د وسله والو طالبانو قومندان وسلو او بيرغونو سره ونيول شود وسله والو طالبانو قومندان وسلو او بيرغونو سره ونيول شوننګرهار ولايت مومندرې ولسوالۍ پولیسو تېره شپه هزار ناو سيمه کې د وسله والو طالبانو قومندان حنيف الله مشهور په پړق د ۳ مېله وسلو او ۵۵ بيرغونو سره يو ځای ونيوه.د معلوماتو له مخې په نيول شويو وسلو کې يو ميل پيکا، يو ميل کلاشنکوف او يو ميل تومانچه شامل دي.نيول شوي وسله وال طالب په خپلو جرمونو اعتراف کړی او تر پوښتنو لاندې دی.د کليوالي ښوونځيو د نويو ګومارل شويو ښوونکو دولس ورځنی رونيز ورکشاپ پای ته ورسيد!د پوهنې رياست مطبوعاتي دفتر له لوري په راليږل شوي خبر کې ويل شوي چې په همدې موخه په جوړو شويو مراسمو کې د پوهنې سرپرست ريس سيد عيسي سادات په خپلو خبروکې د ورکشاپ له ګډونوالووغوښتل چې خپلو ښوونځيو ته له ستنيدو سره سم په ورکشاپ کې ورښودل شوې لارښوونې او لارې چارې په عمل کې پلې او خپل ورځنی مهالويش دهمدې لارښوونو او ميتودونوسره برابر کړي .ديونيسف ادارې استازي انجنير محمد ابراهيم دخپلې ادارې له لوري د ښوونکو د ظرفيتونو د لوړولو په موخه د دا ډول رونيزو ورکشاپونو د جوړولو ډاډ ورکړ.په دغه دولس ورځني ورکشاپ کې د دې ولايت د بيلابيلو ولسواليو د کليوالي ښوونځيو (۷۵) تنو ښوونکو چې (۱۵) تنه يې ميرمنې وې برخه اخيستې وه.دپوهنې رياست له لوري په راليږل شوي خبر کې همدا راز ويل شوي چې د پوهنې وزارت د سواد زده کړې معينيت له لوري د ميرمن شهلا،ميرمن رحيمي او همت په مشرۍ راغلي پلاوي دننګرهار ولايت په بيلابيلو ولسواليو کي له ښوونځيو څخه دپاتې شويو زده کوونکو او همدارنګه هيواد ته دراستونو شويو نجونواو هلکانو چې لاپه ښوونځيو کې نه دي شامل شوي د ارزونې لړۍ د جلا لاباد ښار د سواد حياتي په ليسه کې د ګڼ شمير هلکانو او زده کوونکو له ارزونې پيل کړه .دارزوني په دغه مراسمو کي چې د پوهنې سرپرست ريس سيد عيسي سادات هم برخه درلوده پريکړه وشوه چې راغلی پلاوی به ټول هغه زده کوونکي چې په يو ډول له ښوونځيو ويلو پاتي دي تر ارزوني وروسته په قانوني توګه ښوونځيو ته د تلو جوګه کړي.په خبر کې همدا راز ويل شوي چې د جلال اباد ښار دبيلابيلو ليسو اتيا تنو پښتو،دري او رياضي ښوونکو د ظرفيتونو لوړولو شل ورځنی ورکشاپ په جلال اباد کې د (افرنګ) په نوم دمرسته کوونکې ادارې په مرسته پيل شو.دپوهنې سرپرست ريس له مرسته کوونکې ادارې نه مننه وکړه چې تل يي پوهنې رياست سره په بيلابيلو برخو کې مرسته کړي ده .ديادې ادارې مشر حکيمې هم په خپلو خبرو کې په راتلونکي کې د پوهنې له رياست سره په نورو برخو کې د مرستو دداوم ډاډ ورکړ.دپوهنې رياست د مطبوعاتي دفتر له لورې په راليږل شوي خبر کې دغه راز ويل شوي چې د جلال اباد ښار د مياعمر عالي ليسې مدير قاري امين الله د ښو کړنو له امله دپوهنې رياست له لوري پر ستاينليک ووياړل شو .د ستاينليک دورکړې پر مهال د پوهنې سرپرست ريس سيد عيسي سادات له نوموړي د ښو کړنو له امله دمننې په څرګندولو سربيره دنورو ښوونځيو مديران هم وهڅول چي دنوموړي په څير خپلو کړنو ته ځير شي.
د پاکستان قونسلګرۍ مخې ته يو کميشنکار ونيول شوننګرهار ولايت مرکز جلال اباد ښار درېيمې ناحيې سیمه کې د پاکستان قونسلګرۍ مخې ته يو کمیشنکار د ۱۵ جلده پاسپورتونو او ۱۳ زره پاکستانۍ کلدارو سره يو ځای ونيول شو.د معلوماتو له مخې ياد تن له خلکو پاکستانۍ ويزې لګولو په موخه پیسې اخيستلې او د ويزې لګولو بهير کې يې ستونزې پيدا کړې وې.نيول شوي تن په خپل جرم اعتراف کړی او د جنايي جرمونو پر وړاندې مبارزې رياست کې تر پوښتنو لاندې دی.د يادونې وړ ده، چې تر دې وړاندې هم څو تنه د کميشنکارۍ په جرم نيول شوي ، چې د قانوني اجراتو په موخه عدلي او قضايي ارګانونو سپارل شوي دي.د سيمنټو بار موټر کې سلګونه وسلې او زرګونه فيره مرمۍ ونيول شوېننګرهار ولايت بهسودو ولسوالۍ نوي ګمرک سيمه کې د ملي امنيت موظفينو تېره شپه په يوه ټيلر موټر کې چې په کې سيمنټ بار و ۱۵۲ بېلابېل ډوله وسلې او ۳۵۳۲۵ فيره د بېلابېلو وسلو مرمۍ ونيولې.د معلوماتو له مخې په دغه وسلو کې ۱۴۶ بېلابېل ډوله تومانچې او ۶ ماشيندارې شاملې دي.دغه وسلې وسله والو مخالفينو جلال اباد ښار ته لېږدولې او بيا غوښتل، چې د تخریبي کړنو په موخه يې په ښار او ولسواليو کې پر خپلو غړو توزيع کړي.د يادو وسلو په تړاو څوک نه دي نيول شوي؛ خو امنيتي مسئولينو يې د نيولو هڅې پيل کړي دي.درې وسله وال مخالفين ووژل شولننګرهار ولايت اچين ولسوالۍ باندر سیمه کې تېره ورځ د وسله والو مخالفينو پر يو پټنځای بې پيلوټه الوتکې بريد کړی، چې په ترڅ کې يې درې وسله وال مخالفين وژل شوي دي.د معلوماتو له مخې په دغه بريد کې د وسله والو مخالفينو يو شمېر وسلې هم لمنځه وړل شوي.د يو بل خبر له مخې پولیسو د دوربابا ولسوالۍ ډاګ هديرې سيمه کې په يوه فرعي سړک ځای پر ځای شوی ماين کشف او لمنځه يوړه، چې په دې سره د يوې خونړۍ پېښې مخه ونيول شوه.
په خوږياڼو کې ۲۳ داعش وسله والو ته مرګ ژوبله واوښتهننګرهار ولايت خوږياڼو ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو د هوايي او ځمکنيو بریدونو په ترڅ کې د عمر په نوم د يو قومندان په ګډون د داعش ډلې ۱۰ غړي ووژل شول او ۱۳ ټپيان شول.د معلوماتو له مخې د عملياتو پر مهال پاپا کلی، زنګينان او بالو خېل سيمې له داعش وسله والو پاکې شوي دي.دغه راز افغان ځواکونو د داعش دوه ميله وسلې ترلاسه کړي او د دوی له لوري ځای پر ځای شوي ۱۰ ماينونه يې لمنځه وړي دي.پوليسو په پچيراګام ولسوالۍ کې (۱۰۸) کيلو ګرامه نشه يي توکي کشف او پلاس راوړي .د امنيې قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول سمونمل حضرت حسين (مشرقيوال) وايي: د پچيراګام ولسوالۍ پوليسو په دوو بيلابيلو پيښو کي (۶۲) کيلو ګرامه چرس او(۴۶) کيلو ګرامه ترياک چي يو اندازه يې په يو عراده کرولا موټر کې په ډير مهارت سره ځای پرځای شوي و کشف او تر لاسه کړي.نوموړی وايي: دغه نشه يي توکي لغمان ولايت څخه بهسودو ولسوالۍ ته ليږدول کېدل.مشرقيوال وايي: د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې مديريت منسوبينو دغه راز د بهسودو ولسوالۍ ميرانو په سيمه کې يوليتر الکولي مشروبات هم ترلاسه کړي .نوموړی وايي: د ترلاسه شويو نشه يي توکو په تور درې تنه نيول شوي چې په ياد مديريت کې تر پوښتونو لاندې دي.د ننګرهار امنيې قوماندان لوی پاسوال عبدالرحمن رحيمي په مشرۍ د امنيت ټينګښت او جرمونو مخنيوي په موخه غونډه وشوه.په جوړه شوې غونډه کې د قوماندانۍ د بېلا بېلو شعباتو مديرانو او منسوبينو ګډون کړی و.امنيې قوماندان لوی پاسوال عبدالرحمن رحيمي وويل: هيواد اوخلکو ته په ايماندارۍ او صداقت خدمت کول مو د دندې په لومړيتوبونو کې ځای لري نو لازمه ده چې خپلو ولسونو ته له هر ډول توپيري چلند پرته خدمت وکړو.نوموړي وويل: پوليس بايد قانون لومړی پر ځان تطبيق او بيا يې له نورو د رعايت غوښتنه وکړي .امنيې قوماندان دغه راز مسوولينو ته سپارښتنه وکړه ، چې د فساد پر وړاندې مبارزه چټکه کړي .رحيمي په دې ولايت کې د ټولو امنيتي ځواکونو په ځانګړي ډول دپوليسو فعاليتونه او لاسته راوړنې وستايلې ، چې په وينا يې تل يې د هېواد له لويشت – لويشت خاورې به ميړانه دفاع کړې ده.نوموړي د غونډې ګډونوالو ته لارښونه وکړه ، چې دجلال اباد ښار او ولسواليو په مربوطاتو کي د امنيت لا ټينګښت په موخه ځانګړي پلانونوترتيب او د عملي کولو په موخه يې اضافي پوليس په دندو وګماري.امنيې قوماندان وايي: د پوليسو هغه منسوبين ، چې په دندو کې له ځانه وړتيا وښيي مکافات او هغه چې غفلت کوي مجازات به شي.په پای کې د مخابرې او کمپيوتر د مدير سمونوال غلام جان نيازي په ګډون يو شمير منسوبينو ، چې په دندو کې له ځانه وړتيا ښوولې وه د امنيې قوماندان له لوري په ستاينليکونو ووياړل شول .د مومندرې ولسوالۍ لوبډلې وکړای شول، چې په ننګرهار کې د فوټبال غوره ليګ سياليو د اتلولۍ مقام خپل کړي.د ننګرهار بدني ر وزنې امر خوشحال حضرتي ديادو سياليو دپای لوبې په مراسموکې وويل ، دغه سيالۍ ، چې دوه مياشتې وړاندې د فوټبال فدراسيون لخوا د جلال آباد ښار او ولسواليو د شپاړلس لوبډلو په ګډون د دې ولايت د فوټبال په نړيوال لوبغالي کې پيل شوې وې په پای لوبه کې يې دمومندرې ولسوالۍ لوبډلې وکړای شول په يوه زړه پورې لوبه کې اريانا لوبډلې ته درې د يو په پايلې سره په ماتې ورکولو سره د يادو سياليو د اتلولۍ مقام خپل کړي .حضرتي وايي، اريانا لوبډلی دويم مقام ترلاسه کړ، چې په وينا يې د دې سياليو موخه په دې ولايت کې د فوټبال لوبې وده او د غوره لوبډلې پيژندل دي .بل لور ته په ننګرهار کې د درېيم ځل لپاره د لوبو اوونۍ جام ترنامه لاندې د بېلا بېل لوبو سيالۍ د يو لړ نمايشونو په ترسراوي سره پيل شوې .د خراسان خصوصي پوهنتون رئيس احمد طارق کمال رسنيو ته وويل، چې دغه سيالۍ په کال کې يوځل ترسره کيږي ، چې په ننګرهار سربيره د هېواد د نورو ولايتونو په ګډون د بېلابېلو ورزشي څانګو لوبډلې پکې ګډون کوي ، چې موخه يې د ولايتونو دمحصلينو ترمينځ يووالی او د ورزشکارانو پرمختګ دی.د ولايت مستوفي عبدالله رقيبي او د ننګرهار پوهنتون رئیس ببرک مياخيل هم د ورزش دګټو او اهميت په اړه خبرې وکړې او ددې سياليوترسره کول يی دورزش دپرمختګ لپاره ګټور ياد کړل.دوی د دخراسان پوهنتون له مشرتابه څخه هم مننه وکړه ،چې ځوانانو ته يې د زده کړو ترڅنګ د ورزش اسانتياوې برابرې کړې دي.په نازيانو او غني خېلو کې د ملي پولیسو د اعاشوي نظام او پخلنځي څارنه وشوهد جمهور رئیس محمد اشرف غني د ۳۵۳ ګڼه حکم پر اساس په نازيانو او غني خېلو ولسواليو کې د يادو ولسواليو ولسوالانو په ملتيا موظف پلاوي د ملي پولیسو د اعاشوي نظام د توزيع او پخلنځي د چارو څارنه او ليدنه وکړه.راغلي پلاوي د پولیسو ستونزې او غوښتنې واوريدې او په حل کې يې ورته ډاډ ورکړ.دوی دغه راز د ملي پوليسو مسئولينو ته په نظام کې د شته ستونزو حل لارښوونه وکړه.د دغې څارنې پر مهال د يادو ولسواليو امنيه قومندانانو او جنايي مديرانو هم شتون درلود.