پنځه ديرش کيلو ګرامه تارياک ونيول شول

د ننګرهار ولايت بهسودو ولسوالۍ اړوند بهسودو پل سيمه کې پوليسو په يو عراده مټيز موټر کې پنځه ديرش کيلوګرامه تارياک له يو تن سره نيولي، چې غوښتل يې د ننګرهار غنې خېلوولسوالۍ ته يې وليږدوي.

نيول شوي تن اعتراف کړی، چې دغه تارياک يې له لغمان ولايت څخه غنې خېلو ولسوالۍ ته د پلور په موخه لېږدول.

دا په داسې حال کې ده، چې پوليسو تېره ورځ هم په يو عراده لارۍ موټر کې ۵۱۰ کيلو ګرامه چرس نيولي و.

وسله والو مخالفينو سره د تړاو په تور شپږ تنه ونيول شول

د ننګرهار ولايت چپرهار ولسوالۍ کې تېره شپه ۰۲ قطعې عمليات کړي، چې په ترڅ کې يې څلور تنه وسله والو مخالفينوسره د تړاو په تور د دوه ميله تومانچو، اته کلاشنکوف شاژورونو، درې پرتلو او يو قبضه برچې سره يوځای نيولي دي.

دغه راز په ورته وخت کې د ملي امنيت موظفينو د سره رود ولسوالۍ ميرزايانو سيمه کې هم دوه تنه وسله والو مخالفينو سره د تړاو په تور نيولي دي.

نيول شوي کسان په اړونده ادارو کې تر پوښتنو لاندې دي.

دننګرهار امنيې قوماندان مل پاسوال سيدګل اقا روحاني د کوټ ولسوالۍ دامنيتي وضعيت ارزونې او امنيت ټېنګښت په موخه له يادې ولسوالۍ ليدنه وکړه .

د سې شنبې په ورځ ننګرهار امنيې قوماندان مل پاسوال سٍيدګل اغا روحاني د قوماندانۍ د يو شمېر شبعاتو مسوولينو په ملتيا کوټ ولسوالۍ ته سفر وکړ ، چې پرمهال يې لمړی ديادې ولسوالۍ د ملي او سيمه ييزو پوليسو ، چې په يو عسکري نظام ترتيب شوي و ليدنه وکړه او دهغوی دسرښندنو، لاس ته راړونو ، او فعاليتونو ستاينه يې وکړه .

دغه راز امنيه قوماندان په ياد محل کې دګډو امنيتې ځواکونو او ملکي ادارو په ښې همغږۍ خوښي څرګنده کړه او پوليسو ته يې لارښوونه وکړه ،چې په پوره ايماندارۍ او صداقت سره د مسوليت له ساحو څخه په کلکه ساتنه وکړي ، دغلو ، لارې وهونکو ، انسان تښتونکو او غاصيبنو او نورو ورانکاره ډلو په نيولو کې ګړندي ګامونه پورته کړي .

په ورته وخت کی امنيې قوماندان مل پاسوال سيدګل اغا روحاني او ورسره پلاوي ديادې ولسوالۍ په قرارګاه کې د ولسوال حاجي سيدالرحمن ، يو شمېر قومې مشرانو او ملکي اونظامي ادارو مسولينو سره ځانګړې ناستې وکړې .

امنيه قوماندان دکوټ ولسوالۍ دولسونو په يووالی خوښي ښکاره کړه ، چې دخپلو امنيتي ځواکونو سره يې دوسله والو مخالفينو په ځپلو او لمنځه وړلو کې مرسته او همکارې کړې .

نوموړي له قومي مشرانو څخه غوښتنه وکړه چې دقانون په تطبيق او دجرمونو په کشف کې له پوليسو سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي .

نوموړي په ياده ولسوالۍ دنظامي ادارو مسولينو ته په په بېلابېلو برخو کې لازمې سپارښتنې وکړې او خپلو دندو ته يې ځېرکړل

دکوټ ولسوال حاجي سيدالرحمن او امنيه قوماندان په سيمه کې امنيه قوماند ته دامنيتي وضعيت په اړه معلومات ورکړل او ډاډ يې ورکړ ، چې ټولې ورځنۍ چارې به دقانون په رڼا کې پر مخ وړي.

دغه راز په غونډه کې يو شمېر قومي مشرانو هم خبرې وکړې او ننګرهار امنيه قوماندان ته يې په ځېنو برخو کې وړانديزونه وکړل ، چې دامنيه قوماندان له لوري د حل ډاډ ورکړل شو.

امنيه قوماندان ديادې ولسوالۍ دپوليسو دشعباتو، وسله کوټ ، استراحت خونو ، او پخلنځي څخه ليدنه وکړه ، چې مسولينو ته يې دلا ښه والي په موخه لازمې سپارښتنې وکړې .

دننګرهار عامې روغتيا رياست او تطبيق کوونکې ادا موسسې له لوري دټولنې دروغتيايي کارونکو نړېواله ورځ ونمانځل شوه .

له همدې امله په جوړه شوې غونډه کې د تطبيق کونکې ادا موسسې مشر شفيق الله شفق د رضاکاره روغتيايي کارکوونکو هڅې وستايلې ويې ويل اوس مهال د دې ولايت په ۲۲ ويشت ولسواليو کې ۷۶ اويا روغتيايي پوستې لري ، چې ۱۸۹۱ روغتيايي کارکوونکي پکې په رضاکاره توکه خدمت کوي .

نوموړي وويل ، دغه رضاکاره روغتيايي کارکوونکو ته دوه پنځوس ورځې لومړنۍ روغتيايي زده کړې ورکول کېږي ، چې په خبره يې له زده کړو وروسته کورنيو ته دولادت په برخه کې عامه پوهاوی ورکوي.

دشفق په وينا درضاکارانو پرمټ يې په لسګونو شکمنې پېښې ثبت کړي او دغه راز يې دنري رنځ په مخنيوي کې مهم رول لوبولی.

په غونډه کې دننګرهار عامې روغتيا رياست استازي ډاکټر شاهين دعامې روغتيا وزير پيغام ولوست او په ټولنه کې يې دروغتيايي کارکوونکو په ارزښت خبرې وکړ ې .

دغه راز نور حسن ، رئيس خان ، سيدجهان جهاني او يو شمېر نورو ويناوالو په خپلو خبرو کې د يادو روغتيايي رضاکانونو هڅې او کارونه وستايل.

ويناوالو په خپلو خبرو کې په نشه يي توکو درږدو کسانو يادونه وکړه او دمخنيوي په برخه کې يې دټولنې ټول وګړي مسول وبلل .

دغونډې په پای کې هغه روغتيايي رضاکاره کارکوونکي ، چې دمثبتو پېښو په ثبتولو کې يې ډېرې هلې ځّلې کړې وې په ستاينليکونو او ډاليو ونازول شول.

د دوه يو سېلاب قول اردو درستيزوال دننګرهار ولايت په پچير اګام ولسوالۍ کې دشاهين (۲۰) په نوم دګډو امنيتي ځواکونو له روانو عملياتو ليدنه وکړه .

د دوه سوه يو سېلاب قول اردو درستيزوال بريد جنرال نورالله قادري په داسې حال د دې ولايت په پچيراګام ولسوالۍ کې دشاهين (۲۰) په نوم دګډو ځواکونو له روانو عملياتو ليدنه وکړه ، چې ديادې لوا دقرارګاه د بېلابېلاتو شبعاتو مديرانو يې ملتيا کوله .

دليدنې په پيل کې د دوه سوه يو سېلاب قول اردو درستيزوال او ورسره پلاوي ته دڅلورمې پلې لوا قوماندان بريدجنرال محمدنسيم سنګين له لوري په داسې حال کې د هغو سيمو په اړه ، چې تازه له داعش وسله والې ډلې نيول شوې معلومات ورکول کېدل ، چې د ننګرهار امنيه قوماندانۍ دامنيت امر پاسوال عبدالجلميل توتمدري ، د۲۰۲ شمشاد زون مرستيال محمد معروف احمدزي ، دسرحدي لوا درستيزوال محمدايوب حسين خېل او يو شمېر نورو منسبوينو يې ملتيا کوله.

د دوه سوه يوه سېلاب قو لاردو درستيزوال بريد جنرال نورالله قادري دافغان ګډو امنيتي ځواکونو په همغږۍ خوښي څرګنده کړه او دهغوی دمحاربوي فعاليتونو له امله يې ترې مننه وکړه.

نوموړي دامنيتي ځواکونو سرښندنې وستايلې ويې ويل اوس مهال افغان ځواکونه د داعش او وسله والو طالبانو سربېره له نړېوال تروريزم سره په جګړه بوخت دي.

له عملياتو څخه دليدنې په پای کې هغه منسوبين ، چې په دندو کې يې له ځانه وړتياوې ښودلې وې په ستاينليکونو وستايل شول.

دګډو ځواکونو مسنوبينو د ستاينليکونو داخستلو پرمهال ژمنه وکړه ، چې په ښې همغږۍ سره به په هرډول شرايطو کې دخپلې خاورې او خلکو دفاع کوي .

د لويو لارو د امنيت ساتنې سربېره خلکو ته د مصون امنيتي چاپيريال د برابرولو په مقصد د امنيتي ادارو هڅې او قربانۍ د ستايلو دي.

د ننګرهار ولايت مرستيال محمد حنيف ګرديوال په امنيتي مجلس کې په دې ولايت کې د افغان امنيتي ځواکونو په مشرۍ د پچيراګام ولسوالۍ په اړوند ساحو کې د امنيتي ځواکونو دهڅو د ستاينې تر څنګ وويل اړينه ده ، چې امنيتي ځواکونه د داعش ډلې په ګډون د ټولو وسلوالو پرضد چاڼيز عمليات له مېشتو ولسونو سره په همغږۍ تر سره کړي .

د ولايت مرستيال وويل دا مهال افغان امنیتي ځواکونه کولای شي چې پدې ولايت کې د وسله والو مخالفينو په ځپلو د هر ډول ناامنيو مخه ونيسي .

ددې اونۍ په امنيتي مجلس کې د ملي امنيت د رئيس په ګډون د لومړي نمبر سرحدي او څلورمې پلې لوا قومندانانو او د امنې قومندانۍ مرستيال او يو شمېر نورو مسولينو ډاډ ورکړ ، چې ددې ولايت د امنيت ساتنې په برخه کې هر ډول چمتو والی لري .

ددوی په وينا دا مهال افغان امنيتي ځواکونه د مېشتو ولسونو په همکارۍ په ټولو ساحو کې په وسله والو مخالفينو لاسبري دي.

د ننګرهار ګمرک محصول به له دې وروسته سوداګر د دولتي او خصوصي بانکونو له لارې اجرا کړي .

د ولايت مرستيال محمد حنيف ګرديوال په ننګرهار کمرک کې په الکترونيکي ډول د محصول د ورکړې تر نامه لاندې سوداګرو او پدې ولايت کې د بانکونو استازو ته د عامه پوهاوي په غونډه کې وويل سوداګرو ته په بېلا بېلو برخو کې اسانتياوې برابرول کولای شي چې ددې ولايت په ګډون په هېوادنۍ کچه عوايد لوړ کړي.

د نوموړي په وينا دا مهال د کورني عايداتو زياته برخه ګمرکي محصول جوړوي او پکار ده چې ددې برخې د لا غوړيدا په موخه کوټلي ګامونه واخستل شي .

په غونډه کې د ننګرهار ګمرک رئيس الهام الدين مظهر د ياد پروګرام موخه د سوداګرۍ پراختيا او له سوداګرو سره همکاري په ګوته کړه.

د نوموړي په وينا ياد پروګرام د ماليې وزارت اړوند په يو شمېر ادارو کې پلی شوی او هڅه کوي ، چې د ننګرهار سوداګر هم يادو اسانتياو ته لاسرسی ولري .

د سوادګرۍ او صنايعو خونې استازي او سوداګر ډاکټر مخلص احمد ياد پروګرام د سوادګرۍ په برخه کې مهمه لاسته راوړنه وښوده او له اړوند ادارو يې غوښتنه وکړه چې په دې ولايت کې د شته بانکونو د غرفو د زياتولو تر څنک د انټرنيټي غلاوو په مخنيوي کې لازمې هڅې وکړي او هم د ياد پروګرام په اړه د عامه پوهاوي برخه غښتلې کړي.

د ننګرهار بدني روزنې امريت د فډراسيونونو مسولين او د يوشمير ورزشي برخو ورزشکاران ، چې ښې لاسته راوړنې يې لرلې په ستاينليکونو ووياړل.

دغه ستاينغونډه ، چې دبدني روزنې امريت کې جوړه شوې وه پر مهال يې دبدنې روزنې امر شاهدالله ساپي وويل: هغه لوبغاړي او مسوولين چی پخپله برخه کې لاسته راوړنې ولري هميشه به ستايل کېږي.

ساپي وويل دننګرهار دکان کراټې او شين کيوکشن کراټې لوبغاړو وکړای شول په کابل کی د ملي لوبډلې په ټاکنيزو سياليو کې دريم مقام خپل کړي.

نوموړي زياته کړه د غړو ښکلا ملي لوبډلې لوبغاړي قيس شګيوال هم په آسيايي سياليوکې لاسته راوړنه درلوده چې په وينا يې هيواد ته يې وياړ ور په برخه کړ.

دنورو ورزشکارانو په استازيتوب دځغاستي فډراسيون مسول شکرالله پهلوان دبدنې روزنې امر څخه مننه وکړه ،چی تل يې پدی ولايت کې ورزشکاران ستايلي او هغوي ته يې دسياليوزمينه برابره کړې.

ددې مراسمو په پای کې د فډراسيونونو مسولينواو ديوشمير ورزشي څانګو مډال ګټونکولو بغاړو ته دبدني روزنې امريت له لوري برابرشوي ستاينليکونه ورکړل شول.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *