چپرهار ولسوالۍ د داعش له شتون څخه په بشپړ ډول پاکه شوه .
ننګرهار ولایت چپرهار ولسوالۍ د تېرو ۲۴ ساعتونو په ترڅ کې د ګډو کورنیو ځواکونو د عملیاتو په ترڅ کې په بشپړ ډول پاکه او امنیتي ځواکونو په پچیراګام ولسوالۍ کې د دوی د لمنځه وړلو په موخه عملیات پیل کړل .
د ۲۰۱ سيلاب قول اردو قومندان، ننګرهار ملي امنيت رئیس، د سرحدي لواء درستيزوال، ملي اردو څلورمې پلې لواء قومندان، امنې قومندانۍ امنيت مرستيال او ګڼ شمېر نورو منسوبينو د غبرګولي په ۲۵مه د چپرهار ولسوالۍ څخه د ليدنې پر مهال یاده ولسوالۍ په بشپړ ډول د داعش له شتون څخه د پاکیدو خبر ورکړ.
د ۲۰۱ سيلاب قول اردو قومندان محمد زمان وزيري د خبرو پر مهال وويل، چې له تيرو دوو کالونو راهيسې داعش وسله واله ډله په پراخه کچه ځپل شوې او يواځې د درې مياشتو په موده کې د پیل شويو حمزه عملياتو په ترڅ کې د دوی د مشر حسيب الله په ګډون اووه سوه داعش وسله وال وژل شوي.
وزيري زياته کړه، چې داعش وسله والو د امنيتي منسبوينو مصروفولو په موخه په پچير اګام او چپرهار ولسواليو کې د حضور پيدا کولو په موخه تبليغاتي جګړه پيل کړه، چې له ماتې سره مخ شول.
د نوموړي په وينا تيره ورځ په چپرهار کې د داعش لمنځه وړلو په موخه ګډو کورنيو ځواکونو عمليات پيل کړي، چې په ۲۴ ساعتونو کې ياده ولسوالۍ د داعش له حضور څخه په بشپړ ډول پاکه شوه.
ده زياته کړه، چې امنيتي قواوې نن سهار د پچير اګام ولسوالۍ او تورې بوړې سیمې ته د داعش وسله والو پاکولو په موخه لاړل او ډاډ يې څرګند کړ چې ياده ولسوالۍ به هم د لنډې مودې په ترڅ کې د داعش له حضور څخه پاکه کړي.
د قل اردو قومندان په وينا په پاکو شويو سيمو کې به د بيرته ساتلو په موخه د پوستو جوړلو عملي چارې هم پيل کړي.
نوموړي وويل، چې له سرحدي سيمو ها خوا داعشیان په (فابریکو) کې روزل کيږي او بيا افغانستان ته د جګړې په موخه را ليږل کيږي.
ده زياته کړه، چې په تيرو ۲۴ ساعتونو کې يو داعش وسله وال ژوندی نيول شوی، دوه وژل شوي او څلور زخميان دي او نور په تېښته تښتيدلي دي.
د ملي امنيت رئيس تورنجنرال عبدالصبور ثابت وویل، چې داعش وسله وال ګاونډي هېواد کې روزل کيږي او د دې ډلې په ليکو کې پاکستانۍ مليشې عملاً په جګړه اخته دي.
نوموړي وويل، چې داعش وسله وال که له يوې خوا په ګڼ تعداد کې وژل کيږي؛ خو له بلې خوا پاکستان په دغه ډله کې نور کسان جذبوي او افغانستان ته يې د جګړې په مخه راليږي.
ده ډاډ وښوده، چې د ولايت مقام په مشرۍ به د سیمي مخورو سره همغږي او خبرې اترې وکړي، ترڅو په پاکو شويو سیو کې د امنيت په تامين کې امنيتي منسبوینو سره همکاري وکړي.
ده له خلکو هم غوښته وکړه، چې په خپلو سيمو کې وسله والو مخالفينو ته ځای ور نه کړي ترڅو د تروريستي او نورو تخريبي کړنو مخنيوی وشي.
د ملي امنيت رئيس د امنیتي منسبوينو سره په همغږۍ یادونې ترڅنګ ولسونو ته ډاډ ورکړ، چې د دوی د امنيت ساتلو کې شپه او ورځ هلې ځلې کوي.
