تاند- وسله والو ترهګرو نن /چهارشنبه/ په جلال اباد کې د ننګرهار د پوهنې د ریاست پر ښاري څانګې ډله ییزه حمله وکړه.

د راپورونو له مخې، تراوسه پورې په دې برید کې لږترلږه ۱۱ تنه تنه وژل شوي او ۱۰ نور ژوبل دي.

 د ننګرهار د پوهنې د ښاري څانګې د مدیر په ګډون ټول وژل شوي کسان د پوهنې د مدیریت کارکوونکي دي.

په برید کې، چې ۴ ساعته یې دوام وکړ، درې شامل ترهګر وژل شوي دي. دوو ځانونه والوزول او درېم امنیتي ځواکونو وویشت.

د حملې په ځای کې د دوو چاودنو ږغ اورېدل شوی او ګومان کېږي چې انتحاریانو به ځانونه الوزولي وي.

د ننګرهار د والي دفتر هم د ۱۱ تنو وژل کېدا او د ۱۰ ټپي کېدا تاییدوي خو وايي چې ممکن د مرګ ژوبلو شمېر تر دې زیات وي.

امنیتي ځواکونو یو شمېر کسان د حملې له ځایه ژغورلي خو ویل کېږي چې ډېر دولتي ملکي مامورین په ودانۍ کې بند پاتې دي.

دا په وروستیو څو ورځو کې درېمه لویه حمله ده چې په جلال اباد ښار کې کېږي.

تر دې وړاندې د جولای په لومړۍ نېټه پر سیکانو په حمله کې لږترلږه ۲۰ تنه ووژل شول.

پرون /سې شنبه/ په یوه بله حمله کې ۱۲ تنه ووژل شول.

د جولای د لومړۍ نېټې د حملې مسوولیت داعش په غاړه واخیست.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *