د ننګرهار روداتو ولسوالۍ ولسونه د قومي پریکړې له مخې کميټه جوړوي، چې دولت سره د هر اړخیزې همکارۍ ترڅنګ به په سیمه کې د ناقانونه کړنو د مخنیوي لپاره به هڅې کوي.
سلاکار وزیر او د ننګرهار والي محمد ګلاب منګل سره د روداتو ولسوالۍ قومي مخورو د لیدنې پر مهال وویل په یاده ولسوالۍ کې د قومي پریکړې له مخې ولسونه یو با صلاحیته ګډه کميټه جوړه وي، چې دولت سره د هراړخیزې همکارۍ ترڅنګ به د دولتي ځمکو د غصب، نشه يې توکو د پیر او پلور، او نورو ناقانونه کړنو مخنیوی به کوي او هم به په سیمه کې د ورانکاره ډلو د فعالیت مخه نیسي.
د وري په ۱۵ مه د جلال اباد په شاهي ماڼۍ کې د یادې لیدنې پرمهال دروداتو ولسوالۍ قومي مخورو ننګرهار والي څخه د یادې قومي کمیټې د ملاتړ او همکارۍ غوښتنه وکړه.
ننګرهار والي محمد ګلاب منګل د روداتو ولسوالۍ د ولسونو د دغه نیک ګام د اخیستو او تړون ستاینه وکړه او دغه چاره يې د قومي یووالي او د سيمې د پرمختګ لپاره اغیزمنه لار وبلله.
نوموړي زیاته کړه ولایتي اداره د ځانګړې پاملرنې له مخې په روداتو ولسوالۍ کې د صنعتي پارک او غازي امان الله خان ښارګوټي ترڅنګ ۴۰ میګاواټه لمریزه بریښنا، نوی جلال اباد او نورې بېلا بېلې ټولګټې پروژې پلي کوي، چې د یادې ولسوالۍ ولسونو ته پکې ځانګړی سهم په نظر کې نیول شوی.
ننګرهار والي د یادې ولسوالۍ د ولسونو په یووالي ټینګار وکړ او ورڅخه يې غوښتنه وکړه، چې د ټولګټو پروژو په پلي کیدو کې پوره همکاري وکړي.
د ولایتي شورا رئیس احمد علي حضرت د روداتو ولسوالۍ د قومي کميټې په جوړیدو خوښي وښوده او د نورو ولسوالیو په ولسونو يې غږ وکړ، چې دولت سره د امنیت په ټینګښت، قانون په پلي کیدو او نورو برخو کې خپله همکاري لا زیاته کړي.
په ننګرهار کې د بېلا بېلو دولتي ادارو مطبوعاتي مسئولینو ته په مسلکي برخه کې درې ورځنی ورکشاپ پای ته ورسيد.
د ننګرهار ولایت مقام رسنيو دفتر په نوښت اود اسلا ادارې په مالي او تخنیکي همکارۍ د بېلا بېلو دولتي ادارو مطبوعاتي مسئولینو ته د انځورونو، ويډیو اخیستلو او د ټولنیزو رسنیو د کارونې په اړه روزنیز او مسلکي درې ورځنی ورکشاپ پای ته ورسيده.
د ولایت سرپرست مرستیال او مستوفي عبدالله رقیبي د یاد ورکشاپ د پای په مراسمو کې د اسلا ادارې له مسئولينو مننه وکړه، چې د ادارو مسئولینو ته يې د انځورونو، ويډيو او ټولنيزو رسنيو کارونې برخه کې درې ورځنی ورکشاپ ورکړ.
نوموړي د دغه ادارې له مسئولينو وغوښتل، چې د مامورينو لوړتيا لوړونې په موخه دا ډول ورکشاپونه نور هم جوړ کړي او ورته نوي کسان دعوت کړي .
د ولایت سرپرست مرستیال د ورکشاپ له ګډونوالو غوښتنه وکړه، له زده کړه موضوعاتو څخه په خپلو کارونو کې ګټه پورته کړي.
د یادونې ده، چې د ولایت مقام له لوري د اسلا ادارې په مالي او تخنیکي همکارۍ تردې وړاندې هم په مالي ، پلان جوړونې او نورو برخو کې د بېلا بېلو اداور ګڼ شمیر کارکونکو ته د ورکشاپونو له لارې مسلکي او تخنیکي زده کړې ورکړل شوي.
ننګرهار عامې روغتیا ریاست د چاپیریال روغتیا ساتنې امریت ځانګړي کمیسیون د جلال اباد ښار په بېلابېلو ساحو کې بررسي ترسره کړه.
یاد کمیسیون د جلال اباد ښار په روښان مینه کې د جوسونو جوړولو کارخانې څخه هر اړخیزه بررسي ترسره کړه چې د يادې کارخانې مسئولینو ته يې د صحت په برخه کې لازمې سپارښتنې وکړې.
د چاپیریال روغتیا ساتنې امر ډاکټر محمد اشرف احمدزی وايي: یاد کمیسیون همدا راز په روښان سیمه کې د سلمانيو، – ډوډۍ پخوونکو او خوراکي توکو پلورونکي هټيو څخه هم بررسي کړې چي په ترڅ کې یې تاريخ تيري او بي کیفیته توكي راټول او د عامې روغتیا ریاست عمومي سټاك ته يې انتقال کړي.
تېر کال ننګرهار کې ۵۷۳۶ کسان د نري رنځ په ناروغۍ اخته شوي
د ننګرهار د عامې روغتيا رياست چارواکي وايي، تېر ۲۰۱۷ کال دغه ولايت کې ۵۷۳۶ کسان د نري رنځ په ناروغۍ اخته شوي، چې د تېر کال په پرتله په کې زياتوالی راغلی دی.
د دوی د معلوماتو له مخې دغه ولايت کې يې د نري رنځ يا توبرکلوز ناروغۍ د وړيا درملنې لپاره ۸۲ روغتيايي مرکزونه موجود دي، چې له ډلې يې ۱۵ خصوصي مراکز دي.
چارواکي دغه راز وايي، چې په دغه برخه کې يې د نورو کلونو په پرتله په ټولو سيمو کې عامه پوهاوی کړی او د ډير شمېر ناروغانو درملنه يې تر سره کړې ده.
توبرکلوز چې سل ، نری رنځ او ټي بي هم ورته وايي یوه خطرناکه باکتریايي ناروغي ده چې په افغانستان ، سیمه او نړۍ کې هر کال د زرګونه خلکو ژوند اخلي.
که څه هم د مارچ ۲۴مه د نري رنځ له نړيوالې ورځې سره برابره ده؛ خو ننګرهار کې دا ورځ نن د وري په ۱۵مه د يوې غونډې په ترڅ کې ونمانځل شوه او مسئولينو يې د پېښو له ډيروالي اندېښنه وښوده.
د عامې روغتيا رياست مسئولين وايي، چې تېر ۲۰۱۷ ميلادي کال دغه ولايت کې د نري رنځ ۳۳۲۷۵ اټکلي پېښې ثبت شوي، چې له ډلې يې ۵۷۳۶ پېښې مثبتې دي.
د دوی په وېنا تر دې کال وړاندې (۲۰۱۶ کال کې) ۴۴۹۹ د نري رنځ ناروغان راجسټر شوي و، چې له ډلې يې ۱۷ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی، ۱۲۵ هغه يې د درملنې لپاره نورو مراکزو ته انتقال شوي او ۴۳۵۶ تنه يې تر درملنې لاندې دي.
په ننګرهار کې د نري رنځ ناروغۍ د مبارزې ادارې ولايتي مسول ډاکټر لطيف الله فقيري وايي چې د توبرکلوز ناروغي یوه تنفسي ساري ناروغي ده چې له یوه انسانه بل ته لېږدیږي.
د ککړې هوا تنفس او په دغه ناروغۍ د اخته کس سره زیات تماس هغه لاملونه دي چې د ډاکټر فقيري په خبره له امله يې یو روغ انسان په نري رنځ یا توبرکلوز ناروغۍ اخته کیږي.
هغه ټينګار کوي، چې ياده ناروغي بې علاجه نه ده او ننګرهار کې يې د وړيا درملنې لپاره ۸۲ مراکز جوړ شوي، چې ۱۵ يې خصوصي او پاتې نور يې دولتي کلينکونو او روغتونونو کې دي.
هغه وايي، پر نري رنځ د يوه ناروغ درملنه د پنځلسو کسانو ژوند ژغورلی شي او که يې درملنه پر وخت ونه شي؛ نو په ټولنه کې د يو ناروغ موجوديت د ۱۵ نورو کسانو د اخته کېدو امکان موجود دی.
دولس تنه د بېلابېلو جرمونو په تور ونيول شول
ننګرهار ولايت مرکز جلال اباد ښار، هسکې مېنې او کوز کونړ ولسواليو مربوطاتو کې د نشه يي توکو پلور، غصب او مخالفينونو سره د اړيکو په تور ۱۲ تنه ونيول شول.
د معلوماتو له مخې تېره ورځ کوز کونړ ولسوالۍ کې د دولتي ځمکې غصب په تور ۹ تنه ونيول شول.
همدا راز تيره شپه د هسکې مېنې کوټواله سيمه کې د کونړ ولايت يو اوسيدونکی داعش وسله والو سره د اړيکو په تور نيول شوی دی.
په ورته وخت کې د جلال اباد ښار څلورمې ناحيې مربوطاتو کې دوه تنه د نشه يي توکو پلور په تور نيول شوي او تر پوښتنو لاندې دي.
بل لور ته امنيتي مسئولينو د کوز کونړ ولسوالۍ وچ تنګي سيمه کې چاڼيز عملیات کړي، چې له دريو کورونو څخه يې دوه وروسۍ برچې، يو ټوپک او يو ميل روسی کلاشنکوف ترلاسه کړي دي.
د ودان افغانستان موسسې له لوري يو سلو پنځوس تنو ښوونکو ته د ظرفيت لوړونې په موخه شپږ ورځنی روزنيز ورکشاپ پيل شو.
مسوولين وايي: ودان افغانستان موسسې معارف سره د مرستې لپاره يو سلو پنځوس تنه ښوونکي چې ۴۰ تنه يې نارينه او پاتې يې ميرمنې دي ګمارلي، چې د وري په ۱۴مه ورته د يادې ادارې له لوري په ښوونې او روزنې پوهنځي کې شپږ ورځنی روزنيز ورکشاپ پيل شو.
د ودان افغانستان موسسې مسوولين وايي: دا ښوونکي د خوږياڼو ، بهسودو، کامې ، کوز کونړ، سره رود او روداتو ولسواليو په هغه ښوونځيو کې ګمارل کيږي، چې د کډوالو او راستنو شويو کورنيو ماشومان پکې زده کړې کوي.
په همدې موخه جوړه شوې غونډه کې د ولايت سرپرست مرستيال او مستوفي عبدالله رقيبي د وينا پر مهال د دا ډول روزنيزو ورکشاپونو جوړيدل د پوهنې رياست په پياوړتيا کې مهم او ګټور ياد کړل.
رقيبي د ورکشاپ له جوړونکو غوښتنه وکړه ،چې خپلې چارې په شفاف ډول پرمخ يوسي.
د پوهنې رئيس حسيب الله شينواري له ښوونکو غوښتنه وکړه، چې د زده کوونکو په روزنه کې پوره هلې ځلې وکړي او زده کوونکي دې ته وهڅوي څو خپلې زده کړې په ښه توګه ترسره کړي.
نازیانو کې د کوکنارو لمنځه وړلو او غصب مخنيوي په موخه غونډه وشوه
ننګرهار ولايت نازيانو ولسوال قاضي صاحبزاده ګل طارق په مشرۍ د دې ولسوالۍ قومي مخورو او بزګرانو سره د کوکنارو لمنځه وړلو او دولتي ځمکو غصب مخنيوي په موخه غونډه وشوه.د نازيانو ولسوال له قومي مخورو او بزګرانو وغوښتل، چې د کوکنارو په لمنځه وړلو کې مسئولينو سره همکاري وکړي.نوموړي قومي مشرانو او د سيمې خلکو ته لارښوونه وکړه، چې د دولتي ځمکو له غصب څخه ډډه وکړي او که څوک سرغړونه وکړي؛ نو قانوني چلند سره به مخ شي.قومي مشرانو، بزګرانو او د سيمې نورو اوسيدونکو ژمنه وکړه، چې د کوکنارو په لمنځه وړلو او دولتي ځمکو غصب په مخنيوي کې به حکومت سره لازمه همکاري تر سره کړي.
د ننګرهار په کار او ټولينزو چارو رياست کې د ماشومانو د قضيو د کره کتنې درې ورځنی ورکشاپ پيل شو.
د ماشومانو د قضيو د کره کتنې په دغه درې ورځني ورکشاپ کې په ننګرهار سربيره د کونړ ، لغمان او نورستان ولايتونو د کار او ټولينزو چارو رياستونو اوه اويا تنه کارکوونکو او د يادو ولايتونو د ښځو چارو رئيسانو برخه اخيستې وه.
د ورکشاپ د پرانيستې پرمهال د ننګرهار کار او ټولينزو چارو شهيدانو او معلولينو رئيس پوهنيار عبدالحکيم شيرزاد ياد ورکشاپ ګټور ياد کړ او له ګډونوالو يې غوښتنه وکړه ،چې د دندې پرمهال يې له زده کړو معلوماتو څخه په سمه توګه ګټه پورته کړي.
شيرزاد وويل ، تر دې مهال د ننګرهار کار او ټولينزو چارو شهيدانو او معلولينو رياست د ماشومانو يو سل اووه څلويښت قضيو ته رسيده ګې کړيده.
د ننګرهار ژورنالېستانو شورا له لوري د ديارلس نجونو په ګډون يو سلو دولس تنه د ژورنالېزم په برخه کې تر څلور مياشتنيو زده کړو وروسته فارغ شول.
په دغه فراغت غونډه کې د ننګرهار ولايت سرپرست مرستيال او مستوفي عبدالله رقيبي فارغو ځوانانو ته د مبارکۍ ويلو ترڅنګ د ننګرهار ژورنالېستانو شورا څخه مننه وکړه ، چې په دې برخه کې يې هلې ځلې وکړې.
رقيبي وويل ژورنالېستان بايد دقيق معلومات راټول او په سمه توګه يې ولسونو ته وړاندې کړي .
نوموړي ځوانانو ته دکاري زمېنې په برابرولو ټېنګار وکړ او هم يې په دې برخه کې دهمکارۍ ژمنه وکړه.
د ننګرهار دژورنالېستانو شورا مشر شفيق الله ممله وال وويل: د ۱۳ نجونو په ګډون ۱۱۲ تنه يې دژورنالېزم په برخه کې له څلور مياشتنيو زده کړو وروسته فارغ کړل .
د ننګرهار پوهنتون د ژبو ادبياتو پوهنځي رئيس مسعود نېکبخت ، مدني فعال نعمت الله همدرد ، توحيديار او يو شمېر نورو په ټولنه کې د ژورنالېزم په ارزښت خبرې وکړې.
ويناوالو فارغو ځوانانو ته سپارښتنه وکړه ، چې په ترلاسه کړو زده کړو بسنه ونه کړي او په دې برخه کې د لا ښه پرمختګ په موخه نورې زده کړې وکړي.
د وسله والو ډلو خپلمنځي نښته کې يو داعش وسله وال ووژل شو
ننګرهار ولايت چپرهار ولسوالۍ ډاګو او زرګرانو سيمه کې تيره ورځ داعش او طالب وسله والو جګړه کړې، چې په ترڅ کې يې يو داعش وسله وال وژل شوی دی.
بل لورته د جلال اباد ښار د دويمې امنيتي حوزې پوليسو د خلکو په همکارۍ په يو عراده کرولا موټر کې ۱۳ کارتنه تقلبي مبلاين ترالسه کړي ، چي په تور يې دوه تنه نيول شوي دي .
دغه راز د دريمې امنيتي حوزې پوليسو يو تن د يوې سل ولټه بطرۍ د غلا په تور لاس پلاس نيولی.
په ورته وخت کې پوليسو تېره ورځ ګډو امنيتي ځواکونو سره يو ځای د امنيت ټينګښت او جرمونو مخنيوي په موخه دجلال اباد ښار په مربوطاتو کې د روان کمپاين په ترڅ کې ۹ عرادې موټرسايکل ،چې د ګرځيدو قانوني اسناد يې نه لرل نيولي ، د ۸ موټرو تورې ښېښېي سپينې کړي او قانون څخه سرغړونکي يو شمير موټر چلوونکي يې ۱۶۵۰۰ افغانۍ نغدي جريمه کړي.