۱۳۹۵/۹/۲۵:

ننګرهار دهسکی مینی ، او اچین په ولسوالیو کی دهوایی بریدونو په ترڅ کی شپږ داعش وسله وال وژل شوی .

دهسکی مینی ولسوالی دخرګی په ساحه کی دبهرنیو ځواکونو بی پیلوټه الوتکی هوایی بریدترسره کړی چی په ترڅ کی څلور داعش وسله وال وژل شوی .

همدغه راز داچین ولسوالی دپيښی په سیمه کی هم دبهرنیو ځواکونو بی پیلوټه الوتکی دهوایی برید په ترڅ کی چی تیره ورځ یی ترسره کړی دوه تنه داعش وسله وال پکی وژل شوی .

وژل شوی شپږواړه بهرنی وګړی دی ، په ترسره شوو بریدونو کی ملکی خلکواو امنیتی ځواکونو ته زیان ندی اوښتی .

۱۳۹۵/۹/۲۵:

دبهسودو ولسوالی امنیتی منسوبینو یو تن دیوعراده کرولا موتر ،یو اندازه امریکایی ډالراو پاکستانی کلدارو دغلا په تور نیولی .

دننګرهار بهسودو ولسوالی امنیه قوماندانی پولیسواود ملی امنیت کارمندانو په هلوځلو یو تن دلیل رحمن چی دیوعراده کرولا موټر ، پنځه لکه شل زره امریکایی ډالرو ، او اتیا زره پاکستانی کلداروپه غلا کی تورن و، اودیاد محل دامنیتی ځواکونو دکلکی څارنی لاندی وچی تیره ورځ دیاد محل دامنیتی ځواکونو له لوری دحلقوی سرک په ساحه کی نیول شوی ،چی په یاد محل کی دپوښتونو لاندی دی .

۱۳۹۵/۹/۲۵:

دننګرهار بتی کوټ ولسوالی دامنیه قوماندانی پولیسو یو کړی دوسایطو ضد ماین مخکی دچاودنی کشف او لمنځه وړی .

دبتی کوټ ولسوالی دامنیه قوماندانی پولیسودګزمی پرمحال  دسه پای په ساحه کی یو کړی دوسایطو ضد ماین چی دهیواد او خلکو ددښمنانو له لوری دتخریبی کړنو په موخه ځای پرځای کړی شوی و مخکی دچاودنی کشف او لمنځه وړی ، چی پدی سره دناوړه پیښی مخه ونیول شوه .

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *