سلا کار وزير او ننګرهار والي محمد ګلاب منګل د ننګرهار ملي راډيو ټلويزيون د ټپي شويو کار کوونکو له روغتيايي وضعيت څخه کتنه وکړه.ننګرهار والي نن سې شنبه په کابل کې هغه روغتون ته ورغی ، چې د ننګرهار ملي راډيو ټلويزون دوه تنه کار کوونکي باز محمد شينواری او محمد رفيق معروف خېل پکې بستر دي .سلا کار وزير او ننګرهار والي محمد ګلاب منګل د ننګرهار ملي راډيو ټلويزيو په کار کوونکو د تېرې ورځې شوی بريد په کلکو ټکو وغانده د پېښې شهيد ته يې د جنت الفردوس او ټپيانو ته يې د بېړنۍ روغتيا هيله وکړه.نوموړي وويل: رسنۍ ورځنۍ پېښې او د مسئولينو کړنې او فعاليتونه تر خلکو او د خلکو غوښتنې تر مسئولينو رسوي او د يو بې طرفه لوري په توګه فعاليت کوي.ننګرهار والي وايي: پر رسنيو او ژورناليستانو بريدونه د هېواد او خلکو د ښمنان تر سره کوي او په دې بريدونو سره غواړي، چې رسنۍ د دوی ناوړه څيرې او ناروا کړنې خلکو ته وړاندې نه کړي ،چې په وينا يې د هېواد دښمنان به په دا ډول کړنو سره زمونږ د رسنيو د کار کوونکو مرال لا لوړ کړي او د دوی له ټولو ناوړو کړنو او جنايتونو څخه به هېوادوال لا ښه خبر کړي.نوموړي دغه راز يادو ټپيانو سره يوه اندازه نغدي مرسته هم ترسره کړه.د يادونې ده ،چې د تېرې يکشنبې په ورځ د تورخم – جلا ل اباد لويې لارې په اوږدو کې د بټي کوټ ولسوالۍ اړوند سيمه کې د ننګرهار ملي راډيو ټلويزيون په کار کوونکو وسله وال بريد ترسره شو ،چې پر مهال يې د غني خېلو د ولسوال موټر چلوونکی شهيد او د ملي راډيو ټلويزيون دوه تنه کار کوونکي خبريال باز محمد شينوار او کمره مين محمد رفيق معروف خېل ټپيان شول.حسیب الله شینواری د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د ننګرهار پوهنې د نوي ریئس په توګه د دې ولایت ولسونو او منسوبینو ته وروپيژندل شو.د پیژندنې مراسم د سلواغې په ۴ مه د ښاروالۍ په میلمستون کې جوړ شوي و، چې پرمهال يې سلاکار وزیر او د ننګرهار والي محمد ګلاب منګل سربیره ، د پوهنې وزارت مسلکي او تخنیکي معین رحیل محمد فرمولي، د ننګرهار پوهنتون رئیس ببرک میاخیل ، د ولایتي شورا غړو محمد اجمل عمر، اسرارالله مراد ، اصحاب ولي مسلم ، ناصرکاموال ، د پوهنې ریاست د بېلا بېلو څانګو مسولینو او ګڼ شمیر نورو ګډون کړی و.د پوهنې پخواني سرپرست سید عيسی سادات وویل د ښوونځیو سرپنا او د درسي کتابونو نه شتون هغه ستونزې وې ، چې زده کړه یز بهیر يې یو څه ټکنی کړی وخو ډاډ يې څرګند کړ، چې د نوي ریئس په شتون سره به یادې ستونزې ترډیره بریده حل شي.سلاکار وزیر او د ننګرها روالي محمد ګلاب منګل وویل، چې د دې ولايت ولسونو لومړنۍ غوښتنې د پوهنې د پياوړتیا او پدې برخه کې د پرتو ستونزو د حل په موخه دي، چې دا د معارف سره د ولسونو د زیاتې علاقي او ميني ښکارندوي کوي.نوموړي ډاډ څرګند کړ، چې د پوهني نوي رئيس په راتګ سره به د پوهنې په برخه کې پرتې ستونزې حل شي او هم يې د پوهنې ریاست کارکونکو ته سپارښتنه وکړه، چې نوي رئيس سره په کارونو کې همکاري او همغږي وکړي.ننګرهار والي همداراز وویل، چې د پوهنې په برخه کې به د پروتو ستونزو د حل په موخه مبارزه کوي او معارف به له ستونز ژغوري.د ولایتي شورا غړي اسرارالله مراد پدې خوښي وښوده ، چې دولتي چوکۍ د عنعنوي دود څخه راووتې او د وړتیا او استعداد له مخې ورته وړ او مناسب شخصیتونه غوره کیږي.نوموړي د نوي رئيس څخه د پوهنې په ادراه کې د اصلاحاتو غوښتنه وکړه.د پوهنې وزارت مسلکي او تخنیکي معین رحیل محمد فرمولي وویل، چې د پوهنې نوی رئيس د ازادې سیالۍ له لارې دې بست ته غوره شوی او ډاډ يې څرګند کړ، چې په شتون کې به يې ګڼې ستونزې حل شي.ده همدا راز د درسي کتابونو او ځینو نورو ستونزو په حل کې د پوره همکارۍ ډاډ ورکړ.د پوهنې نوي رئیس حسیب الله شینواري وویل، چې د پوهنې په برخه کې د شته ستونز په نښه کول، په اداري پروسیجر کې اسانتياوې رامنځته کول ، د ظرفیتونو لوړول او د ټولنې وګړو سره سلا مشورې کول يې په کاري لومړیتوبونو کې ځانګړی ځای لري.نوموړي زیاته کړه د پوهنې بهبود لپاره کار کول د ټولنې د هر وګړي مسئوليت دی نو په همدې اساس یې غوښتنه وکړه ، چې په پوهنه کې د لاسوهنې پر ځای لاس نیوی وکړي.د امنیتي ځواکونو د مېړانې له امله د ۴ تنو ځآنمرګو د برید سره د ماشومانو د ساتنې ادارې د ۱۲ نجونو په ګډون ټول ۴۶ کارکوونکي ژوندي وژغورل شول .ننګرهار ولایت مرکز جلال اباد ښار درېیمې ناحیې اړوند سیمه کې د ماشومانو د ساتنې په اداره نن سهار۹ بجې او لس دقیقې څلور تنو بریدګرو بریدونه پیل کړل،چې لومړي ځانمرګي بریدګر د موټر بم په وسیله د ادارې مخې ته چاودنه وکړه .تر دا مهاله د تر لاسه شوو معلوماتو له مخې په دې پېښه کې د یادې ادارې دوه ساتوونکي او یو ملکي وګړی شهیدان شوي او د ۴ ساتوونکو په ګډون ۲۵ ملکي وګړي په څېرمه کورونو او ادارې ته نږدې د شیشو او نورو توکو د لګیدو له امله ټپیان شوي،چې ۱۹ تنه یې تر لومړنۍ درملنې وروسته کورونو ته لیږل شوي او شپږ تنه یې اوس هم تر درملنې لاندي دي .د لومړنیو معلوماتو له مخې په دې پېښه کې لومړني بریدګر د موټر بم په وسیله ځآنمرګی کړی او د پاتې نورو د وژل کېدو په اړه به تر بشپړې تصفیې وروسته معلومات شریک شي .سلاکار وزیر او د ننګرهار والي محمد ګلاب منګل د پېښې په ځآی کې په داسې حال کې چې امنیتي ځواکونو د پاتې بریدګرو پر وژل کېدو جګړه کوله،رسنیو ته وویل،نن سهار ۹ بجې او لس دقیقې د جلال اباد ښار دریمې ناحیې اړوند د ماشومانو د ساتنې په اداره د بریدګرو له لورې برید ترسره شو.هغه وایي،امنیتي ارګانونو کولای شول،چې ډیر ژر یادې درې بریدګر لمنځه یوسي،خو د ماشومانو د ساتنې په اداره کې د ۱۲ میرمنو په ګډون ۴۶ کسان بند پاتې وو،چې په همدې موخه امنیتي ارګانونو خپل عملیات په ډیر مهارت سره پیل کړل .ښاغلي منګل د ټولو امنیتي ارګانونو څخه په جلا جلا ډول مننه او ستاینه وکړه،چې په ډیر مهارت سره یې بریدګر ووژل او د یادې ادارې ټول کارکوونکي یې په خوندي ډول بهر کړل .هغه په پېښه کې شهیدانو ته د فردوس جنت او ټپیانو ته د بېړنۍ روغتیا هیلې ترڅنګ د ماشومانو د ساتنې ادارې د ټولو ژغورل شوو کسانو کورنیو ته مبارکي ورکړه .د نن ورځې پېښې په اړه به وروستۍ خبر پاڼه وروسته خپره شي،ځکه لا هم د پېښې په ځآی کې تصفیوي عملیات جریان لري.
په جلال باد ښار کې د اوولس کيلو متره په اوږدوالي او څلويښت متره پلنوالي په اساسي ډول د يوه سرک د جوړولو چارې پيل شوې .د دغه سړک د جوړيدو چارې نن سه شنبه د ولايت متسوفي عبدالله رقيبي او يو شمير نورو مسولينو له لوري پرانيستل شوې.د ولايت مستوفي عبدالله رقيبي د ياد سرک د چارو په پيل د خوښۍ ترڅنګ وويل، دا سړک د اوولس کيلو متره په اوږدوالي او څلويښت متره پلنوالي په درلودولو سره د درونټې سرخاب پل نه تر ثمرخيلو پورې په اساسي ډول د اسيا پر مختيايي بانک په مرسته جوړيږي. رقيبي د يوې پوښتنې په ځواب کې چې په ياد سرک څومره لګښت راځي او په څومره موده کې جوړيږي وويل، اوس عملا ددې سرک د سروې چارې پيل شوې چې له دې ورسته به يې د ډيزاين چارې پيليږي چې د سرورې له بشپړيدو وروسته به يې لګښت او د جوړيدو موده معلومه شي.د فوايد عامې رئيس انجينر ظابط خان منګل وويل ، دا سړک چې پيل به يې د سره رود ولسوالۍ د سرخاب پل نه او ترثمرخيلو به غځيږي چې ټول اوولس کليومتره اوږدوالی او څلويښت متره پلنوالی لري.نوموړي وايي امکان لرې چې له سرورې وروسته ياد سرک د ضرورت په اساس تر پنځه ويشت کليومترو اوږداوالي وغځيږي .د ښار جوړونې ريس عبدالقهار حيدري وويل، ياد سړک د ماسټر پلان مطابق له دورنټې تر ثمرخيلو د اولس کيلو متره په اوږدوالي جوړيږي، چې په وينا يې ددې سرک په جوړيدو سره به دسيند د غصب مخه هم ونيول شي.دبهسودو ولسوال محمد صديق دولتزي وويل: ددې سرک په جوړيدو سره به په ښار کې د ګڼې ګونې مخه ونيول شي.نوموړي وويل، ددې پروژې پر وړاندې هيڅ ډول ستونزه او ننګونه نشته ،چې په کاميابۍ سره به بشپړه شي.دولايتي شورا غړي محمد اجمل عمر ياده پروژه ګټوره ياده کړه ويې ويل ددې سرک په جوړيدو سره به په جلال اباد ښار کې د ګڼې ګونې او بې نظمې مخه هم ونيول شي.نوموړي همدا راز له مسولينو غوښتنه وکړه چې په سرک کې د راغلو کورنو خلکوته په يو بل مناسب ځای کې د سرپناه اسانتياوې برابرې کړې.د ننګرهار د کډوالو او راستنېدونکو چارو رياست له لوري د بيا ميشته کيدنې ولايتي کميټې ګډه غونډه ترسره شوه.د کډوالو او راستنېدونکو چارو رياست له لوري د بيا ميشته کيدنې ولايتي کميټې غونډه ترسره شوه،چې پکې د کار او ټولنيزو چارو رئيس عبدالحکيم شيرزاد او د بيلابيلو مرستندويه ادارو مسوولينو او استازو ګډون کړی وو.دکډوالو چارو رئيس غلام حيدر فقيرزی وايې دبيا ميشته کيدنې ولايتي کميټې غونډه د ولسمشر په حکم ترسره کيږي چې موخه يې په دغه ولايت کې د کډوالو په ستونزو غور کول دي.هغه وويل:د ننګرهار ولايت د کډوالو چارو رياست د بيا ميشته کيدنې معلوماتي مرکز کې دثبت شوو کډوالو د بيا ميشته کيدنې وضعيت او راپور چمتو شوی چې دکميټې غړو سره شريک شوی ترڅو راستنو شويو کډوالو ته د اړينو مرستو ، مشورو ورکولو او بيا ميشته کيدنې اوږد مهاله فرصتونه د لاس رسي په موخه اړوندو ادارو ته راجع شي.فقيرزي همدا راز وويل، پدي ولايت کې د کډوالو او راستنيدونکو څوارلس سوه کورنيو بيلا بيلې ستونزې ثبت شوي چې اړوندو ادارو ته استول شويدي.نوموړی وايي،د مرستندويه ادارو په مالي ملاتړ يې د راستنېدونکو او داخلي بې ځای شوو کورنېو سره د مرستو بهير روان دی او ټينګار کوي،چې د کډوالو ترڅنګ به د داخلي بې ځای شوو کورنېو ثبت چارې هم ترسره کېږې.په دغه غونډه کې د بېلابېلو مرستندويه ادارو مسولينو او استازو ډاډ ورکړ،چې له پاکستان نه راستنېدونکو او داخلي بې ځای شوو کورنېو سره به خپلې مرستې پراخې کړي.د يادونې ده چې د کډوالو او راستنېدونکو چارو رياست د بيا ميشته کېدنې ولايتي کمېټې غونډه،په مياشت کې يوځل جوړېږې،چې په کې د کډوالو د ستونزو پر حل خبرې کېږې.په پچیراګام کې د څه د پاسه ۴ میلیونه افغانیو په ارزښت د امبولانس،درملو او طبي وسایلو مرسته وشوه او د نسایي ولادي څآنګې د بنسټ ډبرې کېښودول شوه .ننګرهار ولایت د عامې روغتیا ریاست له لورې په پچیراګام ولسوالۍ کې د ۵ سوه زره افغانیو په لګښت د نسایي او ولادي څآنګې د بنسټ ډبره کېښودلو ترڅنګ د دې ولسوالۍ مرکزي روغتون سره د ۲ میلیونه او شپږ سوه زره افغانیو په ارزښت د یو مجهز امبولانس او د یو میلیون افغانیو په ارزښت د درملو او طبي وسایلو مرسته وکړه .د عامې روغتیا رئیس ډاکټر نجیب الله کاموال وویل،په پچیراګام ولسوالۍ کې ۵ روغتیایي مرکزونه لري،چې دوه روغتیایي مرکزونه یې د لس او دیرش بسترونو ظرفیت لري او په ټولو روغتونونو کې یې د بشپړو درملو د شتون څخه ډاډ ورکړ.هغه زیاته کړه، د پچیراګام ولسوالۍ په مرکزي روغتون کې یې د ۵ سوه زره افغانیو په مالي لګښت د نسایي ولادي څانګې د جوړولو چارې پیل کړې او همدا راز یې د یاد روغتون سره د دوه میلیونه او شپږ سوه زره افغانیو په مالي لګښت په طبي او نورو وسایلو سمبال د یو عراده امبولانس مرسته وکړه .د کاموال په وینا همدا راز یې د پچیراګام ولسوالۍ مرکزي روغتون سره د شاوخوا یو میلیون افغانیو په ارزښت د طبي وسایلو او درملو مرسته هم وکړه .د پچیراګام ولسوال قاري هجرت الله رحماني د ننګرهار والي محمد ګلاب منګل او د عامې روغتیا رئيس ډاکټر نجیب الله کاموال څخه مننه وکړه،چې د دې ولسوالۍ روغتیایي برخې ته یې د پاملرنې په موخه له دوی سره همکاري وکړه .نوموړي زیاته کړه، د نسايي ولادي څآنګې په جوړیدو،امبولانس او طبي وسایلو او درملو د مرستې له امله به په یاده برخه کې د دوی یوه اندازه ستونزې حل شي،خو یادې ولسوالۍ ته یې په نورو برخو کې د لا زیاتې همکارۍ غوښتنه وکړه .د یادونې وړده،چې د ننګرهار والي په لارښوونه مسؤلینو د روغتیا پالو ستونزې هم له نږدې واوریدې،چې د روغتون د څاه او یو شمیر نورو ستونزو په حل کې د همکارۍ ډاډ ورکړل شو .
پچیراګام د امن ولسوالۍ په نوم ونومول شوه او د حکومت او مرستندویه ادارو څخه په کې د پروژو د پلي کېدو غوښتنه وشوه .ننګرهار ولایت د پچیراګام ولسوالۍ مسؤلینو د یوې پراخې غونډې په ترڅ کې یاده ولسوالۍ د امن په نوم ونوموله،خو خلکو یې د حکومت او مرستندویه ادارو څخه په بېلابېلو برخو کې په دې ولسوالۍ کې د پروژو د پلې کېدو غوښتنې وکړې .پچیراګام ولسوالۍ کې د سلواغې په ۳مه جوړې شوې غونده کې د یادې ولسوالۍ سلګونه مخور،ځوانان او ګڼ نور د خپل نظام څخه د ملاتړ په پار را ټول شوي وو،چې په کې د یادې ولسوالۍ مسؤلینو سربېره د ولایت مقام کارپوه سبحان الله خطاب،عامې روغتیا رئیس ډاکټر نجیب الله کاموال،د ولایت ویاند عطاالله خوږیاڼي او یو شمیر نورو ګډون کړی وو.د پچیراګام ولسوال قاري هجرت الله رحماني وویل،د ننګرهار والي محمد ګلاب منګل په مشرۍ د ولایتي ادارې په ځآنګړو هلو خلو او د دې ولسوالۍ د ولسونو په مېړانه پچیراګام ولسوالۍ کې تروریستي ډلې ځپل شوي او له همدې امله پچیراګام د امن ولسوالۍ په نوم نوموي .قومي مشرانو حاجي ګل ولي،ملک تور،ملک خانزمان، شفیق الله او یو شمیر نورو د خبرو پر مهال د نظام څخه کلک ملاتړ اعلان کړ او په بېلابېلو برخو کې یې د ولسمشر له اجرائتو څخه ستاینه او قدرداني وکړه، دوی د هغه کسانو پر وړاندې د جدي اقداماتو غوښتنه وکړه،چې د دولتي امکاناتو څخه په ګټې اخیستنې د نظام تخریب او سرغړونې کوي او په دې برخه کې د خپل کلک ملاتړ ژمنې وکړې .دوی په بېلابېلو برخو کې یادې ولسوالۍ ته د نه پاملرنې له امله نیوکه وکړه او د حکومت او مرستندویه ادارو څخه یې په ټینګار په دې ولسوالۍ کې د پروژو د پلې کېدو غوښتنې وکړې .سلاکار وزیر او د ننګرهار والي محمد ګلاب منګل د ټلیفون په کرښه غوندې ته د وینا پر مهال د پچیراګام ولسوالۍ د خلکو د مېړانې څخه ستاینه وکړه او ډاډ یې ورکړ،چې د کرنې او مالدارۍ، کلیو پراختیا،پوهنې،عامې روغتیا او یو شمیر نورو برخو کې به یادې ولسوالۍ ته د پروژو په ورکړه کې ځآنګړې پاملرنه وکړي .د عامې روغتیا رئیس ډاکټر نجیب الله کاموال وویل، د شته نظام بنسټ د اسلامي اصولو له مخې اېښودل شوی،امنیتي ځواکونه د همدې ولسونو اولادونه او لمنځه دي او د دې نظام ملاتړ او د امنیتي ځواکونو سره همکاري یې د ټولو خلکو دنده وبلله .د پچیراګام ولسوالۍ امنیه قوماندان شاه زمین ساپي او د سرحدي پولیسو د اتم کنډک قوماندان عبدالکبیر سکندري د خبرو پر مهال د پچیراګام ولسونو ته ډاډ ورکړ،چې د دوی په همکارۍ به د دوی د ساتنې په موخه شپه او ورځ هلې ځلې وکړي .د ولایت مقام د ولسوالیو چارو کارپوه سبحان الله خطاب د غونډې د ټولو ګډونوالو څخه مننه وکړه،چې د کلونو ځنډ وروسته په پراخه کچه را ټول شوي او زیاته یې کړه،د خلکو لازمې همکارۍ او د ولسوالۍ د مسؤلینو سالم مدیریت له امله په یاده ولسوالۍ کې وضعیت تر پخوا ښه شوی دی .نوموړي زیاته کړه، سلاکار وزیر او د ننګرهار والي محمد ګلاب منګل پچیراګام ولسوالۍ ته ځآنګړې پاملرنه کړې،د دې ولسوالۍ د امنیتي او پرمختیایي وضعیت د ښه والې په موخه یې د کار د پیل څخه تر دا مهاله شاوخوا ۳۷ مهمې غونډې ترسره کړي .د دې غونډې په څنډه کې د نشه یې توکو پر وړاندې د مبارزې وزارت له لورې لیکل شوی ستاینلیک د پچیراګام ولسوال ته ورکړل شو او هم د ولسونو له لورې د امنیتي ځواکونو په غاړه کې د مینې او ستاینې ګلونه واچول شول .
د ننګرهار استيناف محکمې رئيس په مشرۍ دسترې محکمې د پلټنې قضايي پلاوي د دره نور اوخیوي ولسوالی څخه لیدنه وکړه د ننګرهار استيناف محکمې رئيس په مشرۍ دسترې محکمې د پلټنې قضايي پلاوي او استيناف څارنوالۍ رئيس په ملتيا د دره نور او ښېوې ولسواليو له عدليي او قضايي اجراتو ليدنه وکړه او هم يې په اړونده برخو کې په يادو ولسواليو کې دولسونو ستونزې واوريدې .دغه ګډ پلاوي وويل له يادې ليدنې يې موخه په يادو ولسواليو کې دعدليي او قضايي ارګانونو داجراتو ارزونه ، دولسونو د ستونزو اوريدل او دنورو ملکي او نظامي ادارو له مسولينو سره دکاري همغږۍ پياوړي کول دي .دغه ګډ قضايي پلاوي لومړی د دره نور ولسوالۍ له عدليي او قضايي چارو ليدنه وکړه او دولسونو ستونزې يې واوريدې.ددغه ليدنې پرمهال د دره نور ولسوالۍ ابتدايه محکمې رئيس قضاوتمند سيدنظيم ورغلي قضايي پلاوي ته دخپلو اجراتو او شته ستونزو پّه اړه معلومات ورکړل او يو شمېر ستونزې يې ورسره شريکې کړې.نوموړي وويل دروان کال له پيل څخه تر دې مهاله ورته پنځه جزايي قضيې ورغلي ، چې دوه يې فيصله شوي او درې نورې يې په قضايي قرار استول شوي او دغه راز په ياده موده کې څلور حقوقي قضيې ورغلي ، چې درې په قضايي قرار استول شوي او پاتې يوه يې مکتوبي مسترده شوې ده.د دره نور ولسوالۍ ابتدايه محکمې رئيس وويل په دغه موده کې يې درې سوه پنځه بېلابېل ډوله وثايق هم اجرا کړي دي .دغه راز د دره نور ولسوالۍ اجرايه مدير، دولسوالۍ امنيه قوماندان دامنيت مدير او د يو شمېر نورو ملکي اونظامي شعباتو مسولينو په ولسوالۍ کې داړونده ارګانونو په همغږۍ او دياد قضايي پلاوي دره نور ولسوالۍ ته په تګ خوښي وښوده او ژمنه يې وکړه ، چې لا به خپلو همکاريو ته دوام ورکړي.دننګرهار استيناف محکمې رئيس قضاوتيارعبدالولي قاضي زاده له ولسمشر او دسترې محکمې له مشرتابه مننه وکړه ، چې دچارو دسمون په موخه يې په قضايي ارګان کې ستربدلونونه راوستل او له قضاتو يې غوښتنه وکړه ، چې له فساد سره دکلکې مبارزې ترڅنګ قضايي اصولو ته جدي پاملرنه وکړي ، له ولسونو سره ښه چلند وکړي او کارونو ته يې په خپل وخت رسيدګي وکړي.قاضي زاده دعدليي او قضايي ارګانونو سره دولسونو په همکارۍ ټېنګار وکړ او ژمنه يې وکړه ، چې د غصب قضيوته به په عنلي توګه رسيدګي وکړي .دغه راز په غونډه کې دننګرهار استيناف څارنوالۍ رئيس احمدخالد اوريا د قضا او څارنوالۍ په ارزښت خبرې وکړې او په دې يې خوښي وښوده ، چې دتېر وخت په پرتله اوس په قضا او څارنوالۍ دولسونو باور زيات شوی.په ورته وخت کې ياد قضايي پلاوي په ښېوې ولسوالۍ کې دعدليي او قضايي اجراتو هم ليدنه وکړه او په اړونده برخو کې دولسونو ستونزې واوريدې .ديادې ليدنې پرمهال دښېوې ولسوال عاشق الله سادات او ابتدايه محکمې رئيس ورغلي قضايي پلاوي ته دښه راغلاست ويلو سربېره په ښېوې ولسوالۍ کې د ترسره شويو قضايي اجراتو او شته ستونزو په اړه معلومات ورکړ.دوی په خپلو خبرو کې له ورغلي قضايي پلاوي مننه وکړه ، چې دلومړي ځل لپاره يې يادو ولسواليو ته سفر وکړ او د دوی ستونزې يې دحل په موخه واوريدې.ويناوالو په ولسوالۍ کې دشته همکاريو او داړونده ارګانونو ترمنځ د ښې همغږۍ ډاډ څرګند کړ.ديادې ليدنې پرمهال دننګرهار استيناف محکمې رئيس قضاوتيارعبدالولي قاضي زاده وويل دامنيت تامين او دپراختيايي پروژو پلي کول دولسوال مسوليت دی او جزايي او حقوقي قضيو ته رسيدګي دعدليي او قضايي ارګانونو دنده ده.عبدالولي قاضي زاده وويل که ولسونه خپلې قضيې دسيمه اييز دود له مخې دجرګو له لارې حل فصل کوي ښه به داوي ، چې دغه فيصلې په وثايقو کې ثبت شي څو يادې قضيې په دايمې توګه حل شي.په ليدنه کې د ښېوې ولسوالۍ ابتدايه محکمې رئيس قضاوتمند صفی الله احمدي وويل د روان کال له پيل څخه تر دې مهاله ورته اتلس جزايي قضيې ورغلي ، چې ديارلس يې فيصله شوي يوه يې مکتوبي مسترده شوې ، څلور يې په قضايي قرار استولي دي .دغه راز په ياده موده کې پنځه ويشت حقوقي قضيې ورغلي ، چې شپږ يې فيصله شوي يو يې مکتوبي مسترده شوې څوارلس يېپه قضايي قرار تللي او څلور يې تر کار لاندې دي .دښېوې ولسوالۍ ابتدايه محکمې رئيس وويل درې سوه اته نوي بېلابېل ډوله وثايق يې اجرا کړي دي .دښېوې ولسوالۍ قومي مخورو په ياده ولسوالۍ کې دځمکو له غصب څخه شکايت وکړ او زياته يې کړه ، چې ددې ولسوالۍ په يو شمېر سيمو کې دغصب لړۍ پراخه شوې ، چې دعدليي او قضايي ارګانونو په همکارۍ به يې مخنيوي کې هلې ځلې وکړي.په غونډه کې دننګرهار استيناف څارنوالۍ رئيس احمد خالداوريا وويل دولسواليو ابتدايه څارنوالانو ته يې له اړونده ارګانونو سره دښې کاري همغږۍ سپارښتنه کړې .اوريا د ولسواليو له مسولينو او امنيه قواندانانو غوښتنه وکړه ، چې د جرمونو په کشف کې دڅارنوالانو سره همکاري زياته کړي او دځمکو دغصب قضيو ته جدي پاملرنه وکړي.دغه راز دننګرهار عدليي رئيس مستوخان هلال دحقوقي موضوعاتو په خپل وخت محکمې ته په استولو ټېنګار وکړ او له مسولينو يې غوښتنه وکړه ، چې دځکمو دغصب قضيې سره له اسنادو عدليي او قضايي ارګانونو ته وړاندې کړي څو يې پروړاندې دعوې اقامه اومحکمې ته واستوي.د دره نور او ښېوې ولسواليو ته دعدليي او قضايي ارګانونو تللي قضايي پلاوي ديادو ولسواليو له بېلابېلو برخو ليدنه وکړه او هم يې دولسونو او مراجعينو سره دمسولينو دچلند ، روانو چارو او شته ستونزو حل په موخه خبرې وکړې .