د ښیوې پېښې قضیه کې ۲ تنه تورن کسان نیول شوي .

چارواکي وایي د ننګرهار ولایت په ښیوې ولسوالۍ کې شاوخوا درې میاشتې وړاندې د رامنځته شوې پېښې اړوند دوه تورن کسان نیول شوي او د یوولس نورو د نیولو هلې ځلې دوام لري .

د دغه ولایت د والي ویاند عطاالله خوږیاڼي د لیندۍ په ۲۵مه د یو مطبوعاتي کنفرانس پر مهال وویل،یاده قضیه شاوخوا درې میاشتې وړاندې رامنځته شوې ده.

نوموړي زیاته کړه،ولایت مقام،امنیه قوماندانۍ،عدلیي او قضايي ارګانونو،ښځو چارو، بشر حقونو او د ښیوې ولسوالۍ ادارو یاده موضوع په جدي ډول تر تعقیب لاندې نیولې ده .

خوږیاڼي وویل: (( سلاکار وزیر او ننګرهار والي محمد ګلاب منګل،چې کله له قضیې څخه خبر شو،د مخورو په ملتیا یې د نجونو کورنۍ سره خبرې اترې ترسره کړې،امنیه قوماندانۍ ته یې په قضیه کې د ښکیلو کسانو د نیولو او عدلیي او قضایي ارګانونو ته یې د قضیې د جدي څېړنې امر وکړ. ))

ننګرهار والي والي ویاند وایي د والي ګلاب منګل له لورې ښیوې ولسوالۍ ته د موضوع د ښې څېړنې په موخه یو مسلکي هئیت لیږل شوی و،چې د سیمې مخورو،دواړو کورنیو غړو،نجونو او د امام په ګډون یې تر شلو زیات کسانو سره خبرې اترې کړي دي.

د هغه په وینا په یاده قضیه کې د هلک پلار او یو سیمه ییز پولیس چې تورن پېژندل شوي،د امنیتي مؤظفینو له لورې نیول شوي او د یوولس نورو د نیولو هڅې هم رواني دي .

د نوموړي د معلوماتو له مخې سلاکار وزیر او ننګرهار والي محمد ګلاب منګل یاده قضیه اوس هم په جدي ډول تعقیبوي او دمګړۍ په څارنوالۍ کې څېړنو لانده ده او هغه کسان چې د عدلیي او قضایي ارګانونو له لورې مجرمین وپېژندل شي،تر ټولو سخته قانوني کړنه به ورسره وکړي.

که څه هم یاده موضوع په جدي ډول تر تعیقب لاندې ده،خو د کلتوري او عنعنوي ستونزو له امله له رسنیو سره یاده موضوع وړاندې نه وه شریکه شوې .

دوه ځانمرګي بريدګر ونيول شول

د جلال اباد ښار په مربوطاتو کې دوه تنه ځانمرګي بريدګر، چې غوښتل يې په جلال اباد ښار کې پر مهمو حکومتي ادارو ځانمرګی بريد وکړي د ملي امنيت ادارې له لوري ونيول شول.

د ننګرهار والي وياند عطاء الله خوږياڼي د ليندۍ په ۲۵مه د ولايت مقام رسنیو دفتر کې د يو خبري کنفرانس پر مهال وويل، چې دوه تنه ځانمرګي برید کوونکي رحيم الله او عالمزيب، چې د خيبر ايجنسۍ د باړې سیمې اوسيدونکي دي او غوښتل يې په جلال اباد ښار کې پر مهمو حکومتي ادارو بريد وکړي ونيول شول.

نوموړي وويل، چې وسله والو طالبانو ياد کسان خوږياڼو ولسوالۍ ته ورغوښتي و ترڅو هلته ورته ځانمرګي واسکټونه په تن کړي او بېرته يې د ځانمرګي بريد په موخه جلال اباد ښار ته را وليږي، چې موخې ته له رسېدو وړاندې ونيول شول.

ځانمرګو بريد کوونکو رحيم الله او عالمزيب اعتراف وکړ ، چې خيبر ايجنسۍ کې وسله والو طالبانو په افغانستان کې د ځانمرګو بريدونو تر سره کولو په موخه دعوت کړي و.

ځانمرګو بريدګرو وويل، چې وسله والو طالبانو ورته ويلي و، چې افغانستان ته هند او امريکا راغلې او ټول خلک يې کافر دي بايد جهاد ور سره وشي.

نوموړو زیاته کړه، چې کله جلال اباد ته راغلل؛ نو وسله والو طالبانو ورته پر افغان سرتیرو او مهمو حکومتي ادارو د ځانمرګو بريدونو امر وکړ.

دوی وويل:(( جلال اباد ښار ته ننوتلو سره مو وليدل، چې ټول خلک زمونږ پښتانه، مسلمانان او ډېر ښه خلک دي؛ خو مخکې تر دې، چې خوږياڼو ولسوالۍ ته د ځانمګرو واسکټونو پسې ولاړ شو امنيتي ځواکونو له لوري ونيول شو.))

د يادونې وړ ده، چې وړمه ورځ هم په جلال اباد کې دوه تنه انسان تښتونکي، چې د خيبر پښتونخوا اوسيدونکي و د ملي امنيت ادارې له لوري ونيول شول او په خپلو ټولو جرمونو يې اعتراف وکړ.

يو شمېر وسلې او چاودونکي توکي ونيول شول

د ننګرهار ولايت بهسودو ولسوالۍ اړوند ثمر خېلو سیمه کې د وسله والو طالبانو له لوري په يو مخفي ځای کې ځای پر ځای شوي ۱۰ لاسي بمونه، ۲ کيلو چاودونکي توکي، ۱۰ متره لين، ۳ ميله کرينکوف، ۳ ټي ټي تومانچي او يو ميل چره ايز ټوپک د ملي امنيت رياست موظفينو له لوري کشف او ترلاسه شول.

د ملي امنيت ادارې د معلوماتو له مخې وسله والو طالبانو پلان در لود، چې يادې وسلې او چاودونکي توکي له دغه ځای څخه جلال اباد ښار ته يې د تخريبي کړنو په موخه ولېږدوي.

یو تن د یوعراده کرولا موټر ،یو اندازه امریکایي ډالرو او پاکستانۍ کلدارو د غلا په جرم ونیول شو.

ننګرهار ولایت د بهسودو ولسوالۍ پولیسو او د ملي امنیت مؤظفینو د د دلیل الرحمن په نوم هغه کس نیولی،چې په په یاده ولسوالۍ کې د یو عراده کرولا ډوله موټر، ۵۲۰ زره امریکایي ډالر او ۸۰ زره پاکستانۍ د غلام په جرم تورن و.

نوموړی کس د امنیتي مؤظفینو تر کلکې څآرنې لاندې و،چې تېره ورځ د یادې ولسوالۍ د حلقوي سړک په سیمه کې ونیول شو،چې د مګړۍ تر پوښتنې لاندې دی .

شپږ داعش وسله وال ووژل شول .

ننګرهار ولایت د اچین او هسکې مینې ولسوالیوالیو په بېلابېلو سیمو کې د بهرنیو ځواکونو بې پیلوټه الوتکو د بریدونو له امله ۶ داعش وسله وال ووژل شول .

د هسکې مینې ولسوالۍ د خرګي په سیمه کې د بهرنیو ځواکونو بې پیلوټه الوتکې د برید له امله څلور او د اچین ولسوالۍ د پېښې په سیمه کې د یو بل برید له امله دوه داعش وسله وال ووژل شول .

په ترسره شوو بریدونو کې ملکي وګړو ته کوم زیان نه دی اوښتی .

ننګرهار پوهنتون د تضمین کیفیت دSEQA ایوارډ ترلاسه کړ.

دغه ایوارډ د افغانستان دریو هغو پوهنتونونو ته ورکول شو چې د تضمین کیفیت په برخه کې یې ښې تجربې ترلاسه کړي چې ننګرهار پوهنتون یې په سر کې دی.

د دغه پروګرام تر مخه اوس ننګرهار پوهنتون ددې صلاحیت لري چې د ختیځ زون په کچه دولتي او خصوصي پوهنتونونه و ارزوي.

