د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواکې ادارې عمومي رئیس وايي د روان کال تر وروستیو پورې به په ټولو دولتي ادارو کې د سرپرستۍ لړۍ پاې ته ورسوي.
د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواکې ادارې عمومي رئيس نادر نادري ننګرهار ته د خپل سفر په ترڅ کې د دې ولایت والي محمد ګلاب منګل، مدني فعالانو او د ادارو رئیسانو سره د ځانګړوناستو پرمهال وویل، چې د هېواد په نهه ولایتونو کې د ولسمشر د حکم له مخې په ټولو دولتي ادارو کې د ظرفیتونو ارزنه شوې او د روان کال تر وروستیو پورې به په ټولو دولتي ادارو کې د اصلاحاتو راوستو ترڅنګ د سرپرستۍ لړۍ پای ته ورسوي.
سلاکار وزیر او د ننګرهار والي محمد ګلاب منګل د پوهنې په برخه کې ۷۰ سلنه د ښځینه ښوونکو نشتوالي ستونزې د شریکولو ترڅنګ وویل، چې مرکز باید د استخدام په پروسه کې ولایتي ادارې ته بشپړ اختیارات ورکړي.
نوموړي زیاته کړه د دې ولایت د مرستیالۍ په ګډون په یو شمیر ادارو کې بستونه خالي دي او د یادو بستونو لپاره یې د مسلکي کسانو په ګمارنه کې د همکارۍ غوښتنه وکړه.دغه راز مدني فعالانو او او د ادارو رئیسانو سره په جلا جلا ناستوکې هغوی په دولتي ادارو کې د اصلاحاتو رامنځته کیدو، ولایتي ادارې ته بشپړصلاحیت ورکولو، په دولتي ادارو کې د زورواکو د لاس وهنې مخنیوي، د مکافاتو او مجازاتو اصل راژوندی کولو، د با استعداده او ملي ګټو ته ژمن رئیسانو څخه ملاتړ او ځینو نورو برخو کې وړاندیزونه وکړل.
د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواکې ادارې رئيس نادر نادري وویل، چې په یو شمیر برخو کې اندیښنې یواځې په ننګرهار نه، بلکې د هېواد په کچه شتون لري او ډاډ يې ورکړ، چې دولت د پرتو ستونزو په حل کې جدي دریځ لري.
نوموړي زیاته کړه مدني فعالان حق لري، چې دولت د ښو کړنو څخه ملاتړ او د ناقانونه کړنو پروړاندې د اصلاحاتو راوستو په موخه خپل غږ اوچت کړي.هغه داهم وویل، چې د دولتي بستونو لپاره د اخیستل شوې کانکور ازموینې پایلې به په نږدې راتلونکې کې څرګندې شي او د ۱۸ زره ښوونکو بستونو لپاره به ازموینه واخیستل شي.
نادري مدني فعالانو او د ادارو رئیسانو ته ډاډ ورکړ، چې وړاندیزونه او ستونزې به يې د حل په موخه کټ مټ ولسمشر ته هم ورسوي.
پوهنيار استاد هجرت الله اختيار د ننګرهار ولايت د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو د رئيس په توګه په رسمي ډول دنده پيل کړه .
په همدې موخه جوړو شوو مراسمو کې سلاکار وزیر او د ننګرهار والي محمد ګلاب منګل، د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو عمومي رئیس نادر نادري، ولایت مستوفي او د ګڼ شمیر ادارو مسؤلینو او یو شمیر نورو ګډون کړی و.
سلاکار وزیر او د ننګرهار والي محمد ګلاب منګل د خبرو پر مهال نوي رئیس پوهنیار استاد هجرت الله اختیار ته د مبارکۍ او په چارو کې د بریالیتوب هیلې د څرګندولو سربېره د دې ادارې د پخواني سرپرست له ترسره شوې دندې څخه قدرداني وکړه .
نوموړي د مرکزي ادارې څخه مننه وکړه، چې په وروستیو کې يې د ننګرهار بېلابېلو ادارو ته د دوی په غوښتنه مسلکي او په کار پوه کدرونه د مسؤلینو په توګه ور پېژندلي دي .
هغه د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو نوي رئیس ته په چارو کې د شفافیت سپارښتنې ترڅنګ په ټولو قانوني کړنو کې د هر ډول همکارۍ ډاډ ورکړ.
د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو عمومي رئیس نادر نادري وویل،هڅه یې پیل کړې، چې د ازادو سیالیو له لارې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې مناسب او مسلکي کادرونه پر دندو وګماري .هغه د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو نوي رئیس او د دې ادارې ټولو کارکوونکو ته سپارښتنه وکړه، چې د ولایت مقام سره په همغږۍ په شفاف ډول خپلې چارې د خلکو د ستونزو د حل په موخه ترسره کړي .
د ننګرهار ولایت د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو نوي رئیس استاد هجرت الله اختیار د جمهور رئیس، اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو د عمومي ریاست او ننګرهار ولایت مقام څخه مننه وکړه، چې پر نوموړي یې د یادې ادارې د رئیس په توګه باور وکړ.نوموړي د خلکو څخه د همکارۍ غوښتنې ترڅنګ ډاډ ورکړ،چې پخپلو چارو کې به په عادلانه ډول د قانون په چوکاټ کې چلند ترسره کړي .د یادونې وړده،چې استاد اختيار د ننګرهار پوهنتون د حقوقو او سياسي علومو پوهنځي څخه فارغ شوی او د امريکا له واشنګټن پوهنتون څخه يې په دوامداره پرمختګ کې ماستري ترلاسه کړې او اوسمهال په ننګرهار پوهنتون کې د حقوقو پوهنځي استاد هم دی.نوموړي تراوسه پورې ۲۵ ټوکه بېلا بېل کتابونه ليکلي او ژباړلي دي چې ډېری يې په پوهنتون کې هم تدريسيږي.
د سويډن سفارت پلاوي بېرته راستنيدونکو کډوالو سره د مرستو ژمنه وکړه
د ننګرهار ولايت مقام سرپرست مرستيال او مستوفي عبدالله رقيبي سره د سويډن سفارت پلاوي رفیک ليسل سند ستروم د يوې ناستې په ترڅ کې بېرته راستنيدونکو کډوالو سره د مرستو ژمنه وکړه.
ننګرهار سرپرست مرستيال او مستوفي عبدالله رقيبي د سويډن سفارت پلاوي مشر رفیک ليسل سند ستروم سره د خبرو پر مهال د دې ولايت د سياسي او امنيتي وضعيت په اړه معلومات ورکړل.
نوموړي په دې ولايت کې د بېرته راستنو شويو کډوالو کورنيو ستونزې هم پلاوي سره شريکې کړې او ياده برخه کې يې د همکارۍ او مرستې غوښتنه وکړه.
د سويډن سفارت پلاوي مشر د نورو همکاريو ترڅنګ په دې ولايت کې د مېشتو شويو کډوالو کورنيو او بېرته راستنيدونکو کورنيو سره په ټولو برخو کې د مرستو ژمنه وکړه.په دغه ناسته کې پر يو شمېر نورو موضوعاتو هم خبرې اترې وشوې، چې پلاوي د همکارۍ ډاډ څرګند کړ.
بټي کوټ کې د وسله والو طالبانو د عشر او زکات مسئول ونيول شو
ننګرهار ولايت بټي کوټ ولسوالۍ مربوطاتو کې د ملي امنيت موظفينو د عوض په نوم د وسله والو طالبانو د عشر او زکات مسئول نيولی، چې په یاده ولسوالۍ کې به يې له خلکو غنم، جوار او نور غلجات د عشر په نوم ټولول.
د ملي امنيت رياست د معلوماتو له مخې ياد وسله وال طالب په سيمه کې د پنځلس کسيز ګروپ مشر کشمير خان تر مشرۍ لاندې له خلکو عشر او زکات ټولوه.
عوض خان په خپل جرم اعتراف کړی او وايي، چې ټول شوی عشر به کشمير خان قومندان پلوره او په پیسو به يې خپل کور ته توکي رانيول.
نوموړي په خپلو کړنو پښيماني وښوده او زياتوي، چې له دې وروسته به د دولت او ولس پرضد هیڅ ډول کړنه تر سره نه کړي.
په عصري بڼه د شولو کرلو چارې پيل شوې
ننګرهار کې د کرنې رياست له لوري د قطار په بڼه د شولو عصري کرنې رواجولو په موخه د ۲۵۰ قطعو جوړولو چارې پيل شوې.
د ننګرهار دکرنې، اوبولګولو اومالدارۍ ریاست له لورې د یاد ولایت په خوږياڼو، سره رود، بهسود، کامې، کوز کونړ، دره نور، پچیراګام، رودات، بټي کوټ، هسکې مېنې او موندرې ولسوالیو کې د قطار په بڼه دشولو دعصري کرنې د ترویج په موخه د ۲۵۰ نمایشي قطعو دجوړولو چارې پیل شوې.
یادې یوجریبه نمایشي قطعي بزګرانو ته د قطار په شکل دشولو کرلو نوي او عصري میتودونو د زده کړې او رواجولو په موخه جوړیږي او دکرنې وزارت له لورې یادو بزګرانو ته ټول تولیدي توکي او وسايل په وړیا توګه ورکول کیږي.
د ترلاسه شوو څیړنو پايلو وښوده، که چیرې شولې په محلي توګه د پاشان په شکل وکرل شي؛ نو د يو هکتار څخه په منځنۍ توګه څلور ټنه شولې په لاس راځي او که چیرې په عصري توګه د قطار په شکل وکرل شي نو د يو هکتار څخه په اوسط توګه شپږ ټنه شولې په لاس راځي.
له همدې امله دکرنې دترویج کارمندان په کلیو او ولسوالیو کې دیاد میتود درواجولو په موخه د کروندې/ بزګر ورځ دښوونې په موخه دایروي، چې سږکال به په کرونده کې په عملي توګه ۲۵۰۰ تنو بزګرانو ته دقطار په شکل دشولو کرلو عصري او نوي میتودونه ور وښودل شي.
دیادنې وړ ده، چې اوسمهال په ننګرهار کې د وریجو پروسس درې فابریکې شتون لري، چې دننګرهار دکرنې ریاست په هلو ځلو دشولو دپروسس او بازارموندنې په موخه د فابریکو او بزګرانو ترمنځ کرنیز تړونونه رامنځ ته شوي.
راستنو شويو کورنيو سره د کرايي کور نيولو په موخه نغدي مرسته وشوه
ننګرهار ولايت کډوالو چارو رياست په هڅو د NRC مرستندويه ادارې له لوري درويشت کورنيو سره، چې تازه هېواد ته راستنې شوي د کرايي کور نيولو په موخه د دريو مياشتو لپاره نغدي مرسته وشوه.
د کډوالو چارو رئیس غلام حيدر فقيرزي وويل، چې هرې کورنۍ ته څوارلس زره شپيته افغانۍ ورکړل شوې.
نوموړي وويل، چې هڅه کوي نورو راستنو شويو کورنيو ته هم ورته مرستې برابرې کړي.
د ننګرهار کډوالو او راستنېدونکو چارو رياست له لوري درې پنځوس داخلي بې ځای شوو کورنېو سره د خوراکي توکو مرسته ترسره شوه.
درې پنځوس کورنۍ چې له کونړ،لغمان او د ننګرهار چپرهار،بټي کوټ او شيرزادو ولسواليو نه د ناامنۍ له امله بهسودو او سره رود ولسواليو مربوطاتو ته راکډه شوي د خوراکي توکو مرسته ترسره شوه.
د ننګرهار کډوالو او راستنېدونکو چارو رﺉيس غلام حيدر فقيرزي وويل:يادو کورنېو سره يې د خوراک نړيوالې ادارې WFP په مرسته هرې کورنۍ ته سل کيلو وړه،اوه نيم ليتره غوړي او اوه کيلو دال ورکړل شول.
ښاغلی فقيرزی وايي،له پاکستان نه راستنېدونکو کورنېو سره د مرستې ترڅنګ داخلي بې ځای شوو کورنېو سره د مرستو وېش لړۍ روانه ده.
د ننګرهار په دريو ولسوالیو کې راتلونکو ټاکونو کې د برخه اخيستو په موخه د عامه پوهاوي غونډې وشوې.
ننګرهار ولايت بټي کوټ، ګوشتې او لعلپورې ولسواليو کې په راتلونکو ټاکنو کې د برخې اخيستو په موخه د عامه پوهاوي غونډې وشوې، چې په کې د يادو ولسواليو مسئولينو، علماء کرامو، قومي مخورو، جهادي قومندانانو او د سيمې لسګونو اوسيدونکو ګډون کړی و.د ولسواليو مسئولينو د غونډې له ګډنوالو وغوښتل، چې په راتلونکو ټاکنو کې د برخې اخيستو په موخه خپله او د کورنۍ غړو ته کارتونه واخلي.
دوی له علماء کرامو وغوښتل، چې د ميمبرونو له لارې په ياده برخه کې خلکو ته عامه پوهاوی ورکړي، څو په راتلونکو ټاکنو کې خپل د خوښې نوماند ته رايه ورکړي.
علماء کرامو او د غونډې نورو ګډنوالو په ياده برخه کې د همکارۍ ډاډ څرګڼد کړ.
اووه سوه شپږ پاکټه زهرجن مواد کشف او ترلاسه شول
ننګرهار ولايت دوربابا ولسوالۍ اړوند د څڅوبي په ساګوړي سيمه کې په يوې کنډواله کې د نايټريد په نوم سپين رنګه زهرجن کيمياوي مواد کشف او ترلاسه شول.
د معلوماتو له مخې دغه مواد وسله والو مخالفينو د کاليو وينځلو پوډرو په پاکټونو کې ځای پر ځای کړي و او غوښتل يې، چې جلال اباد ښار او شاوخوا سيمو ته يې د ناوړه کړنو تر سره کولو په موخه وليږدوي.
د يادونې ده، چې وړاندې هم په ياده سيمه کې پولیسو کيمياوي مواد او چاوديدونکي توکي کشف او ترلاسه کړي و.