د ننګرهار بهسودو او سره رود ولسواليو اړوند سيمو کې د دولس عشاريه اووه ويشت ميليونه افغانيو په لګښت يو ۱۰۳۳ متره په اوږدوالي دوه استنادي ديوالونه جوړ او ګټې اخيستنې ته وسپارل شول.

مسئولين وايي، چې ياد استنادي ديوالونه د کليو پراختيا وزارت په انکشافي بوديجه جوړ شوي، چې په جوړيدو سره يې په سيمه کې په زياته اندازه کرنيزه ځمکه او د استوګنې کورونه د سيلاب له خطره وژغورل شول.

د ګټې اخيستنې په مراسمو کې د ولايتي شورا رئیس، د کليو پراختيا وزارت مالي او اداري معين، کليو پراختيا رئیس او د سيمې اوسيدونکو ګډون کړی و.

د دغه استنادي ديوالونو پرانيستې پر مهال سلاکار وزير او ننګرهار والي محمد ګلاب منګل وويل، چې تر دې وړاندې په دغه سيمه کې د سيلابونو پر مهال د خلکو کورونه او ځمکې د تخريب ګواښ سره مخامخ وې، چې د يادو استنادي ديوالونو په جوړيدو سره دغه ستونزه حل شوه.

نوموړي وويل، چې هڅه کوي، څو په دې ولايت کې په بېلابېلو برخو کې د بيا رغاونې يو شمېر پروژې پيل کړي.

د کليو پراختيا وزارت مالي او اداري سرپرست معين معراج الدین شمس له سلاکار وزير او ننګرهار والي مننه وکړه، چې د يادو پروژو تطبيق ته یې زمينه برابره کړه او ژمنه يې وکړه، چې د راتلونکي کال تر پايه پورې به دغه استنادي ديوال د بهسود پُل سره ونښلوي.

دغه راز د ننګرهار د کليو پراختيا رئیس انجينر صفت الله شرفمل وويل، چې د بهسودو ولسوالۍ اړوند کرکړۍ په سيمه کې د يو عشاريه څلور ميليونه افغانيو په لګښت ۴۵۷ مترو په اوږدوالي استنادي ديوال، چې د شپږو مياشتو په موده کې يې د جوړولو چارې بشپړې شوې ګټې اخيستنې ته وسپارل شو.

نوموړي زياته کړه، چې د سره رود ولسوالۍ اړوند د عمومي سيند غاړې ته د يوولس عشاريه در ويشت ميليونه افغانيو په لګښت د ۵۷۶ مترو په اوږدوالي يو بل استنادي ديوال هم تر جوړېدو وروسته ګټې اخيستنې ته وسپارل شو.

نوموړی وايي، چې ياد استنادي ديوالونه د کليو پراختيا وزرات د سيمه ييزې همغږۍ پروګرام په چوکاټ کې جوړ شول، چې په جوړيدو سره يې د خلکو کورونه او ځمکې د سيلابونو له خطره وژغورل شوې.

د سیمې قومي مشر حاجي شاه محمود خان له ولایت مقام او اړونده ادارو مننه وکړه، چې د دې سيمې د خلکو کورونو او ځمکو ساتلو په موخه يې استنادي ديوالونه جوړ کړل.

نوموړي په سيمه کې د سړکونو رغولو، پاتې استنادي ديوالونو، ښونځيو جوړولو، پاکو اوبو څاه ګانو او روغتيايي مرکزونو جوړولو غوښتنه وکړه.

يو شمېر ستونزې د حل په موخه شريکې شوې

په ولسي جرګه کې د ننګرهار ولسونو استازي اميرجان دولتزي په مشرۍ يو شمېر مخورو خپلې ستونزې د حل په موخه ننګرهار والي سره شريکې کړي.

دوی د غصب، فساد مخنيوي، پوهنې، کډوالو او يو شمېر نورو برخو کې د ننګرهار والي تر سره کړيو فعاليتونو ستاينه وکړه.

نوموړو يو شمېر ستونزې هم ننګرهار والي سره د حل په موخه شريکې کړې.

سلاکار وزير او ننګرهار والي محمد ګلاب منګل له مخورو مننه وکړه، چې د ده ترسره کړي فعاليتونه يې وستايل.

نوموړي وويل، چې هڅه کوي، څو په دې ولايت کې د غصب او فساد مخنيوي او يو شمېر نورو برخو کې قانوني اجرات تر سره کړي.

ده مخورو ته ډاډ ورکړ، چې ستونزې به يې د قانون له مخې حل کړي.

د ننګرهار ژورنالستانو ملي ټولنې له لوري د ځوانو ژورنالستانو د روزنې په پنځمه دوره کې د څلور انجونو په ګډون درې پنځوس تنه فارغ شول.

په ننګرهار کې د ژورنالستانو ملي ټولنې مشر او په ختيځ کې د افغان خبريالانو د خونديتوب کمېټې مسئول شيرشاه همدرد وويل، چې د پنځمې دورې فارغو شويو ځوانانو ته د ژورناليزم په دې وړيا کورس کې د ژورناليزم نړيوال اصول، اخلاق، تاريخچه، ژورناليستيک ژانرونو، د وينا والۍ فن او عامه اړيکو برخو کې د څلور مياشتو په موده کې په نظري ډول د دريو تنو استادانو له لوري زده کړې ورکړل شوې.

همدرد زياتوي يادو فارغو شويو ته دغه راز ديوې مياشتې په موده کې په بېلا بيلو رسنيو کې په عملي ډول هم زده کړې ورکړل شوي دي.

د ولايتي شورا مرستيال ډاکټر لعل محمد دراني، د اطلاعات او فرهنګ رئيس اورنګ صميم، د استناف څارنوالۍ رئيس خالد احمد اوريا او د اطلاعات او فرهنګ رياست اړوند دځوانانو چارو امر مطيع الله احمدزي د خبرو پر مهال د ځوانانو د روزنې په برخه کې دا ډول کورسونه ګټور ياد کړل او پر دوام يې ټينګار وکړ.

وينا والو وويل، چې د مسلکي ژورناليزم زده کړې ته ځکه اړتيا ده ، چې ځنې خلک په دې برخه کې د نا مسلکي چلند له امله ځان او د ټولنې شخصيتونو ته زيان اړوي.

په دغه فراغت غونډه کې د استناف څارنوالۍ رئيس خالد احمد اوريا ډاډ څرګند کړ، چې د قانون په چوکاټ کې به خبريالانو سره نږدې اړيکې وپالي او په ګډه به د قانون حاکميت او عدالت تامين لپاره کار وکړي.

انځور: ارشيف

د ننګرهار عدلې رئيس په بهسودو ولسوالۍ کې د حقوقو مديريت د ترسره کړو چارو نظارت او ارزونه وکړه او هم يې د ياد مديريت د فعاليتونو په تړاو له قومي مخورو سره ناسته وکړه .

په ننګرهار کې د خصوصي پوهنتونونو او لوړو زده کړو موسسو اتحاديې د دې ولايت د پخواني مرستيال والي محمد حنيف ګرديوال ترسره کړي فعاليتونه د ستاينليک په ورکړې سره وستايل.

په همدې موخه خراسان خصوصي پوهنتون کې په جوړه شوې غونډې کې د يو شمېر خصوصي پوهنتونونو او لوړو زده کړو موسسو مسئولينو او استازو ګډون کړی و.

د خراسان خصوصي پوهنتون رئيس ډاکټر طارق کمال د ننګرهار ولايت د پخواني مرستيال والي ترسره کړي خدمتونه او فعاليتونه وستايل.

نوموړي وويل، چې ګرديوال د ولايت د مرستيالۍ پر مهال د نورو خدمتونه ترڅنګ خصوصي پوهنتونونو ته د فعاليت کولو مناسب چاپيريال برابر کړی و، چې دوی يې دغه خدمتونه ستايي.

دننګرهار ولايت پخواني مرستيال محمد حنيف ګرديوال د خصوصي پوهنتونونو له اتحاديې د مننې ترڅنګ ډاډ څرګند کړ، چې تر دې وروسته به هم د ټولو تعليمي او تحصلي ادارو د ستونزو د حل په موخه له خپلو شخصي امکاناتو کار واخلي.

د سپين غر خصوصي پوهنتون رئيس ډاکټر خير محمد مومند، د سوداګرۍ او صنايعو خونې د اړيکو مسوول انجينر اجمل شمس ، په ننګرهار کې د ايف – ايم راډيو ګانو د اتحاديې مشر قرار عزيزي او يو شمېر نورو د خبرو پر مهال د محمد حنيف ګرديوال تير ترسره کړي خدمتونو د قدر وړ ياد کړل.

څلور څلوېښت تنه د بېلابېلو جرمونو په تور نيول شوي

په ننګرهارکې روانه مياشت د قتل، انسان تښتونې، غلا، کميشنکارۍ ، نشه يي توکو قاچاق او يو شمېر نورو جرمونو په تور ۴۴ تنه نيول شوي.

د ننګرهار امنيه قوماندان لوی پاسوال عبدالرحمن رحيمي تيره ورځ د يو خبري کنفرانس پر مهال وويل، چې په روانه مياشت کې يې د قتل، انسان تښتونې، غلا، کميشنکارۍ او يو شمېر نورو جرمونو په تور ۴۴ تنه د يو شمېر وسلو، نشه يي توکو او موټرونو سره يو ځای نيولي دي.

رحيمي وويل، چې پوليسو د خپلو اوپراتيفو هلو ځلو په ترڅ کې تيره ورځ د پاکستان قونسلګرۍ مخې ته اووه تنه کميشن کاران د زرګونه پاکستانۍ کلدارو، افغانيو او يو شمېر اسنادو سره يو ځای نيولي، چې له خلکو څخه به يې د ويزې په نوم غير قانوني پيسې اخيستلې.

نوموړي وويل، چې د دغه کميشن کارانو په نيولو سره به د پاکستانۍ ويزې په اخيستو کې ستونزې را کمې شي.

امنيه قوماندان وويل، چې په تيرو دريو اوونيو کې يې ۱۹ تنه د انسان تښتونې، قتل او غلا په تور نيولي دي.

ده زياته کړه، چې ۱۱ تنه د تخريبي کړنو او ۱۴ نور د نشه يي توکو قاچاق په تور هم نيولي شوي، چې د قانوني اجراتو په موخه عدلي او قضايي ارګانونو ته سپارل شويدي.

لوی پاسوال عبدالرحمن رحيمي وويل، چې نيول شويو کسانو سره ۱۵ ميله بېلابېل ډوله وسلې، ۱۸۳۰۰ فيره مرمۍ، ۹۰ کلاشنکوف شاژورونه، ۳۹۷۷ کيلو ګرامه بېلابېل نشه يي توکي، د وسلو پرزې، نظامي تجهيزات او ۱۱ عرادې موټرونه نيولي دي.

نوموړي د خپلو روانو فعاليتونو په اړه وويل، چې تر دې مهال يې په ولسواليو کې ۴۱۲۱ جريبه ځمکه کې د کوکنارو کښت او د هيروينو درې کارخانې يې لمنځه وړي دي.

ده زياته کړه، چې په روانه مياشت کې يې ګډو ځواکونو سره يو ځای ۱۶ هوايي او ځمکني عمليات تر سره کړي، چې په ترڅ کې يې سلګونه کورني او بهرني داعش او طالب وسله وال ژل شوي، د دوی يو شمېر پټن ځايونه او وسلې لمنځه وړل شويدي.

امنيه قوماندان دغه راز وويل، چې د يادو عملياتو پر مهال تر شک لاندې ۴۳ تنه هم نيول شوي، چې تر پوښتنو او ګرويګنو لاندې دي.

په ننګرهار کې د خصوصي پوهنتونونو او لوړو زده کړو موسسو اتحاديې د دې ولايت د پخواني مرستيال والي محمد حنيف ګرديوال ترسره کړي فعاليتونه د ستاينليک په ورکړې سره وستايل.

په همدې موخه خراسان خصوصي پوهنتون کې په جوړه شوې غونډې کې د يو شمېر خصوصي پوهنتونونو او لوړو زده کړو موسسو مسئولينو او استازو ګډون کړی و.

د خراسان خصوصي پوهنتون رئيس ډاکټر طارق کمال د ننګرهار ولايت د پخواني مرستيال والي ترسره کړي خدمتونه او فعاليتونه وستايل.

نوموړي وويل، چې ګرديوال د ولايت د مرستيالۍ پر مهال د نورو خدمتونه ترڅنګ خصوصي پوهنتونونو ته د فعاليت کولو مناسب چاپيريال برابر کړی و، چې دوی يې دغه خدمتونه ستايي.

دننګرهار ولايت پخواني مرستيال محمد حنيف ګرديوال د خصوصي پوهنتونونو له اتحاديې د مننې ترڅنګ ډاډ څرګند کړ، چې تر دې وروسته به هم د ټولو تعليمي او تحصلي ادارو د ستونزو د حل په موخه له خپلو شخصي امکاناتو کار واخلي.

د سپين غر خصوصي پوهنتون رئيس ډاکټر خير محمد مومند، د سوداګرۍ او صنايعو خونې د اړيکو مسوول انجينر اجمل شمس ، په ننګرهار کې د ايف – ايم راډيو ګانو د اتحاديې مشر قرار عزيزي او يو شمېر نورو د خبرو پر مهال د محمد حنيف ګرديوال تير ترسره کړي خدمتونو د قدر وړ ياد کړل.

په ختيځ زون کې د جلب او جذب قوماندانۍ په وړاندېز او د سلا کار وزير او ننګرهار والي له لوري د بهسودو ولسوال محمد صديق دولتزي فعاليتونه د ستاينليک په ورکړې سره وستايل شول.

په همدې موخه جوړه شوې غونډه کې په ختيځ زون کې د جلب او جذب قوماندان ډګروال نجيب الله نيکزاد وويل، چې د بهسودو ولسوال محمد صديق دولتزي تل د ملي امنيتي ځواکونو د ليکو پياوړتيا په موخه د ځوانانو په جلب او جذب ، امنيت ټينګښت او غصب مخنيوي کې هلې ځلې کړي، چې د دوی په وړاندېز او ننګرهار والي له لوري په ستاينليک ووياړل شو.

د بهسودو ولسوال محمد صديق دولتزي له ننګرهار والي او د جلب او جذب قوماندانۍ مسئولينو څخه د مننې ترڅنګ ډاډ څرکند کړ ،چې د ملي امنيتي ځواکونو د ليکو پياوړتيا ، امنيت ټينګښت او ځمکو غصب مخنيوي په موخه به خپلې هڅې له پراخه کړي.

دولتزي د ولسوالۍ له ديني عالمانو او قومي مخورو هم مننه وکړه ، چې تل يې له ده سره په بېلابېلو برخو کې همکارې کړې.

په جوړه شوې غونډه کې د بهسودو ولسوالۍ انکشافي شورا مشر ملک نعمت الله حليمي او د يادې ولسوالۍ د علما شورا مشر مولوي محمد خان د سولې په ارزښت خبرې وکړې او دسيمې له خلکو يې غوښتنه وکړه ، چې د ولسوالۍ مسئولينو سره يې خپله همکاري لا زياته کړي.

د ننګرهار عدلې رئيس په بهسودو ولسوالۍ کې د حقوقو مديريت د ترسره کړو چارو نظارت او ارزونه وکړه او هم يې د ياد مديريت د فعاليتونو په تړاو له قومي مخورو سره ناسته وکړه .

د ننګرها ر عدلې رئيس مستوخان هلال د وري په ۲۹ مه د دې ولايت په بهسودو ولسوالۍ کې د حقوقو مديريت د تير کال د ترسره کړو فعاليتونو او لاسته راوړنو څخه نظارت او ارزونه وکړه او هم يې د يادې ولسوالۍ له ديني عالمانو ، قومي مشرانو او ځوانانو سره د حقوقومديريت د چاور په تړاو ناسته ترسره کړه.

د بهسودو ولسوال محمد صديق دولتزي ددغې ناستې پرمهال د ننګرهار عدلې رياست د دغه نوښت او د حقوقو مديريت د ترسره کړو فعاليتونو ستاينه وکړه، چې تل يې د ولسونو ستونزو ته د قانوني لارو چارو له مخې لاس رسی کړی .

دولتزي زياته کړه ، که هردولتي ارګان په ولسواليو کې له خپلو مديريتونو څخه نظارت او ارزونه وکړي او په تړاو يې د ولسونو ستونزې واوري نو شونې ده ، چې د دولت او ولسونو ترمنځ به واټن راکم او تر ډيره بريده به د اداري فساد مخه ونيول شي.

د ننګرهار عدلې رئيس مستوخان هلال د خپل رياست کاري لايحه تشريح کړه او زياته يې کړه د قانون حاکميت او عدالت ته لاس رسی يې په کاري لړ کې لومړيتوب لري .

نوموړي وويل، چې د دې ولايت په دوه ويشت ولسواليو کې د حقوقو مديريتونه فعال دي ، چې د قانون له مخې په خپلو برخو کې د ولسونو خدمت کوي .

ده دا هم وويل په پام کې لري ، چې د حقوقو مديريتونو د نظارت او ارزونې لړۍ نورو ولسواليو ته هم وغځوي

هلال د بهسودو ولسوالۍ له قومي مشرانو غوښتنه وکړه ، چې د قانون په تطبيق او ټولنيزعدالت په رامنځته کيدو کې د حقوقو مديريت سره همکاري وکړي .

دغه راز د ولسونو په استازولۍ د بهسودو ولسوالۍ د انکشافي شورا مشر ملک نعمت الله حليمي ، ملک زمري احمدزي او يو شمير نورو د يادې ولسوالۍ له مشرتابه مننه وکړه ، چې د ځانګړې پاملرنې له مخې يې په ولسوالۍ کې ټولو مديريتونو ته سپارښتنه کړې ، چې د قانونې لارو چارو له مخې پرته له ځنډه ولسونو ته خدمت وکړي .

يادو مشرانو له نورو رياستونو غوښتنه وکړه ، چې دعدلې رياست په څير دې د خپلو مديريتونو له چارو څخه نظارت او ارزونه وکړي. .

درې جريبه ځمکه د غاصبينو له منګولو خلاصه شوه

د ننګرهار کانال رياست اړوند مقام خان سيمه کې درې جريبه ځمکه د غاصبينو له منګولو خلاصه او د کانال دويم بلاک مديريت ته وسپارل شوه.

د ننګرهار کانال رئیس غلام حضرت عبدالرحيمزي وويل، چې تيره ورځ يې مقام خان سيمه کې د کانال اړوند درې جريبه ځمکه د غاصبينو له منګولو خلاصه او د دوی له لوري پکې جوړې شوې ودانۍ ړنګې شوې.

نوموړي وويل، چې د ولسمشر د فرمان او ننګرهار والي ځانګړې پاملرنې له مخې د غصب مخنيوي په موخه جدي اقدامات پيل شوي، چې تر دې دمه د کانال ۴۶۰ جريبه ځمکه له غاصبينو ژغورل شوې او د غصب مخنيوي هڅې لا دوام لري.

پنځه داعشيان ووژل شول

د ننګرهار ولايت نازيانو ولسوالۍ د ټکټکاني غره سيمه کې نن شاوخوا لس بجې په يو هوايي بريد کې پنځه داعش وسله وال ووژل شول.

د معلوماتو له مخې وژل شوي داعشيان د مولوي يحیَ د ګروپ غړي او د خيبر پښتونخوا د اورکزيو سيمي اوسيدونکي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *