تاند- په ننګرهار کې چارواکي او شاهدان وايي چې نن یوې چاودنې په دغه ولایت کې لږترلږه اووه تنه ژوبل کړي دي.

د ننګرهار د والي ویندوی احمد ضیا عبدالزي وویل چې دا پېښه تر غرمې لږ مخکې (یوولس نیمې بجې) د ننګرهار پوهنتون د ښوونې او روزنې د پوهنځي مخته وشوه.

د عبدالزي په وینا چاودنه په یوه موټرسایکل کې د اېښودل شویو چاودېدونکو موادو په اثر وشوه.

ده د ټپیانو شمېر اووه تنه وښود خو ویې نه ویل چې ټپیان څوک دي او یا د حملې هدف څوک ول.

له بلې خوا د پېښې شاهدانو وویل چې موټر سایکل د ننګرهار پوهنتون د یوه محصل و. محصل نیول شوی او تحقیقات ورڅخه روان دي.

له دې پېښې مخکې نن په میدان وردک ولایت کې د وسله والو طالبانو له لوري په یوه موټربمي حمله کې د نرخ ولسوالۍ د امنیې قومندانۍ ۴ پولیس ووژل شول او ۱۷ نور ژوبل شول.

طالبانو له یوې لنډې وقفې وروسته پر دولتي ځواکونو بریدونو ته په داسي حال کې زور ورکړی چې د امنیتي موافقې د نه لاسلیکولو پر سر د کرزي او امریکا اختلاف اوج ته رسېدلی دی.

مشورتي لویې جرګې په غوڅ اکثریت له امریکا سره امنیتي موافقه لاسلیک کړه. خو کرزی لا هم د موافقې له لاسلیکولو ډډه کوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *