د صنعتي پارک د ښوونکو او سياه سنګ ښارګوټو د ځمکو معلومولو لارښوونه وشوه
سلاکار وزير او ننګرهار والي محمد ګلاب منګل د زمري په ۲۴مه د دې ولايت يو شمېر ادارو مسئولينو سره په جوړه شوې ناسته کې د ښار جوړونې رئيس ته لارښوونه وکړه، چې د کوز شيخ مصري په ساحه کې د صنعتي پارک ښوونکو او سياه سنګ ښارګوټو ځمکې د نقشې له مخې معلومې کړي.
دغه ناسته، چې جلال اباد شاهي ماڼۍ کې جوړه شوې وه په کې د ښار جوړونې، سوداګرۍ، پوهنې، روغتيا او ښاروالۍ ادارو مسئولينو او يو شمېر نورو ګډون کړی و.
سلاکار وزیر او ننګرهار والي محمد ګلاب منګل په دغه ناسته کې د ښار جوړونې رئیس ته لارښوونه وکړه، چې د کوز شيخ مصري صنعتي پارک کې د ښوونکو او سياه سنګ ښارګوټو ځمکې د نقشې له مخې معلومې او جلا کړي.
نوموړي مسئولینو ته سپارښتنه وکړه، چې د يادې ساحې ځمکه له نږدې بررسي کړي او د ښوونکو ښارګوټي نيول شوې ځمکې د خلاصې او د شيخ مصري ښارګوټي څخه جلا کړي.
ده دغه راز د ښار جوړونې رئیس ته لارښونه وکړه، چې په دوو اونيو کې د يادو ښارګوټو شته ستونزه د ښار جوړونې وزارت سره حل کړي او راپور يې ولايت مقام ته رسما وسپاري.
د پوهنې رئیس وويل، چې کوز شيخ مصري په ساحه کې د چپرهار ولسوالۍ ښوونکو لپاره پنځه سوه جريبه ځمکه ځانګړې شوې، چې ۱۳۳ جريبه ځمکه يې د صنعتي پارک په نقشه کې شامله شوې او پاتې نوره يې غاصبینو نيولې او تشې احاطې يې په کې جوړې کړي دي.
د جلال اباد ښاروالۍ سرپرست انجينر حکيم الدين وويل، چې د سياه سنګ ښارګوټي ۱۵۰ نومرې ځمکه صنعت کارانو په ښارګوټي کې داخله شوې.
دوی غوښتنه وکړه، چې د ښار جوړونې وزارت دې د درې واړو ښارګوټو نقشې بررسي او شته ستونزه دې ژر ترژره حل کړي، چې يادو ښارګوټو کې د کورونو جوړولو او صنعت کارانو فابرېکې فعاله شي.
ننګرهار والي د دولتي او غير دولتي ادارو مسئولينو ته لارښوونه وکړه، چې په ښار او ولسواليو کې په همغږۍ سره پروژې تطبيق کړي.
سلاکار وزير او ننګرهار والي محمد ګلاب منګل د زمري په ۲۵مه د پرمختيايي يا PDC غونډه کې د سکتوري رياستونو او موسسو مسئولينو ته لارښوونه وکړه، چې د پروژو د تطبيق پر مهال د ادارو ترمنځ بايد همغږي شتون ولري.
نوموړي مسئولينو ته لارښوونه وکړه، چې په دوو اونيو کې د روانو او بشپړو شوو او نيمګړو پروژو په اړه بشپړ راپور ترتيب او ولايت مقام ته يې وسپاري.
ده وويل، چې ولسمشر محمد اشرف غني ورسره ژمنه کړې، چې په ننګرهار کې حلقوي سړکونه، د برېښنا بندونه، لوی استنادي ديوالونه، صنعتي پارکونو ته سولري برېښنا او يو شمېر نورو برخو کې به پروژې تطبيق کړي.
د اقتصاد رئیس او د PDC سکرتر غلام الله افغانيار وویل، ننګرهار ته په امتيازي ډول يو ميليون ډالر ورکړل شوي؛ خو اړونده ادارو په لګښت ندي رسولي.
ده د کليو او پراختيا، عامې روغتيا، زراعت او پوهنې ادارو مسئولینو څخه وغوښتل، چې د امتيازي بوديجې له مخې کومې پروژې په ګوته شوي بايد چارې يې پيل شي.
د اقتصاد رئیس په دې ولايت کې د نيمګړو او ځنډيدلو پروژې په اړه هم معلومات وړاندې کړل او زياته یې کړه، چې د کرنې رياست اړوند د سړو خونو لويې پروژې قرارداد فسخه شوی، د پوهنې اته پروژې په ټپه ولاړی دي او د کلیو پراختیا پنځه پروژې ځنډيدلي دي.
د معلوماتو له مخې ننګرهار ته سږکال ۶۹ ميلیونه اختیاري او غير اختياري بوديجه ورکړل شوې،چې د دې بودیجې لګښت په اړه د سکتوري ادارو رئيسانو څخه غوښتنه وشوه، ترڅو د روان کال د لګښت په اړه اقتصاد ریاست ته معلومات وسپارل شي.

په همدې حال کې د سويډن موسسې مسئول د خپلې ادارې د فعالیتونو په اړه معلومات وړاندې کړل او ويې ويل، چې سږکال به د جلال اباد ښار سربیره د دې ولایت په اوو ولسواليو کې د پوهنې، کليو پراختيا، روغتيا او کډوالو ادارو سره په همغږۍ ۲۹۲ ميليونه افغانیو په لګښت بېلابېلې پروژې پلي کړي.
نوموړي د خپلې ادارې پر وړاندې ننګونې يادې کړې او ولايتي ادارې څخه يې غوښتنه وکړه، چې د يادو ستونزو په حل کې ور سره همکاري وکړي، ترڅو د دوی پروژې په خپل وخت بشپړې شي.
په مجلس کې پريکړه وشوه، چې د PDC په هر مجلس کې دوه – دوه موسسې د خپلو فعالیتونو او پرتو ننګونو په اړه معلومات وړاندې کړي.
ننګرهار والي د عایداتي ادارو مسؤلینو د کړنو، لاسته راوړنو او راتلوونکو پلانونو په اړه د دوی را پور واورید .
سلاکار وزیر او ننګرهار والي محمد ګلاب منګل د یوې غونډې په ترڅ کې چې د ولایت په مقام کې د زمري په ۲۵ مه جوړه شوې وه،د عایداتي ادارو له مسؤلینو څخه د دوی ادارو له لورې د را ټولو شوو عوایدو،لاسته راوړنو او راتلوونکو پلانونو په اړه راپور واورید.
ننګرهار والي محمد ګلاب منګل د ملي عوايدو او تصديو ادارو مسئولینو ته لارښوونه وکړه، چې د قانون له مخې د عوايدو کچې په لوړولو کې لازمې هڅې وکړي،ترڅو د پردیو له احتیاج څخه وژغورل شو.
نوموړي زیاته کړه، د لوړې کچې عوایدو را ټولیدونکې ادارې به وستایي خو هغه ادارې چې د عوایدو په را ټولیدو کې پاتې راشي،د مامورینو د قوانینو له مخې به ورسره کړنه ترسره شي.
د ولایت مستوفي سرڅېړونکی ډاکتر محمد عالم اسحاقزي د عايداتي ادارو د عوايدو په اړه وویل، د تېر کال د ۶ میاشتو په پرتله د ۱۳۹۶يم مالي کال په ۶ میاشتو کې د دې ولايت مستوفيت عوايد ۳۹ سلنه لوړ او همدا راز د ګمرک عواید د تيرو شپږو مياشتو په پرتله ۱۱ سلنه لوړ شوي.
نوموړي زياته کړه، امنیه قومنداني د عوايدو په ټولو کې لومړی ، ننګرهار پوهنتون دويم، مستوفيت درېيم، ګمرک، سوداګرۍ او صنایعو ، مخابراتو او عدليې رياستونه چې ډير عوايد راټول کړي ولايت مقام له لوري به وستايل شي.

د ولايت مستوفي په وینا د ټولګټو چارو، کانال ، ځمکو خپلواکه، ترانسپورټ او کانونو ادارې د عوایدو په را ټولیدو کې تر ټولو کمزورې ادارې پېژندل شوي دي.
د عايداتي ادارو مسئولينو د خپلو لاسته راوړنو، ننګونو او نورو معلومات د سلاکار وزیر او ننګرهار والي محمد ګلاب منګل سره شریک کړل .

د ننګرهار والي په لارښوونه غازي امان الله خان مزار ته د غځیدلي سړک د اساسي جوړولو چارې بشپړې شوې .
د سلاکار وزیر او ننګرهار والي محمد ګلاب منګل په لارښوونه د دې ولایت د مرکز جلال اباد ښار په امیر شهید بڼ کې د خپلواکۍ اتل غازي امان الله مزار ته د غځیدلي شاوخوا اتلس سوه پنځوس متره مربع سړک په اساسي ډول د جوړولو چارې بشپړې شوې .

ننګرهار والي محمد ګلاب منګل چې د جلال اباد سرپرست ښاروال انجینر حکیم الدین عمرخیل،ټولګټو چارو رئیس ضابط خان منګل او یو شمیر نورو مسؤلینو یې ملتیا کوله،د زمري په ۲۵ مه یې یاد سړک تر جوړیدو وروسته ګټې اخیستنې ته وسپاره .

ننګرهار والي وويل، چې یاد سړک او د غازي امان الله خان مزار ته څېرمه سیمې د جلال اباد ښاروالۍ له لورې د شاوخوا درې میلیونه افغانیو په مالي لګښت د یوې اونۍ په موده کې په پاخه او اساسي ډول جوړ شوی دی .

نوموړي د ښاروالۍ له مسؤلینو څخه مننه وکړه،چې د سړک د جوړونې ترڅنګ یې د خپلواکۍ د اتل غازي امان الله خان د مزار د ترمیم او د ښکلا په برخه کې ځآنګړې اقدامات پیل کړي .

د جلال اباد ښاروالۍ سرپرست انجینر حکیم الدین عمرخیل وویل،د امیر شهید بڼ کې یې د پلي سړکونو،دیوالونو او نورو برخو کې هم اساسي کارونه پیل کړي،چې په بشپړیدو سره به یاد بڼ د هر ډول ښکلا څخه برخمن شي .

یادو مسؤلینو د خپلواکۍ د اتل غازي امان الله خان مزار څخه هم لیدنه وکړه،چې بېلابېلې برخې یې د هېواد په ملي بېراغ پوښلې او ښکلې شوې وې .

د یادونې وړده،په ننګرهار کې د خپلواکۍ د اته نویمې کلیزې د ښې نمانځنې په موخه په بېلابېلو برخو کې د مګړۍ چمتوالی جریان لري .

په جلال اباد کې د اسلامي نړيوال ښوونځي له لوري د هېواد خپلواکۍ اته نوييمه کليزه د يو لړ مراسمو په ترڅ کې ونمانځل شوه.
مراسم چې په همدې ښوونځي کې جوړ شوي وو؛ د پوهنې سرپرست رئيس سيد عيسی سادات زده کوونکو ته د خپلواکۍ د بېرته ترلاسه کولو اته نوييمې کليزې له امله مبارکي وويله او هم يې د خپلواکۍ د اتل په ځینو کارنامو رڼا واچوله.
سادات وويل: غازي امان الله خان يو وطندوست او پر زده کړو مين شخصيت و او هڅه يې دا وه چې د هېواد ځوان کهول په زده کړو سمبال شي.
ده له زده کوونکو وغوښتل چې د خپلواکۍ د اتل په اړه له خپلو زده کوونکو او والدينو معلومات ترلاسه کړي څو يې لا د شخصيت سره بلد شي.
د اطلاعاتو او کلتور رئيس اورنګ صميم د ياد خصوصي ښوونځي څخه د مننې ترڅنګ د ښوونځي مشرتابه ته ځینې لارښوونې وکړې،څو زده کوونکي لا د خپلو اتلانو سره بلد شي او د ازادۍ په ارزښت پوه شي.
صميم زده کوونکو ته د غازي امان الله خان او د هغې د مقبرې په اړه هم معلومات ورکړل .
د غونډې په نورو برخو کې د زده کوونکو له لوري ملي ترانې او شعرونه واورول شول او د غازي امان الله خان په اړه يې ليکلې مقالې واورولې.
د يادونې ده،چې تر دې وړاندې هم د دې ښوونځي ترڅنګ نورو خصوصي ښوونځيو هم د هېواد د خپلواکۍ نمانځنې په ځانګړو مراسمو سره نمانځلې.
په ننګرهار پوهنتون کې د سولې تر نامه لاندې يو ورځنۍ علمي کنفرانس ترسره شو.
د ننګرهار پوهنتون او په ختيځ کې د بشرحقونو خپلواک کميسون په ګډې همکارۍ د سولې يو ورځنی علمي کنفرانس ترسره کړ ، چې ګډونوال يې د يادو دواړو رياستونو له استازو سربېره په لسګونو ځوانان وو.
د ننګرهار پوهنتون رئيس پوهنوال استاد ببرک مياخېل وويل: له کنفرانسه يې موخه سياسي سوله نه؛ بلکې ټولنيزه سوله وه.
د مياخېل په خبره دوی غواړي له دې لارې لومړی د کورنيو بيا د ولسونو او آن د هېواد په کچه خپلمنځي شخړو ته د پای ټکی کېږدي.
د ننګرهار پوهنتون رئيس زياته کړه په کنفرانس کې مو ځوانانو ته د سولې روحيه ورکړه او هم مو د سولې په تړاو څېړنو ته وهڅول، څو ځوان با انرژۍ قشر د دې مهمې پروسې پرمخ بيوونکي شي.
په ختيځه سيمه کې د بشر حقونو خپلواک کميسون مشرې صبرينا حميدي وويل:دې علمي کنفرانس له لارې يې ځوانان وهڅول چې د سولې ترويج ته کار وکړي.
حميدي وويل :سياسي سوله د دولت د مشرتابه کار دی،دوی يواځې خپلمنځي شخړو او تاو تريخوالو ته چې مخنيوی يې د دوی مسؤليت دی د پای ټکی ايښودل غواړي.
نوموړې وويل :د سولې په شتون کې قانون تطبيق کېدای او عدالت تامين ته زمينه برابریږي.
يو شمېر مسؤلينو او ځوانانو د سولې په بېلابېلو اړ خونو مقالې برابرې کړې وې او د کنفرانس ګډونوالو ته يې وارولې،چې د شخړو علتونه او حل لارې يې پکې په ګوته کړې وې.
په ټوله کې غربت، جنسي توپير، د نشه يي توکو استعمال او ټولنيز عدالت نه رعايت د ټولنيزې سولې پر وړاندې لوی خنډونه وګڼل شول،او پر وړاندې يې له ځوانانو دجدي مبارزې غوښتنه وشوه.

په پچیر اګام ولسوالۍ کې د امنيت ټينګښت په موخه ناسته وشوه
د ننګرهار ولايت پچير اګام ولسوالۍ مقام کې د امنيت ټينګښت په موخه ناسته وشوه، چې په کې د يادې ولسوالۍ ولسوال سربيره، امنيتي مسئولينو او قومي مشرانو ګډون کړی و.
د پچير اګام ولسوال قاري هجرت الله رحماني وويل، چې اوسمهال په پچير اګام ولسوالۍ کې تر پخوا امنيت ښه شوی او مخالفين ځپل شوي دي؛ خو که ولسونه خپلې همکارۍ دوامداره وساتي؛ نو امنيت به لا ښه شي.
نوموړي له قومي مشرانو وغوښتل، څو د امنيت په ټينګښت او جرمونو مخنيوي کې له حکومت سره همکاري وکړي.
ده قومي مشرانو ته ډاډ ورکړ که د دې سيمې امنيتي وضعيت لا ښه شي؛ نو ډېر ژر به په کې د روغتيا، پوهنې، بيا رغاونې او يو شمېر نورو برخو کې پروژې پلي شي.
قومي مشرانو وويل، چې د پخوا په څېر حکومت سره د امنيت په ساتلو کې همکارۍ ته چمتو دي او له سرتيرو سره به يو ځای دښمن پر وړاندې وجنګيږي.
نوموړو وويل، چې اوسمهال د پچير اګام ولسوالۍ امنيت تر پخوا ښه شوی دی او په دغه ولسوالۍ کې يې د پروژو د تطبيق غوښتنه وکړه.
قومي مشرانو دغه راز ژمنه وکړه، چې په ټول توان سره به له حکومت سره همکاري کوي او په خپلو سيمو کې به د تخريبي کړنو مخه ونيسي.
شپږ تنه د بېلابېلو قضیو په تړوا د ۴ څخه تر ۱۵ کلونو پورې په تنفيذي بند باندې محکوم شول .
د ننګرهار ولایت ښاري محکمې د کورني او بهرني امنیت دیوان له لورې د یوې قضایې غونډې په ترڅ کې يو تن د انسان تښتونې او وسله والو مخالفینو سره د اړیکو په قضیه کې په پنخلس کاله،درې تنه نور د يو سوداګر د تښتونې د اقدام په قضيه کې په شپږ،شپږ کاله او یو تن د امنیتي ځواکونو د ترور په قضیه کې په پنځه کاله تنفیذي بند محکوم شول .
دغه راز د ښاري محکمې د جزا ابتدايه دېوان له لوري دوه تنه د غلا په قضيه کې د جزا قانون د ۴۵۹ مادې او د همدې قانون د ۳۹ مادې پر بنسټ هر يو تن په ۴ ـ ۴ کاله تنفيذي بند محکوم شول.
د محکمې یاده پرېکړه وروستۍ نده او تورن کولای شي،چې د استیناف غوښتنه وکړي .
په ننګرهار کې د مولوي محمد اسحاق نظامي په نوم يو خصوصي ښوونځی پرانستل شو.
په همدې موخه جوړو شويو مراسمو کې د پوهنې او اطلاعات او کلتور رياستونو استازو، ګڼ شمېر ديني عالمانو او د خصوصي ښوونځيو مسوولينو ګډون کړی و.
د دغه خصوصي ښوونځي د پرانستو په مراسمو کې د پوهنې سرپرست رئيس سيد عيسی سادات او د اطلاعات او فرهنګ رئيس اورنګ صميم خوښي ښکاره کړه ،چې په دې علم پاله سيمه کې د دولتي ښوونځيو ترڅنګ د خصوصي ښوونځيو شمېر په ډيريدو دی.
په ننګرهار کې د خصوصي ښوونځيو د اتحاديې مسظول ياور عباس او مولوي محمد اسحاق نظامي د زده کړې په ارزښت خبرې وکړې او ځوانان يې د زده کړو تر لاسه کولو ته وهڅول.
د ياد ښوونځي مسئول اسرارالحق نظامي وويل، چې ښوونځی يې تجارت ته نه بلکې خدمت ته جوړ کړی.
نوموړي وويل، چې زده کوونکو ته يې د عصري زده کړو ترڅنګ د ديني زده کړو د برابرولو پلان هم نيولی ، څو ټولنې ته په اسلامي روحيه سمبال ځوانان وړاندې کړي.

شل عرادې موټر سايکلونه ونيول شول
په جلال اباد ښار کې د لا ډاډمن امنيت رامنځته کېدو او جرمونو مخنيوي په موخه ۲۰ عرادې موټر سایکلونه، چې قانوني اسناد يې نه درلودل ونيول شول او د ۲۲ عرادو موټرونو تورې ښېښې سپينې شوې.
د ولسمشر محمد اشرف غني د حکم تطبيق په موخه د ننګرهار والي په لارښوونه امنيتي ادارو له تيرې يوې مياشتې راهيسې په جلال اباد ښار کې د لا ډاډمن امنيت رامنځته کيدو او جرمونو مخنيوي په موخه د موټرو تورو ښېښو سپینولو او اسناد نه لرونکو موټر سايکلونو نيولو کمپاين پيل کړی، چې تر دې دمه سلګونه موټر سايکلونه نيول شوي او د سلګونه موټرو تورې ښېښې سپينې شوي دي.
د معلوماتو له مخې په تيرو څلرويشتو ساعتونو کې د ياد کمپاين په ترڅ کې ۲۰ عرادې موټر سايکلونه، چې قانوني اسناد يې نه درلودل نيول شوي او د ۲۲ موټرونو تورې ښېښې سپينې شوي دي.
دغه راز له لسګونو موټرونو غير قانوني هارنډونه، انتنونه او اشارې ښکته شوي.
دا په داسې حال کې ده، چې په تيره يوه مياشت کې هم د قانوني اسنادو د نه درلودلو او د ترافیکي اصولو څخه د سرغړونې له امله سلګونه عرادې موټر سایکلونه نيول شوي او د سلګونو موټرونو تورې ښېښې سپينې شوي دي .
په سره رود ولسوالۍ کې ۲۰ ميرمنو ته د حق غوښتنې ورکشاپ ورکړل شو
د ننګرهار ولايت سره رود ولسوالۍ کې د سيمه ييزو خدمتونو او راتلونکو نسلونو موسسې له لوري ۲۰ ميرمنو تنه د حق غوښتنې په برخه کې يو ورځنی ورکشاپ ورکړل شو.

د سيمه ييزو خدمتونو او راتلونکو نسلونو موسسې مسئولين وايي، چې د دغه ورکشاپ څخه يې موخه د حق غوښتنې په برخه کې د ميرمنو عامه پوهاوی دی.

دوی دغه راز وويل، چې په ورکشاپ کې يې ميرمنو ته ور زده کړل، چې څنګه بايد پريکړې او تصميم ونيسي او په خپل ژوند کې مثبت بدلونونه رامنځته کړي.
مسئولينو ميرمنو ته دا ډول ورکشاپونه اړین وبلل او زياته يې کړه، چې په دغه برخه کې به نور ورکشاپونه هم جوړ کړي.
يو سل او شپږ څلويښت کيلو ګرامه نشه يي توکي ونيول شول
د ننګرهار ولايت په روداتو او دوربابا ولسواليو کې پولیسو ۱۴۶ کيلو ګرامه نشه يی توکي کشف او ترلاسه کړل.
د معلوماتو له مخې د روداتو ولسوالۍ کابل کمپ سیمه کې پولیسو په يوې هينو ډوله موټر کې ۱۳۴ کيلو ګرامه چرس، چې په دريو بوجيو کې يې تر شګو لاندې ځای پر ځای شوي و ترلاسه کړل.
دغه راز په ورته وخت پولیسو د دې ولايت دوربابا ولسوالۍ ګړوکو سيمه کې له يو تن سره په دريو قچرو باندې بار ۱۲ کيلو ګرامه تارياک ونيول.
دا په داسې حال کې ده، چې تيره ورځ هم پولیسو له يو تن سره په سراچه ډوله موټر کې ۵۳ کيلو ګرامه تارياک نيولي و.

دري پنځوس کيلو ګرامه تارياک ونيول شول
د ننګرهار ولايت سره رود ولسوالۍ اړوند حلقوي سړک ته څيرمه د جنايي جرمونو پر وړاندې مبارزې مديريت پولیسو له يو تن سره په سراچه ډوله موټر کې ۵۳ کيلو ګرامه تارياک ونيول.

د معلوماتو له مخې دغه نشه يي توکي له لغمان ولايت څخه راوړل شوي و او د ننګرهار غني خېلو ولسوالۍ ته ليږدول کيدل.
نيول شوی تن په امنې قومندانۍ کې تر پوښتنو لاندې دی.

دا په داسې حال کې ده، چې پولیسو څو ورځې وړاندې هم يو شمېر کسانو سره ۲۵۱ کيلو ګرامه نشه يي توکي نيولي او نيول شوي کسان د قانوني اجراتو په موخه اړونده ادارو ته سپارل شوي دي.
دوه داعش وسله وال ووژل شول او څلور ټپيان شول
د ننګرهار ولايت هسکې مېنې ولسوالۍ ياغي بند سيمه کې د داعش وسله والو د شل کسیز ګروپ مشر په ګډون دوه داعشيان ووژل شول او څلور ټپيان شول.

د معلوماتو له مخې تيره شپه ناوخته داعش وسله والو د هسکې مېنې ولسوالۍ ياغي بند سيمه کې د پولیسو په امنيتي پوستې او د ملکي وګړو په کورونو بريدونه وکړل، چې د پولیسو سخت مقاومت سره مخ شول او په ترڅ کې يې د داعش وسله والو د شل کسیز ګروپ مشر خوحشال مشهور په هادي او یو بل ووژل شول او څلور ټپيان شول.

د وژل شويو داعش وسله والو جسدونه د جګړې په ميدان کې پاتې شوي دي.
د دغه جګړې په ترڅ کې داعش وسله والو د ملکي وګړو دوه کورونه هم سوځولي؛ خو ځاني زيان نلري.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *