د ننګرهار محبس څخه ۱۳۱ تنه له بند څخه ازاد او د ۱۱۱ تنو د بند په موده کې کموالی راغی.
د ولسمشر محمد اشرف غني د روان ۱۳۹۷ لمریزکال د لومړي ګڼه فرمان، چې د ثور ۸ مه د مجاهدینو د بریا ورځې په مناسبت صادر شوی وو، له مخې يې د ننګرهار محبس څخه د ۷ ماشومانو او یوې میرمنې په ګډون ۱۳۱ تنه له بند څخه ازاد او د ۱۱۱ تنو د بند په موده کې کموالی راغی.
په دې موخه په محبس کې د جورو شو مراسمو پرمهال ننګرهار والي حیات الله حیات له بند څخه ازاد شوو کسانو ته د مبارکۍ ورکولو ترڅنګ وویل په عدلي او قضايي ارګانونو کې ژور اصلاحات رامنځته شوي، چې له مخې يې د بندیانو د تخفیف په اړه د ولسمشر له لوري د صادر شويو فرمانو په اساس پرته له ځنډه مستحق بندیان ازاد او ځینو د بند په موده کې کموالي راځي.
نوموړي زیاته کړه محبس د زده کړې او اصلاح ځای دی نو په همدې اساس یې له بند څخه د ازادو شوو غوښتنه وکړه، چې تر دې وروسته په ټولنه کې د روزل شو اشخاصو په څیر ژوند تیر کړي او د ټولنې په اصلاح او د جرمونو په مخنیوي کې همکاري وکړي.
ننګرهار والي په محبس کې بندیانو ته د قوانینو په رڼا کې د ستونزو د حل او په بېلا بېلو برخو کې د سهولتونو د رامنځته کیدو ډاډ ورکړ.
د ننګرهار استناف څارنوالۍ رئیس احمد خالد اوریا او د لويې څارنوالۍ د نظارت رئیس محمد اسد صافي وویل د ولسمشر د بخښنې په فرمان کې هغه بندیان شامل دي، چې د بند موده يې د ۵ کالو څخه زیاته نه وي.
نوموړو زیاته کړه څارنوالۍ اداره د بندیانو د حقوقو د تامینولو او د بند مودې د پوره کیدو سره سم پرته له ځنډه ازادي ورکوي او په وینا یې په راتلوونکي فرمانونو کې به هغه بندیانو ته حق ورکول کیږي، چې د بند په موده کې اصلاح شوي وي.
د بند یانو په استازۍ سنګرعزیزي وویل په محبس کې ۵۰ سلنه بندیان د د بېلابېلو دسیسو ښکار شوي او په یاده برخه کې يې د اصلاحاتو غوښتنه وکړه.
په یادو مراسمو کې د ننګرهار والي سربیره د استیناف محکمې رئیس عبدالولي قاضي زاده، امنیه قومندان مل پاسوال غلام سنايي ستانکزي، د ولایتي شورا غړو اجمل عمر او اسرارلله مراد،محبس مدیر سمنوال عبدالولي حصارک او یو شمیر نورو ګډون کړی وو.
له مرکز څخه راغلي ګډ پلاوي په چپرهار ولسوالۍ کې د وروستۍ رامنځته شوې پیښې د څیړنې په موخه سیمه کې د خلکو او امنیتي مسئولینو سره لیدنې وکړې.
په دیني چارو کې د ولسمشر سلاکار مولوي سردار ځدران په مشرۍ راغلي ګډ پلاوي په چپرهار ولسوالۍ کې د وروستۍ رامنځته شوې پیښې د څیړنې په موخه سیمه کې د خلکو او امنیتي مسئولینو سره د لیدنې سربیره يې د پیښې قربانیانو کورنیو سره نغدي مرسته هم وکړه.
یادو پلاوي د ننګرهار والي، امنیه قومندان، ملي امنیت رئیس او نورو سره د لیدنې پرمهال وویل د ولسمشر په حکم د چپرهار ولسوالۍ اړوند په چینو سیمه کې د صفر دوه قطعې له لوري د عملیاتو پرمهال د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې قضیه څیړي.
نوموړي زیاته کړه یاده پیښه به په هر اړخیزه ډول وڅیړي او راپور به يې په لیکلي بڼه ولسمشر سره شریک کړي.
راغلي ګډ پلاوي د موضوع د ښې څیړنې په موخه ننګرهار والي او امنیتي مسئولینو څخه د همکارۍ غوښتنه وکړه.
ننګرهار والي حیات الله حیات وویل د ملکي وګړو ژوند ورته له هرڅه زیات ارزښت لري چې په خبره يې راتلونکي کې د ورته پيښو د مخنیوي په موخه يې لوړپوړو چارواکو سره خبرې کړي.
هغه زیاته کړه که هر څوک د قانون پر وړاندې غلطي وکړي د قوانینو په رڼا کې به د خپلو اعمالو په جزا ورسیږي.
ننګرهار والي راغلي ګډ پلاوي ته په هره برخه کې د پوره همکارۍ ډاډ ورکړ.
د یادونې چې په ياد پلاوي کې د ولسمشر سلاکار سربیره د ملي دفاع، کورنیو چارو، ملي امنیت عمومي ریاست او سیمه یزو ارګانونو خپلواکې ادارې استازي ګډون لري.
د خواشينۍ پيغام
په ډېرې خواشينۍ سره مې خبر ترلاسه کړ، چې د مومندرې ولسوالۍ د ګردي غوڅ سيمې قومي مشر ملک حضرت د ورپېښې ناروغۍ له امله له دې نړۍ سترګې پټې کړي.
انا لله و انا اليه راجعون
ملک حضرت يو نيک او صادق مشر و، چې تل يې د خلکو په منځ کې د خير او روغې جوړې فيصلې کولې.
هغه د ژوند ډيره برخه د ولسونو په منځ کې تېره کړه او د خپلو خلکو ټولنيزو ستونزو په حل کې يې نه ستړې کيدونکې هلې ځلې وکړې.
زه د دغه قومي مشر پر وفات خواشينی يم د ده نشتون لویه ضايعه بولم، اروښاد ته د الله پاک له درباره د مغفرت، کورنۍ غړو او د يادې سيمې خلکو ته د تسليت مراتب وړاندې کوم.
د فساد د مخنیوي او د خلکو سره د نږدې والې بېلګه :
د بار وړونکي موټر چلوونکي تورخم څخه مستقیماٌ د ننګرهار والي ښاغلي حیات شمیرې ته زنګ وکړ.
دې موټر چلوونکي ورته شکایت وکړ،چې په غېرې قانوني ډول ور څخه شخصي کسان چې ګمارل شوي دي،پیسې اخلي .
ننګرهار والي د خپلو همکارانو له لورې په تورخم کې موضوع تعقیب او بالاخره په عادي لباس کې درول شوی او ګمارل شوی کس یې پیدا او د قانون منګولو ته یې وسپاره .
ننګرهار والي سره نا بلد موټر چلوونکي وویل،چې ساه یې واخیسته او مطمئن دی،چې په تورخم کې د فساد غوړیدلې لمن به ټوله شي .
ننګرهار والي وویل،زه به په تورخم کې هیڅ خاص کس ونه ګمارم،بلکې ټول موټر چلوونکي او کاروباریان زما خاص کسان دي،هر مهال چې د فساد موضوع رامنځته کیږي،نو را سره دې اړیکه وکړي .
که په تورخم کې د فساد مخه ونیول شي،د ننګرهار په امنیت هم مثبت تاثیر کوي .
ننګرهار والي وایي، د ګارنیزون قطعې او په دروازو کې د ملي اردو په مشرۍ د ګمارل شوو منسوبینو او نورو امنیتي ځواکونو په جلال اباد ښار او نږدې سیمو کې ۱۷۹ شکمن کسان او ګڼ شمیر وسلې،مهمات او نور وسایل نیولي دي .
ننګرهار والي حیات الله حیات د غبرګولې په ۱۶مه رسنیو دفتر کې د خپلو وروستیو لاسته راوړنو په اړه د مطبوعاتي کنفرانس په ترڅ کې مالومات ورکړل،چې په وینا یې د ګارنیزون قطعې او د جلال اباد ښار په څلورو دروازو کې د ګمارل شوو منسوبینو په ګډون امنیتي ځواکونو په جلال اباد ښار او څېرمه سیمو کې ۱۷۹ شکمن کسان ۱۵۷ ميله بېلابېل ډوله وسلې،۱۱ عرادې بېلابېل ډوله موټرونه ، پنځه مخابرې او ۱۵ سوبه زرهي واسکټونه نیولي دي .
نوموړي زیاته کړه، په ننګرهار امنیه قوماندانۍ،حوزو او د ولسوالیو امنیه قوماندانیو کې په ۴۲ کلیدي او مهمو بستونو کې نوې کسان ګمارل شوي، ملي امنیت او امنیه قوماندانۍ منسوبینو 1 تن د رشوت اخیستو، 4 تنه جعل کاران، 22 تنه د تروریستي کړنو،14 تنه انسان تښتوونکي، 11 تنه داعشیان، او 22 تنه وسله وال طالبان په مرکز او ولسوالیو کې نیولي .
هغه وویل، له نیول شوو کسانو سره یو د انتخاري واسکټ،له چاودیدونکو توکو ډک موټر سایکل، درازنوف، کرن کوف، کلاشینکوف، تومانچه ،9 حلقې بمونه،، ۱۲۶۰۰ فيره بېلابېل ډوله مرمۍ، دوه پايې مخابرې، ۲ ريموټ کنترول او ۱۸ کپسولونه ترلاسه شوي دي.
د حیات په وینا په ټولو یې د قانون د پلې کېدو په موخه د ملي اردو 6 تنو منسوبینو ته د جلال اباد ـ تورخم پر لویه لاره کې په رامنځته شوې قضیه کې د ښکیلتیا له امله د یو کال څخه تر شل کلونو د بند سزا او د دوو تنو پولیسو د شهادت په قضیه کې د جلال اباد ښار د دویم ماموریت امر توقیف کړی دی .
ننګرهار والي حیات الله حیات وویل، د ځواکونو له لورې په حصارک،بټي کوټ،مومندرې،غني خیلو،هسکه مینه،چپرهار او پچیراګام ولسوالیو کې لنډ مهالې هوايي او ځمکني عملیات ترسره شوي،چې متاسفانه،چې تر 15 شاوخوا په کې ملکي وګړي هم شهیدان شوي،خو په دې بریدونو کې تر سلو زیات د داعش او په همدومره شمیره وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ، د داعش ډلې د نومول شوي والي کور د تخریبولو ترڅنګ د وسله والو مخالفینو 12 مهم مرکزونه تخریب شوي .
نوموړی زیاتوي ، په وروستیو کې اته داعش او ۱۸ وسله وال طالبانو له جګړې لاس اخیستی او د خپلو درنو او سپکو وسلو سره یو ځای د سولې بهیر سره یو ځای شوي.
ننګرهار والي حیات الله حیات د دې کنفرانس پر مهال ټولټاکنو پروسې ته اشارې سره وویل، تر دا مهاله د ننګرهار په مرکز او ولسوالیو کې ۴۱۰۷۱۱ کسانو د رایې ورکونې لپاره خپلې تذکرې ثبت کړي ، او ټول د نوم ثبتونې ټول ۴۳۶ مرکزونه د خلکو پرمخ د امنیتي مؤظفینو له لورې پرانیستي ساتل شوي .
هغه وویل، د مرکز د پرېکړې له مخې باید په ننګرهار کې پنځه سوه زره نوې تذکرې وویشل شي،خو په وروستیو دوو میاشتو کې تر دې مهاله دوه پنځوس نیم زره تذکرې په مرکز او ولسوالیو کې خلکو ته ورکړي او دا لړۍ جریان لري .
د نوموړي د مالوماتو له مخې تر اوسه پورې د ۵ میرمنو په ګډون ۳۳۶ کسانو د ولسوالیو شوراګانو لپاره او د ۱۳ میرمنو په ګډون ۱۲۸ کسانو د ولسي جرګې لپاره ځآنونه نوماند کړي .
ننګرهار والي د دې ولایت د پوهنې وروستي بهیر په اړه وویل،په دې ولایت کې 902 ښوونځي دي،چې 623 یې په تودو او 279 یې په سړو سیمو کې دي،چې په سړو سیمو کې ټول ښوونځي فعاله او په تودو کې د کلنیو ازموینو ترسره کېدو وروسته تېره ورځ عمومي رخصت شوي دي .
هغه د داعش ډلې وروستیو تبلیغاتو ته په اشارې سره وویل،داعش او نور تروریستانو د تهدید دا لومړي تبلیغات ندي،بلکې دوی پخوا هم وحشت خپور کړی،دیني عالمان،قومي مشران،زده کوونکي او نور بې ګناه یې شهیدان کړي،خو خلکو په لوړ مرال خپلې چارې مخې ته وړي او دا تبلیغات د ښوونځیو په ګډون په هیڅ اداره کوم تاثیر نشي کولای .
ننګرهار والي سره یو شمېر معلولینو خپلې ستونزې د حل په موخه شریکې کړې.
ننګرهار والي حیات الله حیات سره د دې ولایت یو شمېر معلولینو د لیدنې پرمهال د هستوګنې نمرو، په رسمي ادارو کې د ګمارنې او نورې بېلا بېلې ستونزې د حل په موخه شریکې کړې.
د معلولینو مشر مسعود ساپي وویل ډیری معلولین د هستوګنې لپاره کورونه نه لري او د ښارګوټو په تړوا ورسره شوې ژمنې نه دي عملي شوي، چې په خبره يې د معلولیت امتیاز په خپل وخت نه ورکول، معلولین په رسمي ادارو کې په دندو نه مقررول هغه لاملونه دي، چې معلولین يې له ستونزو سره مخ کړي.
نوموړي په یادو او نورو ستونزو په حل کې له ننګرهار والي څخه د اجراتو او همکارۍ غوښتنه وکړه.
ننګرهار والي حیات الله حیات وویل په ټولنه کې معلولین هغه قشر دی، چې د هېواد څخه د دفاع او ساتنې په لار کې يې د خپل بدن خواږه اندامونه د لاسه وکړي او نورو ته يې د ارام ژوند زمینه برابره کړې.
نوموړي زیاته کړه د معلولینو هغه ستونزې، چې د مرکز پورې اړه لري د مسئولینو سره به يې د حل په موخه شریکې کړي او په ولایتي کچه ستونزو په حل کې يې د اجراتو او همکارۍ ډاډ ورکړ.
هغه دغه راز وویل د ځمکو په تړاو يې املاکي کمیسون جوړ کړی د نورو ترڅنګ به په یاده برخه کې د معلولینو ستونزې هم حل کړي.
ننګرهاروالي معلولینو ته سپارښتنه وکړه، چې د لیسانس او ماسترۍ په کچه د معلولینو اسناد ورته وسپاري څو يې په بېلا بېلو ادارو کې د وړتیا له مخې په دندو وګماري.