د ننګرهار والي په مشرۍ د نظامي شورا غونډه تر سره شوه
د ننګرهار والي په مشرۍ د نظامي شورا غونډه د ۲۰۱ سیلاب قول اردو او ۲۰۲ شمشاد ساحوي زون قوماندانانو په ګډون ترسره شوه .
د ننګرهار والي حیات الله حیات په مشرۍ د نظامي شورا غونډه د چنګاښ په ۲۱مه د جلال اباد په شاهي ماڼۍ کې ترسره شوه،چې په کې د دوه سوه یو سیلاب قول اردو قوماندان ډګر جنرال محمدزمان وزیري او ۲۰۲ شمشاد ساحوي زون قوماندان پاسوال شيرعلى شهريار په ګډون د دې ولایت مسؤلینو ګډون کړی و.
د دې غونډې پر مهال د جلال اباد ښار په امنیتي وضعیت جدي بحثونه وشول، جلال اباد ښار ته د راتګ څلورو دروازو،د حوزو اړوند سیمو کې د ۱۱ نورو دا خلیدونکو لارو او په بېلابېلو برخو کې د اړونده مسؤلینو له لورې د ځآنګړو تدابیرو د نیولو پرېکړې وشوې.
د نظامي شورا په غونډه کې پرېکړه وشوه،چې د ګارنیزون قطعې په ګډون به د امنیتي ارګانونو له لورې په جلال اباد ښار کې د ګزمو او چک پوینټونو د برابرولو ترڅنګ د تورو ښيښو او بې پلیټه موټرو ،غيرې مسؤله وسله والو او نورو غېرې قانوني کړنو د مخنیوي په موخه بېړني او عملي اقدامات پیل کړي.
د نظامي شورا د پرېکړې له مخې تر دې وروسته ټول سیمه ییز پولیس او ولسي پاڅون کوونکي یواځې او یواځې پخپلو سیمو کې دندې ترسره کولای شي او جلال اباد ښار ته د وسلې سره د داخلیدو اجازه نه ورکول کیږي، همدا راز په جلال اباد ښار کې هغه کسان چې د وسلو جوازونه لري،بل کس یې د وسلې ګرځولو صلاحیت نلري او پخپلسرې ډول په غېرې منظم ډول له وسلې سره په ښار کې د ګرځیدو اجازه نه ورکول کیږي، د ټولو سرغړونو په ترڅ کې به تر ټولو سخت قانوني چلند ترسره شي.
د بټي کوټ او هسکې مینې ولسوالیو پاکو شوو سیمو د ساتنې،جلال اباد ښار مارکیټونو کې د امنیتي کمرو نصبول،ادارو،مارکیټونو او نورو سیمو کې د امنیتي مؤظفینو ګمارنه، د ناحیو اړوند په کورونو کې د استوګنو د هویت مالومولو چارې بشپړول او یو شمیر نور هغه موضوعات چې د نظامي شورا په غونډه کې پرې خبرې اترې او پرېکړې وشوې.
ننګرهار والي د اوومې ناحیې مخوروستونزې واوريدې .
ننګرهار والي حیات الله حیات د جلال اباد ښار د اوومې ناحیې د چکنورۍ او غوچکو سیمو د یو شمیر مخورو او ځوانانو له لورې د برېښنا او ځمکې غصب په برخه کې د حل په موخه ستونزې واوریدې .
دغه ناسته چې د جلال باد په شاهی ماڼی کې ترسره شوه پر مهال یې د ګډونوالو استازو د خبرو پر مهال په غوچکو سیمه کې د برېښنا نشتون او د دوی د شخصي ځمکې د غصب د مخنیوي په برخه کې د همکارۍ او همدا راز په دورنټې سیمه کې د دویم لین سړک،کابل ـ جلال اباد دویم لین سړک او یو شمیر نورو سړکونو د چارو د ګړندیتوب او جوړیدو وړاندیزونه وکړل، د ملکی هوایي میدان جوړول،د جلال اباد کانالیزاسیون، جلال اباد ښار پراختیا ، تورخم ښارګوټي کې د ترمینل ، زربستریز روغتون د کار چکټیا او یو شمیر نور هغه وړاندیزونه وو،چې د غوچکو او چکنورۍ سیمې د خلکو له لورې شریک شول.
ننګرهار والي حیات الله حیات د برېښنا رئیس ته په وروستیو کې د برېښنا ستونزې د اساسي حل ترڅنګ د غوچکو او چکنورۍ خلکو د مشکل د ژر حل کېدو سپارښتنه وکړه،همدا راز یې یادو سیمو خلکو څخه وغوښتل،چې د ځمکو اړوند ستونزه د څېړنې په موخه په رسمي ډول املاکي کمیسون ته وسپاري، هغه د نورو وړاندیزونو په اړه هم ډاډ ورکړ،چې په مرکزي کچه یې د عملي کېدو په موخه ګړندۍ هڅې پیل کړي دي
د ننګرهار د بریښنا رئیس اکرام الله عابد ننګرهار والي او د اوومې ناحیې خلکو ته ډآډ ورکړ،چې د همېشه بهار سب سټیشن تخنیکي ستونزو په حل کولو سره به د لس ورځو په موده کې ټولو کورنیو ته ۲۴ ساعته برېښنا ورکړي .
د اقتصاد وزارت له لورې د ختیځ زون په کچه د پروژو او بودیجې د لګښت د څآر او را پور ورکونې انلاین سیستم فعاله شو.
د اقتصاد وزارت چارواکي وایي، د وزارت له لورې یې د مرکز وروسته د پروژو او بودیجې د لګښت د څار او را پور ورکونې انلاین سیستم د ختیځ زون په کچه فعاله کړ او له دې خدمتونو څخه ولایت مقام په ګډون ټولې اړونده ادارې ګټه اخیستلای شي .
د دې وزارت مسلکي معین د چنګاښ په شلمه جلال اباد شاهي ماڼۍ کې د یو شمیر نورو مسؤلینو په ملتیا ننګرهار والي حیات الله حیات سره د لیدنې پر مهال وویل، د څار او راپور ورکولو دې سیستم ته په انلاین ډول د ټولو پروژو ورځنی او میاشتنی لګښت او د پروژو اړوند مالومات پورته کیږي،چې په یو مهال ترې د ولایت مقام په ګډون ټولی اداری د همغږۍ په موخه مالومات تر لاسه کولای شي.
هغه زیاتوي،په یاد سیستم سره د حساب ورکونی او شفافیت رامنځته کیدو، ولایتونو او ادارو د همغږي، د معیاری سیستم رامنځته کیدل ، هر مهال د پروژو څخه د خبریدو او جغرافیوي موقیعت د کتو او نورو برخو کې ګټه اخیستلای شي.
د نوموړي په وینا تیر کال د ننګرهار ولایت لپاره ۶۷ میلیونه ډالر بودیجه ورکړل شوې وه،چې ۴۷ میلیونه یې په ۲۲۹ پروژو کې مصرف او نوره پاتي شوه، هغه وایي، سږ کال د ننګرهار لپاره ۴۷ میلیونه امریکایي ډالر بودیجه ځانګړي شوي خو هیله وښوده چې ټولی اداری به یاده بودیجه په دي ولایت کې په پرمختیايې او نورو پروژو مصرف کړي .ننګرهار والي حیات الله حیات د یاد سیتسم په فعالیدو خوښي وښوده او د پروژو د چارو او لګښت د مالومولو په برخه کې یې یو نوی نوښت وباله او زیاته یې کړه،په دې چارې به وخت په وخت د دې ولایت ټولې اړونده پروژې وڅاري، نوموړي یاد سیستم د هېواد په کچه په پرمختیایي برخه کې د همغږۍ په برخه کې هم یو مهم ګام وباله .
د پوهنې نظارت آمر شهید سید سلیمان پاچا د جنازې لمونځ ادا شو
په جلال اباد ښار کې د پوهنې مدیریت په تروریستي برید کې د ښاري مدیریت نظارت آمر شهید سلیمان پاچا د جنازې لمونځ په شیرزي لوبغالي کې ادا شو،چې په کې ننګرهار والي،ولایتي شورا غړو،د ادارو یو شمیر مسؤلینو،د پوهنې ادارې ګڼ شمیر کارکوونکو،دیني عالمانو،قومي مشرانو،ځوانانو او ګڼ شمیر نورو ګډون کړی وو.
ننګرهار والي حیات الله حیات د جنازې د لمانځه د ادا کولو وروسته رسنیو سره په خبرو کې په رامنځته شوې پېښه خواشیني وښودله،د شهید سلیمان پاچا په ګډون یې د پېښې ټولو شهیدانو ته د فردوس جنت او ټپیانو ته د بېړنۍ روغتیا هیله وکړه.
نوموړي ترسره شوی برید په علم او پوهې برید وباله او په وینا په علمي او پوهنیزو څآنګو بریدونه ترسره کول د اسلام ضد عمل او دی او برید کوونکي له اسلام سره هیڅ ډول اړیکه نلري .
شاوخوا ۵۲ کلن شهید سید سلیمان پاچا د ننګرهار د خوږیاڼو ولسوالۍ د وزیرو صاحبزاده سیمې اصلي اوسیدونکی وو،چې ۱۱ کاله یې په هماغه سیمه کې د جهادي لیسې د مدیر، او له تېرو درې کلونو راهیسې د جلال اباد ښار د پوهنې مديريت د نظارت آمر په توګه دنده تر سره کوله.
نوموړي د پنځو لورګانو او درې زامنو پلار وو او درې خویندې او درې وروڼه یې درلودل،چې د چنګاښ په شلمه په ترسره شوي ترویستي برید کې له دې ټولو د تل لپاره جدا او د شهادت لوړ مقام یې خپل کړ.
روح دې ښاد وي .
ننګرهار والي د ترانسپورت او ترافيکو ادارې مسئولينو ته جدي سپارښتنه وکړه،چې خپلسرې هډې له ښار څخه اصلي تم ځآیونو ته انتقال کړي .
ننګرهار والي حيات الله حيات د چنګاښ په ۲۰مه ولايت مقام کې د ښاري نظم کميسون ناستې پر مهال د ترانسپورت رئیس او ترافيکو مدير ته جدي سپارښتنه وکړه، چې له جلال اباد ښار څخه د موټرو خپلسرې هډې ژر تر ژره خپلو اصلي ځايونو ته ولیږدوي .
نوموړي زیاته کړه، په ښار کې د غيرې قانوني هډو شتون، په بې ځآیه ځایونو کې د لاسي پلورنکو شتون ، د ريکشاوو زياتوالی او یو شمیر نورې هغه ستونزې دي،چې ښار یې بې نظمه او له امله یې ګډوډي رامنځته شوې ده .
ښاغلي حیات په جدي ډول اړونده ټولو مسؤلینو ته سپارښتنه وکړه،چې پخپلو برخو کې د ټولو امکاناتو څخه په کارونې په ښار کې د نظم رامنځته کېدو په موخه اقدامات ترسره کړي .
ننکرهار والي دغه راز ترانسپورټ رئيس او ترافیکو مدیر ته سپارښتنه وکړه،چې د کابل،تورخم ، درونټې ، سره رود، فارم هډې او چپرهار ته د تلوونکو موټرو او ريکشاو خپلسرې هډې لمنځه یوسي او خپلو اصلي تم ځآیونو ته یې انتقال کړي .
د ښاري نظم کميسون غړو پخپل وار سره په ښار کې د غيرې قانوني هډو، لاسي پلورونکو او ريکشاو د زياتوالي مخنيوي او یو شمیر نورو ښاري ستونزې د حل په برخه کې پخپل وار سره نظرونه شريک،د ښاریانو پر همکارۍ ټینګار او پخپلو برخو کې د اقداماتو ترسره کولو ژمنې وکړې .
همدارنګه په جلال اباد ښار کې د هډو مسئولينو هم خپلې ستونزې د کميسون له غړو سره شريکې او پخپلو برخو کې یې د هر راز همکارۍ ډاډ ورکړ.
همدا ډول د ښاري نظم کميسون له لوري پريکړه وشوه، چې ټولې غيرې قانوني هډې بايد وتړل شي او هم کميسون ته دنده ورکړل شوه، هغه موټر چلوونکي، چې د هډې پارچه ورسره نه وي او يا په غیر قانوني ډول سورلۍ پورته کوي توقف ، درې زره افغانۍ يې نغدي جريمه او لس ورځې يې موټر ودرول شي .
ننګرهار والي د یو شمیر مدني فعالانو ستونزې او د ستونزو د حل په موخه وړاندیزونه واوریدل .
ننګرهار والي حيات الله حيات د یو شمیر ځوانانو او مدني فعالانو له لورې بېلابېلې ستونزې او د ستونزو د حل په برخه کې لازم وړاندیزونه په داسې حال کې واوریدل،چې د جلال اباد ښاروال ، پوهنی ، اداری اصلاحاتو او ګمرک ادارو ریسانو او یو شمیر نورو هم ګډ،ن کړی وو.
د مدني فعالانو په استازولۍ ډاکتر خوشحال روهي د يو شمېر مسايلو په حل او خنډونو مخنيوي کې د مدني ټولنو استازو سره مشورې کولو،ښاري پراختيا، پوهنې بهیر ښه والي، برېښنا ستونزې حل،غصب د مخنیوي،ښاري نظم د رامنځته کېدو او يو شمېرو نورو برخو کې ستونزې او د حل په برخه کې لازم وړاندیزونه وکړل، نوموړي همدا راز ژمنه وکړه،چې مدني فعالان چمتو دي، څو په يو شمېر برخو کې د ستونزو حل په موخه طرحې جوړې او ولايتي ادارې سره یې د عملي کولو په موخه شریکي کړي .
ننګرهار والي حيات الله حيات مدني فعالانو او ځوانانو څخه مننه وکړه، چې له نوموړي سره یې په مهمو برخو کې وړانديزونه او حل لارې شریکې کړې، نوموړي زیاته کړه، د ننګرهار لپاره یې لومړیتوبونه درک کړي او هڅه کوي، چې ټولې ستونزې د قانون په رڼا کې حل کړي.
ده زياته کړه، چې امنيت ورته لومړيتوب لري او هڅه کوي، چې په ټول توان سره د ننګرهار امنيت ښه والي لپاره لازم اقدامات تر سره کړي، همدا راز یې د فساد، غصب او نا امنۍ مخنيوي او په مهمو برخو کې د پروژو پلې کېدو په اړه هم د ګړندیو هڅو ترسره کولو څخه خبر ورکړ.
د ملي امنیت ځواکونو له لورې د ۷ امنیتي او ملکي وګړو په شهادت رسوونکي او د پیسو او وسلو مسؤل داعشیان ونیول شول .
چارواکي وایي،په ننګرهار کې د ملي امنیت ځواکونو هغه ۵ داعشیان چې د روژې په مبارکه میاشت کې په بېلابېلو سیمو کې ۷ امنیتي منسوبین او ملکي وګړي شهیدان کړي وو او همدا راز یې د یادې ډلې د وسلو او پیسو د ویش مسؤلیت درلوده، ژوندي نیولي دي .
د دې ولایت د والي ویاند عطاالله خوږیاڼي د چنګاښ په ۲۱مه د یو مطبوعاتي کنفرانس په ترڅ کې نیول شوي داعشیان رسنیو ته تر ښودلو وروسته وویل،د داعش ډلې د شپږ کسیزې ډلګۍ مشر قاضي ملا مشهور په قاضي او عنایت چې مشهور په عباس دي،د حیدرعلي په نوم د یو بل داعش سره یو ځای په روداتو ولسوالۍ کې د ملي امنیت ځواکونو له لورې ژوندي نیول شوي .
نوموړي زیاته کړه،یادو داعشیانو د روژې په مبارکه میاشت کې د روژه ماتې پر مهال په بېلابېلو وختونو کې تالاشۍ چوک،شپږمې ناحیې او د بهسودو لسمې ویالې سیمه کې ۶ تنه د پولیسو منسوبین په ډزو سره شهیدان کړي،همدا راز یې د بهسودو په یوولسمه ویاله کې د ملا کوټوال په نوم یو بل ملکي کس چې د لمانځه له ادا کولو وروسته له جومات څخه بهر کېدو هم په شهادت رسولی دی .
خوږیاڼي وویل،د حیدرعلي په نوم د داعش ډلې مالي مسؤل چې په جلال اباد ښار کې د داعش ځینې خاصو کسانو ته پیسې ورکولې هم نیول شوی او همدا راز د مولوي نجیب الله په نوم د داعش ډلې د وسلو مسؤل چې د سره رود په شیخ مصري کمپ کې یې پخپل کور کې د داعش د وسلو د ساتنې دنده لرله ،هم په نیول شوو کسانو کې شامل دی .
د والي ویاند وایي، د راج محمد په نوم یو بل داعش هم د ملي امنیت ځواکونو له لورې ژوندی نیول شوی،چې ټولو نیول شوو کسانو پخپلو جرمونو اعترافات هم کړي دي .
د یو بل خبر له مخې د ملی امنیت ځانګړو ځواکونو د بهسودو ولسوالۍ اړوند ۱۰ لسمې ویالې سیمه کې تېره شپه د یو لړ ځآنګړو عملیاتو په ترڅ کې د شوکت په نوم د داعش ډلې مالي مسول او په جلال اباد ښار کې د لویو تروریستي بریدونو پلان جوړونکی هم وژلی دی .
حبیبه کاکړ: د طبي علومو موسسې دې د ديپلوم لپاره له محصلينو پيسې نه اخلي
د عامې روغتیا وزارت د خصوصي سکتور رئیسې ذکیه زهرا ننګرهار ته د خپل سفر په ترڅ کې د ولایت له مرستیالې حبیبې کاکړ قاضي زاده سره پر يو شمېر موضوعاتو خبرې وکړې.
د عامې روغتیا وزارت د خصوصي سکتور رئیسې په ننګرهار کې د خصوصي انسټیټیوټونو یو شمېر ستونزې د ولایت له مرستیالې سره شریکې کړې، د فیس او د دولتي ډيپلوم لپاره له هېوادوالو د پیسو غوښتنه هغه ستونزې وې چې په ناسته کې پرې بحث او خبرې وشوې.
د ولایت اداري او مالي مرستیال تمیم عارف مومند په خپلو خبرو کې وویل چې، د طبي علومو د انسټیټیوټونو له لوري د دولتي ډيپلوم لپاره له محصلینو ۵۰۰۰ افغانۍ غوښتل کېږي، چې یو شمېر هېوادوالو له دغې چارې شکایت کوي او د ورکولو توان یې نه لري.
په ورته وخت کې د طبي علومو انسټیټیوټونو د اتحاديې استازو هم خپلې ستونزې په ټولنیزو چارو کې د ولایت له مرستیالې سره شریکې کړې، دوی همدا راز زیاته کړه چې د یو شمېر اقتصادي ستونزو د حل په موخه اړ دي څو له محصلینو دې د ډيپلوم لپاره ۵۰۰۰ افغانۍ واخلي.
په ټولنیزو چارو کې د ننګرهار ولایت مرستیالې حبیبې کاکړ قاضي زاده د ټولو خواوو تر خبرو اورېدو وروسته پرېکړه وکړه چې د انسټیټیوټونو ادارې دې له هېوادوالو تر ۱۵۰۰ افغانیو زیاتې پیسې نه اخلي، دې همدا راز زیاته کړه چې دغه ستونزو به د یو رسمي مکتوب له لارې له مرکز سره شریک او د عامې روغتیا له وزارت څخه به د حل غوښتنه وکړي.
په ټولنیزو چارو کې د ننګرهار ولایت مرستیالې همدا راز د عامې روغتیا وزارت د خصوصي سکتور له رئیسې وغوښتل چې د چارو د سمون لپاره دې د خصوصي انسټیټیوټونو ته یوه لایحه جوړه کړي، څو یاد انسټیټیوټونه خپلو چارو ته په منظم ډول دوام ورکړي.
حبیبې کاکړ قاضي زاده همدا راز په ناسته کې د عامې روغتیا ریاست له استازو وغوښتل څو پدغه ولایت کې د خصوصي انسټیټیوټونو د روان درسي بهیر څارنه او بررسي وکړي.
ننګرهار کې د نشه يي توکو پر ضد د مبارزې نړيواله ورځ ونمانځل شوه
یاده غونډه، چې دنشه يي توکوپرضد د مبارزې ریاست له لورې قبایلو ریاست دغونډو په تالارکې جوړه شوې وه دولایت اداري اومالي مرستیال تمیم عارف مومند، د نشه يي توکو پرضد دمبارزې رئيس محمد ادریس ساپي، يو شمېر نورو مسئولينو، ځوانانو، مدني فعالانو او نورو ګډون کړی و.
د ولايت مالي او اداري مرستيال تمیم عارف مومند وويل، چې ولايت مقام د نشه يي توکو مخنيوي کې جدي هلې ځلې کوي او په دغه برخه کې يې اړونده ادارو ته د قانوني اقداماتو لارښوونه کړې ده.
نوموړي وويل، چې نشه يي توکي یواځې د روږدو کسانو په زيان ندي؛ بلکې د کورنۍ غړي او د ټولنې ټولو وګړو ته يې زيان رسيږي.
هغه مسئولينو ته د نشه يي توکو په مخنيوي او د روږدو کسانو په درملنه کې د لازمو اجراتو سپارښتنې وکړې.
د نشه يي توکو پرضد مبارزې رئیس په ياده برخه کې خپلې لاسته راوړنې او فعالیتونه ګډونوالو سره شریک کړل.
نوموړي وويل، چې د کوکنارو مخنيوي او د ځوانانو نشه يي توکو څخه د ژغورنې برخه کې يې لازمې هڅې کړي؛ خو زياته يې کړه، چې مرکزي اداره بايد روږدو کسانو ته جدي پاملرنه وکړي او له نشه يي توکو څخه د نوي نسل ژغورنې برخه کې موثر پلان جوړ کړي.
په دغه غونډه کې علماء کرامو، ځوانانو، مدني فعالانو او نورو د نشه يي توکو زيانونه بيان کړل او له حکومت څخه يې غوښتنه وکړه، چې په جدي ډول د نشه يي توکو مخنيوی وکړي.
د جلال اباد ښار دریېمه ناحیه کې په رغنیزو چارو د نږدې ۱۹ میلیونه افغانیو د لګښت په موخه پرمختیایي شوراګانو رسماٌ خپلې چارې پیل کړې.
د ښاروالیو د ولسي تړون ملي پروګرام له لارې د جلال اباد ښار په دریېمه ناحیه کې د نږدې ۱۹ میلیونه افغانیو په لګښت د ۲۰۶۵ متره کوڅو او سړکونه ، ۱۸۵۰ متره خامې ویالې ، ۷۲۲ متره استنادي دیوالونه او داسې نور رغنیز چارو د ترسره کولو په موخه په یاده رسیمه کې په رسمي ډول درې پرمختیایي شوراګانو چارې پیل کړې .
د یادو شوراګانو له لورې به د څلور نیم میلیونه په ولسي ونډې سره د نږدې ۱۹ میلیونه افغانیو په لګښت پروژې پلي شي،چې په مستقیم ډول به ترې ۳۰۷۲ تنه او په غیری مستقیم ډول به ترې ۵۹۷۰ تنه ګټه پورته کړي .
په همدې حال کې جلال آباد ښاروالۍ د جامدو کثافاتو پلان ترتیب او نن د یوې پراخې غونډې له لاري د نظر غوښتنې او په یاد پلان کې راټولو شوو نظرونو شاملولو په موخه د ملکي ادارو استازو سربېره د ښار بیلابیلو اقشارو چې په کې ګذر وکیلان ، ځوانان ، نظرخاوندان ، د ښاروالۍ د ناحیو امرینو او تنظیف برخې کارکونکو شامل و وړاندې شو .
هسکه مېنه کې سرتيري وستايل شول
د لومړۍ سرحدي لوا قوماندان وايي د هسکې مېنې ولسوالۍ په اړينو نقطو کي يې د نويو پوستو د ايجاد تابيه نيولې او ډير ژر به هلته ګډ امنيتي ځواکونه د امنيت د بشپړ تامين په موخه ځای پر ځای شي.
نوموړي، چې د يادې ولسوالۍ د پاپين، اوغز تنګي او ځينې نورو سرحدي پوستو نه ليدنه کوله يو شمير منسوبين يې په نغدي مکافاتو او ستاينليکونو ووياړل.
د دې لوا قوماندان بريد جنرال محمد ايوب حسين خيل پاپين ته پر غزيدلې لار د سرحدي سرتيرو هغه پوستې وکتلې ، چې له عملياتو وروسته په حاکمو نقطو کي ځای پر ځای او رغنيزې چارې يې دوام لري.
نوموړي په هسکې مينې ولسوالۍ کې د شپږم کنډک د درېيم ټولي ټولو سرتيرو نه مننه وکړه چې د وسله والو مخالفينو پر وړاندې يې په قوي هوډ له خپلو پوستو او سرحدي سيمو ساتنه وکړه او د دښمن ډيری حملې يې په شا وتنمبولې.
د لومړۍ سرحدي لوا قوماندان ډاډ څرګند کړ و چې د پلان له مخې به په ټولو هغو سيمو کي د نويو پوستو د ايجاد چارې مخ ته يوسي چي د عملياتو په جريان کي تصفيه کيږي .
د ده په وينا د بټي کوټ سربيره هسکه مينه او خوږياڼو سيمو کې عمليات جريان لري ، چې په خبره يې د دوه سوه يو سيلاب قول اردو ، عامه نظم او امنيې قوماندانۍ منسوبينو تر څنګ سرحدي ځواکونه پکې برخه لري.
نوموړي وويل: د هسکې مينې ولسوالۍ پاپين سيمه دا مهاله د دوښمن له شتون څخه پاکه شوې او امنيتي ځواکونه پکې ځای پر ځای دي.
حسين خيل د سرحدي او ملي اردو هغه سرتيري او منسوبين په نغدي مکافاتو ووياړل چې د جنګ په لومړۍ ليکه کې ميشت او د تحکمياتو په رغولو بوخت دي .
ده د اووم سرحدي کنډک قوماندان جګړن سيد عبدالقهار کړنې وستايلې چې د کنډک او ټوليو په سطحه يې د ښه سوق ادارې تر څنګ د دولت او په خپلو امکاناتو سره د تحکيماتو او ارتباتي خندقونو، سنګرونو او اساسي ټاورونو په جوړولو کې د پام وړ ګامونه پورته کړي.
نوموړي دغه راز د شپږم سرحدي کنډک قوماندان په ستاينليک ووياړه او مننه يې ورڅخه وکړه ، چې ولسونو سره يې نږدې اړيکې ساتلي.
حسين خيل په هسکې مينې ولسوالۍ کې د ښوونځي شاګردانو سره هم وليدل او دوی ته يې ډاډ ورکړ، چې امنيتي ځواکونه به د دوی د امنيت ټينګښت په موخه شپه او ورځ هلې ځلې وکړي.