سلاکار وزیر او ننګرهار والي محمد ګلاب منګل د یاد ایوارډ تر لاسه کولو له امله د ننګرهار پوهنتون د مشرتابه او ټولو هغه مسؤلینو چې په یاده برخه کې هلې ځلې ترسره کړې وې،ورته د مبارکۍ ویلو ترڅنګ د دوی د کړنو ستاینه کوي .

په همدې حال کې د ننګرهار پوهنتون رئیس ببرک میاخیل هم د دغه ایوارډ له امله د لوړو زده کړو وزارت ، ننګرهار ولایت مقام ، د پوهنځیو ریسانو، درنو استادانو او ټولو زده کړیالانو ته مبارکي ورکړې .

نوموړی وایي د دغه ایوارډونو د ورکولو پرمهال د هندوستان په مرکز ډهلي ښار کې نمانځغونډې مراسم جوړ شوي وو چې پکې د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت علمي مرستیال پوهاند بابري، په ګډون په هند کې افغان سفیر شیدا محمد ابدالي ،د افغانستان د پنځو پوهنتونونو ریسانو، علمي مرستیالانو او د تضمین کیفیټ کیمټي او British Council استازو، او د بیلابیلو هیوادونو پروفیسورانو او اکاډمیکو شخصیتونو ګډون کړی وو.

په ننګرهار کې يو شمير ښځو خپلې شته ستونزې د حل په موخه د اړونده ادارو له استازو سره د يوې ناستې په ترڅ کې شريکې کړې .

دغه ناسته د چهارشنبې په ورځ د ننګرهار ښځو چارو رياست کې جوړه شوې وه ، چې پکې د ولسې جرګې غړې سايمه خوګياڼۍ سربيره ، د ولايت مقام ، ښځو چارو ، بشرحقوقو ، استناف څارنوالۍ، استاف محکمې، پوهنې او يو شمير نورو ادارو استازو ګډون درلود.

د ننګرهار ښځو چاروريسې انيسې عمراني وويل ، پدې ولايت د ښځو پروړاندې د ګڼو ستونزو سربيره ، د لوستو ميرمنو لپاره بې کاري هغه ستونزه ده ، چې په وينا يې ګڼ شمير ميرمنې په بيلابيلو ريشتو کې د ليسانس په کچه ورسره لاس او ګريوان دي .

عمراني د يادو ادارو له استازو غوښتنه وکړه ، چې لوستو ميرنو ته په خپلو ادارو کې د کار کولو زمينه برابره کړي .

په ولسي جرګه کې دننګرهار د خلکو استازې سايمه خوګياڼۍ ، راټولو شو ميرمنوته ډاډ ورکړ ، چې ستونزې به يې د حل په موخه په مرکز کې له اړونده وزارتونو سره شريکې کړي .

راټولو شوو ميرمنو په يو شمير ادارو نيوکه وکړه ، چې د ښځو په تقرر کې توپيري چلند کوي او پدې تړاو يې خپل غږ اوچت کړ، خو د مشرانو له لوري پرې غور ندی شوی.

د بهسودو پل دواړو خواو ته به د سړک جوړونې چارې د راتلوونکو درې میاشتو په موده کې بشپړې شي .

د بهسودو پل پدې ولايت کې يو له مهمو او اساسي پروژو څخه ده او پکارده ، چې کارونه يې په خپل وخت او چټکې سره تر سره شي.

د ولايت مرستيال محمد حنيف ګرديوال د بهسودو پل د جوړيدو له روان بهير نه دليدنې پرمهال سپارښتنه وکړه ، چې د پل دواړو خواوو ته د غځيدلي سړک د جوړيدو چارې چټکې کړي.

د ولايت مرستيال په وينا د ياد پل د کارونو د ځنډيدو له امله د پل دواړو غاړو ته پراته خلک ښار ته د راتلو پرمهال له ګڼو ننګونو سره لاس او ګريوان وي نو پکاره ده چې پاتې کارونه يې په کم وخت کې تر سره شي .

د ياد پل د جوړونکي شرکت مسول وايي د پل د جوړيدو چارې بشپړې شوي او په پام کې ده ، چې دواړو غاړو ته د پنځه سوه متره په اوږدوالي او دولس متره سور سره سړک په درې مياشتو کې بشپړ کړي .

د ولايت مرستيال د پل په اوږدو کې ترافيکو ته سپارښتنه وکړه، چې د لارې د بنديدو په صورت کې هغه موټر چلونکي جريمه کړي ، چې د پل د بنديدو باعث کيږي.

ننګرهار کانال راتلوونکی کال شاوخوا ۱۲ سوه ټنه زیتون تولیدوي .

د ولايت مرستيال محمد حنيف ګرديوال دزيتونو فابريکې څخه د ليدنې پرمهال وويل: هڅه کوي چې د مرکزي دولت او مرستندويه ادارو پر مټ يو ځل بيا دغه فابريکه پخوا ني برم ته پورته کړي .

د نوموړي په وينا په پام کې لري د کرنې وزارت سربيره د ايټاليا هېواد په مرسته د زيتونو فابريکې رغولو ته زمينه برابره کړي.

د کانال رئيس انجينر غلام حضرت عبدالرحيمزي په وينا په ۱۳۹۲ -۹۳- ۹۴ کلونو کې ياد رياست ته د انکشافي بوديجې د نه ورکولو له امله سږکال خپل توليدات نلري.

د نوموړي په وينا دامهال په ياده فابريکه کې له کندهاره راوړل شوي زيتون پروسس کيږي.

دی وايي: سږ کال د بوديجې په لرلو سره په پام کې لري د زيتونو ونې د شاخه بورۍ تر څنګ د دواپاشۍ پروسه عملي کړي، چې د اټکل له مخې راتلونکی کال به دولس سوه ټنه زيتون توليد کړي.

د يادونې ده ، چې د زيتونو فابريکې د کانال رياست په چوکاټ کې په ديارلس سوه شپږ پنځوسم کال په توليد پيل کړي چې ددوه زره کاريګرو په لرلو يې د زيتونو، پنبې او اچارو په برخه کې توليدات لرل خو دامهال يې توليدات په نشت حساب دي.

د څلورمې پلې لوا د رستيزوال په پچيراګام ولسوالۍ کې د جوړيدونکو پوستو له چارو څخه ليدنه وکړه .

د څلورمې پلې لوا درستيزوال ډګروال محمد جان درياب په داسې حال کې د پچيراګام ولسوالۍ دپاس پچير په سيمه کې له جوړيدونکو پوستو ليدنه وکړه ، چې ديادې ولسوالۍ امنيه قوماندان او د بېلابېلو شبعاتو امرينو يې ملتيا کوله .

درياب له پوستو څخه د ليدنې پرمهال وويل دپاس پچير په يو شمېر سيمو کې دنويو پوستو په جوړيدو سره به دسيمې په امنيت کې د پام وړ ښه والی راشي .

نوموړي د ولسونو په يوالي او همکارۍ ټېنګار وکړ او ډاډ يې څرګند کړ ، چې په ياده سيمه کې داعش او نورو وسله وال مخالفين ځپل شوي او هېچاته به ددې اجازه ورنکړي ،چې د ولسونو ارام ژوند نا ارامه کړي.

مسولينو وويل ، دهېواد امنيتي ځواکونه چمتو دي ، چې په هرډول شرايطو کې له خاورې او خلکو څخه دفاع وکړي.

د څلور عشاریه پنخه میلیونه افغانیو په لګښت د ختیځ لبنیاتو ګودام،ویالې او د کرنې ادارې اړوند د ګودامونو ودانۍ ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.

د کرنې او مالدارۍ وزارت د پراختيايي بوديجې له لارې د ختيځ لبنياتوفابريکې د ګودامونو او ويالو د پرانستې پرمهال د ولايت مرستيال محمد حنيف ګرديوال وويل ننګرهار د هېواد په کچه يو له هغو ولايتونو څخه دی، چې د مېشتو وګړو زياته برخه يې په کرنه او مالدارۍ بوخته ده.

ولايت مرستيال د ختيځ لبنياتو د فابريکې د بېلابېلو برخو څخه د ليدنې پرمهال وويل په کور دننه د توليداتو لرل کولای شي چې د بې کارۍ د مخنيوي سربېره د کورني اقتصاد په پياوړتيا کې مهم رول لري.

د کرنې او مالدارۍ رئيس پوهنمل رفيع الله رحيمي وويل: د کرنې رياست د ګودامونو اداري ودانۍ چې د کرنې وزارت د پراختيايي بوديجې د شا اوخوا دولس لکه افغانيو په لګښت جوړه شوه چې له مخې به يې ياد ګودامونه د ګټې اخستنې جوګه شي.

د رحيمي په وينا د ختيځ لبنياتو کارخانې د ګودامونو اوويالو جوړولو ټول لګښت درې عشاريه درې ميلیونه افغانی دی، چې د نړيوال بانک له خوا ورکول شوي دي.

رحيمي وايي په پام کې لري چې د هندوستان هېواد ديوسلو ديرش زره ټنه غنمو له جملې لس زره ټنه پدې ولايت کې ذخيره شي.

د ودانيو د پرانستې پرمهال د بهسودو ولسوال محمد صديق دولتزي ياده پرانسته د بهسودو ولسوالۍ اوسيدونکو او په ځانګړي ډول بزګرو ته مهمه لاسته راوړنه په ګوته کړه او له مسولينو يې غوښتنه وکړه چې د بزګرو د ژوند ښه والي په موخه لازمې اسانتياوې برابرې کړي .

ولایت مرستیال د هډې فارم په سیمه کې د سړو خونو له چارو څخه لیدنه وکړه.

د ولايت مرستيال محمد حنیف ګردیوال،چې د بهسودو ولسوال، د کرنې او مالدارۍ ادارې رئیس او یو شمېر نور یې هم ملتیا کوله،د کرنې او مالدارې وزارت په لګښت په هډې فارم سيمه کې د جوړيدونکې سړې خونې له چارو څخه لیدنه وکړه.

د دغه لیدنې پر مهال ولایت مرستیال د يادې پروژې کارونه نيمګړي او کمزوري ياد کړل او له مسولينو يې غوښتنه وکړه ، چې يادې چارې له شوي قرارداد سره سم په خپل وخت ګټې اخستنې ته وسپاري.

د يادونې ده، چې د کرنې رياست په چوکاټ کې د سړو خونو د جوړولو چارې درې کاله وړاندې پيل شوي خو تر دې دمه يې يوازې لس سلنه کارونه شوي دي.

د اچين ولسوالۍ يو شمېر قومي مشرانو او ديني عالمانو د ولايتي شورا غړي عبيدالله شينواري په ملتيا ننګرهار امنيې قوماندان سره خپلې يو شمېر ستونزې شريکې کړې.

ننګرهار امنيې قوماندان مل پاسوال سيد ګلا اقا روحاني د اچين ولسوالۍ د ولسونو پر يو والي خوښي ښکاره کړه ،چې په خبره يې تل يې د خپلې سيمې د امنيت په ساتنه کې هلې ځلې کړي او هم يې د امنيتي ځواکونو ملاتړ کړی دی.

روحاني دغه راز د اچين ولسوالۍ له ولسونو مننه وکړه ، چې تل يې په خپلو ځوانانو د امنيتي ځواکونو ليکې پياوړې کړي.

نوموړي له ورغلو قومي مخورو غوښتنه وکړه ،چې په اچين ولسوالۍ کې له مېشتو ګډو امنيتي ځواکونو سره د تېر په څير همکاري وکړي ،څو ياده ولسوالي په بشپړ ډول د داعش ډلې او نورو وسله والو مخالفينو له شتون څخه پاکه شي.

د ولايتي شورا غړي عبيدالله شينواري په اچين ولسوالۍ کې د امنيتي ځواکونو هڅې او قربانۍ وستايلې ، خو نوموړي غوښتنه وکړه ،چې ګډ امنيتي ځواکونه دې دغه هڅې لا چټکې او ولسونو سره دې سالم چلند ترسره کړي.

د ورغلو قومي مشرانو په استازولۍ څو تنو د خبرو پر مهال د امنيتي ځواکونو قربانۍ وستايلې او هم يې خپلې ستونزې امنيې قوماندان سره شريکې کړې ، چې د قوماندان له لوري د حل ډاډ ورکړل شو.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *