نشه یې توکو پر وړاندې د مبارزې وزارت ننګرهار ته د پروژو د منظورۍ په برخه کې لومړیتوب ورکوي .نشه یې توکو پر وړاندې د مبارزې وزارت ننګرهار ته د پروژو د منظورۍ په برخه کې لومړیتوب ورکوي .ننګرهار والي وايي د نشه يي توکو د کښت ۹۷ سلنه ګټه د سیمې او نړوالې مافیا جیبونو ته ځي.ننګرهار والي د نشه يې توکو د کښت، قاچاق، تولید او کارونې د مخنیوي په پار جوړه شوې غونډه کې وویل، چې د نشه يې توکو د کښت ۳ سلنه ګټه کروندګر او ۹۷ سلنه ګټه د سیمې او نړوالې مافیا جیبونو ته ځي.د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې ریاست په نوښت د مرغومي په ۲۸ مه جوړه شوې غونډه کې د ننګرهار والي سربیره، د نشه يې توکو پروړاندې د مبارزې وزارت د پلان او پالیسۍ معین، د ولایتي شوراغړي، ختیځو ولایتونو د حج او اوقافو او نشه يي توکو پروړاندې د مبارزې رئيسانو ، ولسوالانو، قومي مخورو ، میرمنو او ګڼ شمیر نورو ګډون کړی و.سلاکار وزیر او د ننګرهار والي محمد ګلاب منګل وویل، چې نشه يي توکي د انسانیت او بشریت ضد خطرناکه پدیده ده ، چې کارونه يې د انسان عقل له منځه وړي او انساني ځانګړتیاوې ورڅخه اخلي .ده همدا راز وویل بزګر ته د نشه يي توکو له کښت څخه یواځې درې سلنه ګټه ورځې او پاتې ۹۷ سلنه ګټه د کورنيو او بهرنیو قاچاقبرو او مافايي کړیو جیبونو ته ځي.نوموړي زیاته کړه، چې د نشه یي توکو د مخنیوي په برخه کې دیني عالمان، قومي مخور او عام خلک مسئولیت لري ، چې د دې خطرناکې ناروغۍ څخه خپل ځوان کهول وژغوري.سلاکاروزیر او د ننګرهاروالي محمد ګلاب منګل وویل تیر کال پدې ولایت کې د نشه یی توکو د کښت کچه راټيټه شوې ، چې د بدیل په برخه کې به ورته د ۲۲ عشاریه پنځه ميليونه امریکايي ډالرو په ارزښت بېلابېلې پروژې پلي شي.د نشه یي د توکو سره د مبارزې وزارت د پلان او پالیسۍ معین جاوید احمد قایم وویل، چې تېر کال د نشه يي توکو په مخنیوي کې د دې ولایت د والي په سمې رهبرۍ او همکارۍ سره د ۲۲ عشاریه پنځه میلونه امریکايي ډالرو په ارزښت به پدې ولایت کې پروژې پلې شي.نوموړي زیاته کړه د نشه یي توکو سره د مبارزې وزارت له لوري پدې ولايت کې د څلورمیلونه امریکايي ډالرو په ارزښنت د معتادینو روغتون ، د دوه میلونه امریکايي ډالرو په ارزښت د محصلینو لپاره د لېلې ودانۍ او یو شمیر د چرګانو فارمونه جوړ شويدي.د ولایتي شورا غړي محمد اجمل عمر وویل د نشه يي توکو کښت جګړې او د مافیايي کړیو تقویې ته زمینه برابروي .نوموړي زیاته کړه په نشه روږدي کسان د همدې ولس بچیان دي باید د خپلو اولادونو د ژوند ژغورلو لپاره د نشه يي توکو د مخنیوي په مبارزه کې فعاله ونډه واخلي.ده همدا راز د اوبو بندونو ، ویالو، اصلاح شوو تخمونو او بزګرو سره د نورو مرستو غوښتنه وکړه.د جوړې شوې غونډې په څنډه کې د ننګرهار حج او اوقافو رئيس مولوي عبدالظاهر حقاني ،د ولسواليو په چارو کې د ولایت کارپوه حاجي سبحان الله ، د والي ویاند عطا الله خوږياڼي ، د پنځم سرحدي کنډک قومندان ، د مومندرې ، لعلپورې ، اچین ، نازیانو، دوربابا، بټي کوټ، سره رود ولسوالانو او د ښځو چارو رئيسي ته ، چې د نشه يي توکو د کښت مخنیوي په برخه کې يې هلې ځلې کړې وې د نشه يي توکو پروړاندې د مبارزې وزارت له لوري په ستاینلیکونو ونازول شول.نیشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې وزارت ننګرهار ته د پروژو د منظورۍ په برخه کې لمړیتوب ورکوي د هېواد د نشه یې توکو پر وړاندې د مبارزې وزارت د پلان او همغږۍ معین جاوید احمد قائم په مشرۍ ننګرهار ته راغلي پلاوي د دې ولایت والي محمد ګلاب منګل سره د لیدنې پر مهال ژمنه وکړه،چې دې ولایت ته به د پروژو د منظورۍ به برخه کې لومړیتوب ور کړي .یاده لیدنه چې تېره شپه د جلال اباد په شاهي ماڼۍ کې ترسره شوه،په کې د یاد وزارت د ولايتي چارو رئیس هشمت سايئس ، د نشه یې توکو د مخنیوي په برخه کې د یاد وزارت سلاکار ډاکټر خالد همايون، د پلان او همغږۍ په برخه کې سلاکار همايون نوابي، د قانون د تنفيذ په برخه کې سلاکار مهدي کاظمي، د ننګرهار د نشه یې توکو پر ضد د مبارزې رئيس ساپي او یو شمیر نورو هم شتون درلود.د نشه یې توکو پر ضد د مبارزې وزارت مرستیال جاوید حمد قائم وویل،د نورو ولایتونو په پرتله په ننګرهار کې د کوکنارو کښت د مخنیوي په برخه کې کوټلې ګامونه اخیستل شوي او له همدې امله یې د ننګرهار ولایت مقام په مشرۍ د ټولو اړونده مسؤلینو څخه مننه او ستاینه وکړه.هغه ژمنه وکړه،چې د یادې چارې له امله به دې ولایت د پروژو د منظورۍ په برخه کې لومړیتوب ورکړي .سلاکار وزیر او د ننګرهار والي محمد ګلاب منګل وویل، د کوکنارو کښت د مخنیوي په موخه یې له وړاندې ولسوالانو ته جدي سپارښتنه کړې او زیاته یې کړه،هره ورځ د کروندګرو له لورې لسګونه جریبه ځمکو کې کرل شوي کوکنار لمنځه وړل کیږي .نوموړي ژمنه وکړه،چې له خپلو پخوانیو تجربو څخه به په ګټې اخیستنې په دې ولایت کې هم د نشه یې توکو د مخنیوي په برخه کې لا زیات کوټلې ګامونه واخلي .د لس میلیونه امریکایي ډالرو په لګښت د درونټې برېښنا کوټ د اساسي ترمیم او حصار شاهي کې د څلوېښت میګاواټه لمریزې برېښنا د جوړېدو چارې پیل کیږي.د هېواد د برېښنا شرکت عمومي رئیس وایي، د نړیوال بانک له لورې د درونټې برېښنا کوټ د اساسي ترمیم لپاره لس میلیونه امریکایي ډالر ځآنګړي شوي او همدا راز په حصار شاهي ښارګوټې کې د لمریزې برېښنا د جوړېدو په موخه یې هم چارې وروستۍ کړي،چې د دواړو پروژو عملي چارې به ډیر ژر پیل شي .د برېښنا شرکت عمومي رئیس انجینر امان الله غالب، چې د یاد شرکت د بېلابېلو څانګو د مسؤلینو په ملتیا یې د مرغومې په ۲۸مه د ولایت په مقام کې د ننګرهار والي سره لیدنه کوله یادې څرګندونې وکړې .سلاکار وزیر او د ننګرهار والي محمد ګلاب منګل وویل، مرکز جلال اباد ښار ته له کډوالۍ د زیاتو کورنیو را ستنیدل،په دې ولایت کې په بېلابېلو برخو کې د شته فرصتونو شتون او د اوړې سخته ګرمۍ له امله اړتیا ده،چې دې ولایت په ځآنګړي ډول مرکز ته تر بل هر ولایت د زیاتې برېښنا سهولتونه برابر شي .هغه د برېښنا اړوند د پورونو د تر لاسه کولو او د یادې ادارې سره د هر ډول همکارۍ ژمنې ترڅنګ په حصارشاهي سیمه کې د لمریزې برېښنا د چارو د پیل کېدو، درونټې برېښنا کوټ د اساسي ترمیم او د نغلو څخه د مستقیم لین د را غځولو په چارو خوښي وښوده.ننګرهار ولایتي شورا غړي محمد اجمل عمر وویل،په جلال اباد ښار کې اوس مهال شاوخوا یو نیم میلیون اوسیدونکي میشت دي،سلګونه فابریکې شتون لري،سوداګر د پانګې اچونې لا زیاته علاقه لري، خو د برېښنا د نشتوالي او یا هم زیاتې پرچاوۍ له امله له ګڼو ستونزو سره مخامخ دي .هغه د خلکو اندېښنې هم شریکي کړې،چې ګوندې وخت ناوخت د ننګرهار برېښنا کابل ته ورکول کیږي،خو په دې ولایت کې د ملي پروژو د پلې کېدو په برخه کې د ولسونو د هر ډول ملاتړ او همکارۍ ډاډ ورکړ.د بریښنا شرکت عمومي رئیس انجنیر امان الله غالب وویل،ژر به په مرکز جلال اباد ښار کې د شل میګاواټه په ظرفیت یو نوی ترانسفرمر فعاله کړي،چې په جوړیدو سره به شل زره کورنۍ د برېښنا له نعمت څخه برخمنې شي .نوموړي زیاته کړه،د نړیوال بانک له لورې د درونټې برېښنا کوټ د اساسي ترمیم په موخه لس میلیونه امریکایي ډالر ځآنګړي شوي،چې د تدارکاتي چارې یې هم بشپړې شوي او د نورو تخنیکي مراحلو تر بشپړیدو وروسته به عملي چارې پیل شي .د ښاغلي غالب په وینا د روداتو ولسوالۍ په حصار شاهي سیمه کې یې د څلوېښت میګاواټه په ظرفیت د لمریزې برېښنا د جوړیدو په موخه مراحل بشپړ کړي او ډیر ژر به یې عملي چارې پیل کړي،چې د اتلس میاشتو په موده کې به یې ګټې اخیستنې ته وسپاري.د برېښنا د عمومي شرکت رئيس ننګرهار والي ته د نغلو څخه د دویم لین د را غځيدو او یو شمېر نورو پروژو په اړه د معلوماتو د شریکولو ترڅنګ ډاډ ورکړ،چې په دې ولایت کې به د برېښنا اړوند ټولې نیمګړې پروژې په اووه نویم کال کې بشپړې او ګڼ شمیر نوې پروژې به پیل کړي .
په ځانمرګي بريد کې خپله ځانمرګی او يو تن بل ووژل شولننګرهار ولايت مرکز جلال اباد ښار شپږمې ناحيې اړوند فاميليو سيمه کې تېر ماښام ځانمرګی بریدګر موخې ته له رسيدو وړاندې ځان پورې تړلو چاوديدونکو توکو ته چاودنه ورکړې، چې په ترڅ کې يې خپله او يو تن بل ووژل شول.د معلوماتو له مخې د ياد ځانمرګي بريدګر په اړه پولیسو دمخه معلومات ترلاسه کړي و؛ خو مخکې له دې چې پولیسو له لوري ونيول شي ځان پورې تړلو چاوديدونکو ته يې چاودنه ورکړه، چې په خپله او د مغفور په نوم يو تن بل په کې ووژل شول.دغه ځانمرګی بريدګر رفيع الله نوميده، چې د پچير اګام ولسوالۍ اوسيدونکی و او غوښتل يې، چې د جلال اباد ښار په ګڼه ګوڼه کې ځانمرګی بريد وکړي، خو موخې ته ونه رسيده.
د سرحدي ځواکونو قوماندان او منسوبینو یې ۱۸ زره CC وینه خپلو نورو ټپي سرتېرو ته ورکړه.په ختیځ زون کې د سرحدي ځواکونو د لومړۍ لوا قوماندان برید جنرال محمد ایوب حسین خیل د خپلو ۳۵ منسوبینو سره یو ځای د دوه سوه یو سیلاب قول اردو د قوماندانۍ په روغتون کې د جګړې پر مهال د ټپونو له امله بستر شوو سرتېرو ته ۱۸ زره CC وینه ورکړه .د ښاغلي حسین خیل په ګډون ټولو ۳۵ منسوبینو پنځه،پنځه سوه سي سي وینه د یاد روغتون د وینې بانک ته ورکړه،ترڅو ټپي سرتېرو ته یې د اړتیا پر مهال ورکړي .د دوه سوه يو سېلاب قول اردو اړوند د څلورمې پلې لوا ۶۰ تنه منسوبين ، چې په دندو کې يې وړيتا ښودلې وه وستايل شول .ننګرهار کې د دوه سوه يو سېلاب قول اردو اړوند څلورمې پلې لوا څخه په راستول شوي خبر کې ويل شوي ، د يادو منسوبينو دستايلو په غونډه کې ، چې د لوا په ګارنيزون کې جوړه شوې وه دلوا قوماندان بريد جنرال محمد نسيم سنګين ، د لوا درستيزوال ډګروال محمدجان درياب ، دګارنيزون قوماندان ډګروال ظاهرشاه بهرامي ، افسرانو او سرتېرو ګډون کړی و.غونډې ته د وينا پرمهال د څلورمې پلې لوا قوماندان بريد جنرال محمدنسيم سنګين دخبرو پرمهال په ختيځ زون کې دنورو ګډو امنيتي ځواکونو سره په ښې همغږۍ خوښي وښوده ، چې په خبره يې له امله يې ديادې لوا په اړوند ساحو کې دخلکو او خاورې دښمنانو ته غاښ ماتوونکی ځواب ورکړی او ډاډ يې څرګند کړ ، چې سرتيري يې په هرډول شرايطو کې دولسونو سر او مال ساتنې څخه دفاع ته چمتو دي .په غونډه کې د لوا درستيزوال ډګروال محمدجان درياب ډاډ څرګند کړ ، چې دولسونو په مرسته به ددې ولايت په ټولو ولسواليو کې دامنيت ټېنګښت په موخه پيل کړې هلې ځلې لا چټکې کړي.دغونډې په پای ۶۰ تنه منسوبين ، چې د عملياتو پر مهال يې له ځانه وړتياوې ښودلې وه دڅلورمې پلې لوا مسولينو له لوري په ستاينليکونو وستايل شول.
د ننګرهار ولايت د دور بابا ولسوالۍ په سلګونه قومي مشرانو او ديني عالمانو د يوې پراخې غونډې په ترڅ کې له جمهور رئيس محمد اشرف غني او نظام څخه د ملاتړ په موخه غونډه وکړه .د دور بابا ولسوالۍ په سلګونه قومي مشرانو ، ديني عالمانو او ځوانانو نن چهار شنبه د يوې سترې غونډې په ترڅ کې له جمهور رئيس محمد اشرف غني او نظام څخه د ملاتړ په موخه غونډه وکړه .په جوړه شوې غونډه کې پر قومي مشرانو او ديني عالمانو سربيره د يادې ولسوالۍ مسوولينو ، د ولايت مستوفي عبدالله رقيبي او د يو شمېر نورو ولسواليو ولسوالانو ګډون کړی و.د دور بابا ولسوال حاجي هميشه ګل د يادې ولسوالۍ اوسيدونکو څخه مننه وکړه ،چې تل يې د امنيت په ټينګښت او جرمونو په مخنيوي کې دولت سره همکاري کړې ده.هميشه ګل دغه راز سلاکار وزير او ننګرهار والي ته ډاډ ورکړ ،چې د امنيت په ټينګښت کې به خپلو هڅو ته لا دوام ورکړي.قومي مشرانو ملک کفتر، ملک عبدالوهاب ، د مومندرې ولسوالۍ قومي مخور ملک اول داد او ځينو نورو د وينا پر مهال له نظام څخه د ملاتړ ترڅنګ د جمهور رئيس محمد اشرف غني ترسره کړي فعاليتونه وستايل.وينا والو ډاډ څرګند کړ ، چې د امنيت په ټينګښت کې به خپلو امنيتي ځواکونو سره همکارۍ ته دوام ورکړي ، چې په وينا يې هېچاته به ددې اجازه ور نکړي ،چې د ولسونو ارام ژوند نا ارامه کړي.قومي مشرانو دغه راز غوښتنه وکړه ، چې په سيمه کې دې ورته په بېلا بېلو برخو کې د بيا رغونې پروژې تطبيق شي.د ولسواليو په چارو کې د ولايت مقام کار پوه حاجي سبحان الله د دور بابا ولسوالۍ قومي مشرانو څخه مننه وکړه ،چې تل يې خپلو امنيتي ځواکونو سره همکاري کړې ده.نوموړي قومي مشرانوته ډاډ ورکړ ،چې غوښتنې به يې ولايت مقام ته ورسوي څو په ياده سيمه کې په بېلا بېلو برخو کې رغنيزې پروژې پلې شي.د ننګرهار ولايت مستوفي عبدالله رقيبي د دور بابا ولسوالۍ قومي مشرانو څخه مننه وکړه ، چې د نظام او جمهور رئيس په ملاتړ يې دغه ستره غونډه جوړه کړې ده.رقيبي دغه راز په تېرو درې کلونو کې د جمهور رئيس محمد اشرف غني په ترسره کړو فعاليتونو خبرې وکړې.د چابهار بندر پرانستل ، د ټاپي پروژې پيليدل او ځينې نورې هغه ملي پروژې ، چې په دې وروستيو کې پيل شوي د جمهور رئيس محمد اشرف غني له لاسته راوړنو څخه يادې کړې.مستوفي وايي: ډير ژر به په دور بابا ولسوالۍ کې د څلرويشت کيلو مټره په اندازه د دوو سړکونو د جوړيدو چارې پيل شي.د ننګرهار والي په لارښوونه د جلال اباد ښاري نظم کمېسون مسؤلينود ننګرهار والي په لارښوونه د جلال اباد ښاري نظم کمېسون مسؤلينو د يوه کمپاين په ترڅ کې په ښار کې د موټرو اته خپلسري تم ځايونه وتړل او هېچاته به اجازه ور نکړل شي،چې په غيرې قانوني ډول په ښار کې د موټرو تم ځايونه جوړ کړي.د ښاري نظم ټينګښت کميسون مشر او د ترنسپورت رئيس محمد ايوب شرافت د کمپاين پر مهال وويل : د ښاري نظم کميسون د سلاکار وزير او ننګرهاروالي محمد ګلاب منګل په لارښونه جوړ شوی ، چې موخه يې په ښار کې د بې نظمۍ مخنيوی دی.نوموړي زياته کړه ښاري نظم کمېسون دنده لري ، چې جلال اباد ښار څخه د موټرو غېرې قانوني تم ځايونه ټاکل شويو ځايونو ته انتقال کړي .شرافت وويل: نن يې د جلا ل اباد ښار په بېلا بېلو برخو کې په سرايونو کې د موټرو خپلسرې جوړې شوې اته هډې وتړلې ، چې په وينا يې له يادو تم ځايونو څخه د روداتو ولسوالۍ د کان قطرغي ، زاخيلو ، د هسکې مېنې د مريز کنډو ، د چپرهار ولسوالۍ غلام ډاک ، د بهسودو ولسوالۍ دا مان ، د جلا اباد ښار قصبې ، د کابل ولايت د سروبي ولسوالۍ او د لغمان ولايت د مشعلې سيمو موټر چلوونکو په غيرې قانوني توګه سپرلۍ پورته کولې.د ښاري نظم کميسون مرستيال او د جلا ل اباد ښار د لومړۍ امنيتي حوزې امر شيرشاه ظفرخېل په سيمه کې د اړونده ماموريتونو پوليسو ته سپارښتنه وکړه ، چې د تړل شويو خپلسرو هډو په سيمو کې د موټرو تم کيدو ته اجازه ورنکړي.د ښار اوسيدونکي په پيل شوي کمپاين خوښ دي ، خو ټينګار کوي ،چې ټولې هغه موټرې ،چې په خپلسري ډول له واټونو سپرلۍ پورته کوي ټاکل شويو ځايونو ته انتقال کړي.
د یو کال په موده کې د کبانو ۲ زره ټنه غوښې تولید ته زمینه برابریږي.د ننګرهار کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست له لورې د دې ولایت په سره رود ولسوالۍ کې د ۹ میلیونه افغانیو په مالي لګښت د دوه میلیوني نسلي کبانو تولیدي مرکزد جوړولو چارې پیل شوي،چې د بشپړیدو وروسته به هر کال د کبانو ۲ زره ټنه غوښه تولید کړي.د یادې ادارې رئیس رفیع الله رحیمزی وایي،یاد مرکز د دوه میلیونه کبانو د بچیانو د تولید ظرفیت لری، چې دغه تولیدیدونکي نسلي کبان د ۲ زره حوضونو لپاره کفایت کوي،چې له امله به يي د ۲زره ټنه په شاوخوا د ماهیانو غوښه تولید کړينوموړی زیاتوي، یاد تولید د ختیځ سربېره د هېواد نورو ولایتونو لپاره هم د روزنې او مصرف لپاره تر یوې کچې بسنه کوي .هغه د یاد مرکز له ټولو جوړیدونکو برخو څخه چې د درې میاشتو په موده کې به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي، لیدنه وکړه او د ښه کیفیت کار لپاره یي اړونده مسؤلینو ته لازمې لارښوونې او سپارښتنې وکړي.د نږدې یو میلیون افغانیو په لګښت د ملکه حمیرا لیسې ته غزیدلی واټ تر جغل اندازۍ وروسته ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.ننګرهار ولایت د بهسودو ولسوالۍ اړوند د ملکه حمیرا لیسې ته غزیدلی واټ چې ۱۱۴ متره اوږدوالی او شپږ متره پلنوالی لري او او دواړو غاړو ته یې استنادي دیوالونه هم جوړ شوي،د شاوخوا ۷ سوه زره افغانیو په مالي لګښت تر جغل اندازۍ وروسته ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.د دغه واټ د ګټې اخیستنې پر مهال دپوهنې سرپرست ریس سید عیسی سادات په خپلو خبرو کې د مرسته کوونکې ادارې نه د مننې څرګندولو تر څنګ وویل پر دې واټ د باران پر مهال د زده کوونکو تګ راتګ ناشونې و چې اوس به زده کوونکي په اسانۍ سره پری تګ راتګ وکړای شي.نوموړي له نورو مرسته کوونکو ادارو هم وغوښتل چې له معارف سره د ورته خیریه چارو کې مرسته وکړې .په جلال اباد کې د (افغان ایډ) مرسته کوونکې ادارې استازي محمد صدیق خیر خوا وویل دا واټ یوسلو څوارلس متره اوږدوالی او شپږ متره پلنوالی لري چې په دواړو غاړو کې یې استنادي دیوالونه هم جوړ شوي چې د ذکر شوی ادارې له لورې پر ې خواوشاه اوه سوه زره افغانۍ لګښت شویدی .په دې مراسمو کې د بهسودو ولسوالۍ د پوهنې امر ځلمي حلیم او دسیمې یو شمیر قومی مشرانو او د ملکه حمیرا لیسی ښوونکو برخه اخیستې وه.
دننګرهار استيناف محکمې رئيس په مشرۍ دمحکمې ابتدايه او استيناف دېوانونو رئيسانو له کابل څخه دپلټنې راغلي پلاوي سره ناسته وکړه.دناستې په پيل کې دننکرهار استيناف محکمې رئيس قضاويتارعبدالولي قاضي زاده له سترې محکمې څخه دراغلي پلاوي ته ددې محکمې دروانو اجراتو په اړه هراړخيز معلومات وړاندې کړل.قاضي زاده دچارو ښه والي په موخه پلټنه مهم اصل وباله او ټېنګار يې وکړه ، چې نه چاته په اداري چارو کې دمداخلې حق ورکوي او نه دقضاتو په قضايي چارو کې مداخله کوي.نوموړي زياته کړه د ده په ګډون ټول قضات دقضايي اصولو په پام کې نيولو سره په خپلواکه توګه خپلې چارې پرمخ وړي .له سترې محکمې راغلي پلاوي غړي عبدالستار وويل، چې ننګرهار استيناف محکمې ته د راتګ موخه يې د ترسره شويو چارو پلټنه اوڅارنه ده .نوموړي زياته کړه ، چې په بشپړه بې پلوئ به دترسره شويو چاروپلټنه وکړي او راپور به يې سترې محکمې مقام سره شريک کړي .راغلي پلاوي قضاتو ته په ځېنو برخو کې دسپارښتنو ترڅنګ دپلټنې برخو معلومات ورکړل ويې ويل ياد پلاوی به په خپل کاري بهير کې دوسيو ته په خپل وخت رسیدګي، دوثايقو دعوايدو تحويلي او ځېنې نورو برخو کې پلټنې کوي .دسترې محکمې راغلي پلاوي دننګرهار استيناف محکمې له بېلابېلو برخو څخه په داسې حال کې ليدنه وکړه ، چې دننګرهار استيناف محکمې رئيس له لوري معلومات ورکول کيدل .په پای کې دښې پلټنې په موخه دننګرهار استيناف محکمې رئيس قضاوتيارعبدالولي قاضي زاده دپلټنېې راغلي پلاوي ته د اسانتياو برابرولو ژمنه وکړه.وسله طالب سولې بهير سره يو ځای او داعش وسله وال ونيول شوننګرهار ولایت پچير اګام ولسوالۍ کې يو وسله وال طالب سولې بهير سره يو ځای شو او په چپرهار کې يو وسله وال داعش پولیسو له لوري ونيول شو.د معلوماتو له مخې تېره ورځ پچير اګام ولسوالۍ کې د پولیسو په هڅو د اقا شيرين په نوم يو وسله وال طالب سولې بهير سره يو ځای شو او له وسله وال مخالفته يې لاس واخیست.نوموړي خپل يو ميل کلاشنکوف هم پولیسو ته سپارلی او په خپلو تېرو کړنو يې خواشينې ښودلې.د يو بل خبر له مخې تېره ورځ د چپرهار ولسوالۍ کنډي باغ سيمه کې پولیسو د پلټنې پر مهال يو داعش وسله وال نيولی او تر پوښتنو لاندې دی.په دوربابا کې مهمات او چاوديدونکي توکي ترلاسه شولننګرهار ولايت دوربابا ولسوالۍ ګړوکو سيمه کې پوليسو تېره ورځ په يوې کنډواله کې مهمات او چاوديدونکي توکي ترلاسه کړل.د معلوماتو له مخې په دغه مهماتو او چاوديدونکو توکو کې ۵۱۳ فيره د پيکا ، ۱۴۶ فیره د ام شپاړلس وسلې او۲ فیره د راکټ اندازه مرمۍ او ۱۲ کيلو ګرامه امونيم نايتريت شامل دي.دغه مهمات او چاوديدونکي توکي د وسله والو مخالفينو له لوري په ياده سيمه کې د تخريبي کړنو په موخه ځای پر ځای شوي و، چې موخې ته له رسيدو وړاندې پولیسو ترلاسه کړل.دا په داسې حال کې ده، چې څو څو ورځې وړاندې هم پولیسو په اچين کې د ماينونو او مهماتو ډيپو او په بهسودو او لعلپورې ولسواليو کې يو شمېر وسلې او مهمات ترلاسه کړي و.د يو بل خبر له مخې پولیسو تېره ورځ د بهسودو ولسوالۍ مربوطاتو کې په يوې سراچه ډوله موټر کې له يو تن سره ۱۲ کيلو ګرامه تاریاک ونيول.
هسکه مینه کې د نږدې ۲ میلیونه افغانیو په لګښت د یو ښوونځي ودانۍ جوړه شوه .ننګرهار ولایت په هسکه مینه ولسوالۍ کې د جاپان هېواد په نږدې ۲ میلیونه افغانیو مالي لګښت د یادې ولسوالۍ د مرکزي لیسې لپاره نوې ودانۍ جوړه او د یو لړ مراسمو په ترڅ کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه .یاده ودانۍ شپږ خونې لري،چې په دوه سوه شپاړس متره مربع سیمه کې د دوو میاشتو په موده د جاپان هېواد د شانتي رضاکاره ټولنې له لورې د ۲۷ زره امریکایي ډالرو په لګښت جوړه شوې ده.په همدې موخه په یاده لیسه کې په جوړو شویو مراسمو کې د هسکې مینې ولسوال حاجي سازولي،د یادې ولسوالۍ د پوهنې امر مصري خان کلیوال ، او د پوهنې ریاست د انجنیرې د برخې مشر انجنیر صفي الله خبرې وکړې او د دې ودانۍ د جوړیدو له امله یې خوښې څرګنده کړه .د پوهنې ریاست د انجنیرې د مشر په وینا دا ودانۍ شپږ خونې او نور اړین ملحقات لري چې په جوړیدو سره یی د یادې لیسې د زده کوونکو د سرپنا ستونزه تر ډیره بریده هواره شوه.
