چارواکي وایی د جزا قانون د نوي کوډ په پلي کیدو سره به په ټولنه کې د جرایمو کچه راټيټه شي.
سلاکار وزیر او د ننګرهار والي محمد ګلاب منګل، چې امنیه قومندان، د استناف محکمې، استناف څارنوالۍ، عدلیې، ښځو چارو رئيسانو،د ملي امنیت ادارې استازي او ولایتي شورا غړي يي ملتیا کوله د جزا نوي کوډ د نافذیدو په تړاو يې د یو رسنیز کنفرانس پرمهال وویل، چې په ټولنه کې د وګړو د حقوقو د خوندیوب په موخه نوی د جزا کود نافذ شو، چې له مخې به يې په هیواد کې د جرایمو کچه تر ډیره بریده راټيټه شي.
نوموړي زیاته کړه په تیر یونيم کال کې ډیر نوي قوانین نافذ شوي، چې پرمټ يې په عدلیي او قضايي ارګانونو کې د پام وړ مثبت تغیرات رامنځته شويدي.
ده همدا راز وویل نوی د جزا کوډ نوي عصر او حالاتو ته په کتو رامنځته شوی، چې ټولو ناقانونه کړنو او مواردو ته پکې جزاګانې پيشبیني شويدي.
د ننګرهار امنیه قومندان لوی پاسوال عبدالرحمن رحیمي نوی د جزاد کوډ د قوانینو په پلي کیدو کې مهم وباله او په پلی کیدو کې يې د پوره همکارۍ ډاډ ورکړ.
د ولایتي شورا غړي اجمل عمر وویل هغه نیمګړتیاوې، چې د جزا په پخواني قانون کې موجودې وې په اوسني قانون ټولې په نظر کې نیول شوي نو په همدې اساس یې غوښتنه وکړه، چې دغه قانون دې په ټولو یو شان پلې شي.
د استناف څارنوالۍ ریس احمد خالد اوریا وویل پخوانی د جزا قانون ۴۱ کاله وړاندې د سردار محمد داود د واکمنۍ پرمهال نافذ شوی و، چې په خبره يې اوسني عصر او حالاتو ته په کتو پکې نیمګړتیاوې موجودې وې.
نوموړي زیاته کړه د جزا نوي کوډ په رامنځته کیدو سره ۳۳ تقنیني سندونه او حکمونه لغوه شول.
د ننګرهار استناف محکمې رئيس عبدالولي قاضي زاده د سلواغې په ۲۵ مه د ولایت مقام په رسنیو دفتر کې د جوړ شوي کمنفرانس پرمهال د جزا نوي کوډ د یو شمیر مادو د تشریح کولو ترڅنګ زیاته کړه د جزا نوی کوډ په ۱۶ بابونو ، ۹۱۶ مادو، ۱۱۱ فصلونو او په دوه کتابونو کې د پخواني قانون سره په خورا توپیرسره چاپ شوی.
نوموړي زیاته کړه د جزا په نوي کوډ کې انتحاري، تروریستي، مخابرات او په ګڼ شمیر نورو مواردو کې د غیر قانوني کړنو د ترسره کیدو لپاره جزاګانې پیشبیني شویدي.
د یادونې ده، چې د جزا نوی کوډ د سلواغې په ۲۵ نافذ شو، چې په پلي کیدو سره به یې په هیواد کې د جرایمو کچه راټیټه شي.
ننګرهار والي وايي د جزا نوي کوډ په پلي کېدو سره به په ټولنه کې بنسټيز تغیرات راشي.
سلاکار او وزیر او د ننګرهار والي محمد ګلاب منګل په اوونیزه اداري غونډ کې، چې د جزا نوي کوډ د تشریح کولو په موخه ځانګړې شوې وه وویل د جزا قانون نوی کوډ د پخواني په پرتله ډیر جامع دی، چې په پلي کېدو سره به يې په ټولنه بنسټيز تغیرات راشي او هم به د جرمنو کچه راټيټه شي.
د دې ولایت اداري اوونیزه غونډه د سلواغې په ۲۵ مه ولایت مقام کې د ننګرهار والي په مشرۍ جوړه شوې وه، چې پکې د بېلا بېلو دولتي ادارو مسئولينو او استازو ګډون کړی و.
سلاکار وزیر او د ننګرهار والي وویل د جزا قانو نوی کوډ اوسنيو حالاتو په کتو ټولو موضوعاتو ته پکې ځای ورکړل شوی او هم ورته جزاګانې پیشبیني شويدي.
نوموړي زیاته کړه د جزا نوی کوډ د عدلي او قضايي ارګانونو سربیره ټولو سره د قانوني اجراتو په برخه کې بشپړه همکاري کولای شي.
د ننګرهار استيناف محکمې رئیس عبدالولي قاضي زاده په اداري اوونیزه غونډه کې د جزا نوي کوډ د یو شمیر مادو د تشریح کولو ترڅنګ زیاته کړه د جزا نوی کوډ په ۱۶ بابونو ، ۹۱۶ مادو، ۱۱۱ فصلونو او په دوه کتابونو کې د پخواني قانون سره په خورا توپیرسره چاپ شوی.
نوموړي وویل د جزا په نوي کوډ کې ټول هغه موارد ځای پر ځای شوي، چې په پخواني قانون کې ورته ځای نه و ورکړل شوی، چې په خبره يې د رشوت اخیستونکي، ورکونکي ، رابطه جوړونکي، انتحاري، تروریستي کړنو، نشه یي توکو او نور هغه موارد ، چې د جرمنو مرتکب ګرځې په پوره وضاحت سره ورته جزګانې پیشبيني شویدي.
په اونیزه اداري غونډه کې د ګډون والو له لوري په یو شمیر نورو موضوعاتو هم خبرې اترې او پریکړې وشوې.
د يو ميليون او شپږ سوه زره افغانيو لګښت د غازي اباد منځني ښوونځي د رغونې چارې بشپړې شوې.
ننګرهار ولايت بټي کوټ ولسوالۍ غازي اباد سيمه کې د پوهنې وزارت د يو ميليون او شپږ سوه زره افغانيو په مالي لګښت د غازي اباد منځني ښوونځي د رغونې چارې بشپړې او د يوې غونډې په ترڅ کې ګټې اخيستنې ته وسپارل شو.
د ګټې اخيستنې په غونډه کې د بټي کوټ ولسوال، د ملکي او نظامي ادارو مسئولينو، پوهنې امر، ښوونکو، زده کوونکو او د سیمې اوسيدونکي ګډون کړی و.
د بټي کوټ ولسوال نعمت الله نورزي وويل، چې د ياد ښوونځي ټولګي او اداري خونې دمخه د استفادې وړ نه وې، چې د ننګرهار والي په لارښوونه د پوهنې رياست له لوري د يو ميليون او شپږ سوه زره افغانيو په لګښت ورغول شو.
نوموړي وويل، چې د دغه ښوونځي رغيدو سره د سلګونه زده کوونکو د سرپناه ستونزه حل شوه.
ولسوال د سيمې خلکو ته ډاډ ورکړ، چې په دې ولسوالۍ کې به د پوهنې په برخه کې لازم اجرات تر سره شي.
دوه تنه د انسان تښتونې، قتل او غلا په تور ونيول شول
ننګرهار ولايت مرکز جلال اباد ښار او بهسودو ولسوالۍ مربوطاتو کې پولیسو يو تن د انسان تښتونې او قتل او بل د غلا په تور ونيول.د معلوماتو له مخې د سلطان په نوم يو تن، چې د قتل او انسان تښتونې په قضيه کې تورن دی د بهسودو ولسوالۍ مربوطاتو کې ونيول شو.همدا راز د قيس په نوم يو بل تن د جلال اباد ښار په مربوطاتو کې د موټر سايکل د غلا په تور نيول شوی دی.
په ورته وخت کې پوليسو جلال اباد ښار کې د امنيت ټينګښت په موخه د پيل شوي کمپاين په ترڅ کې لس عرادې بې اسناده موټر سايکلونه نيولي، د ۲۹ موټرونو تورې ښېښې يې سپينې کړي او له قانون څخه سرغړونکي يو شمېر موټر چلوونکي يې نغدي جريمه کړي دي.د يو بل خبر له مخې تېره ورځ پولیسو د خوږياڼو ولسوالۍ مربوطاتو کې ځانګړي عمليات کړي، چې په ترڅ کې يې د وسايطو ضد دوه ماين کشف او لمنځه وړي.
د روداتو ولسوالۍ يو شمېر قومي مشرانو د يادې ولسوالۍ مسئولينو سره د ناستې پر مهال د دولت فعاليتونه او لاسته راوړنې وستايلې.
ننګرهار ولايت روداتو ولسوالۍ يو شمېر قومي مشرانو په داسې حال کې، چې سناتور لطف الله بابا هم شتون درلود د يادې ولسوالۍ مسئولينو سره د ناستې پر مهال خپلې يو شمېر ستونزې شريکې کړې او هم يې د دولت فعاليتونه او لاسته راوړنې وستايلې.قومي مشرانو حاجي عجب خان ، سلطان محمد ، ګل احمد او ځينو نورو په ولسونو غږ وکړ ،چې په خپلو سيمو کې د هېواد او سولې دښمنانو ته ځای ور نکړي او د مشکوکو کسانو د ليدلو پر مهال امنيتي ځواکونه خبر کړي.قومي مشر حاجي عجب خان دغه راز له ولسونو غوښتنه وکړه ،چې د عامه پروژو ملاتړ وکړي او د تطبيق پر مهال يې دولت سره همکاري وکړد روداتو ولسوال حضرت خان خاکسار له قومي مشرانو مننه وکړه ،چې تل يې دولت سره په هره برخه کې همکاري کړې ده.په ياده ولسوالۍ کې د ميشتو امنيتي ځواکونو همغږي وستايله ،چې په وينا يې د ولسونو د امنيت ساتنې په موخه بشپړ چمتو والی لري.سناتور لطف الله بابا د غونډې ګډونوالو ته ډاډ ورکړ ، چې ستونزې به يې اړونده ادارو سره د حل په موخه شريکې کړي .

دوربابا کې بېوزله کورنيو ته د چرګانو وېشلو ترڅنګ د څارويو روزنې په موخه د وسايلو مرسته کيږي.
ننګرهار ولايت دوربابا ولسوالۍ کې د ORCD موسسې له لوري بېوزله کورنيو ته د چرګانو ورکړې ترڅنګ د چرګانو او څارويو د روزنې په موخه د اړينو وسايلو مرسته کېدو په موخه سروې پيل شوه.د دوربابا ولسوال هميشه ګل مسلم وويل، چې د ORCD موسسې مسئولینو په دې ولسوالۍ سروې پیل کړې، څو بېوزله کورنۍ معلومي کړي او د چرګانو وېشلو ترڅنګ ور سره د څارويو ښې روزنې په موخه د وسايلو مرسته وکړي.نوموي زیاته کړه، چې له سروې وروسته به اړمنو کورنيو سره د دوی د اقتصاد پياوړتيا په موخه د چرګانو مرسته وشي.
ولسوال وويل، چې د يادو کورنيو غړو ته به د چرګانو او څارويو روزنې په برخه کې د عملي او نظري زده کړې ترڅنګ د څارويو او چرګانو روزنې اړين وسايل هم په واک کې ورکړل شي.

د ننګرهار کار ټولنيزو چارو شهيدانو او معلولينو رياست له لوري پنځوس بې وزلو کورنيو سره د نږدې یو میلیون افغانیو په ارزښت د وسایلو مرسته و شوه.
د ننګرهار کار ټولينزو چارو شهيدانو او معلولينو ريئس پوهنيار عبدالحکيم شيرزاد، د يادې مرستې د وېش پرمهال وويل ، دا مرستې د کارټولنيزو چارو شهيدانو او معلولينو رياست په هلو ځلو او د بشري خيريه موسسې له لوري په پنځوس بې وزله کورنيو سره د اقتصادي پياوړتيا او کاري زميني برابرولو په موخه ترسره شوه.
شيرزاد وايي : ياده مرسته ۹۵۰ زره افغانیو په ارزښت ده،چې هر کس ته د نږدې ۱۹ زر افغانیو په ارزښت د خياطۍ ، ساعت جوړونې ، دوکاندارۍ او يو شمير نورو وړو کاروبارانو وسايل او توکي ورکړل شول .
شيرزاد همدا راز له مرسته کوونکې موسسې د مننې ترڅنګ له مرسته اخيستونکو وغوښتل چې پخپلو کوچنيانو زده کړې وکړي او راتلونکی يي روښانه کړي.
نوموړي همدا راز له شتمنو او خيريه ادارو غوښنته وکړه ، چې د کونډو او يتمانو لاسنيوی وکړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *