د اختياري بوديجې ۹۵ سلنه په لګښت رسول شوې
د ننګرهار ولايت مرستيال سر څیړونکی ډاکتر محمد عالم اسحاقزي د ولايت پرمختيايي کمېټې د غونډې پر مهال وويل، چې سږکال د ننګرهار ۹۵ سلنه اختياري بوديجه په لګښت رسيدلې.

د ولايت پرمختيايي کمېټې مياشتنۍ غونډه، چې د چنګاښ په ۲۸ مه ولايت مقام کې جوړه شوې وه په کې د ولايت مرستيال سربيره،د ولايتي شورا مرستیال، د ادارو رئيسانو، د کورنيو او بهرنيو مرستندويه ادارو مسئولینو او استازو ګډون درلود.

د ولايت مرستيال ډاکتر محمد عالم اسحاقزي د دې ولايت په اقتصادي، امنيتي او پرمختيايي چارو خبرې اترې وکړې.
اسحاقزي وويل، چې د ولايت مقام او اړونده ادارو د ښې همغږۍ له امله د روان مالي کال په اوو مياشتو کې ۹۵ سلنه اختياري بوديجه په لګښت رسيدلې.

نوموړي د مرستندويه ادارو له مسئولينو وغوښتل، چې په راتلونکې کې د خپلو فعاليتونو سيمه معلومه او د بشپړو شويو او روانو پروژو په اړه ولايت مقام ته معلومات وسپاري.

هغه د ادارو مسئولينو ته لارښوونه وکړه، چې اختياري بوديجه پر وخت په لګښت ورسوي او که څوک د بوديجې په لګښت کې پاتې راشي؛ نو قانوني چلند سره به مخ شي.

ننګرهار ولايت مرستيال د مرستندويه اداروله مسئولینو مننه وکړه، چې بې ځایه شويو او د طبعي پېښو زيانمنو شويو کورنيو سره يې پر وخت مرستې وکړې.
نوموړي د سکتوري او مرستندويه ادارو مسئولینو ته سپارښتنه وکړه، چې په ټولو موضوعاتو کې اقتصاد رياست سره همغږي ولري.

د ولايتي شورا مرستيال ډاکتر لعل محمد دراني د ټولو مرستندويه ادارو له مسئولينو وغوښتل، چې راتلونکې غونډې ته د خپلو پلان شويو کارونو په اړه معلومات شريک کړي.

نوموړي دغه راز له مرستندويه ادارو مسئولینو غوښتنه وکړه، چې د چارواکو او وکيلانو څخه ويره ونه کړي او د جګړې او طبعي پېښو مستحقو کورنيو ته مرستې ورسوي.

په دغه غونډه کې د پوهنې، روغتيا، کليو پراختيا، زراعت او يو شمېر نورو ادارو مسئولینو د روان کال بوديجې لګښت او د خپلو ادارو د يو شمېر پروژو پروپوزلونه د غونډې برخوالو ته وړاندې کړل.

د ولايتي پرمختيايي کمېټې سکرتر او اقتصاد رئیس غلام الله افغانيار د پرمختيايي پروژو د څارنې او ارزونې ولايتي ميکانیزم جوړولو پیشنهادي طرحه د پريزينټیشن له لارې تشريح کړه.

د دغه غونډې پر مهال ننګرهار ولايت مقام له لوري د پوهنې پخواني رئیس استاد الله داد د ښو خدمتونو له امله په ستاينليک وستايل شو او د نوموړي د ښو کړنو يادونه وشوه.

دغه راز ولایت مقام له لوري د اسلا موسسې د مالي چارو مسئول عجب خان ناصري او د يادې موسسې سلاکار اميد کيهان د ښو خدمتونو له امله په ستاينليکونو و نازول شول.
د دغه غونډې په ترڅ کې د ولايت مرستيال له لوري د کليو پراختيا نوي رئیس مجيب الرحمن ضياء د غونډې برخوالو ته ور وپيژندل شو.
څلور شپيته عرادې موټر سايکلونه ونيول شول
په جلال اباد ښار کې د لا ډاډمن امنيت رامنځته کېدو او جرمونو مخنيوي په موخه ۶۴ عرادې بې اسناده موټر سایکلونه ونیول شول او د ۵۴ موټرونو تورې ښېښې سپينې شوې.

د ولسمشر محمد اشرف غني د حکم تطبيق په موخه د ننګرهار والي په لارښوونه امنيتي ادارو له تيرو پنځو ورځو راهيسې په جلال اباد ښار کې د لا ډاډمن امنيت رامنځته کيدو او جرمونو مخنيوي په موخه د موټرو تورو ښېښو سپینولو او اسناد نه لرونکو موټر سايکلونو نيولو کمپاين پيل کړی، چې تر دې دمه سلګونه موټر سايکلونه نيول شوي او د لسګونو موټرو تورې ښېښې سپينې شوي دي.

د معلوماتو له مخې تيره ورخ هم د ياد کمپاين په ترڅ کې ۶۴ عرادې موټر سايکلونه، چې قانوني اسناد يې نه درلودل نيول شوي او د ۵۴ موټرونو تورې ښېښې سپينې شوي دي.

دغه راز له لسګونو موټرونو غير قانوني هارنډونه، انتنونه او اشارې ښکته شوي.

دا په داسې حال کې ده، چې د کمپاين له پيله تر دې دمه د قانوني اسنادو د نه درلودلو او د ترافیکي اصولو څخه د سرغړونې له امله سلګونه عرادې موټر سایکلونه نيول شوي او د سلګونو موټرونو تورې ښېښې سپينې شوي دي .
د مسئولينو په وينا دغه کمپاين به تر هغې دوام وکړي، څو د غير قانوني موټر سايکلونو، بې پليټه موټرو، تورو ښېښو او نا مسئوله وسله والو ګرځيدو مخنيوی په بشپړ ډول تر سره شي.
تورخم ښاروالۍ مسئولينو قصبانو سره د يو شمېر ستونزو حل په موخه ناسته وکړه
د ننګرهار ولايت تورخم ښارګوټي کې د ښارالۍ مسئولینو قصابانو سره ناسته وکړه او د يو شمېر ستونزو په حل کې يې ورته لارښوونې وکړې.

د دغه ناستې پر مهال د تورخم ښاروالۍ د پلټنې مديربلال پاچا قصابانو ته لارښوونه کړه، چې د ورکړل شوې لايحې له مخې په خلکو غوښه وپلوري او له قانون څخه هيڅ ډول سرغړونه ونه کړي.

نوموړي قصابانو ته ته سپارښتنه وکړه، چې تازه غوښه وپلوري او پاکوالي ته ځانګړې پاملرنه وکړي.

ده وويل، چې که له قصابانو ورته په راتلونکې کوم شکايت ورسيږي؛ نو قانوني اجرات به تر سره کړي، چې بيا څوک د شکایت حق نلري.
تورخم ښاروال دغه راز قصابانو ته يو شمېر نورو برخو کې هم لارښوونې وکړې.
د ياد ښارګوټي قصابانو ژمنه وکړه، چې د قانون په رڼا کې به خپل کاروبار ته دوام ورکړي.

د تورخم ښاروالۍ مسئولينو د عوايدو لوړيدو په موخه ناسته وکړه
د ننګرهار ولايت تورخم ښارګوټي کې د ښاروالۍ مسئولينو د عوايدو د لوړيدو، پاکوالي او سر سبزۍ په موخه ناسته کړه.

دغه ناسته، چې د چنګاښ په ۲۶مه تورخم ښاروالۍ کې جوړه شوې وه په کې د تورخم ښارګوټي ښاروال عبدالمتين، پلټنې مدير بلال پاچا ، د څارنې او ارزونې کارپوه بهرام بهير او يو شمېر نورو ګډون کړی و.

د دغه ناستې په ترڅ کې د عوايدو په لوړيدو، پاکوالي، سرسبزۍ او په يو شمېر نورو موضوعاتو خبرې اترې وشوې.
دغه راز د چارو سمون په موخه يو شمېر پريکړې وشوې او کميسون ته دنده وسپارل شوه؛ ترڅو د جوړ شويو پلانونو تطبيق په موخه راتلونکې مجلس ته معلومات ورکړي.
په لعلپورې ولسوالۍ کې علماء کرامو سره د امنيت ټينګښت په موخه ناسته وشوه
د ننګرهار ولايت لعلپورې ولسوالۍ مقام کې د ولسوال غالب مجاهد په مشرۍ علماء کرامو او د جوماتونو ملا امامانو سره د امنیت ټينګښت او سولې بهير سره دمخالفينو يو ځای کيدو په موخه ناسته وشوه.

د لعلپورې ولسوال غالب مجاهد وويل، چې علماء کرام د ټولنې او خلکو رښتوني لارښوونکي او رهبران دي پکار ده، چې د امنيت په ټينګښت او سولې راوستو کې له حکومت سره مرسته وکړي.
نوموړي وويل: ((علماء کرام واجب الاحترام دي، زه له تاسو غوښتنه کوم، چې په خپلو پیغامونو او تقريريونو کې د دولت وسله وال مخالفين سولې ته راوبلئ.))

ده له علماء کرامو او د جوماتونو له امامانو غوښتنه وکړه، چې د ميمبرونو له لارې د امنيت ټينګښت، سولې ته د مخالفينو لېوالتيا او وسله والو پوځ څخه د ملاتړ په موخه پيغامونه وړاندې کړي.
هغه دغه راز له علماء کرامو وغوښتل، چې د امنيت په ټينګښت کې له حکومت سره مرسته وکړي او په خپلو ځايونو کې ورانکارانو خلکو ته ځای ور نه کړي.

علماء کرامو او د جوماتونو امامانو ژمنه وکړه، چې د تېر په څېر به په يادو برخو کې د جوماتونو له لارې پیغامونه وړاندې کړي او د امنيت په ټینګښت کې به له حکومت سره پوره مرسته وکړي.
په ۴۷ داخلي بې ځايه شویو کورنيو د خوراکي توکو مرسته وويشل شوه
د ننګرهار ولايت له پچير اګام او چپرهار ولسواليو څخه بهسودو ولسواليو ته په را کډه شويو ۴۷ کورنيو د WFP او APA‌ موسسو په مالي مرسته د خوراکي توکو مرسته وويشل شوه.

د بهسودو ولسوال محمد صديق دولتزي وويل، چې هرې کورنۍ ته ۲ سوه کيلو اوړه، ۱۴ کيلو ګرامه دال، ۱۴ کيلو ګرامه غوړي او يو پاکټ مالګه ورکړل شوه.

نوموړي د مرستندويه موسسو له مسئولينو مننه وکړه او ورڅخه يې وغوښتل، څو نورو کډوالو کورنيو سره هم ورته مرستې تر سره کړي.
اووه داعش وسله وال د خپل ماين په چاودنه کې ووژل شول
د ننګرهار ولايت پچير اګام ولسوالۍ ګودرې په سیمه کې نن د ورځې شاوخوا يولس بجې د ملتان جان په کور کې اووه داعش وسله وال د خپل ماين په چاودنه کې ووژل شول.

د معلوماتو له مخې داعش وسله والو په ياد کورې ماينونه جوړول، چې يو ماين پرې چاودنه کړې او اووه غړي يې وژل شوي دي.
د يو بل خبر له مخې افغان ځواکونو په پچير اګام ولسوالۍ کې د داعش وسله والو ګڼ شمیر چاودونکي توکي لمنځه وړي.
په خپلمنځي نښته کې د وسله والو طالبانو دوه سرګروپان ووژل شول
د ننګرهار ولایت بټي کوټ ولسوالۍ تکيې سيمه کې تيره شپه د وسله والو طالبانو خپلمنځي نښتې په ترڅ کې د دوی دوه سرګروپان ووژل شول.

د بټي کوټ ولسوال نعمت الله نورزي په وينا تيره شپه وسله والو طالبانو د بټي کوټ په تکيې سيمه کې خپلمنځي نښته کړې او د خپلې ډلې دوهم مهم سرګروپان يې وژلي دي.
نوموړي وويل، چې د دغه نښتې په ترڅ کې د وسله والو طابانو قومندان خير الله د خپلې ډلې دوه سرګروپان صفي الله او سميع الله وژلي دي.
دوه څلويښت بې ځايه شويو کورنيو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه
د ننګرهار ولايت کډوالو چارو رياست په هلو ځلو ۴۲ کورنيو سره د WFP ادارې له لوري د خوراکي توکو مرسته وشوه.

د کډوالو چارو رئیس غلام حيدر فقيرزي وويل، چې دغه کورنۍ له پچير اګام او چپرهار ولسواليو څخه د نا امنيو له امله سره رود ولسوالۍ ته کډه شوي دي.

نوموړي وويل، چې هرې کورنۍ ته د دوو مياشتو لپاره خوراکي توکي ورکړل شول.
ده وويل، چې په دغه خوراکي توکو کې اوړه، غوړي مالګه او نور توکي شامل دي.
د ننګرهار مرکز جلال اباد ښار او شاوخوا سيمو کې زلزله وشوه
د ننګرهار ولايت مرکز جلال اباد ښار او شاوخوا سیمو کې د چنګاښ په ۲۸ مه شاخوا دوه بجې زلزله وشوه؛ خو له نيکمرغه کوم زیان نلري.
د ولسواليو مسئولين وايي، چې زلزله په ولسواليو او لرو پرتو سيمو کې هم محسوس شوې؛ خو د زيانونو په اړه يې تر دې دمه معلومات ندي ترلاسه شوي.
د ننګرهار امنيتي ادارو مسئولينو ډاډ څرګند کړ، چې د تر سره شوې زلزلې له امله چاته کوم زيان ندی اوښتی.
بل لور ته په ننګرهار کې د پېښو پر وړاندې چمتووالي ادارې او سرې مياشتې مسئولينو پلټنې پيل کړي، ترڅو د شوې زلزلې له امله رامنځته شوي زيانونه معلوم او اړمنو خلکو ته مرستې ورسوي.
په ۲۳ بې ځايه شویو کورنيو مرستې وويشل شوې
د ننګرهار ولايت کډوالو چارور ياست په هلو ځلو او د SCI موسسې په مالي مرسته ۲۳ کورنيو سره د اشپز خانې توکو او روغتيايي کيټ مرسته وشوه.

د کډوالو چارور ئیس غلام حیدر فقيرزي وويل، چې د دې ولايت ۲۳ داخلي بې ځايه شويو کورنيو سره د SCI ادارې له لوري د اشپزخانې وسايلو، روغتيايي بکس او ترپالونو مرسته وشوه.

نوموړي وويل، چې دغه کورنۍ د چپرهار او پچیر اګام ولسواليو څخه جلال اباد ښار ته کډه شوي دي.
ده ډاډ څرګند کړ، چې په پاتې نورو بې ځایه شویو کورنيو به هم ورته مرستې وويشل شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *