د هېواد او سولې دښمنان به هیڅکله خپلو شومو موخو ته ونه رسيږي.

دغه څرګندونې ننګرهار امنيې قوماندان لوی پاسوال عبدالرحمن رحيمي داچين ولسوالۍ د امنيتي وضعيت د ارزونې او د حمزه په نوم روانو عملياتو کې شاملو امنيتي ځواکونو څخه د ليدنې پر مهال وکړې .

ننګرهار امنې قوماندان پدې خوښي ښکاره کړه چې ملي امنيتي او د فاعي ځواکونه په عصري وسلو ، اسلامي او افغاني روحيه سمبال دي ، ښه همغږي لري اودولسونو ملاتړ يې ترلاسه کړی ، چې له امله يې دهيواد او خلکو دښمنان نشي کولی خپلو ناوړه موخو ته ورسيږي .

نوموړي داچين ولسوالۍ دامنيتي وضعيت ارزونې او د حمزه په نوم روانو چاڼيزوعملياتوکې شاملو ګډو امنيتي ځواکونو څخه دليدنې پر مهال د هغوی محاربوي احضارات اوجګړه ييز چمتوالی له نږدي وليد اود امنيتي ځواکونو مرال يې لوړ ياد کړ.

لوی پاسوال عبدالرحمن رحيمي دګډو امنيتي ځواکونو دهڅو ستاينه وکړه ، چې د عملياتو پر مهال يې دملکي وکړو ژوند ته ځانګړې پاملرنه کړې او په سلګونو وسله والو ته مرګ ژوبله ور اړولې ، دهغوی مهم پټنځايونه ، د وسلو او مهماتو ډيپوګانې يې تخريب او لمنځه وړي .

نوموړي وويل پوليس چې ورځ تربلې پياوړي ، اکمال او تجهيز کيږي ، د مسلکي زده کړو کچه يې لوړه شوې ، کولی شي له امنيتي ځواکونو سره په ګډه او ځانګړي ډول دښمن ته په اسانۍ سره ماتې ورکړي.

ننګرهار امنيه قوماندان په سيمه کي مسولينو ته لارښونه وکړه چې داچين ولسوالۍ دقومي مشرانو ، ديني عالمانو، ځوانانو او په ياد محل کې د ملکي او نظامي ادارو مسولينو او منسوبينو سره خپله همغږي له غښتلې او ملاتړ يې ترلاسه کړي.

امنې قوماندان د يو شمير امنيتي پوستو څخه هم ليدنه وکړه ، د ملي او سيمه ايزو پوليسو دترسره شويوکړنو يې مننه وکړه چې دجبهې په لمړۍ کرښه کې يې ددښمنانو پر وړاندې خپلې سينې سپر کړي او دښمن ته يې غاښ ماتونکی ځواب ورکړی .

ددغه ليدنې پر مهال چې تيره ورځ ترسره شوه د پوليسو منسوبينو د وړانديزونو تر څنګ ديو شمير ستونزو او ننګونو يادونه وشوه ، چې دننګرهار امنيې قوماندان له لوري ډاډ ورکړل شو.

د کورنيو چارو وزير سترجنرال تاج محمد جاهد دپوليسو ساحوي زونونو ، امنيه ، سرحدي او عامه نظم قوماندانانو سره د VTC کنفرانس له لارې بشرحقوقو ته د درناوي او د فساد پر وړاندې د کلکې مبارزې ټينګار وکړ .

په دغه کنفرانس کې د کورنيو چارو وزارت مرستيالانو ، رئيسانوسربيره ، د پوليسو د ساحوي زونونو ، دڅلور ديرش ولايتونو امنيه قوماندانانو ، سرحدي او عامه نظم لواګانو مسولينو او يو شمير نورو منسوبينو ګډون کړی و .

دکورنيو چارو وزير لومړی د هېواد سپيڅلو شهيدانو او په ځانګړي ډول دملي امنيتي او دفاعي ځواکونو هغه شهيدانو پاک روح ته د دعا لاسونه لپه کړل چې دخاورې او خلکو څخه د دفاع او ساتنې په لار کې په شهادت رسيدلي .

نوموړي دګډو امنيتي ځواکونو او په ځانګړي ډول دپوليسو هڅې او سرښندنې وستايلې ، چې په وينا يې تل يې له هېواد او خاورې څخه د دفاع په برخه کې هلې ځلې کړي دي.

نوموړي لارښوونه وکړه، چې د دندې داجراء پر مهال دبشر حقوقو رعايت او د هر ډول فساد پر وړاندې مبارزې ته دوام ورکړي او دهيواد د دښمنانو د ناوړه کړنو په مخنيوي کي دوامداره هڅې وکړي، څو مو په هېواد کې تلپاتې سوله ټينګه او ولسونه مو ارام ژوند وکړي .

دکورنيو چارو وزير مسولينو ته ډاډ ورکړ چې په هره برخه کې به دپوليسو ستونزو حل ، اکمال او تجهيز ته ځانګړې پاملرنه وکړي.

ورسته ننګرهار امنيې قوماندان لوی پاسوال عبدالرحمن رحيمي د ننګرهار په کوټ ، اچين اوهسکې مينې ولسواليو کې دګډو امنيتي ځواکونو له لوري دحمزه په نوم د روانو برياليو عملياتو د لاسته راوړنو په اړه معلومات وړاندې کړل.

رحيمي زياته کړه امنيتي ځواکونه ، چې په اسلامي ، افغاني روحيه او عصري وسلو سمبال دي کولای شي د دښمنانو هر ډول ناوړه او تخريبي کړنو مخنيوی وکړي .

دکورنيو چارو وزارت اړوند دپوليسو ساحوي زونونو او يو شمير امنيه قوماندانانو په خپل وار خپل کاري راپورونه واورول اود يو لړ وړانديزونو تر څنګ يې دپرتو ستونزو يادونه وکړه چې دحل په موخه ورته دکورنيو چارو وزير له لوري ډاډ ورکړل شو.

په روانه اوونۍ کې به ټارګيټ شوې ځمکې له غاصبينو څخه خلاصې شي

د غصب مخنيوي کميسون غړو ډاډ څرګند کړ، چې په روانه اوونۍ کې به د کانال، ښاروالۍ او اراضي ادارو غصب شوې ځمکې له غاصبينو څخه خلاصې کړي.

د غصب مخنيوي کميسون غونډه، چې د ننګرهار والي په مشرۍ د وري په ۲۶مه جلال اباد شاهي ماڼۍ کې تر سره شوه پکې د استناف محکمې او استناف څارنوالۍ رئيسانو، امنې قوماندان، کانال، اراضۍ، عدلې، قضاء دولت، د ولايت سکتوري ادارو رئيسانو او جلال اباد ښاروال ګډون کړی و.

سلاکار وزير او ننګرهار والي محمد ګلاب منګل د غصب مخنيوي کميسون له غړو وغوښتل، چې پر غاصبينو قانون په جدي توګه پلی کړي.

نوموړي د غصب مخنيوي په برخه کې د مسئولينو تر سره شويو فعاليتونو په اړه معلومات واوريدل او د غصب مخنيوي اړوند موضوعاتو کې يې ورته لازمې سپارښتنې وکړې.

ده وويل، چې د تېر مجلس پرېکړو له مخې دې غاصبين په ګوته او څارنوالۍ ته دې رسماً وسپاري.

په همدې حال کې د جلال اباد ښاروال، کانال او د ځمکو خپلواکې ادارې رئیسانو د خپلو غصب شويو ځمکو او کورونو په اړه معلومات شريک کړل.

د غصب مخنيوي کميسون غړو هر يو په خپل وار سره د غصب مخنيوي د کړنلارې د تطبيق په اړه نظرونه وړاندې کړل.

پرېکړه وشوه، چې د څوارلس ټارګيت شويو سيمو په ګډون د جلال اباد ښاروالۍ، کانال او د ځمکو اراضۍ ادارو د غصب شويو ځمکو د خلاصون په موخه به په روانه اوونۍ کې جدي اقدامات تر سره شي.

د استناف محکمې رئيس مسئولينو ته ډاډ ورکړ، چې د غصب مخنيوي برخه کې د ټولو ادارو د قانوني کړنو ملاتړ کوي.

په ننګرهار کې سلګونه ځوانانو د ډيورنډ فرضي کرښې په تړاو د ځينو کسانو وروستۍ څرګندونې د سوله ايز لاريون په ترڅ کې وغندلې .

د شنبې په ورځ په ننګرها ر کې سلګونه ځوانانو د ډيورنډ فرضي کرښې د نه منلو او په تړاو يې د ځينو کسانو وروستۍ څرګندونې د سوله ايز لاريون په ترڅ کې وغندلې .

لاريون کوونکو د پاکستان پرضد شعارونه ورکول او د دې ولايت په اچين ولسوالۍ کې د وسله والو مخالفينو د ځپلو په موخه د امنيتي ځواکونو د عملياتو ملاتړ او ستاينه يې کوله .

د ننګرهار اطلاعاتو او کلتور رياست د ځوانانو چارو امر مطيع الله احمدزي وويل، چې ډيورنډ کرښه يوه ملي موضوع ده او په ملي مسايلو کې هيڅ د بهرنيو کړيو غړي د نظرورکولو حق نلري .

نوموړي زياته کړه افغانان د ډيورنډ کرغيړنه کرښه په رسميت نه پيژني او نه به چاته ددې اجازه ورکړي ، چې ياده موضوع په خپله شخصي او يا د بادارانو په ګټه وڅرخوي .

احمدزي داهم وويل، چې د ننګرهار په اچين ولسوالۍ کې د امنيتي ځواکونو له لوري د مخالفو وسلوالو د ځپلو په موخه د پيل شوو عملياتو او هوايي بريدونو ستاينه او ملاتړ کوي.

مدني فعال عبدالرحمن معاون دافغان امنيتي ځواکونو قربانيو او سرښندنو يادونه وکړه اوهغه خلک يې وغندل ، چې خپله خاوره دبل هېواد خاورې پورې تړي.

لاريون کوونکو له دولته غوښتنه وکړه ، هغه اشخاص چې د ډيورنډ فرضي کرښې په تړاو غيرې مسولانه نظيريات ورکړي د ملي خيانت په تور دې عدلې او قضايي ارګانونو ته وسپاري څو په راتلوونکي کې د نورو لپاره د عبرت سبب وګرځي .

د ننګرهار اچين ولسوالۍ ځايي اوسيدونکي د داعش د ځپلو په موخه د امنيتي ځواکونو د وروستيو عملياتو او هوايي بريدونو ستاينه او ملاتړ کوي .

دوی وايي د داعش په مرکزونو وړمه شپه ترټولو سترې بمي حمله کې ملکي وګړو ته هېڅ زيان ندی اوښتی .

شاو خوا دوه اونۍ وړاندې د ننګرهار په اچين ولسوالۍ کې د داعش وسله والو د ځپلو په موخه د حمزه په نوم عمليات پيل شوي ، چې په ترڅ کې يې ګڼ شمير داعش وسلوالو ته مرګ ژوبله اوښتې او په سيمه کې يې ملکي وګړو ته هيڅ زيان نه دی اوښتی.

د اچين ولسولۍ او د يادې سيمي ځايي اوسيدونکي د داعش د ځپلو په موخه د پيل شوو عملياتو ستاينه او ملاتړ کوي ،د دوی په خبره په پيل شوو عملياتو کې ملکي وګړو ته هيڅ مالي او ځاني زيان ندی اوښتي او د ورته هوايي حملو عملياتو په دوام ټينګار کوي .

دوی له دولت څخه غوښتنه کوي ، چې د داعش له شتون څخه پاکو شويو سيمو کې دايمي امنيتي پوستې ځای پرځای کړي څو په ياده سيمه کې د داعش وسلوالو مخه د تل لپاره ونيول شي .

د ولايتي شورا غړی عبيدالله شينواری ، چې يادې سيمي ته له نږدې ورغلی و وويل، چې د داعش د ځپلو په موخه عمليات په برياليتوب سره روان دي نږدې سيمي ورڅخه پاکې کړي او د داعش له ويرې کډه شوې کورنۍ بيرته خپلو کليو ته ستنې شويدي .

نوموړی زياتوي تيره شپه دداعش په پټنځايونو ترټولو ستره هوايي حمله کې يواځې داعش وسلوالو ته مرګ ژوبله اوښتې ، مرکزونه يي ويجاړ شوي او ځايي خلکوته هيڅ زيان ندی اوښتی .

د ننګرهار اچين ولسوال محمد اسماعيل شينواري وويل، چې په ياده سيمه کې د ګډو ځواکونو د عملياتو د پيل او سترې هوايي حملې له ترسره کولو وړاندې په ياده سيمه کې خلکو ته خبرداری ورکول شوی و ، چې په خبره يې سيمه ځايي خلکو پريښې وه او د حملې پرمهال يواځې ددعش وسلوالو ته مرګ ژوبله اوښتي مرکزونه او پټنځايونه په بشپړه توګه ويجاړ شوي.

شينواری زياتوي له سيمي کډه شوی کورنۍ بيرته خپلو کورونوته ستنې شوي او خلک په ډاډه زړه خپلې ورځنۍ چارې پرمخ وړي

د دوه سوه يو سېلاب قول اردو اړوند په څلورمې پلې لوا کې دوه سوه پنځه اويا بېلا بېل ډوله وسلې په ختيځ زون کې د ډاياک پروسې ته رسما وسپارل شوې .

يادې وسلې په مخامخ جګړو ، دسولې پروسې سره ديو ځای شويو وسله والو طالبانو او جنايي پېښو پر مهال ترلاسه شوې وې او دملي دفاع وزارت له پاليسۍ سره سم يې په ختيځ زون کې د ډاياک پروسې ته وسپارلې.

د دوه سوه يو سېلاب قول اردو اړوند په څلورمې پلې لوا کې په داسې حال کې ، چې په ختيځ زون کې د امنيتي ادارو استازو هم شتون درلود دوه سوه پنځه اويا مېله بېلابېل ډوله سپکې او درنې وسلې په ختيځ زون کې د ډاياک (بې وسلې کولو) پروسې مشر ته رسما وسپارل شوې.

د څلورمې پلې لوا درستيزوال ډګروال محمدجان دريارب وويل، چې دغه شمېر وسله د ديارلس سوه پنځه نوي يم کال په اوږدو کې ګډو افغان امنيتي او دفاعي ځواکونو په مخامخ جګړو، دسولې پروسې سره د يوځای شويو وسله والو طالبانو او جنايي پېښو پر مهال افغان امنيتي او دفاعي ځواکونو لاس ته ورغلې ، چې دملي دفاع وزارت له پاليسۍ سره سم رسماء د بې وسلې کولو پروسې ته وسپارل شوه.

د ډګروال محمدجان محمد جان درياب په خبره په ختيځ زون کې دوسله والو طالبانو او ډاعش ډلې ته يې د افغان ګډو امنيتي ځواکونو په ښې همغږۍ سخت ځواب ورکړی او په خبره يې ، چې دځاني زيان ترڅنګ يې ورته درانه مالي زيانونه اړولي .

دغه راز په ختيځ زون کې د ډاياک (بې وسلې کولو) پروسې مشر بريد جنرال جوهر دولتزي وويل ډاياک يوه ملي پروسه ده ، چې د ملي دفاع وزارت دپاليسۍ له مخې تر دې وړاندې هم په زرګونه مېله بېلابېل ډوله وسلې ورته سپارل شوي دي.

دولتزي وويل دغه دوه سوه پنځه اويا بېلا بېل ډوله وسله دافغان وسله وال پوځ په قربانيو ترلاسه شوې ، چې ټول مسولين يې ستاينه کوي.

نوموړي له نورو امنيتي ادارو هم غوښتنه وکړه ، چې نيول شوې وسلې په وخت د ډاياک (بې وسلې کولو) پروسې ته وسپاري .

دوه ځانمرګي بريدګر ووژل شول

د ننګرهار ولايت اچين ولسوالۍ باندر سیمه کې تيره ورځ دوه داعش ځانمرګي بريدګر، چې په يو ډاټسن موټر کې سپاره و او موټر کې هم چاودونکي توکي ځای پر ځای شوي و او غوښتل يې، چې د اچين ولسوالۍ پر امنې قوماندانۍ ځانمرګی بريد وکړي موخې ته له رسيد وړاندې په هوايي بريد کې ځانمرګي بريد ګر ووژل شول او موټر لمنځه يوړل شو.

په دغه هوايي بريد کې ملکي وګړو او افغان ځواکونو ته کوم زيان ندی اوښتی.

يو شمېر موټر چلوونکي نغدي جريمه شول

افغان ګډو ځواکونو د جلال اباد ښار په مربوطاتو کې د پلټنې پر مهال دولس عرادو موټرونو تورې ښېښې سپينې کړې او له قانون څخه سرغړونکي يو شمېر موټر چلوونکي يې نغدي جريمه کړل.

د دغه پلټنې پر مهال له يو شمېر موټرونو څخه غير قانوني هارندونه، انتنونه او اشارې هم ښکته شوې.

په ورته وخت کې امنيتي ادارو يو ځل بيا له درنو ښاريانو غوښتي، چې پر موټر سايکل دوه کسي ګرځيدو څخه ډډه وکړي، چې له سر غړونکو سره به تر ټولو سخت قانوني چلند تر سره شي.

شپږ تنو وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله واوښته.

د ننګرهار ولايت سره رود ولسوالۍ دشيخ مصري په ساحه کې تيره شپه وسله والو طالبانو دپوليسو په امنيتي پوسته بريد ترسره کړ چي د پوليسو له کلک مقاومت سره مخ شول او په ترڅ کې يې درې وسله وال طالبان ووژل شول او درې نور ټپيان شول.

د يادې ولسوالۍ پوليسو درې تنه د يو شمېر کسانو د قتل او ټپي کېدو په تور هم نيولي دي.

پوليسو دغه راز د بهسودو او بټي کوټ ولسواليو په مربوطاتو کې دوه کړۍ د وسايطو ضد ماينونه کشف او لمنځه وړي دي.

دغه راز په ورته وخت کې ګډو امنيتي ځواکونو د جلا ل اباد ښار دويمې ناحيې په مربوطاتو کې د پلټنې پر مهال په يو عراده سراچه موټر کې يو پايه مخابره ، يو خلطه نقاب او د کلاشينکوف يو شمېر مرمۍ له يو موټر چلوونکي سره يو ځای نيولي دي.

پوهنې رياست اړوند له دوه ښوونځيو سره د حرفوي زده کړو دمرکزونو په جوړولو کې مرسته وشوه.

د افغان ماشومانو لپاره د المان خلکو مرستې ټولنې له لوري د جلال اباد ښار الايي د نجونو او دسره رود ولسوالۍ د بي بي مريم دنجونو له ليسو سره د ګنډلو (خياطۍ) زده کړې دمرکزونو جوړولو مرسته وکړه.

د پوهنې ريس پوهندوی الله داد اسمعيل زي د دغه مرستو د ترلاسه کولو پرمهال له مرسته کوونکې ادارې نه د مننې په څرګندولو سره چې د دوی غوښتنې ته يې پاملرنه وکړه زياته يې کړه ، چې زموږ هڅه داده چې د زده کوونکو لپاره د عصري زده کړو تر څنګ د حرفوي زده کړو زمينه هم برابره کړو.

دپوهنې ريس همدارنګه له نورو مرسته کوونکو ادارو هم غوښتنه وکړه چي له معارف سره په ورته برخو کې مرسته وکړي.

دمرسته کوونکې ادارې په استازيتوب مصطفی وويل، چې په دغو مرستو کي دهرې لېسې لپاره لس پايې د ګنډلو ماشنينونه او نور اړونده وسايل چې ټوليز لګښت يې درې سوه شل زره افغانۍ او دهرې لېسې دسلو تنو بې وزلو زده کوونکو لپاره د خوراکي توکي ، چې ارزښت يې يوسلو څلويښت زره افغانۍ کيږي شامل دي.

دافغان ماشومانو لپاره دالمان خلکو مرستې ادارې تر دې وړاندې هم په بيلابيلو برخو کز دپوهنې له رياست سره مرستې کړې دي.

يو شمېر ښوونځيو سره د ۱۲۰ لويو خېمو او نورو توکو مرسته وشوه

په جلال اباد ښار کې د(NRC) موسسې له لورې د پوهنې رياست له اړوندو ښوونځيو سره د ۱۲۰ لويو خيمو او اړونده توکو مرسته وشوه.

دپوهنې رئيس پوهندوی الله داد اسمعيل زي د دغه مرستو له امله د مرسته کوونکې ادارې نه مننه وکړه او ويې ويل، چې دوی له ګاونډي هېواد پاکستان نه د کډوالو زده کوونکو دبيرته راستنيدو او هغوی ته دزده کړې د اسانتياو برابرولو په موخه دمرسته کوونکو ادارو نه خيمو او نورو وسايلو دمرستې هيله کړې وه، چې پر يونيسف ادارې سربيره د (ان ،ار،سي) موسسي له لورې ديو سلو شلو خيمو چې ټوليز لګښت يې شاو خوا يو نيم لک ډالره کيږي مرسته وشوه.

دغه مرسته دننګرهار ولايت په پنځو ولسواليو کې اړوندو ښوونځيو ته ويشل شوې چې د خيمو د نصبولو چارې هم ذکر شوې موسسې پر غاړه اخيستي دي.

دغه راز په ورته وخت کې دمومندرې ولسوالۍ دپوهنې مديريت او هزارناو ليسې ادارې په نوښت د سيمې د خلکو او ځوانانو د نغدې مرستې تر راټوليدو وروسته د هزارناو ليسې د احاطې يو سلو ديرش متره ديوال ورغول شو .

په ننګرهار کې د پوليو يا ګوزڼ ضد د واکسين درې ورځنی کمپاين پيل شول

د عامې روغتيا رياست مسوولين وايي، چې د ياد کمپاين پر مهال به په ختيځ زون کې يو ميليون او دوه ويشت زره له پنځو کالونو کم عمره ماشومان واکسين شي..

د پوليو يا ګوزڼ ضد درې ورځنی کمپاين د يکشنبې په ورځ د ننګرهار ولايت د ښځو چارو رياست کې څو ماشومانو ته په خوله کې د واکسين دوو څاڅکو په اچولو سره پيل شو..

د عامې روغتيا رياست مرستيالې ډاکټرې مقدسې معراج وويل، چې د ياد کمپاين په ترڅ کې به په ختيځ زون کې يو ميليون او دوه ويشت زره له پنځو کالونو کم عمره ماشومان واکسين شي.

د معراج په وينا يواځې په ننګرهار کې به شپږ لکه څلور زره ماشومانو ته د پوليو يا ګوزڼ ضد واکسين تطبيق شي.

د عامې روغتيا رياست مرستيالې وويل، چې د دې ولايت په کوټ، اچين ، هسکې مېنې او پچير اګام ولسواليو کې د امنيتي ستونزو له امله شاوخوا پنځلس زره ماشومان د واکسين له تطبيق څخه پاتې کيږي.

د ننګرهار ولايت د ښځو چارو رئيسې انيسې عمراني او د حج او اوقافو رياست استازي له قومخورو او ديني عالمانو غوښتنه وکړه ،چې د پوليو واکسين په تطبيق کې روغتيايي کار کوونکو سره همکاري وکړي.

دوی د ټولو کورنيو په مشرانو غږ وکړ ، چې واکسين کوونکو ټيمونو ته خپل ماشومان د واکسين د تطبيق په موخه ور وړي.

د ننګرهار استيناف څارنوالۍ رئيس په مشرۍ يو شمېر څارنوالانو د دې ولايت عمومي محبس له بېلابېلو برخو څخه ليدنه وکړه او د بنديانو ستونزې واوريدې .

دغه ليدنه ، چې د وري په ۲۷ مه د ننګرهار استيناف څارنوالۍ رئيس خالد اوريا په مشرۍ او ديو شمېر څارنوالانو او ننګرهار محبس عمومي مدير په ملتيا د ياد محبس د بېلابېلو برخو څخه ترسره شوه پرمهال يې دښځينه او نارينه بنديانو ستونزې واوريدې.

د ننګرهاراستيناف څارنوالۍ رئيس خالد اوريا او ورسره پلاوي د دې ولايت عمومي محبس دروغتيا يي مرکز، بند خونو ، توقيف ځای او پخلنځي څخه په داسې حال کې ليدنه وکړه او ستونزې يې واوريدې ، چې د ننګرهار محبس عمومي مدير سمونوال ميرحضرت ستانکزي له لوري معلومات ورکول کيدل.

ياد پلاوي د محبس دروغتيايي مرکز څخه دليدنې پرمهال د ناروغانو ستونزې واوريدې او هغوئ ته يې د بېړنۍ روغتيا هيله وکړه.

د ننګرهار استيناف څارنوالۍ رئيس او ورسره پلاوي دمحبس د يو شمېر برخو څخه له ليدنې وروسته په بند خونو کې د شته بنديانو په استازولۍ څو تنو سره ناسته ترسره کړه ، چې پرمهال يې بنديانو ورته ستونزې بيان کړې.

بنديانو د ناستې پرمهال دبند د مودې له پوره کيدو وروسته په بند خونو کې د پاتي کېدو ، د تخفيف فرمانونو ځنډېدو، د دوسيو په خپل وخت د نه څېړلو او يو شمېر نورو ستونزو يادونه وکړه ، چې د مسئولينو له لوري دحل ډاډ ورکړل شو.

دننګرهار استيناف څارنوالۍ رئيس وويل، چې په اړونده ادارو کې يو شمېر ستونزې شته خو ډاډ يې ورکړ ، چې دخپل صلاحيت په چوکاټ کې داړونده ارګانونو سره په ګډه دقانون سره سم به ورته مناسبې دحل لارې ولټوي .

نوموړي په ناسته کې دتخفيف په فرمانونو خبرې وکړې ويې ويل د تخفيف فرمانونه دمرکزي ادارې کار دی او ټېنګار يې وکړ ، چې محبس داصلاح ځای دی او پکې دمېشتو بنديانو انساني حقوقو ته بايد لا ډېر درناوی وشي.

دغه راز د ننګرهار محبس عمومي مدير سمونوال ميرحضرت ستانکزي په دغه ليدنه کې پلاوي ته د يو شمېر دوسيو په اړه معلومات ورکړل او له بنديانو يې غوښتنه وکړه ، چې خپلې ستونزې ورسره نېغ په نېغه شريکي کړي او د محبس د ننه په چارو کې د لاسمون په موخه ورسره مرسته وکړي.

يو شمېر بنديانو په بندخونو کې پاکوالي ته د کمې پاملرنې ، د وکالت په بدل کې ورڅخه دډېرو پيسو غوښتلو او يو شمېر نورو دې ته ورته ستونزو يادونه وکړه .

سمونوال ميرحضرت ستانکزي وويل، چې اوس مهال د دېرش تنه مېرمنو په ګډون په ننګرهار محبس کې شپاړلس سوه دوه نوي تنه د بېلابېلو جرمنو په تور بنديان دي ، چې د محبس دظرفيت په پرتله يې شمېره لوړه ده.

بنديانو په دې خوښي وښوده ، چې په ننګرهار محبس کې ورته داسلامي زده کړو ترڅنګ داجتماعي علومو او حرفوي زده کړو زمينه برابره ده .

د ننګرهار پوهنې رياست خبرتيا!

د سلا کار وزير او ننګرهار والي په ځانګړو هلو ځلو د خراسان خصوصي پوهنتون او پوهنې رياست تر منځ د شوي هوکړه ليک له مخې د جلا ل اباد ښار اړوند دولتي او خصوصي ښوونځيو د ۱۳۹۵ تعليمي کال دولسمو ټولګيو هغو پنځلس سوه تنو نارينه او ښځينه فارغانو ته ، چې د درې کلنو نمرو فيصدي يې له اويا فيصده څخه پورته وي، د خراسان پوهنتون په انګړ کې د ياد پوهنتون د مجربو استادانو لخوا د کانکور چمتووالي دوه مياشتنی روزنيز پرو ګرام جوړيږي ، په شرايطو د برابرو زده کوونکو د شهرت جدولونه د پوهنې رياست لخوا خراسان پوهنتون ته استول شوي دي .

محترمو فارغانو ته خبر ورکول کيږي ، څو ژر تر ژره د رسمي شمول په موخه د خراسان پوهنتون ادارې ته مراجعه وکړي .

د ختيځو ولايتونو د کليدي ملکي مامورينو د کاري تجربو د شريکولو په موخه دوه ورځنی ورکشاپ پيل شو.

ياد ورکشاپ د ننګرهار ولايت مقام په نوښت او د امريکا متحده ايالاتو نړيوالې پراختيايي ادارې (اسلا) په تخنيکي مرسته برابرشوی دی .

د غه دوه ورځنی ورکشاپ د وري په ۲۷مه د ننګرهار په قبايلو چارو رياست کې پيل شو، چې پکې د ختيځو ولايتونو مرستيال واليانو سربيره د بېلابېلو سکتوري ادارو مسئولينو ګډون کړی و.

د اسلا ادارې مسئولينو په وينا ياد ورکشاپ پدې موخه جوړ شوی ، څو د ننګرها ر، کونړ ، لغمان او نورستان ولايتونو کليدي ملکي مامورين خپلې لاسته راوړنې او کاري تجربې سره شريکې کړي او په عمل کې ور څخه ګټه واخلي.

د ننګرهار ولايت سرپرست مرستيال سرڅيړونکي ډاکتر محمدعلم اسحاقزي د ياد ورکشاپ د پرانيستې پرمهال وويل، چې د سکتوري ادارو مسئولينو ته پکارده ، چې د سالم رقابت له مخې خپل خدمات ولسونو ته وړاندې کړي او يو د بل کاري تجربو او نظرياتو څخه په کاري ساحه کې مثبته ګټه واخلي .

داسحاق زي په خبره د دغه ډول ورکشاپونو پرمټ د سکتوري ادارو ترمنځ همغږي رامنځته کيږي او د اداري فساد او نورو ناقانونه کړنو مخه نيول کيدای شي .

د ولايت سرپرست مرستيال د ټولو سکتوري ادارو له مسولينو غوښتنه وکړه ، چې په ادارو کې کيفيت ته لومړيتوب ورکړي او د اداري فساد مخنيوي ، قانون حاکيميت او په اداري پرمختګ کې د يوبل له تجربو څخه ګټه پورته کړي .

دغه راز د ورکشاپ په جريان کې د ختيځو ولايتونو مرستيال واليانو د تير ۹۵ کال د لاسته راوړنو ، ستونزو او وړانديزونو په تړاو د خپلو ولايتونو بشپړ معلومات د ورکشاپ ګډونوالو ته وړاندې کړل

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *