نړیوال مرستندویه صندوق د راتلونکو درې کلونو لپاره د راستنیدونکو کډوالو او یتیمو ماشومانو سره د زده کړې په برخه کې مرسته کوي.

ننګرهار والي محمد ګلاب منګل سره د تعلیم په برخه کې د نړیوال مرستندویه صندوق مشرې او د یونیسف ادارې سیمه ییزمسول او یو شمیر نورو د لیدنې پرمهال د راتلونکو درې کلونو لپاره له کډوالۍ د را ستنیدونکو او داخلي بې ځایه شوو کورنیو ماشومانو او یتیمو ماشومانو سره د زده کړې په برخه کې مرسته کوي.

یاده لیدنه چې د مرغومي په ۲۶ مه د جلال اباد په شاهي ماڼۍ کې ترسره شوه، پرمهال يې د ننګرهار والي سربیره د عامې روغتیا، پوهنې او سکتوري خدمتونو ادارو رئیسانو، د یونیسف ادارې د بيلابیلو برخو مسولینو او د تعلیم په برخه کې د نړیوال مرستندویه صندوق مشرې ګډون درلود.

سلاکار وزیر او د ننګرهار والي محمد ګلاب منګل د یونیسف ادارې څخه مننه وکړه، چې تل یې په دې ولایت کې د روغتیا او پوهنې ادارو او یو شمیر نورو برخو کې کې همیشنۍ بیلا بېلې مرستي کړي .

نوموړي زیاته کړه په دې وروستیو کې له کډوالۍ د را ستنیدونکو کورنیو زیات شمیر یې په ننګرهار کې میشت کیږي، چې له امله يې د روغتیا او پوهنې برخه کې دوی له ګڼ شمیر ستونزو سره مخ کړي .

د هغه په وینا په دې ولایت کې د پولیو د مثبتو پيښو د رامنځته کیدو لامل هم له کډوالۍ د راستنیدونکو کورنیو میشت کیدل دي،چې د پولیو په لمنځه وړلو، پوهنې او نورو برخو کې د یونسیف ادارې څخه د لازیاتو همکاریو غوښتنه وکړه.

د تعلیم په برخه کې د نړوال مرستندویه صندوق مشرې یاسمین وویل د راتلوونکو درې کلونو لپاره به پدې ولایت کې د راستنیدونکو ، داخلي بې ځایه شوو او یتیمو ماشومانو سره د تعلیم په برخه کې مرستې وکړي .

د هغې په وینا په لرو پرتو سیمو کې به ورته د مرستې پر مهال معلول ماشومان او نجونې د مرستې په برخه کې لومړیتوب ولري،چې د ننګرهار والي له لورې ورته په ټولو برخو کې د هر ډول همکارۍ ډاډ ورکړل شو.

ننګرهار والي د سکتوري ادارو رئيسانو ته د نوي مالي کال لپاره د منظم پرمختیايي پلانونو د جوړیدو سپارښتنه وکړه.
سلاکار وزیر او د ننګرهار والي محمد ګلاب منګل د ولایت پرمختيايي غونډه کې د یو شمیر نورو موضوعاتو ترڅنګ د سکتوري ادارو رئیسانو ته د نوي مالي کال لپاره د منظم پرمختیايي پلان په جوړیدو کې د ولسونو اړتیاوې او توازن په نظر کې نیولو سپارښتنې وکړې.د ولایت پرمختیایي غونډه د مرغومي په ۲۷ مه ولایت مقام کې جوړه شوې وه ، چې پرمهال يې سلاکار وزیر او د ننګرهار والي محمد ګلاب منګل سربیره د ولایتي شورا مرستیا ل ډاکتر لعل محمد دراني، د سکتوري ادارو رئیسانو او د مرستندویه موسسو استازو ګډون کړی و، سلاکار وزیر او د ننګرهار والي محمد ګلاب منګل د ټولو مرستندویه ادرو څخه مننه وکړه ، چې په تیر مالي کال کې يې د ولایت مقام د غوښتنې له مخې یې په بېلا بېلو برخو کې اړینې مرستې کړیدي.نوموړي زیاته کړه تیر مالي کال کې د پرمختیايي پلانونو د تخنیکي ستونزو له امله ۵۲ سلنه پروژې منظور شوې وې خو ډاډ يې څرګند کړ، چې په ۹۷ مالی کال کې به د ۹۰ سلنه زیاتې پروژې منظور شي.
ننګرهار والي د سکتوري ادارو مسئولینو او کاري ګروپونو ته سپارښتنه وکړه، چې د نوي مالي کال لپاره په پرمختیايي پلانونو کې د لرې پرتو سیمو خلکو ستونزې ، اړتیاوې او توازن په نظر کې ونیسي او هم کاري او تخنیکي ګروپونه په خپل وخت سره ناستې وکړي اود خلکو ستونزو ته د حل لارې چارې ولټوي.دغه راز د کرنې او مالدارۍ ، عامې روغتیا او اقتصاد ادارو ریئسانو د تیرې یوې میاشتې په ترڅ کې د خپلو کاري او تخنیکي ګروپونو خپلو برخو کې د ترسره کړو فعالیتونو راپورونه وړاندې کړل.

د عامې روغتیا رئیس ډاکترنجیب الله کاموال همدا راز وویل په تیرمالي کال کې يې خپله بودیجه صفر کړې او هم يې په ولسواليو کې ۱۳ د ولادت خوني جوړې کړي او په روان مالي کال کې به په ۲۲ ولسواليو ۵۰ ولادت خوني جوړې او نور روغتیايي خدمات وړاندې کړي.د ولایتي شورا مرستیال ډاکترلعل محمد دراني وویل ولایتي شورا غړي حق لري ، چې د پروژ څخه نظارت وکړي او هم ورسره په یاده برخه کې مشورې شریکې شي.نوموړي د پروژو په پلي کیدو کې د ولسونو د مرستې په جلبولو کې د همکارۍ ډاډ ورکړ.

د مرستنديه ادارو استازو په راتلونکې کې په بېلا بېلو برخو کې د لازیاتو مرستو کولو ډاډ ورکړ.

د کوچینانو رئیس د روغتیا، پوهنې ، پاکواوبو او یو شمیر نورو برخو کې د کوچیانو لپاره د مرستندویه ادارو څخه د همکارۍ غوښتنه وکړه.

د غونډې په وروستیو کې پدې ولایت کې د کرنې پراختیا سیمه یزې پروژې مشر د خپلو فعالیتونو په اړه چمتو کړي معلومات د غونډې ګډونوالو ته وړاندې کړل.

نوموړي دغه راز وویل پروژه ېې د هیواد په ۸ ولایتونو کې کار کوي، چې په کرنیزه برخه کې د کارو باریانو ترمنځ سالم رقابت رامنځته کړی.

د کډوالۍ راستانه شو کورنیو په نښه شو ستونزو د حل په موخه د همغږۍ غونډه ترسره شوه.

سلاکار وزیر او د ننګرهار والي محمد ګلاب منګل په مشرۍ په ځانګړو ښار ګوټو کې د کډوالۍ راستانه شو کورنیو په نښه شو ستونزو د حل په موخه د مسئولینو ترمنځ د همغږۍ غونډه ترسره شوه.

یاده غونډه د مرغومي په ۲۷ مه ولایت مقام کې جوړه شوې وه ،چې پرمهال يې ننګرهار والي سربیره ، د سکتوري ادارو رئيسانو، نړیوالو مرستندويه موسسو استازو او د ستونزو د تشخیصولو کميټې غړو ګډون کړی و.

سلاکار وزیر او د ننګرهار والي محمد ګلاب منګل د یوناما ادارې څخه مننه وکړه ، چې د یو ستر نوښت له مخې يې د کډوالۍ راستانه شو کورنیو د ستونزو تشخیصولو په موخه يې نهه کسیز ګروپ ټاکلې څو په بېلا بېلو سیمو کې د راستانه شو کډوالو ستونزې درک کړي او د حل په موخه يې اړوند ادارو سره شریکې کړي.

نوموړي یاد پروګرام د کډوالۍ راستانه شو ستونزو په حل کې هم وباله او زیاته يې کړه ، چې د نښه شو ستونزو د اوریدو او حل لپاره به ګډې غونډې دوامداره وساتي.

د کډوالۍ راستانه شو کورنیو د ستونزو تشخیصولو کميټې یو تن غړي وویل په شیخ مصري ، چمتلې ښارګوټو او یو شمیرنورو سیمو کې راستانه شوي د پوهنې او روغتیا په برخه کې يو لړ ستونزې لري ، چې د حل په موخه یې د سکتوري ادارو رئيسانو سره شریکې کړې.

د عامې روغتیا رئيس ډاکتر نجیب الله کاموال وویل په یادو سمیو کې ۱۷ روغتیايي ټيمونه فعالیت کوي او د لازیاتو اقدماتو ډاډ يې ورکړ.

د پوهنې ریاست استازي وویل، چې د تقرر د نوې پروسې د ځنډ له امله د ښوونکود کمبود له ستونزې سره مخ دي او ډاډ يې ورکړ، د نویو ښوونکو په تقرر سره به د کډوالۍ راستانه شو سیمو ښوونځیو ته ځانګړې پاملرنه وکړي.

په یاده غونډه کې د سلاکار وزیر او ننګرهار والي محمد ګلاب منګل له لوري مسئولینو ته د کډوالۍ رستانه شو کورنیو سره د لازیاتو مرستو او سهولتونو برابرو لو سپارښتنې وشوې.

په ننګرهار کې یونیسف د نویو زیږیدلو ماشومانو د جدي څآرنې څانګې د تجهیز او کوزڼ ضد واکسین په تطبیق برخه کې همکاري زیاتوي .

د يونيسف سيمه ايز مرستيال فيلف کوري د يو پلاوي په ملتيا د ننګرهار عامې روغتيا مشرتابه سره د چارو د بهبود او ښې همغږۍ په موخه د ګډې ناستې پر مهال ژمنه وکړه،چې د نویو زیږیدلو ماشومانو د جدي څآرنې څانګې د تجهیز او کوزڼ ضد واکسین په تطبیق برخه کې به همکاري لا زیاته کړي.

د ننګرهار عامې ورغتيا ريس ډاکټر نجيب الله کامه وال د يونيسف ادارې له پلاوي سره د ناستې په ترڅ کې د روغتيايي وضعيت په اړه په بېلا بېلو برخو کې معلومات شريک کړل.

کامه وال د واکسينو او نويو زيږيدلو کوچينانو د جدي څارنې څانګې د تجهيز په برخه کې د مرستو غوښتنه وکړه.
د يونيسف سيمه ايز مرستيال فيلف کوري د عامې روغتيا رياست له ترسره کړو فعاليتونو او لاسته راوړنو څخه خوښي څرګنده کړه او زياته يې کړه چې د واکسينو تطبيق په برخه کې به مرسته وکړي.

نوموړي دغه راز وويل: د نويو زيږيدلو کوچنيانو د جدي څارنې څانګه به لا تجهيز او نوي وسايل به په واک کې وکړي.
په هېواد کې د يونيسف ادارې مرستيال سټيانو ساوي وويل: د واکسينو د ښه تطبيق او د پوليو د له منځه وړلو لپاره بايد د عامه پوهاوي په برخه کې کار وشي.

راغلي پلاوي د عامې روغتيا ريس او ځينو نورو په ملتيا د روغتون له بيلابيلو برخو ليدنه وکړه.

د درې مهمو قوماندانانو په ګډون ۱۴ داعش وسله وال ووژل شول .

ننګرهار ولايت د چپرهار ولسوالۍ سپين جومات سيمه کې د ملي امنيت ځانګړو ځواکونو تېره شپه د داعش وسله والو په يوه مرکز عمليات تر سره کړي، چې په ترڅ کې يې د درې مهمو قوماندانانو په ګډون ۱۴ داعش وسله وال وژل شوي دي .
د معلوماتو له مخې په وژل شويو کسانو کې د داعش وسله والو یو قوماندان جلال مشهور په نظامي او د بريدونو مسئولين فتح او عاصم شامل دي.

د دغه عملياتو په ترڅ کې د داعش وسله والو مرکز، وسلې او مهمات په بشپړ ډول لمنځه وړل شوي.
دغه راز د عملياتو پر مهال داعش وسله والو له يوه جومات څخه پر امنيتي مسئولینو برید کړی، چې له امله يې جومات هم تخريب او د ځانګړې قطعې درې سرتيري ټپيان شوي دي.
په جلال اباد ښار کې د برېښنایي شبکو د اصلاح چارې پیل شوې .
د ننګرهار ولایت برېښنا ریاست له لورې د جلال اباد ښار لمړۍ ناحیې اړوند کمپونو سیمه کې د برېښنا د شبکې د اصلاح چارې پیل شوي دي .
د معلوماتو له مخې، د دې اصلاح پر مهال به د کمپونو سیمه کې ټول پخواني زاړه برېښنا مزي او پایې لرې شي او پر ځای به یې نوي برېښنا مزي وتړل شي او همدارنګه به هغه برېښنا مزي هم لرې شي چې د کورونو پر سر او یا کورونو ته ډېر نږدې وي.
د برېښنا رئیس امید صباح وایي، له یادې چارې څخه یې موخه د ښاري کوڅو ښکلا رامنځته کولو ترڅنګ د برېښنا د ضایعاتو مخه نیول دي او همدا راز به هغه خطرات لمنځه لاړ شي، چې د برق د نیولو سبب کېږي او یا یې هم له امله شارټي رامنځته کیږي .

د یو سرګروپ په ګډون ۶ وسله وال طالبان ووژل شول .

ننګرهار ولایت د خوږیاڼو ولسوالۍ د نکړخیلو په ډنډو سیمه کې نن د مرغومې په ۲۶مه مازیګر ناوخته شاوخوا پنځه بجې د بې پیلوټه الوتکې د هوایي برید په ترڅ کې د وسله والو طالبانو یو سرګروپ محیب الله چې مشهور په یاسر دی،د خپلو پنځو نورو ملګرو سره یو ځای ووژل شول .

یاد وسله وال مخالفین په یو کرولا موټر کې په نښه شوي،چې د برید پر مهال کرولا موټر یې هم تخریب شوی دی .
په جلال اباد ښار کې د هغه ترانسپورټي شرکتونو څخه د فعالیت جواز اخیستل کیږي،چې په ښار کې خپلسرې هډې جوړې کړي .

د ننګرهار ولایت د ترنسپورت رئيس محمد ايوب شرافت د ښاري نظم ټينګښت په موخه جوړه شوې غونډه کې وویل، د ښاري نظم کميسون د سلاکار وزير او ننګرهاروالي محمد ګلاب منګل په لارښونه جوړ شوی ، چې موخه يې په ښار کې د بې نظمۍ مخنيوی دی.

نوموړي زياته کړه دښاري نظم کمېسون دنده لري ، چې جلال اباد ښار څخه د موټرو غېرې قانوني تم ځايونه ټاکل شويو ځايونو ته انتقال کړي .

شرافت وويل: له غونډې يې موخه دجلال اباد ښار د څلورو سمتونو او د موټر چلوونکو اتحاديو مسولين د روان کمپاين له اجراتو څخه خبرول دي .

د ترانسپورت رئيس زياته کړه د ياد کمېسون د پرېکړې له مخې که د کوم ترانسپورتي شرکت مسوول د سړک په سر د موټرو غېرې قانوني تم ځای جوړ کړي د ترانسپورتي شرکت او د موټر چلوونکو اتحاديې دفعاليت جواز ورڅخه اخستل کېږي او سرغړونکي سره قانوني چلند کېږي.

دترافيکومديريت استازي وويل په ښارې کې ټولې ترانسپورتي ستونزې دترانسپورتي شرکتو او دموټرچلوونکو اتحاديې جوړې کړي ، چې په غېرې قانوني ډول يې دقير سړکونو په سر تم ځايونه جوړ کړي .

نوموړي زياته کړه ، چې هره ورځ دترافيکو ادارې له لوري سرغړونکو موټر چلوونکو ته دنغدي جريمې ترڅنک موټر يې نيول کېږي .

دپوليسو لومړۍ حوزې امر او دښاري نظم کمېسون مرستيال شېرشاه ډاډ څرکند کړ ، چې په ښار کې د ټولو غېرقانوني تم ځايونو مخه به په کلکه نيسي او دکمېسون له لوري به پاکې شوې ساحې به داړونده ماموريتونو مسولين ساتي .

د ولايتي شورا غړې نېلوفرعزيزي دښاري نظم کمېسون فعاليتونه دامنيت او ترافيکي بهير ښه والي کې ګټور وباله او غوښتنه ترې وکړه ، چې دکمپاين پرمهال له ښاريانو سره دقانون په رڼا کې چلند وکړي .

د ولايت کارپوه مختار ساپي دروان کمپاين مسولينو هڅې وستايلې او په جلال اباد ښار کې ترافيکي ګڼې ګوڼې پړه پر ترانسپورتي شرکتونو او موټر چلوونکو اتحاديو په مسولينو واچوله ويې ويل ، چې په جلال باد ښار کې يې غېرې قانوني تم ځايونه جوړ کړي او فساد ته يې زمينه برابره کړې .

دملي امنيت ادارې استازي له ټولو ښاريانو په ځانګړې ډول دترانسپورتي اتحاديو مسولينو وغوښتل ، چې د ښاري نظم کمېسون او امنيتي مسولينو سره په روان کمپاين کې همکاري وکړي .

دکابل هډې موټر چلوونکو اتحاديې مسولينو ډاکټر انور او معشوق ژمنه وکړه ، چې په جلال اباد ښارکې به له ياد کمېسون سره دغېرې قانوني هډو په له منځه وړلو کې بشپړه همکاري کوي .

دوی له ولايت مقام غوښتنه وکړه ، چې دکابل هډې لپاره دې په ياد مسير کې تم ځای لپاره ځمکه په واک کې ورکړي .
په همدې حال کې دښاري نظم کمېسون مسولينو دجلال اباد ښار اومې ناحيې د سره رود څلورلاري ساحه کې د هغه موټرو مخه ونيوله ، چې په غېرې قانوني ډول يې سپرلۍ پورته کوله.

د ننګرهار په خوږياڼو ولسوالۍ کې د دولت په ملاتړ غونډه جوړه شوې وه ، چې پرمهال يې دوسله وال پوځ سرتيري هم وستايل شول.

د ننګرهار په کږې ولسوالۍ کې د دولت په ملاتړ غونډه جوړه شوې وه ، چې پرمهال يې د يادې ولسوالۍ ولسونو له منتخب حکومت څخه ملاتړ څرګند کړ.

ديادې ولسوالۍ قومي مشرانو ظهور خان او مدير الله نظر د نورو په استازولۍ د خلکو په رايو رامنځ ته شوي حکومت څخه د ملاتړ ترڅنګ دوسله وال پوځ ستاينه وکړه.

دغو قومي مشرانو وويل: د کږې ولسوالۍ ولسونو د ټاکنو پر وخت ثابته کړې چې په هېواد کې ديوه قانوني نظام جوړښت غواړي او د دې ملاتړ په څرګندولو يې ښکاره کړه، چې له خپلو رايو ننګه کوي.

د يادې ولسوالۍ ولسونو د وسله وال پوځ سرښندنې وستايلې او د غير مسؤلو وسله والو پر وړاندې يې دولسمشر د وروستي حکم ننګه وکړه.

دوی وويل: اوس د دې وخت را رسېدلی چې وسلې وسله وال پوځ ته وسپارل شي او د خپل سرو وسلو له ګرځولو ډډه وکړي.

د کږې ولسوال شمس الحق ساپي او امنيه قوماندان سيدنوراغا سادات د ولسونو له پراخ ملاتړه مننه وکړه او دولسمشر د حکمونو دتطبيق ډاډ يې ورکړ.د ولسواليو په چارو کې دولايت کارپوه سبحان الله خطاب د ننګرهار په خاصه توګه دکږې ولسوالۍ له ولسونو مننه وکړه، چې لومړی يې په ټاکنو کې برخه واخيسته او اوس دخپلو رايو په پايله کې دخپل منتخب حکومت او ولسمشره ملاتړ کوي.خطاب د يادې ولسوالۍ ولسونو ته په خبرو کې د دولت د لويو پروژو چې ننګرهار به يې هم له ګټو برخمن شي يادونه وکړه.نوموړي وويل: قانون منوونکي ولسونه له ټولو بشري خدمتونو برخمن وي ،خو هغه چې قانون نه مني ژوند يې له کړاوونو ډک وي.د کږې ولسوالۍ ولسونو همداراز هلته دملي اردو دمېشت لومړي کنډک ارکان رئيس رفيع الله، دکږې ولسوالۍ امنيه قوماندان ،سرحدي پوليسو ځايي مسؤل او سربازانو ته دستايلو په موخه په غاړه کې ګلان ور واچول.

په يادې ولسوالۍ کې دمېشت وسله وال پوځ په استازولۍ د ملي اردو دلومړي کنډک ارکان رئيس ولسونو ته د سر او مال دخونديتوب هر اړخيز ډاډ ورکړ.

د ننګرهار کارټولنيزو چارو شهيدانو او معلولينو ریاست څخه د۶۰ مېرمنو په ګډون نږدې يو سلو اويا تنه له بېلابېلو حرفوي زده کړو څخه فارغ او ورته کاري وسایل ورکړل شول.

د سې شنبې په ورځ د ننګرهار کار ټولنيزو چارو شهيدانو او معلولينو رياست له لوري د ۶۰ مېرمنو په ګډون ۱۷۰ تنه د بېلابېلو حرفو څخه فارغ او د کاري وسايلو ترڅنګ تصديق پاڼې پرې ووېشل شوې.

د ننګرهار کارټولنيزو چارو شهيدانو او معلولينو رئيس پوهنيارعبدالحکيم شېرزاد د يادې غونډې پرمهال وويل،د بېلا بېلو ۷ حرفو څخه دغه يو سلو اويا تنو ته شپږ مياشتې د اړوند حرفې په برخه کې عملي او نظري زده کړې ورکړل شوي .

نوموړي زياته يادو فارغانو ته د کار ټولنيزو چارو شهيدانو او معلولينو رياست په هلو ځلو او د همدې وزارت په مرسته د يادو زده کړو زمينه برابر شوې وه .

شېرزاد وويل يادو کسانو، چې کونډې او بې روزګاره ځوانان پکې شامل دي د نجارۍ ، فلزکارۍ ، خياطۍ ، مبايل سازۍ ، برق سازۍ اونورو برخو کې زده کړې بشپړې کړې او د کاري وسايلو سره يوځای بازار ته وړاندې شول .

د ننګرهار کارټولنيزو چارو شهيدانو او معلولينو رئيس وايي تر دې مهال يې د ياد رياست په هلو ځلو شاوخوا شپاړلس سوه تنه ښځينه او نارينه په بېلابېلو حرفو کې فارغ کړي او نږدې زر تنه اوس مهال تر زده کړو لاندې دي .

پوهنيارعبدالحکيم شېرزاد زياته کړه په يوه بله برنامه کې يې نږدې پنځه سوه بې وزله او کونډې مېرمنې په بېلابېلو حرفو کې په زده کړو بوختې دي ، چې هر مياشت ورته ۲۲۰۰ ـ ۲۲۰۰ سوه افغانۍ هم ورکول کېږي ، چې په نږدې موده کې به فارغې شي.

نوموړی زياتوي نږدې څلور سوه ځوانانو ته ، چې دبېلابېلو حرفو په برخه کې يې زده کړې کړې د واړه کارو بار زمينه برابرکړې او ترڅنګ يې په راتلوونکي کال کې به دسلام پروژې پرمټ ۲۴۰۰ څلرويشت سوه دبازار داړتيا وړ کسان وروزي او باز ته به يې دکار په موخه وړاندې کړي.

په غونډه کې دولايت په استازولۍ اکبر شېر هم خبرې وکړې او له فارغانو يې غوښتنه وکړه ، چې خپل مسلک ته ژمن پاتې شي او دکورنۍ په اقتصادي پياوړتيا کې کار وکړي.

دغه راز ولايتي شورا مرستيال ډاکټر لعل محمد دراني په فارغانو غږ وکړ ، چې له خپلې اړوندې حرفې څخه په کاري ډګر کې سمه ګټه پورته کړي.

په هېواد کې دمعلولينو سراسري شورا مشر مسعود ساپي ، دښځو چارو رئيسې انيسې عمراني ، شريفې احمدزۍ او ځېنو نورو ويناوالو له بېلابېلو حرفو څخه فارغ شويو ته دمبارکۍ ويلو سربېره دننګرهار کارټولنيزو چارو شهيدانو او معلولينو رئيس مننه وکړه ، چې ګڼو ځوانانو ته يې دحرفو دزده کړو زمينه برابره کړې .

ويناوالو خوښي وښوده ، چې دځوانانو ترڅنګ يو شمېر مېرمنو هم بېلابېل کسبونه زده کړل څو دکورنۍ په اقتصادي پياوړتيا کې برخه واخلي.

فارغو ځوانانو دياد رياست او خپلو استادانو مننه وکړه ، چې له دوی سره يې زيار ويستلی او ژمنه يې وکړه ، چې د ورکړل شويو کاري وسايلو به سالمه ګټه پورته کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *