د ننګرهار والي په مشرۍ د نظامي شورا غړو د ۲۲ ولسوالیو ولسوالانو او نظامي مسؤلینو سره د اوربند،ټولټاکنو،حکومتدارۍ، سولې پروسې د ګړندیتوب او یو شمیر نورو موضوعاتو په اړه ګډه غونډه وکړه.
یاده غونډه چې د جلال اباد په شاهي ماڼۍ کې د غبرګولې په ۳۰مه جوړه شوې وه،په کې د ننګرهار والي په مشرۍ د نظامي شورا غړو،ولسوالانو او په ولسوالیو کې نظامي مسؤلینو او یو شمیر نورو ګډون کړی وو.
ننګرهار والي حیات الله حیات وویل، د دې غونډې جوړیدو څخه یې موخه په ولسوالیو کې د حکومتدارۍ پیاوړي کولو، اوربند پر مهال په افغان وسله والو طالبانو عملیات نه ترسره کولو،ټولټاکنو پروسې ته د ښې زمینې برابرولو او یو شمیر نورو برخو کې مسؤلینو ته سپارښتنې او په ګڼ شمیر برخو کې د دوی ستونزې او وړاندیزونه اوریدل وو.
هغه د خبرو پر مهال د ولسوالانو په مشرۍ د ولسوالیو مسؤلینو ته وویل: (( ولسوالۍ د حکومتدارۍ لومړۍ کرښه او د ولسونو د خدمت لومړۍ مرجع ده،که هر ولسوال سره ولسونه شتون ونلري،اصلاً ولسوال ندی . ))
نوموړي د اختر په شپو ورځو کې په ولسوالیو کې د مسؤلینو د هلو ځلو ستاینه وکړه،چې له مخې يې د ګڼ شمیر افغان وسله والو طالبانو میلمه پالنې ترسره او د سولې لپاره لومړنۍ دروازه یې پرانیستې .
هغه مسؤلینو ته سپارښتنه وکړه،چې په ولسوالیو کې د اوربند تر مودې پورې پر افغان وسله والو طالبانو هیڅ ډول برید ترسره نکړي،خو د خپلو سیمو او خلکو د ساتنې په موخه ځواب ویونکي اوسي .
ښاغلي حیات وویل: (( موږ هر ډول سولې ته په هر ځای کې چمتو یو او د افغان طالبانو څخه هم غواړو،چې په دې وطن کې د سولې لپاره کار تر سره او په دې برخه کې هر افغان مسؤلیت لري،چې کار وکړي . ))
ننګرهار والي ټولو مسؤلینو ته سپارښتنه وکړه،چې د ټاکنو په پروسه کې د امنیت تامین او د ټاکنو ادارې کارکوونکو ته د قانوني سهولتونو د برابرولو پرته له هر ډول لاسوهنې او مداخلې څخه ډډه وکړي .
د دې غونډې پر مهال ننګرهار امنیه قوماندان مل پاسوال غلام سنایي ستانکزي،ملي امنیت رئيس تورنجنرال نظرعلي واحدي،د سرحدي ځواکونو درستیزوال نورجهان شینواري او یو شمیر نورو مسؤلینو هم په امنیتي برخه کې مسؤلینو ته خپلې لازمې سپارښتنې وکړې .
همدا راز د بېلابېلو ولسوالیو ولسوالانو،امنیه قوماندانانو،د ملي امنیت مدیرانو،سرحدي ځواکونو د کنډکونو قوماندانانو او نورو هم د مسؤلیت په ساحو کې د چارو د ښه والې ډاډ ترڅنګ یو شمیر ستونزې او د حل په موخه لازم وړاندیزونه هم شریک کړل،چې د مسؤلینو له لورې د همکارۍ ډاډ هم ورکړل شو.
ننګرهار والي حیات الله حیات او د مشرانو جرګې رئیس فضل هادي مسلیمار ته د وروستیو پېښو د شهیدانو د فاتحې مراسم ترسره شول .
ننګرهار والي حیات الله حیات د غبرګولې په ۲۹مه ماښام ناوخته د مشرانو جرګې رئیس فضل هادي مسلمیار ته په چپرهار ولسوالۍ کې د رامنځته شوې پېښې د شهیدانو د فاتحې مراسم ترسره او د هغه کورنۍ سره یې خواخوږي او غمشریکي ترسره کړه.
په همدې حال کې د مشرانو جرګې رئيس فضل هادي مسلمیار ننګرهار والي حیات الله حیات ته د نوموړي د کورنۍ د څلورو غړو او شهید سبحان الله خطاب د شهادت له امله هم د فاتحې مراسم ترسره او ورته یې د ډاډګیرنې مراتب وړاندې کړل .
د دې فاتحې په څنډه کې دواړو مشرانو د وروستي اوربند، سیاسي او امنیتي وضعیت په اړه هم خبرې اترې ترسره کړه .
ننګرهار والي د شهید سبحان الله خطاب او د جلال اباد ښار په لومړۍ ناحیه کې د وروستۍ پېښې یو شمیر شهیدانو کورنیو ته د هغوی په کورونو کې د فاتحې او تسلیت مراتب ترسره کړل.
ننګرهار والي حیات الله حیات د غبرګولې په ۲۹مه ماښام ناوخته د شهید سبحان الله خطاب او د جلال ښار په لومړۍ ناحیه کې د وروستۍ تروریستي پېښې د یو شمیر شهیدانو کورونو ته ولاړ او ورته یې د فاتحې او تسلیت مراتب وړاندې کړل .
نوموړی لومړی د غني خیلو د مخکیني ولسوال شهید سبحان الله خطاب کور ته ولاړ او د هغه په کور کې یې د کورنۍ غړو ته د فاتحې مراسم ترسره او د تسلیت مراتب وړاندې کړل .
هغه سبحان الله خطاب د سولې شهید یاد کړ،د الله ج له درباره یې ورته د فردوس جنت هیله وکړه او همدا راز یې کورنۍ غړو ته د هر راز همکارۍ ډاډ ورکړ.
په همدې حال کې ننګرهار والي حیات الله حیات د جلال اباد ښار پښتونستان څلور لاره کې د رامنځته شوې تروریستي پېښې یو شمیر شهیدانو کورونو ته ولاړ او ورته یې د شهیدانو د فاتحې مراسم ترسره او د تسلیت مراتب وړاندې کړل .
د داعش وسله والو د ښاري شبکې پنځه غړي ونيول شول
ننګرهار ولايت رسنیو دفتر کې د يو خبري کنفرانس پر مهال د داعش وسله والو د ښاري شبکې پنځه غړي او بېلابېل ډوله وسلې، چې په جلال اباد ښار کې نيول شوي و رسنيو ته وښودل شول.
د ننګرهار والي وياند عطاء الله خوږياڼي وويل، چې د داعش وسله والو د ښاري شبکې پنځه غړي، چې په ښار کې يې د دولتي مسئولينو په ترور، ماينونو او وسلو ليږد او نورو تخريبي کړنو کې لاس درلود د ملي امنيت ادارې له لوري ونيول شول.
نوموړي وويل، چې يادو کسانو په جلال اباد ښار کې تروريستي او تخريبي فعالیت کولو او د دولتي منسوبينو په ترور کې لاس لري.
ده زياته کړه، چې د داعش دغه غړي د نورو ناوړه کړنو ترڅنګ د وسلو او مهماتو په لېږد او ماينونو ځای په ځای کولو جرمونه هم لري.
هغه وويل، چې د ملي امنيت موظفينو په بهسودو او سره رود ولسواليو کې له يو شمېر کورونو څخه ۲۱ ميله بېلابيله ډوله وسلې او مهمات هم ترلاسه کړي دي.
عطاء الله خوږياڼي دغه راز وويل، چې د ځمکنيو او هوايي بريدونو په ترڅ کې د داعش وسله والو هغه مرکزونه او يو شمېر داعش وسله وال لمنځه وړل شوي، چې له کوچني اختر وړاندې او د اختر په شپو او ورځو کې يې په جلال اباد ښار او د روداتو په غازي امان الله خان ښآرګوټي کې خونړۍ چاودنې رامنځته کړې وې، چې له امله يې زمونږ يو شمېر هېوادوال شهیدان او ټپیان شوي و.
نيول شويو داعش وسله والو په خپلو جرمونو اعتراف کړی او زياتوي، چې د پاکستانيانو او نورو بهرنيانو له لوري لومړی ټرايننګ او بيا ښار ته د تخريبي کړنو په موخه راوستل شوي و.
دوی په خپلو کړنو پښيماني وښوده او د خپلو مشرانو د ناوړه چلند او کړنو څخه يې هم پرده پورته کړه.

ننګرهار والي سره د حصارک ولسوالۍ يو شمېر مخورو خپلې ستونزې د حل په موخه شريکې کړې.
ننګرهار والي حيات الله حيات سره د حصارک ولسوالۍ يو شمېر قومي مشرانو د غبرګولي په ديرشمه جلال اباد شاهي ماڼۍ کې خپلې ستونزې او غوښتنې د حل په موخه شريکې کړې.
د يادو مخور په مشرۍ محمد صادق جبار خيل او محمدا جان خبرې وکړې او د امنيت په برخه کې يو شمېر ستونزې يې ننګرهار والي سره د حل په موخه شريکې کړې.
دوی دغه راز په حصارک ولسوالۍ کې د روغتيا، پوهنې، کرنې او يو شمېر نورو برخو کې د پرژو د تطبيق غوښتنه وکړه.
ننګرهار والي حيات الله حيات مخورو ته ډاډ ورکړ، چې د يادې ولسوالۍ د امنيت په ټینګښت کې به جدي اجرات تر سره کړي.
نوموړي وويل، چې د ملکي وګړو ژوند خونديتوب ورته لومړيتوب لري او په ټول توان سره به هڅه وکړي، چې د عملياتو پرمهال د ملکي وګړو ژوند ته ځآنګړې پاملرنه وشي.
ده د حصارک مخورو ته ډاډ ورکړ، چې په يادې ولسوالۍ کې به د پوهنې، روغتيا او يو شمېر نورو برخو کې پروژې پلې کړي.
ننګرهار والي همدا راز د حصارک ولسوالۍ مخورو ته په ياده ولسوالۍ کې د روژې مبارکې مياشتې کې د رامنځته شوې پېښې شهيدانو ته فاتحه هم وکړه او ورته یې د تسلیت مراتب وړاندې کړل.
ننګرهار امنې قوماندان د دې ولايت د شپږو ولسواليو امنيتي وضعيت ، د پوليسو احضارات اوچمتووالى له نږدې وکوت.
ننګرهار امنې قوماندان مل پاسوال غلام سنايي ستانکزي دکوټ، بټي کوټ ، هسکې مېنې، رودات، غني خېلو او اچين ولسواليو امنيتي وضعيت، د پوليسو احضارات اوچمتووالى له نږدې وکوت.
امنې قوماندان د ليدنو پر مهال د پوليسو د هڅو د ستاينې ترڅنګ وويل، چې پوليس د سر په بدله شپه او ورځ د خپلو ولسونو له سر او مال څخه دفاع کوي.
نوموړي زياته کړه پوليسو تل دقانون تطبيق ، جرمونو مخنيوي او د ترهګرو د ځپلو په موخه شپه او ورځ اجرات تر سره کړي دي.
امنې قوماندان د يادو ولسواليو له افسرانو، ساتنمنانو او زړورو سرتيرو مننه وکړه، چې د مسئوليت په ساحو کې يې د ټاکنو د مرکزونو او د حکومت او وسله والو طالبانو تر منځ داوربند په شپو او ورځو کې کلک امنيتي تدابير نيولي و.
نوموړي په يادو ولسواليو کې د پوليسو د يو شمير امنيتي پوستو څخه دليدنې پرمهال مسولينواو منسوبينو ته سپارښتنه وکړه چې د امنيت د لا ښه والي په موخه د مسئوليت په ساحو کې دوامداره پلې او موټر داره ګزمې او چک پواينټونه اضافه کړي .
مل پاسوال غلام سنايي ستانکزي د يا دو ولسواليو منسو بينو سره دليدنې پر مهال وويل هر هغه پوليس چې په دنده کې له ځانه وړتيا ښکاره کړي هغه به مکافات او که کوم پوليس، چې په دنده کې غفلت وکړي هغه به مجازات شي .
نوموړي پوليسو ته امر وکړ، چې د دندې داجرا پرمهال له هر ډول فساد او غيرې قانوني کړنو څخه ډډه وکړي او په مخنيوي کې يې دوامداره هڅې وکړي .
د يادو ولسواليو د پوليسو قوماندانانو او د امنيتي پوستو يو شمير مسولينو ننګرهار امنې قوماندان ته ډاډ ورکړ چې هېواد او خلکو ته به شپه او ورځ په پوره صداقت او ايماندارۍ سره خدمت وکړي او هيچاته به د دې اجازه ور نه کړو، چې تخريبي کړنې تر سره کړي.
امنې قوماندان دغه راز په يادوولسواليو کې يو شمير هغه منسوبين چې په دندو کې يې له ځانه وړتيا ښودلې وه په نغدي مکافاتو وستايل.

سمونمل حضرت حسين مشرقيوال د ۲۰۲ شمشاد ساحوي زون د مطبوعاتو او عامه اړيکو مدير په توګه دنده پيل کړه.
د ۲۰۲ شمشاد ساحوي زون په وړانديز او د کورنيو چارو وزارت په منظورۍ سمونمل حضرت حسين مشرقيوال د یادې ادارې د نوي مطبوعاتي مسئول په توګه رسماً دنده پيل کړه.

نوموړی د غبرګولي په ۲۹مه د ۲۰۲ شمشاد ساحوي زون قومندان پاسوال شيرعلي شهريار له لوري د يادې قومندانۍ منسوبينو ته ور وپيژندل شو او ورته سپارښتنه وشوه، چې نوي مطبوعاتي مسئول سره د چارو په اجراء کولو کې همکاري وکړي.

نوي مطبوعاتي مسئول حضرت حسين مشرقيوال مسئولينو ته ډاډ ورکړ، چې د قانون سره سم به په صداقت او ايماندارۍ دنده پرمخ يوسي.
د يادونې وړ ده، چې حضرت حسين مشرقيوال تر دې وړاندې د ننګرهار امنې قومندانۍ د وياند په توګه دنده تر سره کوله.
ننګـــــــرهار کې پر ۲۵۰ تنو بزګرانو د شولې د کرکېلي توکي او سره ووېشل شوه
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د ترویج لوی ریاست او د دویم ملي لومړیتوب څخه د ملاتړ برنامې «SNaPP» له لارې د ننګــــــــــرهار ولایت په خوږیاڼو، پچیراګام، رودات، بټي کوټ، مومندرې، هسکه مېنه، دره نور، کوز کونړ، کامې، بهسود او سره رود ولسوالیو کې پر هغو بزګرانو چې سږکال ورته د شولو نمایشي قطعي جوړې شوي دي د شولې د کرکېلي توکي او کیمیاوي سره ووېشل شوې.
د کرکیلي یاد وسایل او سرې ویش چاری نن دکامې په ولسوالۍ کې پای ته ورسیدې، چې په کې دکرنې ادارې رئیس پوهنمل رفیع الله رحیمزي سربیره، دیادې ولسوالۍ استازي، دویم ملــــــــــي لومړیتوب څخه د ملاتړ برنامې «SNaPP» ولایتي مسؤلینو، بزګرانو او د رسنیو استازو ګډون کړی وو.
رحیمزي د رسنیو سره د مرکۍ پرمهال وویل؛ د شولو د عصري کرکیلي اړوندې بستۍ چې نږدې شل قلمه بیلا بیل وسایل په کې شامل دي، د شولو هغو ۲۵۰ تنو کروندګرو ته چې سږکال ورته د ننګرهار په یولسو ولسوالیو کې د شولو نمایشي قطعي جوړې شوي دي په وړیا توګه ورکړل شوې ترڅو د یادو وسایلو څخه په ګټې اخېستنې سره شولې په قطار شکل وکري او دفي واحد ځمکۍ څخه لوړ حاصل ترلاسه کړي.
هغو بزګرانو چې، د ننګرهار کرنې ریاست له بیلا بیلو مرستو او روزنیزو پروګرامونو څخه برخمن شوي دي د یاد ریاست له کړنو مننه او خوښي څرګنده کړه.
درېيمه ورځ د جلال اباد ښار پښتونستان واټ کې د ځانمرګي بريد پر مهال ټپي شوی و او د پښې پرې کېدو ډير احتمال يې موجود و.
دغه تن د ورانه په چپ طرف پورتنۍ برخه کې ټپي شوی و د دوکتور ميرويس مومند له لوري عمليات شو.
ميرويس مومند وويل، چې ياد ټپي ژور ټپ در لوده او فخزي شریان یې د وسیع تخریب سره مخ و.

نوموړي وويل: ((لومړی يې مصنوعي پایپ د ټپي په اساسي شریان کې ولګوه او د شاک څخه ووېستل شو، او بیا یې د عملیات په واسطه شریان کې د بلې پښې څخه ورید واخیستل شو، او پیوند یې کړ، چې په دې سره یې پښه له قطعه کیدو وژغورل شوه.))

هغه زياته کړه، چې ناروغ اوس مهال روغتون کې د درملنې لاندې دی او روغتیایې وضعیت یې د ډاډ وړ دی.
درې داعش وسله وال ووژل شول
ننګرهار ولايت په هسکې مېنې او خوږياڼو ولسواليو کې د دوو هوايي بريدونو په ترڅ کې درې داعش وسل وال ووژل شول.
د معلوماتو له مخې د خوږياڼو ولسوالۍ د وزيرو په تنګي سيمه کې نن سهار شاوخوا نهه بجې د هوايي بريد په ترڅ کې دوه داعش وسله وال ووژل شول.
په ورته وخت کې د هسکې مېنې په پاپين سيمه کې هم هوايي بريد شوی، چې له امله يې يو داعش وسله وال وژل شوی دی.
په دغه بريدونو کې ملکي وګړو ته کوم زيان ندی اوښتی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *