ننګرهار والي د سره رود ولسوالۍ د ښوونکو د سرپناه ستونزې د حل په موخه واورېدې.
سلاکار وزير او ننګرهار والي محمد ګلاب منګل د سره رود ولسوالۍ د ښوونکو د سرپناه ستونزې واوريدې او په حل کې يې ورته ډاډ ورکړ.
دغه ليدنه، چې د وري په ۱۳مه ولايت مقام کې تر سره شوه د ځمکو د خپلواکو ادارې رئیس، د پوهنې اداري مرستيال او د سره رود ولسوالۍ يو شمېر ښوونکو برخه لرله.
د سره رود ولسوالۍ د ښوونکو اتحادې مشر نيازي وويل، چې د ولسمشر د حکم له مخې ښوونکو لپاره په بېلابېلو ولسواليو کې ښارګوټي ځانګړي شوي.
نوموړي وويل، چې د سره رود ولسوالۍ د ښوونکو لپاره په سياه سنګ سيمه کې ۳۰۰ جريبه ځمکه په ګوته شوې.
دوی وويل، چې يو شمېر ښوونکو ته ځمکه په واک کې ورکړل شوې؛ خو د سره رود ولسوالۍ مسئولینو د نه پاملرنې له امله ۱۴۲ جريبه ځمکه غاصبينو له لوري نيول شوې.
دوی زياته کړه، چې څو ځلې يې د غاصبينو نيولو په موخه ولايت مقام څخه حکم اخيستی؛ خو د ولسوالۍ امنيتي مسئولين د ښوونکو د ښارګوټي ستونزه په نظر کې نه نيسي او غاصبين هره ورځ د ښوونکو ځمکه غصب کوي.
سلاکار وزير او ننګرهار والي محمد ګلاب منګل وويل، چې په ننګرهار کې د ټولو ښوونکو د ښارګوټو د ستونزې حل په موخه يې اړونده مسئولينو ته لازمې سپارښتنې کړي، چې د ښوونکو د سرپناه ستونزې ته د حل لار ومومي.
نوموړي وويل، چې په سياه سنګ سيمه کې د ښوونکو ښارګوټي د ستونزې حل په موخه به يو پلاوی وټاکي او تر څېړنې وروسته به ښوونکو ته د نمرو د وېش زمينه برابره کړي.
ننګرهار والي امنیتي منسوبینو ته د پانګې اچونې د پياوړتیا په موخه د صنعتي پارکونو د لا زیاتو امنیتي تدابیرو د نیولو لارښوونه وکړه.
سلاکار وزیر او ننګرهار والي محمد ګلاب منګل د وري په ۱۳مه د دې ولایت امنیتي منسوبینو ته لارښوونه وکړه،چې د پانګې اچونې د پیاوړتیا په موخه د شیخ مصري صنعتي پارک لپاره لا زیات امنیتي تدابیر ونیسي،ترڅو پانګوال په هوسا ډول خپلې پانګې اچونې ته دوام ورکړي .
ولایت په مقام کې جوړ شوي امنیتي ناسته کې د ننګرهار والي سربېره،د عامه نظم لوا قوماندان،ملي اردو څلورمې پلې لوا درستیزوال،د سرحدي پولیسو د لوا رئیس ارکان،د ملي امنیت مرستیال، د امنیه قوماندانۍ د امنیت امر،د همغږۍ مرکز قوماندان او یو شمیر نورو ګډون کړی وو.
د دې ناستې پر مهال امنیتي مسؤلینو ترسره شوي فعالیتونه،ستونزې او خپل وړاندیزونه ننګرهار والي سره شریک کړل .
سلاکار وزیر او ننګرهار والي محمد ګلاب منګل امنیتي مسؤلینو ته سپارښتنه وکړه،چې یو شمیر ولسوالیو کې ژر تر ژره امنیتي منسوبین لا زیات تجهیز کړي او همدا راز یې په اچین ولسوالۍ کې د سرحدي پولیسو په لیکو کې د پاڅوون کوونکو د جذب چارو د ګړندیتوب لارښوونه وکړه .
نوموړي په یو شمیر سیمو کې د غصب شوو حکومتي په ځآنګړي ډول د نظامي ځمکو د ژغورلو په موخه هم امنیتي منسوبینو ته د تدابیرو د نیولو امر وکړ.
ښاغلي منګل د دې ناستې په ترڅ کې لارښوونه وکړه،ترڅو د پانګوالو لپاره د پانګې اچونې په موخه د خوندي امنیت زمینې برابرولو لپاره په شیخ مصري صنعتي پارک کې لا زیات امنیتي تدابیر ونیسي .
د دې امنیتي ناستې په ترڅ کې په ګڼ شمیر نورو مهمو امنیتي موضوعاتو هم خبرې اترې وشوې .
په ننګرهار کې د پيل شوي کمپاین په ترڅ کې پنځلس سوه هکتاره ځمکه کې کرل شوي کوکنار لمنځه وړل کیږي .
چارواکي وایي د ولسمشر د حکم او ننګرهار والي د ځآنګړو هلو ځلو په ترڅ کې په دغه ولایت کې په پنځلس سوه هکتاره ځمکه کې کرل شوي کوکنار د پيل شوي کمپاین په ترڅ کې لمنځه وړل کیږي .
د دغه ولایت د والي ویاند عطاالله خوږیاڼي د وري په ۱۳مه د رسنیو په دفتر کې ننګرهار والي محمد ګلاب منګل د وروستیو درې میاشتو ترسره شوو فعالیتونو په اړه د مطبوعاتي کنفرانس په ترڅ کې معلومات شریک کړل .
نوموړي زیاته کړه،د ولسمشر د حکم او ننګرهار والي محمد ګلاب منګل د ځآنګړو هلو ځلو په ترڅ کې په دغه ولایت کې په پنځلس سوه هکتاره ځمکه کې کرل شوو کوکنارو د لمنځه وړلو کمپاین د دې ولایت په یوولس ولسوالیو کې پيل شوی،چې تر دا مهاله شاوخوا اته سوه جریبه ځمکه کې کرل شوي کوکنار لمنځه وړل شوي دي .
هغه وویل،د تېرو درې میاشتو په موده کې د ننګرهار والي د هلو ځلو په ترڅ کې د نوموړي په مشرۍ د غصب شوو ځمکو د بېرته تر لاسه کېدو په موخه ځآنګړي کمیسون چارې پيل کړي،چې په ترڅ کې د جلال اباد ښار سپین غر هوټل کې له ۳۲ کلن ځنډ وروسته ۲۸ جوړې شوې ودانۍ او جلال اباد ښاروالۍ اړوند شنو سیمو کې ګڼ شمېر نور تاسیسات ونړول شول او دغه چاره به نور هم په تدریجي ډول دوام وکړي.
خوږیاڼی وایي د ننګرهار والي د هلو ځلو په ترڅ کې د تېرو درې میاشتو په موده کې له اوږده ځنډ وروسته د بهسودو دویم پل د ترافیکو پرمخ پرانستل شو،دواړه لورې د سړکونو جوړولو په موخه د ډیزاین چارې بشپړې شوې او د تدارکاتو د ملي کمیټې د پروسې له بشپړیدو وروسته به یې چارې بشپړې شي .
د والي ویاند د معلوماتو له مخې د تېرو درې میاشتو په موده کې د برېښنا شرکت سره له نږدې کار پیل کی،ترڅو د یادې ادارې میلیونونه افغانۍ د بېل پورونه را ټول کړي،چې په دغه برخه کې له ګڼ شمیر سوداګرو او نورو څخه بېلونه را ټول کړي او دې لړۍ ته به لا هم ادامه ورکړل شي .
هغه وایي د ننګرهار والي د تېرو درې میاشتو هلو ځلو په ترڅ کې د نغلو څخه ننګرهار ته د ځآنګړي ترانسفرمر په وسیله د شل میګاواټه او د درونټې برېښنا کوټ د درې توربینونو د بیا ترمیم کېدو په ترڅ کې به لس میګاواټه برېښنا زیاته شي،چې د درې میاشتو په موده کې به د یادې چارې به بشپړیدو سره په جلال اباد ښار کې د دوبې په موسم کې د برېښنا د پرچاوۍ ستونزه اتیا سلنه کمه شي .
د خوږیاني په وینا ننګرهار والي ټولو ولسوالانو ته امر کړی،ترڅو په ولسوالیو کې یو،یو دفتر د ځوانانو ټولنو او شوراګانو لپاره ځانګړی کړي .
هغه وایي ولایت مقام پانګوالو ته د خانګړې پاملرنې او د پانګونې د ودې په موخه د شیخ مصري صنعتي پارک کې دوه نورې پوستې جوړې کړي او ژر به د برېښنا ستونزه هم ورته حل کړي .
د والي ویاند وایي د کامې،خوږیاڼو،کوز کونړ،سره رود او یو شمیر نورو ولسوالیو کې ښوونکو ته د استوکنې په موخه د نمرو د ورکړې موضوع هم د ننګرهار والي له لورې جدي نیول شوې او په دغه برخه کې جدي هڅې دوام لري .
د ننګرهار والي ویاند عطاالله خوږیاڼي د دغه کنفرانس په ترڅ کې وویل،د ولایت مقام او جلال اباد ښاروالۍ له لورې د شفافیت او فساد د مخنیوي په موخه په مرکز او ولسوالیو کې د یخ د پلور قراردادونه لغوه کړي،هرڅوک او هر چيرته یخ تر لاسه کولای او پلورلی شي .
د ننګرهار والي ویاند د دغه کنفرانس پر مهال وویل په جلال اباد ښار کې د ZIAN په نوم د درملو یو غېرې معیاري شرکت فعالیت درلود،چې د ننګرهار والي په لارښوونه د عامې روغتیا ادارې له لورې یاد شرکت وتړل شو او قضیه یې هم څارنوالۍ ته ور پېژندل شوې ده .
هغه وایي د جلال اباد ښاریانو لپاره د ځآنګړې هدیرې د جوړولو په موخه په بهراباد سیمه کې لسګونه جریبه ځمکه په نښه شوې او د ننګرهار والي د هلو ځلو په ترڅ کې به ډیر ژر د ځمکې د انتقال موضوع بشپړه او هدیرې لپاره به ځانګړی شي .
د خوږیاني په وینا د میاعلي صیب زیارت کې چې د اسلامي،افغاني او طبي ارزښتونو ته د نه پاملرنې په ترڅ کې په کې کسان په جبري ډول کینول کیږي،کمیسون جوړ شوی،لومړنۍ چارې بشپړي شوي او ډیر ژر به د دې غېرې مسؤلانه کړنو مخنیوی وشي .
هغه زیاتوي ننګرهار والي د تېرو درې میاشتو په موده کې د دې ولایت پنځه ولسوالیو ته کاري سفرونه کړي،چې د سکتوري او امنیتي ادارو مسؤلینو یې هم ملتیا کوله .
نوموړی وایي پولیو ضد واکسین د ښه تطبیق په موخه ننګرهار والي په تېرو درې میاشتو کې د ادارو مسؤلینو،مخورو،دیني عالمانو،فرهنګیانو،ځوانانو او ګڼ شمیر نورو سره ناستې کړي او په دغه برخه کې همکارۍ ته را جذب کړي دي .
د خوږیاڼي په وینا ننګرهار والي تېرو درې میاشتو کې هره دوشنبه په منظم ډول د مراجعینو ستونزې په مستیقم ډول اوریدلي،د امنیت د تامین به موخه یې د شپې په بېلابېلو وختونو کې د پلټنو د مرکزونو څخه څآرنه ترسره کړې او د فساد د مخنیوي او چارو د ښه والې په موخه یې د بېلابېلو ادارو څخه څارنه او لیدنه ترسره کړې .
د ننګرهار والي ویاند وایي د تېرو درې میاشتو په موده کې د فرانسې،سویډن او برتانیه سفیرانو ننګرهار ته د خپل سفر په ترح کې په بېلابېلو برخو کې د مرستو ژمنې کړي او همدا راز د ایران قونسل په ننګرهار کې د یو معیاري روغتون د جوړولو او سوداګریزو چارو د ښه والې په برخه کې د ننګرهار والي سره د همکارۍ ژمنه کړې ده .
د ننګرهار والي ویاند عطاالله خوږیاڼي د دغه کنفرانس په ترڅ کې د تېرو درې میاشتو په موده کې د ولایت مقام له لورې د ګڼ شمیر نورو فعالیتونو په اړه هم معلومات شریک کړل او دا یې ولسونو ته د رسنیو له لارې د حساب ورکونې یوه لړۍ وبلله .
تر دې وړاندې هم نوموړي د ننګرهار والي د لومړیو دوه کاري میاشتو د اجرائتو په موخه د رسنیو له لارې ولسونو ته معلومات ورکړي و.
د روداتو ولسوالۍ مخورو په یاده ولسوالۍ کې د حکومتي ځمکو د غصب د مخنیوي غوښتنه وکړه.
سلاکار وزیر او ننګرهار والي محمد ګلاب منګل څخه د دې ولایت د روداتو ولسوالۍ د رود سیمې یو شمیر مخورو،چې مشري یې د ولایتي شورا مرستیال ډاکټر لعل محمد دراني کوله،غوښتنه وکړه،چې په یاده ولسوالۍ کې د حکومتي ځمکو د غصب د مخنیوي په برخه کې اقدامات ترسره کړي .
یادو مخورو چې د وري په ۱۳مه یې د جلال اباد په شاهي ماڼۍ کې سلاکار وزیر او ننګرهار والي محمد ګلاب منګل سره لیدنه کوله،د لیدنې پر مهال د ښار جوړنې رئیس،جلال اباد ښاروال، د ځمکو خپلواکې ادارې مشر او یو شمیر نورو هم شتون درلود.
ولایتي شورا مرستیال ډاکټر لعل محمد دراني او قومي نورخطاب د خپلو خبرو پر مهال وویل،د ولایت مقام له لورې د نوي جلال اباد د جوړونې په موخه د پیل شوو هڅو څخه ملاتړ کوو او غوښتنه یې وکړه،چې د نورو ولسوالیو په څېر دې په ښارګوټو کې د یادې سیمې اوسیدونکو ته هم ونډه ورکړل شي .
سلاکار وزیر او ننګرهار والي محمد ګلاب منګل د روداتو په ځانګړي ډول د رود سیمې د مخورو څخه مننه وکړه،چې د ښارګوټو جوړولو او نورو چارو کې له ولایت مقام سره همکاري کوي او ډاډ یې ورکړ،چې ټولې چارې به د قانون په چوکاټ کې د ولسونو سره په همغږۍ ترسره کړي .
نوموړي زیاته کړه،په دغه ولایت کې د ټولو کړنو څخه موخه ولسونو په ځانګړي ډول د شهیدانو کورنیو، بې وزلو او یتیمانو ته خدمت ترسره کول او د دوی د سرپناه ستونزه حل کول دي .
په سره رود ولسوالۍ کې د پشه خانو وېش پيل شو
د ننګرهار ولايت سره رود ولسوالۍ کې د عامې روغتيا رياست له لوري د پشه خانو د وېش لړۍ پيل شوه، چې په ترڅ کې به يې اتيا زره پشه خانې خلکو ته وويشل شي.
د ننګرهار عامې روغتیا ریاست د ملاریا مجادلې امر ډاکټر ننګیالی سپین غر وويل، چې له دروبابا ولسوالۍ څخه وروسته يې په سره رود ولسوالۍ کې د پشه خانو د وېش لړۍ پيل کړه، چې په ترڅ کې به يې د دې ولسوالۍ اوسيدونکو ته اتیا زره پشه خانې وویشل شي.
نوموړي وويل، چې هیوادوال باید پشه خانې په سمه توګه استعمال کړي ترڅو د ملاریا ناروغۍ مخینوی وشي.
د سره رود ولسوالۍ د علماو شورا رئيس مولوي عزیز الرحمن د خپلو خبرو په ترڅ کې د پروسې له شفافیت څخه خوښي څرګنده کړه او زیاته یې کړه، چې د پشه خانو په ویش سره به د ملاريا ناروغۍ مخه ونيول شي.
د یادونې وړ ده چې سږ کال به د ننګرهار په ۱۶ ولسوالیو کې شا او خوا شپږ لکه پنځوس زره پشه خانې وویشل شي.
پولیسو ۱۲ سوه ګیلوګرامه چرس،د شرابو جوړولو فابریکه،وسلې او ګڼ شمیر مهمات نیولي دي .
ننګرهار ولایت د روداتو ولسوالۍ په حصارشاهي سیمه کې پولیسو د پلټنو پر مهال په یو عراده لارې ډوله موټر کې په ډیر مهارت سره ځآی پر ځای شوي زر کیلو ګرامه چرس،چې د مومندرې ولسوالۍ ته لیږدول کیدل،نیولي،همد راز دوه سوه څلور کیلو ګرامه نور چرس د دروبابا ولسوالۍ اړوند د نادرخان په کور کې د پلټنو پر مهال تر لاسه شوي دي .
همدا راز پولیسو د سره رود ولسوالۍ په مربوطاتو کې د شرابو جوړولو یوه فابریکه کشف کړې،چې په کې د ممیزو څخه ډک دوه بیلرونه، یو عدد سطل، څلور دیګ بخارونه، دوه پلاستیکي بوشکې، یو اندازه واړه پیپونه، داوبو ترموزونه ،د معدني اوبو شل بوتله او یو شمیر نور توکې له یو میل کلاشینکوف سره په لاس راوړي دي.
په ورته وخت کې پولیسو د بهسودو ولسوالۍ ثمر خیلو سیمه کې د پلټنې پرمهال په یو عراده کرولا ډوله موټر کې نوي عدد د کلاشینکوف شاجورونه، ۲۷۰۰ فیره د کلاشینکوف مرمۍ ، یو اندازه د کلاشینکوف او نورو وسلو پرزې چې په ډیرمهارت سره په یاد موټر کې ځای پر ځای شوې وې، کشف او په لاس راوړي دي .
د یادو قضیو په تړوا څلور تنه نیول شوي،چې د قانوني کړنو په موخه عدلي او قضایي ارګانونو ته رسماٌ ور پېژندل شوي دي .
اوو وسله والو مخالفینو ته مرګ ژوبله اوښتې .
ننګرهار ولایت د مهمندرې ولسوالۍ په لاندې باسول سیمه کې د تېرو څلرویشت ساعتونو په ترڅ کې د ترسره شوو عملیاتو پر مهال څلور وسله وال طالبان وژل شوي او درې نور ټپيان دي.
په ورته وخت کې پولیسو د سره رود دوه سړکې په سیمه کې یو تن شکمن د یو عراده کرولا ډوله موټر او یو میل تفنچګې سره یو ځای نیولی،همدا راز پولیسو د جلال اباد ښار په بېلابېلو سیمو کې دوه تنه د یو میل کلاشینکوف، یو میل تفنګچې ، یو میل افګن ، یو عدد لاسي بم او یو شمیر مرمیو سره چې د ګرځیدو قانوني اسناد یې نه درلودل،نیولي دي .
داعش له لورې نیول شوو ۱۲ ملکي وګړو څخه ۴ تنه د دوی له منګولو ازاد شول .
د ننګرهار ولایت هسکې مینې ولسوالۍ سنځلۍ،دروازۍ او رود خانۍ سیمو څخه تېره ورځ ناوخته داعش وسله والو ۱۲ تنه ملکي وګړي له ځآن سره بیولي و،چې د هلو ځلو په ترڅ کې څلور تنه د دوی له منګولو ازاد او خپلو کورنیو ته سپارل شوي دي .
ولایتي اداره د مخورو او نورو لارو چارو په ترڅ کې هلي ځلي کوي،چې پاتې کسان هم د داعش له منګولو په خوندي ډول ازاد او خپلو کورنیو ته یې وسپاري.