ده په جلال اباد ښار او ولسواليو کې د نورو وختونو ترڅنګ په ځانګړي ډول د اختر په شپو ورځو کې د ځانګړو امنيتي تدابيرو نيولو څخه هم خبر ورکړ.
په سيمه کې د ننګرهار والي وياند عطاء الله خوږياڼي د ننګرهار والي محمد ګلاب منګل پیغام امنيتي ځواکونو سره شريک کړ او د روژې مبارکه مياشت کې د دوی د هلو ځلو، ميړانې او قهرمانيو ستاينه وکړه.
نوموړي د امنيتي ځواکونو او سرتيرو څخه مننه وکړه چې د روژې مبارکه مياشت کې يې خپل کورونه پريښي او په لږه موده کې يې د داعش وسله والو تبليغاتي جګړه شنډه او وسله وال يې لمنځه يوړل.
بې ځايه شويو کورنيو سره د مرستې په موخه سروې پیل شوه
د ننګرهار ولايت له خوږياڼو، پچير اګام او چپرهار ولسواليو څخه د وروستيو نا امنيو له امله د بې ځايه شويو کورنيو سره د مرستې په موخه نن د غبرګولي په ۲۵ سروې پیل شوه.
د کډوالو چارو ئيس غلام حيدر فقيرزي د OCHA په دفتر کې د مرستندويه نړيوالو ادارو استازو سره بيړنۍ ناسته وکړه او غوښتنه يې وکړه چې د يادو دريو ولسواليو ولسونه چې د نا امنۍ له امله نورو سيمو ته راکډه شوي ژر ېې بايد سروې وکړي.
فقيرزي له مرستندويه ادارو نه د کډوالو او بې ځايه شويو لپاره د سهم او امکاناتو د زياتولو او د سروې د پراخوالي غوښتنه وکړه.
ده وويل سروې ډلګۍ دې ټولې هغه سيمې تر خپل پوښ لاندې راولي چې بې ځايه شوې کورنۍ په کې مېشتې دي.
د کډوالو چارو رئيس وايي تر دې دمه له پچير اګام ۵۵۰ او له چپرهار ۱۳۵۰ کورنۍ دوى ته د مرستو ترلاسه کولو لپاره عارض شوي دي.
نن عملا د بې ځايه شویو کورنيو سروې پيل شوه، چې له سروې وروسته به ورته اړينې مرستې ورسول شي.
يو وسله وال طالب سولې بهير سره يو ځای شو
د ننګرهار ولايت حصارک ولسوالۍ کې د محمد نسيم په نوم يو وسله وال طالب له دايمي مخالفت څخه لاس په سر او سولې بهير سره يو ځای شو.
نوموړی، چې د حصارک ولسوالۍ اوسيدونکی هم دی په ياده ولسوالۍ کې يې د طالب وسله والو په ليکو کې له کالونو راهيسې شامل و او په دغه ولسوالۍ کې يې تخريبي کړنې ترسره کولې.
محمد نسيم تيره ورځ په حصارک ولسوالۍ کې د يادې ولسوالۍ امنې قومندانۍ ته ورغلی لومړی تسليم او وروسته ملي امنيت مديريت کې سولې بهير سره يو ځای شوی دی.
نوموړی وايي، چې په خپلو کړنو خواشينی دی او له دې وروسته به د امنيتي ځواکونو سره يو ځای د هېواد او خاورې څخه دفاع کې برخه اخلي.
يو شمېر را ستنو شويو کورنيو سره نغدي مرسته وشوه
د ننګرهار ولايت کډوالو چارو رياست په هلو ځلو د AHEAD او OXFOM موسسو په مرسته يو شمېر کورنۍ، چې تازه له پاکستان څخه هېواد ته راستنې شوې وې هرې کورنۍ سره د دولس – دولس زره افغانيو نغدي مرسته تر سره شوه.
د کډوالوچارو رئیس غلام حیدر فقیرزي وويل، چې د نورو را ستنو شويو کورنيو لپاره يې هم د مرستو چمتووالی نيولی او ډېر ژر به پرې اړينې مرستې وويشل شي.