنه وکړه،چې پر یتیمو ماشومانو د شفقت له مخې د دوی سره په نغدي او نورو برخو کې مرسته وکړي .

هغه یتیمو ګلالیو زده کوونکو ته ډاډ ورکړ،چې د خپل توان تر کچې به ورته د پلار په توګه د خدمت هلې ځلې وکړي او هڅه به وکړي،چې په کلیوالي سیمو کې هم یتیمو ماشومانو ته د مرستې رسولو او د زده کړو زمینه برابره کړي .

په همدې موخه د ښوونې او روزنې پوهنځي د غونډو په تالار کې جوړو شوو مراسمو په لړ کې سلاکار وزیر او ننګرهار والي او یو شمېر نورو مسؤلینو ۲ سوو یتیمو زده کوونکو ته برابره شوې نغدي پنځه سوه زره افغانۍ او ۱۷ د ښو نمرو ګټوونکو زده کوونکو ته ډالې هم ورکړل شوې .

يو تن انسان تښتوونکی ونيول شو

جلال اباد ښار ته نږدې د نوي ګمرک سيمه کې يو تن انسان تښتوونکی، چې پلان درلود يو تن ملي تجار وتښتوي او يا يې ووژني د ملي امنيت موظفينو له لوري موخې ته له رسېدو وړاندې يو ميل تومانچې سره ونيول شو.

د ملي امنيت رياست د معلوماتو له مخې نيول شوي تن د جلال اباد ښار د يو ملي تجار څخه د پيسو غوښتنه کړې وه او اوس يې پلان در لود، چې ياد تجار وتښتوي او که په تښتولو کې کامياب نشي نوموړی ووژني، چې په خپله هڅه کې ناکام شو.

نيول شوي تن په خپل جرم اعتراف کړی دی او ترې نورې پوښتنې روانې دي.

ننګرهار پوهنتون کې د کرکټ سيالۍ د کرنې پوهنځي په بريا پاى ته ورسېدې

د کرکټ سياليو نوموړى ټورنمنټ د پوهنتون د سپورت او بدني روزنې آمريت له خوا ددې پوهنتون د ديارلسګونو پوهنځيو د لوبډلو ترمنځ د تلې په ٢٥مه پيل شوى و.

د ننګرهار پوهنتون د سپورت او بدني روزنې آمر محمد نسيم کاکړ وويل: د کرکټ په يادو سياليو کې د پوهنتون د ديارلسو پوهنځيو لوبډلو برخه لرله چې په پاى کې د کرنې او اقتصاد پوهنځيو لوبډلې پايلوبې ته ووتلې او پايلوبه د کرنې پوهنځي په بري سرته ورسېده.

د ننګرهار پوهنتون رييس پوهندوى ببرک مياخېل د پايلوبې د مراسمو پر مهال وويل ددغه ډول سپورتي سياليو په لاره اچولو څخه يې موخه د پوهنتون د محصلانو فزيکي او ذهني وده، سالمه بوختيا او سم لوري ته سوق کول دي.

هغه زياته کړه: (( سپورت د انسان په سلوک او چلند کې مثبت تغير راولي او په روح او روان يې مثبته اغېزه کوي.))

د پوهنتون رييس ژمنه وکړه، چې په پوهنتون کې به د سپورتي هلو ځلو ملاتړ کوي او د محصلانو د سالمې بوختيا لپاره به د سپورت آمريت په چوکاټ کې ورته نورې سيالۍ هم په لاره واچوي.

د مراسمو په پاى کې ګټونکې ډله او د ټورنمينټ غوره لوبغاړي په ډاليو ونازول شول.

د يادونې وړ ده، چې د پايلوبې مراسمو کې د پوهنتون د رييس سربېره د محصلانو چارو مرستيال پوهنمل نعيم جان سروري، د کرنې او اقتصاد پوهنځيو يو شمېر استادانو هم برخه لرله

د ننګرهار په دور بابا ولسوالۍ کې د کوکنارو کښت،قاچاق او د ځمکو غصب مخنيوي په موخه غونډه وشوه.

د دوربابا ولسوال هميشه ګل په مشرۍ د يادې ولسوالۍ بېلابېلو برخو مسولينو ترمنځ د امنيت ټېنګښت،د ځنګلونو د قطع کېدو،کوکنارو کښت او ځمکو غصب مخنيوي په موخه غونډه وشوه.

د دوربابا ولسوال هميشه ګل وويل:هېڅوک حق نه لري،چې په خپلو ځمکو کې کوکنار وکري،ځنګلونه قطع کړي او ځمکې غصب کړي.

دی وايي،که هرڅوک پر دغه چاره ولېدل شي،قانون چلند به ورسره ترسره شي.

د دوربابا ولسوال دغه راز په ياده ولسوالۍ کې د پوهنيز بهير د پياوړتيا په موخه له قومي مشرانو د مرستې او همکارۍ غوښتنه وکړه.

قومي مشر ملک عبدالوهاب او عبدالقاهر ولسوال ته ډاډ ورکړ، چې د يادو برخو پر وړاندې د مبارزې ترڅنګ به د پوهنې بهير د پياوړتيا لپاره له حکومت سره بشپړه همکاري وکړي.

په ختيځ کې د ځوانانو ملي يو والي ټولنې دعرب وفا شرکت په مالي مرسته له يوسلو پنځوس بې وزله کورنيو سره دخوراکي توکو او نغدي رقم مرسته ترسره کړه.

د سې شنبې په ورځ په ننګرهار کې په ختيځ کې د ځوانانو ملي يو والي ټولنې له لوري له يوسلو پنځوسو بې وزله کورنيو سره ،اوړو ،غوړيو او نغدي پيسو مرسته ترسره شوه.

دياد شرکت او مدني ټولنې مشر محمدعمر عرب د دې مرستو دويش پرمهال وويل:يوسلو شلو کورنيو سره يې دشپږ زره کيلو ګرامه اوړو او د شپږ سوه کيلو ګرامه غوړيو مرسته ترسره کړه ، چې هرې کورنۍ ته پنځوس کيلو اوړه او پنځه کيلو غوړي ورکړل شول.

عرب همداراز وويل:له ديرشو کورنيو سره دسل زره روپيو نغدي مرسته ترسره شوه.

نوموړي وويل:دغه مرسته يې دملي او اسلامي روحيې له مخې ترسره کړه، چې په وينايې ټولنه او شرکت به يې په راتلونکي کې هم خپله مرسته له بې وزله کورنيو ونه سپموي.

په ورته وخت کې دهمدې ټولنې مرستيال او مدني فعال عبدالرحمان معاون پرشتمنو هېوادوالو غږ وکړ،چې له بې وزله هېوادوالو مرستې ونه سپموي.

په همدې حال کې يوې مرسته اخيستونکې مېرمنې له يادې ټولنې مننه وکړه ، چې په وينا يې په اړين وخت کې يې ددوی لاس نيوی وکړ.

دا لومړی ځل نه دی ، چې يوه مدني ټولنه دبې وزله هېوادوالو مالي لاس نيوی کوي ،بلکې تردې وړاندې دهمدې ټولنې په شمول ګڼ شمېر مدني ټولنو ناچاره هېوادوالو سره ياخپله مرستې کړي او يا يې شتمن هېوادوال ورسره مرستو ترسره کېدو ته هڅولي.

په جلال اباد ښار کې د څارويو د حلالې مسلخ بېرته فعالېدو په موخه د ښاروالۍ او يوشمېر نورو ادارو مسولينو ترمنځ ګډه ناسته ترسره شوه.

د جلال آباد ښاروال حميدالله افغان د ښار په لومړۍ ناحيه کې د څارويو د حلالې پر مسلخ پر بېرته فعالېدو د امنيې قومندانۍ ، چاپيريال ساتنې رياست ، د لومړۍ ناحيې د ګذر وکيلانو ، ولايت او د څارنوالۍ د مسوولينو او استازو ترمنځ ګډه ناسته وشوه.

ښاروال وويل: د ښار په لومړۍ ناحيه کمپونو ساحه کې مسلخ پخوا موجود وو، خو د تېرو څو کلونو په ترڅ کې د بېلابېلو ستونزو له امله غېرې فعال شوی وو.

نوموړی وايي دا مسلخ بايد بېرته فعال شي او د ښار د ککړتيا او بی کېفېته غوښو او هر ځای د څارويو د حلالې مخه ونيول شي .

په دی ناسته کې د امنيې قومندانۍ اداري مرستيال قاري اميرخان ليوال وويل: امنيه قومنداني ددې مسلخ فعالېدو په لاره کې هر راز مرستې ته چمتو ده او هر هغه څوک چې يې پروړاندې خنډ واقع کېږی قانوني چلند به ورسره ترسره شي.

د قصابانو د اتحاديې مشر حفيظ وويل: که مسلخ بېرته فعال شي،ټول قصابان به اړ باسي چې د حلالې لپاره له دې ځای ګټه پورته کړي.

په غونډه کې د چاپيريال ساتنې او ولايت استازي سيد روح الله پاچا وويل: ددې مسلخ پر بېرته فعالېدو به زموږ د ښار چاپيريال د زيات ککړتيا څخه وژغورل شي او ټولو ښاريانو ته به يې ګټه هم ورسېږي .

په روداتو ولسوالۍ کې يو اندازه د دولت غصب شوې ځمکه وژغول شوه.

د يادې ولسوالۍ ولسوال حضرت خان خاکسار په وينا، په دولتي ځمکه د ځينو اشخاصو له لوري غيرې قانوني هټۍ،د لرګيو ټال او نور تاسيسات جوړ شوي ،چې نن ورځ د ځمکو د غصب مخنيوي کمېسون له لوري ونړول شول.

نوموړی وايي، شاوخوا درې سوه جريبه دولتي ځمکه يې د غاصبينو له منګولو خلاصه او ياد کمېسون ته يې دنده وسپارله چې ټولې دولتي ځمکې له غاصبينو راوګرځوي او غاصبنيو سره قانوني چلند وکړي.

نوموړی د کمپاين د دوام يادونه هم وکړه.

په ښار کې د ګڼې ګوڼې د مخنيوي په موخه اړينه ده چې عمومي واټونه او پلی لارې د ښاريانو پر مخ خلاصې شي.

د ولايت مرستيال محمد حنيف ګرديوال د ښآري تنظيم کميسون د غړو په ګډون د ختيځ زون د موټر چلوونکو اتحادې له استازو سره په ناسته کې وويل په جلال اباد ښار کې د ګڼې ګوڼې ستر عامل د ښار په واټونو کې د هډو شتون او په پليو لارو کې د لاسي پلورونکو موجوديت دی.

د ولايت مرستيال له موټر چلوونکو غوښتنه وکړه چې د ښآر په څلورو دروازو کې له جوړو شو هډو څخه استفاده وکړي

په غونډه کې د ترانسپورت ريس ايوب خان شرافت وويل: د ولايت مقام د لارښوونې له مخې يې په دې ولایت کې د مسافر برۍ ټول شرکتونه د ښآري تنظيم کميسون په مشوره رابللي څو په ګډه د ښا ر د اذدهام په مخنيوي کې لاس په کار شي.

د شرافت په خبره د موټر چلوونکو اتحاديو د هډو ټاکل او د ترانسپورت رياست په واک کې ورکول کولای شي د يادې ستونزې مخنيوی وکړي.

په ختيځ زون کې د مسافر وړونکو اتحاديو په استازولۍ حاجي سرتور وويل: په ښآر کې شته هډې د ختيځ زون د اتحاديو پورې تړاو نه لري او دوی چمتو دي ، چې دټاکل شووهډو نه د مسافرو انتقال ددوی له پاره د منلو امر دی ، خو په وينا يې د ښار په څلورو خواوو کې جوړې شوې هډې ددوی پّه واک نه دي .

د نوموړي په وينا دامهال د شته هډو زياته برخه د پير او پلور په هټيواو ترمينلونه يې د بارداره موټرو له پاره ورکړل شوي.

د يادونې ده چې دجلال اباد ښآر د تنظيم په موخه د ولايت مرستيال په مشرۍ جوړ شوی کمېسون په پام کې لري چې په نېږدې راتلونکی کې د ښآر واټونه او پلې لارې د خلکو په مخ خلاصي کړي.

د ننګرهار کډوالو چارو رياست له لوري د مرستندويه ادارو پرمټ هېواد ته تازه راستنه شويو او داخلي بې ځايه شويو ۵۳۲ کورنيو سره د خوراکي توکو او نغدي پيسو مرسته وشوه.

د ننګرهار کډوالو چارو رئيس غلام حيدر فقيزي وويل : په بهسودو او کوز کونړ ولسواليو کې يې پنځه نوي هغه کورنيو سره ،چې تازه دپاکستان څخه راکډه شوي د w R C موسسې په مالي مرسته ديوې يوې خېمې او نورو ژمنيو توکو مرسته ترسره شوه.

دفقيزي په وينا د I R C يا د ژغورلو نړېوالې کمټې پر مټ يې د درې سوه اوه هغه کورنيو سره ،چې تازه د پاکستان څخه راستانه شوي هرې کورنۍ سره د شپږ ـ شپږ زره افغانيو نغدي مرسته ترسره شوه.

نوموړي زياته کړه د WFP موسسې په مالي مرسته يې د داخلي بې ځايه شويو شپېته کورنيو سره د دوه دوه مياشتو خوراکي توکو مرسته او دغه راز يې اويا کورنيو سره ۱۲۰۰۰ ـ ۱۲۰۰۰ زره افغانۍ نغدي مرسته ترسره کړه.

دننګرهار کډوالو چارو رئيس وايي دچهارشنبې په ورځ يې ټوټال دبېلابېلو مرستندويه ادارو پرمټ د داخلي بې ځايه شويو او تازه هېواد ته دراستانه شويو کډوالو سره دخوراکي او ژمنيو توکو او نغدي پيسو مرستې کړي دي .

غلام حيدر فقيزي وويل : ددې ولايت په يوشمېر ولسواليو کې دکډوالو سروې پيل کړې ،چې په خبره يې له ترسره کيدو وروسته به په اړمنو کورنيو باندې مرستې وويشل شي.

په ننګرهار کې د افغانستان مدني ټولنې مجتمع له درې سوه د دولسم ټولګيو فارغانو څخه د کانکور ازمايښتې ازموېنه واخيسته.

د افغانستان مدني ټولنې مجتمع د چهارشنې په ورځ د التقوا لوړو زده کړو خصوصي موسسې په انګړ کې له زده کوونکو ازمايښتې ازموېنه واخېستل شوه.

د ياد مدني بنسټ مشر استاد عبدالطيف مل شينواري وويل:په ازموېنه کې شاوخوا درې سوو تنو زده کوونکو ګډون کړی و،چې د ښار سربېره د بېلابېلو ولسواليو ښوونځيو زده کوونکي و.

شينواری وايي،له دغه کار يې موخه د کانکور ازموينې ته د زده کوونکو ښه چمتوالی دی.

نوموړی وايي، له دغې جملې به لس تنه غوره کسان چې لوړې نمرې ولري،په ښو ډاليو به ووياړل شي.

د التقوا لوړو زده کړو موسسې تدريسي مرستيال دا ډول ازموينې د ځوانانو ظرفيت لوړونه کې د پام وړ خدمت وباله.

نوموړي ځوانان زده کړو ته تشويق کړل او ټينګار يې وکړ، چې د ځوان کهول د ښې روزنې لپاره به ورته پرګرامونو کې لا همکاري وکړي.

د يادې ټولنې د عدالت غوښتنې شبکې مسول نويد شينواري او مدني فعال اسدالله لاروی د ځوانانو په مسوليتونو وغږېد اود دا ډول برنامو جوړونه يې د تعليم پرمختګ ياد کړ.

د جلال اباد ښار څلورمه ناحيه کې پوليسو ځانګړي عمليات کړي ، چې په ترڅ کې يې له يو تن سره يو ميل کلاشنکوف، دوه تومانچې، شاژورونه او مرمۍ نيولي دي.

دغه راز په ورته وخت کې پوليسو د ننګرهار غنې خېلو ولسوالۍ مارکوه سيمه کې دوه تنه د يو کرولا ډوله موټر د غلا په تور نيولي دي.

نيول شوو کسانو په خپل جرم اعراف کړی او ترې پوښتنې روانې دي.

له تيرو څو کالو راهيسې په ختيځو ولايتونو کې د ښځو پروړاندې د تاو تريخوالي کچه راټيټه شوې او په وضعيت کې يې د پام وړ ښه والی رامنځته شوی .

دغه څرګندونې د ننګرهار ، کونړ ، لغمان او نورستان ولايتونو د ښځو چارو ريسانو د يو رسنيز کنفرانس پرمهال وکړې

د ليندۍ په دريمه د ننګرهار ، کونړ ، لغمان او نورستان ولايتونو د ښځو چارو ريسانو د يو رسنيز کنفرانس پرمهال وويل : له تيرو څو کالو راهيسې په ختيځو ولايتونو کې د ښځو پروړاندې د تاو تريخوالي کچه راټيټه شوې او په وضعيت کې يې د پام وړ ښه والی رامنځته شوی .

د ننګرهار ښځو چارو ريسې انيسه عمراني د سلاکار وزير او ننګرهار والي محمد ګلاب منګل نه مننه وکړه ، چې په لومړي ځل يې په ننګرهار کې د ختيځو ولايتونو د ښځو چارو ريسانو او نړيوالو مرستندويه ادارو ترمنځ د همغږۍ غونډه جوړه کړه .

نوموړې زياته کړه ياده غونډه به په دريو مياشتو کې يو ځل ترسره کيږي او پرمټ به ېې د ښځو پر وړاندې ګڼې ستونزې حل شي .

عمراني داهم وويل پدې ولايت کې ښځې تعلم ، روغتيا او نورو خدماتو ته پوره لاس رسی لری او پروړاندې ستونزې ترډيره بريده حل دي .

د کونړ ولايت د ښځو چارو ريسې سهيله بابو ،د لغمان ولايت د ښځوچارو ريسه نسيمه شفق سادات او د نورستان ولايت د ښځو چارو ريسې ذاهذه فيضان پخپلو ولايتونو کې د څو کالو راهيسې د ښځو وضعيت ښه ياد کړ، چې په خبرو يې په يادو ولايتونو کې ښځې تعليم ، روغتيا او نورو خدماتو ته پوره لاس رسی لري او هم يې پر وړاندې د تاو تريخوالي کچه راټيټه شوې .

دوئ له دولت غوښتنه وکړه چې د نورو ولايتونو په څير ورسر ه د ښځو د ژوند ښه والي په موخه همکاري وکړي .

په ننګرهار کې د افغان ښځو شبکې له لوري، د ښځو پروړاندې د تاوتريخوالي مخنيوي په موخه کفنرانس او غونډه ترسره شوه.

د ښځو پروړاندې د تاوتريخوالي مخنيوي په موخه جوړې شوې غونډې ته د افغان ښځو شبکې مشر خان اقا غرمل له ديني عالمانو غوښتنه وکړه ،چې د جوماتونو د ممبرونو له لارې خلکو ته پوهاوی ورکړی ،څو خپلې لوڼې په بدو کې ورنکړي.

نوموړي زياته کړه دوی له دوه زره دويم کال راهيسې په ننګرهار کې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي مخنيوي په موخه هڅې پيل کړي ،چې په خبره يې دې برخه کې ګڼې لاسته راوړنې لري.

غرمل وويل: د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي مخنيوي نړيوالې ورځې په مناسبت شپاړلس ورځنی کمپاين يې پيل کړی ،چې په وينا يې د روان ميلادي کال د دسمبر تر لسمې نېټې به دوام وکړي.

د ښځو چارو رئيسې انيسې عمراني بيا د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي مخنيوي په برخه کې د ټولنې هر وګړی مسوول ياد کړ ، چې په خبره يې ياده چاره بايد له خپلو کورنو پيل کړو.

عمراني ننګرهار والي څخه مننه وکړه ،چې ميرمنو ته د اسانتياو په برابرولو کې يې هڅې پيل کړي دي.

نوموړې په دې خوښي ښکاره کړه ،چې دا مهال په ننګرهار کې دوه زره پنځه سوه ښځينه ښوونکې ، دوه شپيته ښځينه پولېسې او پنځه څلوېښت مدافيع وکيلانې لرو.

د جوړ شوي کفنراس پر مهال مدني فعالانو محمد انور سلطاني ، عبدالطيف مل شينواري او يو شمېر نورو هم د ټاکل شوې موضوع اړوند څرګندونې وکړې.

د جلال اباد ښاروالۍ يوسلو پنځوس کارتنه بې کېفيته جوس نيولي دي.

د ښاروالۍ د پلټنې مدير شفيع الله ستانکزي وويل، چې دغه يوسلو پنځوس کارتنه ليچي جوس چې شاوخوا پنځوس زره افغانۍ قيمت لري،د پلټنې پرمهال ونيول شول.

نوموړی وايي،هټيوال بايد د توکو پلور پرمهال تاريخ تېره او بې کېفته توکي پر هېوادوالو ونه پلوري،کنه له قانوني چلند سره به مخ شي.

دی له هېوادوالو غوښتنه کوي،چې د توکو رانيولو پرمهال نرخ او کيفيت ته پوره پاملرنه وکړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *