له کډوالۍ را ستنوو شوو ۱۱ زره کورنیو ته په شفاف ډول د ۱۹۸ ميليونه افغانيو نغدي مرستې د ويش لړۍ پیل شوه .
په ننګرهار ولایت کې د کډوالو او بېرته را ستنیدونکو چارو ریاست په چوکاټ کې د خوراک نړيوال سازمان د سکوپ ډيجيټل برنامې له مخې له کډوالۍ را ستنوو شوو ۱۱ زره غيرې ثبت شوو کورنیو ته د ۱۹۸ ميلیونه افغانيو د ویش لړۍ پیل شوه .
په همدې موخه د زمري په ۱۱مه د جلال اباد ښاروالۍ په تالار کې جوړو شوو مراسمو ته سلاکار وزیر او ننګرهار والي محمد ګلاب منګل د وینا پر مهال د خوراک نړيوال سازمان د سکوپ پروګرام ګټور وباله او زیاته یې کړه،د دې پروګرام له مخې به مستحقو را ستنو شوو کورنيو ته نغدي مرستې په شفاف ډول ورکړل شي .
نوموړي د خوراک نړيوال سازمان له مسئولينو مننه وکړه، چې د ۲۰۱۷ کال بيرته را ستنيدونکو ۱۱زره کورنیو سره یې د شپږو میاشتو په موخه نغدي مرستې پیل کړې .
ښاغلي منګل وویل: (( له کډوالۍ را ستنې شوې کورنۍ دې یواځې د مرستندویه ادارو په تمه کیږي نه، بلکې پخپله دې هم کاروبار وکړي او د خپل ژوند د جوړولو ترڅنګ دې د هېواد د ابادۍ لپاره لاس په کار شي. ))
د کډوالو چارو رئیس غلام حیدر فقيرزي وويل،د خوراک نړیوال سازمان په تورخم کې د سکوپ ډيجيټل برنامې له مخې په دوه زره اوولسم زیږدیز کال کې له کډوالۍ را ستنه شوي غېرې ثبت شوې کورنۍ لومړی بايوميتريک او ثبت کيږي .
نوموړي زیاته کړه، له ثبت وروسته هرې غېرې ثبت شوې مستحقې کورنۍ ته په شفاف ډول د درې،درې میاشتو په موده کې اتلس،اتلس زره افغانۍ نغدي مرسته ورکول کیږي .
په افغانستان کې د خوراک نړيوال سازمان WFP ادارې مرستیالې ناکو فوکو ناګا وويل،د لومړي ځل لپاره يې په ننګرهار کې د سکوپ ډيجيټل برنامې له لارې بيرته را ستنيدونکو ۱۱زره غيرې ثبت شوو کډوالو مستحقو کورنيو سره د نغدو پیسو مرستې لړۍ پيل کړې.
نوموړې وويل، له ننګرهار وروسته به په کندهار کې بيرته را ستنيدونکو زرو کورنیو ته او په کابل کې اووه زره کورنيو سره د سکوپ پروګرام له لارې مرستې پيل کړي.
دې زياته کړه،د دغه پروګرام له مخې به د ۲۰۱۷ څخه تر ۲۰۱۸ کال تر پايه دوه ميليونه غیرې ثبت شوو را ستنوو شوو کورنیو سره مرستې ترسره شي.
د کډوالو چارو وزارت د بيرته را ستنيدونکو چارو رئیس شمس الحق ثابت وويل، چې د سکوپ برنامه دولت سره په همغږۍ تر سره کيږي، چې د کډوالو ترڅنګ بیوزله وګړو سره هم نغدي او د خوراکي توکو مرستې کوي.
نوموړي پر حکومت غږ وکړ، چې بيرته را ستنيدوکو کډوالو ته دې د کار زمينه برابره کړي.
د کډوالو په استازۍ ملک سرور د کډوالو چارو او WFP ادارې څخه مننه وکړه، چې له دوی سره يې نغدي مرسته وکړه.
نوموړي له حکومت څخه غوښتنه وکړه، چې بيرته را ستنيدوکو کډوالو ته دې د سرپناه او حرفوي زده کړو زمينه برابره کړي.
د جلال اباد ښار شپږمې ناحيې يو شمېر قومي مشرانو د خپلې سيمې ستونزې حل په موخه ننګرهار والي سره شريکې کړې.
سلاکار وزير او ننګرهار والي محمد ګلاب منګل د زمري په لسمه د نجم الجهاد فاميليو مخورو ستونزې واوريدې او په حل کې يې ډاډ ورکړ.
دغه غونډه، چې د جلال اباد په شاهي ماڼۍ کې تر سره شوه په کې د دې ولايت د سکتوري ادارو رئیسانو او د جلال اباد ښار شپږمې ناحيې يو شمېر قومي مشرانو ګډون کړی و.
د جلال اباد ښار شپږمې ناحيې قومي مشرانو په استازۍ د ننګرهار پوهنتون استاد مسعود نيکبخت له ننګرهار والي مننه وکړه، چې د دوی د ستونزو حل په موخه يې د سکتوري ادارو رئیسان غونډې ته بللي دي.
نوموړي د نجم الجهاد فاميليو ته د برېښنا لينونو غځول او شته برېښنا د زياتيدو، په ياده سيمه کې د ښونځيو د ودانيو او شته لېسې احاطې جوړول، د پلچکونو او تفريحي پارک جوړولو او په ياده سيمه کې د غصب مخنيوي او د شته روغتون د لا تجهيز او پراختيا غوښتنې ترڅنګ د شپږمې ماموريت د تشکيل د پراخيدو هيله وکړه.
د برېښنا رئیس ډاډ څرګند کړ، چې يادې ساحې ته به په تدريجي ډول برېښنا زياته او د برېښنا زياتيدو په موخه يې مرکز ته وړانديز کړی.
د پوهنې رئیس وويل، چې نن يې په شپږمه ناحيه کې د يو ښوونځي د بنسټ ډبره کيښوده او د لېسې د احاطې چارې به ډېر ژر پيل کړي.
د عامې روغتيا رئيس ډاډ څرګند کړ، چې د نجم الجهاد فاميليو شته روغتون به د درملو له پلوه لا تجهيز او د روغتيايي مبايل ټيمونه به لا زيات کړي.
د جلال اباد سرپرست ښاروال وويل، چې ولسونه دې ښاروالۍ ته د پاکۍ ټکس په خپل وخت ورکړي، ترڅو ښاروالۍ ولسونو ته ډېر خدمات تر سره کړي.
نوموړي ډاډ څرګند کړ، چې ياده سيمه يې تشويقي برنامې او په ولسي تړون برنامې کې نيولي دي.
د ټولګټو چارو رياست استازي ژمنه وکړه، چې د زراعت ګودامونو څخه به د فاميليو څلور لارې پورې پاتې سړک به ډېر ژر قير کړي.
ننګرهار والي محمد ګلاب منګل د سکتوري ادارو رئيسانو ته لارښوونه وکړه، چې د نجم الجهاد فاميليو د خلکو ستونزې له نږدې وڅيړي او هره اداره په خپله برخه کې لازمې پروژې پيل کړي.
نوموړي د نجم الجهاد فاميليو له اوسيدونکو وغوښتل، چې د امنيت په تامين او د پروژو په تطبيق کې حکومت سره همکاري وکړي.
د مشرانو جرګې رئیس دچارو پياوړتيا په موخه ننګرهار والي سره ناسته وکړه
د مشرانو جرګې رئیس فضل هادي مسلميار په داسې حال کې، چې د ولايتي شورا غړی شمس الرحمن مسلميار او د ولايت مقام سکتوري رئیس احمد شاه سادات هم حاضر و د زمري په ۱۱مه جلال اباد شاهي ماڼۍ کې د ولايت مقام د چارو د پیاوړتيا او ملاتړ په موخه ننګرهار والي سره ناسته وکړه.
ښاغلي مسلميار ننګرهار والي ته وويل: ((زه د يو ننګرهاري په توګه په دې ولايت کې ستاسو د ټولو قانوني کړنو ملاتړ کوم.))
نوموړي زياته کړه، د ننګرهار ولايت مقام د ټولو قانوني چارو په پياوړتيا او پر مخ وړلو کې به ځانګړې هلې ځلې وکړي او د هر ډول همکارۍ ژمنه يې وکړه.
ده پر ولسونو غږ وکړ، چې د حکومت څخه ملاتړ وکړي او د امنيت په ټينګښت کې ولايتي ادارې او امنيتي مسئولينو سره لا همکاري وکړي.
ننګرهار والي محمد ګلاب منګل د مشرانو جرګې له رئیس فضل هادي مسلميار څخه مننه وکړه، چې تل يې د ولایت مقام د ټولو قانوني چارو او اجراتو څخه ملاتړ کړی.
نوموړي ډاډ ورکړ، چې ټولې چارې او کړنې به د قانون له مخې تر سره او د دې ولايت امنيت، اقتصادي پرمختګ، بيا رغاونې او نورو برخو کې به جدي کار وکړي.
دوه تنه په ۱۹ او شل کلونو او دوه نور په اته،اته کاله تنفیذي بند محکوم شول .
ننګرهار ولایت ښاري محکمې د کورني او بهرني امنيت دېوان له لوري د بېلابېلو جرمونو له امله يو تن په شل، يو بل تن په نولس او دوه نور کسان په اته، اته کاله تنفيذي بند محکوم شول .
دغه قضايي غونډه دښاري محکمې رئيس قضاوتمند مفتي محمدوزير په مشرۍ ، قضاوتيار فضل الحق ، قضاوتمندحبيب الله اوقضاوتمند محمد فيروز په غړيتوب ترسره شوه.
په دغه قضايي غونډه کې يو تن د قاچاق انسان ، سوی استفادې جنسي او قرباني قاچاق په قضيو کې د انسان تښتونې قانون د ۱۱ مادې پر بنسټ په ۱۳ کاله تنفيذي بند محکوم شو او د اتهام تهديد په قضيه کې د جزا قانون د۴۲۹ مادې په پام کې نيولو سره په ۷ کاله تنفيذي بند محکوم شو، چې د جزا قانون د ۱۵۸ مادې په رعايت کولو سره يو پر بل پسې د تطبيق وړ دي .
دغه راز يو بل تن د انسان تښتونې د غړيتوب په قضيه کې د جزا قانون ۲ مادې شماره ۵ ضمېمې پربنسټ په ۱۲ کاله تنفيذي بند محکوم شو او د وسله والو مخالفينو سره د غړيتوب په قضيه کې د تروريستي جرايمو پر وړاندې د مبارزې قانون د ۱۹ مادې پر بنسټ په دوه کاله او د سلاح د جعلي کارت د ګرځولو په قضيه کې د جزا قانون د ۳۱۰ مادې پر بنسټ په ۵ کاله ، چې مجموعه د جزا قانون د۱۵۸ مادې په رعايت سره په ۱۹ کاله تنفيذي بند محکوم شو.
همدا رنګه څلور تنه نور د اختطاف د شروع په قضيه کې د جزا قانون د ۲ مادې شماره ضميمه ۵ او دجزا قانون د ۳۰ مادې په نظر کې نيولو سره هر يو تن په ۶ ـ ۶ کاله تنفيذي بند محکوم شول او دوسله والو مخالفينو سره دغړيتوب په قضيه کې د تروريستي جرايمو پرخلاف د مبارزې قانون د ۱۹ مادې مطابق په ۲ ـ ۲ کاله ، چې مجموعه دجزا قانون ۱۵۸ مادې په رعايت کولو سره هر يو تن په ۸ ـ ۸ کاله تنفيذي بند محکوم شول .
په ولسي جرګه کې د ختيځو ولايتونو استازو د ولسونو په يوه پراخه غونډه کې ګډون وکړ.
دغو مشرانو وويل، چې تردې وروسته به په ملي او ولايتي شوراګانو کې د ختيځو ولايتونو استازي او ولسونه په ګډه د خپلو سيمو د پرمختګ او نورو پرتو ننګونو پروړاندې مبارزه کوي.
په ولسي جرګه کې د ختيځو ولايتونو استازو او د ولايتي شوراګانو غړو د ولسونو په يوه ستره غونډه کې ، چې د سې شنبې په ورځ د جلال اباد په شيرزي لوبغالي کې جوړه شوې وه ګډون وکړ.
غونډې ته په ولسي جرګه کې د ننګرهار د خلکو استازو ميرويس یاسيني او حاجي حضرت علي وويل، چې پدې وروستيو کې په ولسي جرګه کې د ختيځو ولايتو د ولسونو استازو خپلو کې د يووالي اتحاد يوه شورا رامنځته کړې او موخه يې داده، چې د ختيځې سيمې ولسونه له شته ننګونو وژغورو
.
دوئ زياته کړه، تردې وروسته به هيچاته اجازه ورنه کړو، چې د ختيځ ميشتو ولسونو حقوق ترپښو لاندې کړي .
د ولسي جرګې دغو غړو داهم وويل، چې له شته نظام څخه د ملاتړ ترڅنګ پکې د ژورو اصلاحاتو غوښتونکي يو.
دغه راز په ولسي جرګه کې د ننګرهار د خلکو استازو انجنير سيداکرام او حاجي عبدالظاهر قدير په خپلو خبرو کې په ختيځه سيمه کې د وروستيو ناامنيو لامل د ولسونو بې اتفاقي او د مرکزي دولت نه پاملرنه په ګوته کړه .
يادو مشرانو له دولته غوښتنه وکړه، چې په جګړه ځپلو سيمو کې ماشومانو ته د زده کړې مناسب چاپيريال برابر کړي .
د اجرايه رياست سلاکار انجنير محمد امان خيري ، د کونړ ولايت پخواني والي فضل الله واحدي، قومي مشر دلاور او د لغمان ولايت قومي مشر شاه مرد خان د ولسونو په يووالي ټينګار وکړ او زياته يې کړه د ختيځې سيمې ولسونه د يو وجود مثال لري او په سيمه کې د پرمختګ او امن په راوستو کې به په ګډه کارکوي .
دغه راز په ولسي جرګه کې د کونړ ولايت د ولسونو استازرو صالح محمدصالح او وږمه ساپۍ وويل، چې د ختيځو ولايتونو ولسونه له دولت څخه چوکۍ نه بلکې امنيت غواړي نوپدې اساس يې له دولته غوښتنه وکړه ، چې د ولسونو حقه حقوقو ته ځانګړې پاملرنه وکړي .
د ختيځو ولايتونو د ولايتي شورا ګانو په د ننګرهار ولايتي شورا غړي محمد ناصرکاموال د ولسي جرګې غړوته د هر راز همکارۍ ډاډ ورکړ.
څلور ماينونه کشف او لمنځه يوړل شول
د ننګرهار ولايت کامې ولسوالۍ ميرزا خيلو سيمه کې د وسله والو مخالفينو له لوري ځای پر ځای شوي څلور خود ساخته د بوشکې ماينونه، چې پنځوس کیلو ګرامه وزن يې درلود کشف او لمنځه يوړل شول.
د ننګرهار ملي امنيت ریاست د معلوماتو له مخې دغه ماينونه وسله والو مخالفينو له بټي کوټ ولسوالۍ څخه يادې سيمې ته راوړي و او غوښتل يې، چې جلال اباد ښار ته يې د چاودنې په موخه وليږدوي.
د ملي امنيت مسئولين وايي، چې وسله والو مخالفينو پلان در لود څو دغه ماينونو ته په ښار کې د خلکو ګڼه ګوڼه کې چاودنه ورکړي، چې موخې ته له رسيدو وړاندې ترلاسه او لمنځه يوړل شول.
دغه ماينونو ته د ملي امنيت رياست انجينرۍ ټيم له لوري تر خنثی کيدو وروسته په لرې سيمه کې چاودنه ورکړل شوه.
د یو نیم میلیون افغانیو په لګښت کوچیانو سره د لبنیاتو د محصولاتو د ساتلو او پروسس د سولري وسایلو مرسته وشوه .
ننګرهار ولایت د کلیو پراختیا ریاست اړوند د کلیوالي صنعتونو د پرمختیا د ملي پروګرام له لورې په ننګرهار کې د میشتو کوچیانو ۵۰ کورنیو ته د یونیم میلیون افغانیو په ارزښت د لبنیاتو د محصولاتو ساتلو او پروسس سولري وسایل ورکړل شول.
د دې ولایت د کلیو پراختیا او بیارغونې رئیس انجینر مجیب الرحمن ضیاء وویل، په دې وسایلو کې سولري شیشې ، بیټرۍ ، شیرزنه ، دیګونه او ۶ پایې سولري یخچالونه شامل دي،چی کوچیان به ورڅخه د لبنیاتو د پروسس اوساتلو لپاره ګټه واخلي .
نوموړي زیاته کړه، تردې وړاندې د کوچیانو تولیدي اتحادیو لپاره د کارو بار او مالدارۍ په اړه درې ورځنی روزنیز ورکشاپ هم ورکړل شوی وو، ترڅو کوچیان د مالونو د امراضو، غذایي رژیم او تداوۍ په اړه لومړني معلومات ترلاسه کړی .
د ننګرهار کار او ټولنيزو چارو رياست په هلو ځلو اووه شپيته جګړه ځپلو کورنيو سره د خوراکي او غير خوراکي توکو مرسته وشوه.
د کار او ټولنيزو چارو رئيس عبدالحکيم شيرزاد په وينا يادو اووه شپيته جګړه ځپلو کورنيو سره ديو اين ماس ادارې له لوري د خوراکي او غير خوراکي توکو مرسته ترسره شوه.
شيرزاد وايي، چې دغه کورنۍ د دې ولايت په دولس ولسواليو کې د جګړو له امله زيانمنې شوي، چې نن د يو اين ماس ادارې له لوري هرې کورنۍ سره د دوه سوه څلوېښت ډالرو په ارزښت د اتلس قلمه خوراکي او غير خوراکي توکو مرسته وشوه.
نوموړي وويل، چې په روان کې کال کې شاوخوا ديارلس سوه جګړه ځپلو کورنيو سره ورته مرستې شوي، چې په وينا يې شاوخوا اويا نورو کورنيو سره چې ګڼ زيانونه يې ليدلي و لويې مرستې شوې دي.
د کار او ټولنيزو چارو رئيس په مرسته کوونکو ادارو او بډايه هېواد والو غږ وکړ، چې بې وزله او زيانمنو شويو کورنيوسره لا نورې مرستې وکړي.
ننګرهار څخه سږ کال ۱۳۵۰ تنه د حج فریضې ادا کولو په موخه سعودي عربستان ته ځي .
د ننګرهار د حج او اوقافو رئیس عبدالظاهر حقاني وایي سږ کال به د دیرش تنو ښوونکو او د شهیدانو د کورنیو استازو په ګډون له ننګرهار ولایت څخه ۱۳۵۰ تنه حاجیان سعودي عربستان ته د ج فریضې ادا کولو په موخه ولاړ شي .
د نوموړي په وینا د سهولتونو برابرولو او معلوماتو د ورکړې په موخه د ۴۷ تنو حاجیانو لپاره یو،یو ښوونکی ګمارل شوی او ډاډ یې ورکړ،چې سږ کال به تر بل هر کال د دې ولایت حاجیانو لپاره مناسب سهولتونه برابر کړي .
ننګرهار ولایت څخه حج ته تلوونکي کسانو هم خوښي ښودلې،چې له وړاندې ورته په بېلابېلو برخو کې معلومات ورکړل شوي او ترسره شوې پروسې له هر ډول فساد څخه پاکه وبلله .
دبهسودو ولسوالۍ اړوند دميرانو ټاپو دلومړني ښوونځي نوې ودانۍ تر جوړيدو وروسته ګټې اخيستنې ته وسپارل شوه.
د بهسودو دميرانو ټاپو د لومړني ښوونځي ودانۍ شپږ درسي او دوه اداري خونې ،۱۲۷ متره د احاطې ديوال، دڅښاک دپاکو اوبو يوه ژوره څاه، يو سبټ تشنابونه او څلويښت پايې درې کسيزه ميز لرونکې څوکۍ لري چې چارې يې ديو کال په موده کې د سويډن موسسې په اوه مليونه افغانۍ لګښت تر سره شوي دي .
ددې ودانې په جوړيدو سره د ياد ښوونځي د شاوخوا څلور سوه زده کوونکو دسرپناه ستونزه هواره شوه.
دغه راز د جلال اباد ښار په شپږمه ناحيه کې د مولوي خالص فاميليو د حضرت عباس د لومړني ښوونځي لپاره د نوې ودانۍ دبنسټ ډبره کيښودل شوه .
دغه ودانۍ چې درې خونې ، دوه تشنابونه او يوه د څښاک دپاکو اوبو ژوره څاه لري د درې ديرش زره ډالرو په لګښت جوړيږي .
دپوهنې سرپرست ريس سيد عيسي سادات دبنسټ ډبرې دايښودو پر مهال د مولوي خالص د فامليو د شورا رئيس پوهاند مسعود نيکبخت او دکرکټ پخواني لوبغاړي هستي ګل عابد نه مننه وکړه، چې دپوهنې له رياست سره يې ددې ودانې لپاره امکاناتو په برابرولو کې هلې ځلې کړي دي .
نوموي د (ژوا) په نوم له مرسته کوونکي اداري نه هم مننه وکړه چې دودانۍ مالي لګښت يې په غاړه اخيستی دی.
ټاکل شوې ياد ښوونځي ته په نږدې راتلونکې کې د دولسو خونو لرونکي يوې بلې ودانۍ د جوړيدو چارې هم پيل شي.
نا معلومو کسانو دوه وروڼه وژلي.
د ننګرهار ولایت روداتو ولسوالۍ په بړو سیمه کې تېره شپه نا څرګندو کسانو د چاقو په وسیله دوه وروڼه په شهادت رسولي دي .
یاده پېښه هغه مهال رامنځته شوه، چې کله یادو دوو ورونو په پټيو کې اوبه لګولې.
وژل شوي دوه ورونه حليم او صميم نوميږي او د اتلس او شلو کالونو په عمر دي.
امنيتي مسئولینو په سيمه کې د پېښې څيړلو او عاملينو د نيولو په موخه هڅې پیل کړي.
ننګرهار_ولايت_رسنيو_دفتر