د کعبې شریفې او د نبوي مسجد د خطیبانو او په ملي او نړیواله کچه د علماؤ کرامو له لورې په افغانستان کې د جګړې د حرام بللو وروسته د یو قوماندان په ګډون ۱۸ وسله والو طالبانو له جګړې لاس واخیست.
په ننګرهار ولایت کې د یو قوماندان په ګډون د وسله والو طالبانو اتلس کسیزې ډلې وروسته له هغې له جګړې لاس واخیست او د رسنیو پر وړاندې یې خپلې وسلې د ملي امنیت مؤظفینو ته تسلیم کړې،کله چې د کعبې شریفې او د نبوي مسجد د خطیبانو او په ملي او نړیواله کچه د نورو علمآؤ کرامو له لورې د فتوا په ورکړې سره په دې هېواد کې جګړه حرامه وبلل شوه.
ننګرهار والي حيات الله حيات په همدې موخه جوړ شوي خبري کنفرانس پر مهال وويل، د افغانستان، ماليزيا او سعودي عربستان د علماء کرامو د وروستيو فتواو او د اوربند تاثیر له امله د محمد حسن مشهور په زبیر په مشرۍ اتلس وسله وال طالبان د سولې بهير سره يو ځای شول او خپل ۱۸ میله کلاشینکوف یې هم د ملي امنیت مؤظفینو ته وسپارل .
ده وويل، يادو وسله والو طالبانو له پنځو کلونو راهيسې په خوږياڼو او بټي کوټ ولسواليو کې تخريبې کړنې تر سره کولې او د حقایقو په درک کولو سره یې جګړې ته د پای ټکی کېښود او د سولې لاره یې غوره کړه .
ښاغلي حیات د دې کنفرانس پر مهال وویل،د سولې د رامنځته کېدو په موخه حکومت او نړیوال هر ډول غوښتنو او خبرو اترو ته ژمن دي او په دې برخه کې له ټولو ممکنه لارو چارو استفاده کوي .
سولې بهير سره د يو ځای شوي اتلس کسیز ګروپ مشر قومندان محمد حسن وويل، چې د هېواد علماء کرامو، کعبې شريفې امام او د اوربند پر مهال د حکومت او خلکو مينې او شرعي ماحول په ليدو سره يې پريکړه وکړه، چې سولې بهير سره يو ځای شي.
نوموړي وويل، چې خپلو ملګرو سره يې هوډ کړی څو په سيمه ييزو پولیسو او يا بلې اداره کې ځانونه شامل او هېواد ته خدمت وکړي، دوی په خپلو تيرو کړنو پښيماني وښوده او پر وسله والو طالبانو يې غږ وکړ، چې له مخالفته نور لاس واخي او سولې بهير سره يو ځای شي.
په همدې حال کې ننګرهار والي حیات الله حیات وویل،د ریاض په نوم يو صراف، چې له تورخم څخه یې جلال اباد ته څلور سوه زره سعودي ريال را لیږدول،په لویه لاره کې لومړی ورسره د غلو له لورې موټر ټکر او وروسته یې غوښتل چې نوموړی شهید او ورسره پیسې ترې یوسي،چې د ملي امنیت له لورې صراف او پیسې دواړه یې د غلو څخه وژغورل شوې .
د ولایتي شورا غړي اسرارالله مراد د امنیتي ځواکونو د وروستیو سرښندنو ستاینه وکړه،چې په مېړانه یې د خپلې خاورې څخه دفاع او ساتنه پیل کړې او همدا راز یې د تحولاتو د رامنځته کېدو وروسته د مثبتو تغیراتو څخه هم خبر ورکړ.
د دې کنفرانس پر مهال چې د چنګاښ په ۶مه ملي امنيت رياست کې ترسره شو پر مهال يې د ننګرهار نظامي شورا او ولایتي شورا یو شمیر غړو هم شتون درلود.

ننګرهار والي وایي، قومونه دې په همغږۍ او یووالي سره د دې ولایت د ستونزو په حل کې همکاري وکړي .
ننګرهار والي حیات الله حیات د چنګاښ په ۶مه د دې ولایت د قبایلو او سرحدونو چارو ریاست د غونډو په تالار کې د مرکز او ولسوالیو ګڼ شمیر مخورو سره د غونډې پر مهال له دوی څخه وغوښتل،چې په همغږۍ او یوالي سره د دې ولایت د ستونزو په حل کې همکاري وکړي.
نوموړي زیاته کړه، په دې ولایت کې هر وګړی مسؤلیت لري،چې تر خپل توانه پورې د خپلې سیمې د ستونزو په حل کولو کې مرسته او همکاري وکړي،خو د دې چارې د بریالیتوب په موخه باید ټول قومونه سره همغږي او یوالی وکړي.
د دې غونډې پر مهال چې د ولایتي شورا غړو او یو شمیر مسؤلینو هم په کې شتون درلود،د بېلابېلو سیمو قومي مشرانو هم د خبرو پر مهال بېلابېل وړاندیزونه او مشورې شریکې کړې .
د یادونې وړده،چې تېره ورځ هم ننګرهار والي د دې ولایت ځوانانو او ګڼ شمیر مدني فعالانو سره هم د دوی په منځ کې د یوالي او همغږۍ رامنځته کولو په موخه غونډه وکړه .
په سره رود ولسوالۍ کې د سولې د بهیر په ملاتړ غونډه جوړه شوه.
د سره رود ولسوالۍ علماء کرامو، قومي او جهادي مشرانو د چنګاښ پر شپږمه د دغې ولسوالۍ د انکشافي شورا په تالار کې د سولې د بهیر په ملاتړ غونډه وکړه.
د ننګرهار د سولې ولایتي کمېټې رئيس حاجي ملک نظیر د ښه راغلاست تر څنګ وویل چې د سولې شورا د ولسوالیو په کچه ناستو کې له ولسه غواړي چې دوی د سولې په ټینګښت کې څومره او څنګه رول لوبولی شي.
هغه وویل چې سوله یوازې د سولې شورا اړتیا نه ده، بلکې د ټول ولس اړتیا ده او باید موږ ټول په دغه لار کې هلې ځلې وکړو.
د علماوو شورا په استازولۍ مولوي عزیزالرحمن وویل چې سوله د اسلام د مبارک دین حکم دی، که د مسلمانانو تر منځ جنګ وي او څوک يې تر منځ د سولې هڅه و نه کړي نو شرعاً ګناهګاريږي.
نوموړي وویل چې د افغانستان ټول ملت مسلمان دی او دلته د ولس په وړاندې هېڅ ډول جنګ تقدس نه لري. جنګیالیو ته ښايي چې د دین حکم ته غاړه کېدي او سوله وکړي.
د سره رود د قومي شورا ریس حاجي محمدانور اکرام وویل چې د سره رود ولسوالۍ قومونو مخکې هم د سولې د تحکیم په لاره کې هڅې کړي او اوس هم د سولې له هر راز هڅو ملاتړ کوو. حاجي اکرام زیاته کړه ” موږ له ولسمشره هم مننه کوو چې په دې برخه کې يې وسلوالو ته هر ډول فرصت ورکړ چې د سولې له بهیر سره یوځای شي”
د مجاهدینو شورا په استازولۍ حاجي محمدشریف وویل چې سوله د لمانځه، زکات، جهاد او حج غوندې د خدای حکم دی. حاجي شریف وویل چې موږ پر دولت او طالبانو غږ کوو چې د خدای دې حکم ته غاړه کېدي او سوله وکړي.
ملک جمعه ګل چې د انکشافي شورا په استازولۍ يې خبرې کولې وویل چې سوله یوازې د بېوزله ولس په چیغو نه راځي. سولې ته باید د دولت او مخالفینو تر څنګ د ټولنې نور معتبره خلک هم ژمن واوسي. نوموړي وویل چې ولس نور له جنګه پوزې ته راغلی او نشي کولای چې نور دغه بدمرغي وزغمي.
قومي مشر حاجي عصمت الله بارکزي په خپلو خبرو کې وویل جنګ له موږ نه د پرمختګ ډېر فرصتونه اخیستي دي، که سوله تامین وي نو زموږ په هره برخه ظرفیتونه شته چې حتا له نړیوالو سره پرې سیالي کولای شو. نوموړي وړاندیز وکړ چې د سولې عالي شورا دې د ولسوالیو په کچه په هره ولسوالۍ کې د سولې کمېټې جوړې کړي چې په دې برخه کې روانې هڅې لا ګړندۍ شي.
د سره رود د اهل معارفو په استازیتوب استاد ګل رحمن وويل چې دا ولس نور د کونډو، رنډو، او یتیمانو بوج نه شي پورته کولای. هره ورځ چې جنګ غځېږي نو د دغه کټګورۍ خلکو په شمېر کې زیاتوالی راځي. نوموړي زیاته کړه چې سوله د اوبو او اکسیجن غوندې د ژوند لپاره اړین توکی دی. په جنګ کې ښکېلو ولسونو ته موږ ژوندي ولسونه نه شو ویلی. هغه زیاته کړه چې موږ د سولې په لار کې هر ډول قربانیو ته چمتو یو.
د سولې کمېټې مرستیال مولوي محمد عباس د غونډې د ارزیابۍ تر څنګ له حاضرو علماوو، قومي او جهادي مشرانو نه مننه وکړه چې د سولې په دغه ملاتړغونډه کې يې ګډون وکړ او د سولې د ټینګښت لپاره يې ژمنې تازه او هر راز قربانۍ ته چمتووالی وښود.
غونډه په دعايې سره پای ته ورسېده.
د ننګرهار استيناف محکمې اړوند د کورني او بهرني امنيت استيناف دېوان نوي ټاکل شوې رئيس رسمآ دنده پيل کړه.
دننګرهار استيناف محکمې اړوند دکورني او بهرني امنيت استيناف دېوان نوی ټاکل شوی رئيس قضاوتيارسميع الله مبصر دننګرهار استيناف محکمې رئيس قضاوتيارعبدالولي قاضي زاده له لوري دياد دېوان قضايي غړو او اداري منسوبينو ته ورپېژندل شواو رسمآ يې دنده پيل کړه.
قاضي زاده وويل تغير او تبديل په دولتي ادارو کې دچارو دسمون په موخه ترسره کېږي.
دننګرهار استيناف محکمې رئيس قضاتو او اداري منسوبينو ته سپارښتنه وکړه ، چې په چارو کې همغږي او همکاري وکړي.
دکورني او بهرني امنيت استيناف دېوان نوي ټاکل شوي رئيس قضاوتيارسميع الله مبصر ژمنه وکړه ، چې ورسپارل شوې چارې به دقانون په چوکات کې ترسره کوي.
ديادونې ده ، چې قضاوتيارسميع الله مبصر تر دې وړاندې دکابل ولايت دکورني او بهرني امنيت استيناف دېوان کې دقضايي غړي په توګه دنده ترسره کوله.
د ننګرهار د امنیه قومندانۍ پولیسو دوه ماشومان د انسان تښتوونکو له منګولو ژغورلي
د ننګرهار ولایت د امنیې قوماندانۍ پولیسو دوه تنه تنکي ماشومان،چې د جلال اباد ښار د څلورمې ناحیې مربوطاتو څخه تښتوونکو له ځآن سره وړي وو،د بهسودو ولسوالۍ په مربوطاتو کې د تښتوونکو له منګولو ژغورلي،چې د رسنیو پر وړاندې یې د کورنۍ غړو ته وسپارل .
ننګرهار امنیه قوماندان مل پاسوال غلام سنایي ستانکزي وویل،تښتوونکو غوښتل،یاد ماشومان د جلال اباد ښار د یوې دینې مدرسې څخه نامالوم ځآی ته د ځآنمرګو او نورو ترهګریزو بریدونو د ترسره کولو لپاره د روزنې په موخه ولیږدوي .
د نوموړي په وینا خو د پولیسو په هلو خلو یاد ماشومان د بهسودو ولسوالۍ په مربوطاتو کې د تښتوونکو له منګولو وژغورل شول،خو تښتوونکي له سیمې څخه په تېښته بریالي شوي،چې د امنیتي ځواکونو له لورې یې د نیولو هڅې رواني دي .
د تښتوونکو له منګولو یو تن ازاد شوی جغفر وایي،تښتوونکو ورته تر تښتوونې وروسته د نشې ګولې ورکړې وې،چې په موټر کې تر اچولو وروسته نور په هیڅ هم ندي خبر شوې.
په همدې حال کې د یادو ماشومانو پلارنادر،چې په جلال اباد ښار کې په کراچۍ د توکو د پلورلو په ترڅ کې د کورنۍ نفقه ګټي،د امنیه قوماندانۍ له پولیسو مننه وکړه،چې اولادونه یې ورته د تښتوونکو له منګولو وژغورل.
د داعش وسله والو د تروريستي بريدونو د تنظيم درې مرکزونه لمنځه یوړل شول
ننګرهار ولايت نازيآنو ولسوالۍ بار خيلو سيمه کې د ملي امنيت ځانګړې قطعې عمليات کړي، چې په ترڅ کې يې د داعش وسله والو د تروريستي بريدونو د تنظيم درې مرکزونه لمنځه وړل شوي.
د معلوماتو له مخې د دغه عملياتو پر مهال د دوو بهرنيانو په ګډون څلور داعش وسله وال وژل شوي او د دوی يو شمېر سپکې او درنې وسلې لمنځه وړل شوي.
په ورته وخت کې د يادې ولسوالۍ مربوطاتو کې د داعش وسله والو پر پټنځايونو هوايي بريدونه هم شوي، چې ورته درانه تلفات اوښتي خو تر دې دمه کره معلومات ندي ترلاسه شوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *