ولسمشر د ترویستانو د جنایتونو پر ضد د افغانانو د یو غږ پورته کولو لارښوونه وکړه.
ولسمشر محمد اشرف غني چې تېره شپه یې د ارګ توحید ملي مرکز څخه د ویډیو کنفرانس له لارې د څلور دیرش ولایتونو والیانو، د قول اردو قوماندانانو،د پولیسو د زونونو او امنیه قوماندانانو، د ملي امنیت، حج او اوقافو، اطلاعات او فرهنګ، پوهنې رئیسانو او د ولایتي شوراګانو رئیسانو او غړو ته یې د روان وضعیت په اړه وینا کوله،د ټولو افغانانو څخه یې وغوښتل چې د ترویستانو د جنایتونو پر ضد یو غږ پورته کړي .
سلاکار وزیر او ننګرهار والي محمد ګلاب منګل،امنیه قوماندان لوی پاسوال عبدالرحمن رحیمي، ملي امنیت،حج او اوقافو،اطلاعاتو او فرهنګ او پوهنې ادارو رئیسانو او یو شمیر نورو مسؤلینو د ولسمشر یادې لارښوونې په امنیه قوماندانۍ کې د یاد کنفرانس له لارې واوریدې.
ولسمشر محمد اشرف غني د بلخ ترویستي پېښې ته په اشارې سره وویل: نن ولسي بسیج ته اړتیا ده او ټول باید د تروریستانو د جنایاتو پر ضد خپل غږ پورته کړي، ځکه دا د ټولو خلکو مشترک درد دی او د تروریزم او د افغانستان د دښمنانو ضد مبارزه کې زموږ اراده نه بدلېږي.
جمهور رئیس غني د ۲۰۹ شاهین قول اردو قوماندانۍ باندې د تروریستي برید په خاطر د خپلې ډاډګېرنې مراتب ټولو خلکو ته څرګند کړل وې ویل، د جمعې په ورځ زموږ په اولادونو د عبادت پرمهال تروریستي برید وشو او شهیدان شول خو په وینا یې د موضوع د روښانتیا په موخه یې جدي څېړنې پیل کړي .
جمهور رئیس غني زیاته کړه، په وروستیو میاشتو کې زموږ امنیتي او دفاعي ځواکونو دښمن ته بې ساري تلفات واړول او موږ باید درک کړو چې په افغانستان کې د جنګ ډول بدل شوی، دښمنان د جنګ په ډګر کې له ماتې وروسته زموږ ملکي وګړي، جوماتونه، تکایا، علما، ښځې ، ځوانان او ماشومان په نښه کوي.
جمهور رئیس څرګنده کړه، د افغانستان جنګ داخلي نه دی، موږ د بین المللي مبارزې په لومړۍ کرښه کې قرار لرو او بین المللي تروریستي ډلو سره د جنګ په حال کې یوو.
هغه وویل، د دښمن کوښښ دادی چې افغانستان د بې ثباتۍ په مرکز بدل کړي، اما اجازه نه ورکوو او په قاطعیت کوښښ کوو چې د پنځو راتلونکو نسلونو ارامي تامین کړو.
جمهور رئیس غني یادونه وکړه، موږ په حساسو شیبو کې قرار لرو او باید په ټول مقاومت تاریخ جوړونکي شو او دښمن او ټولې تروریستي ډلې انزوا ته بوځو.
جمهور رئیس طالبانو ته په خطاب کې وویل: نننی افغانستان، پرونی افغانستان نه دی، که واقعاً جرئت لرئ، راشئ له علماو، ځوانانو او ښځو سره بحث او مذاکره وکړئ نه دا چې هر ځای هغوی په نښه کړئ.
محمد اشرف غني څرګنده کړه، نن ولسي بسیج ته اړتیا ده او ټول باید د تروریستانو د جنایاتو پر ضد خپل غږ پورته کړي، ځکه دا د ټولو خلکو مشترک درد دی او د تروریزم او د افغانستان د دښمنانو ضد مبارزه کې زموږ اراده نه بدلېږي.
ولسمشر محمد اشرف غني د یاد ویډیو کنفرانس له لارې د هېواد لوړ پوړو مسؤلینو ته د ننګرهار د حج او قافو رئیس مولوي عبدالظاهر حقاني،کوټ ولسوالۍ کې د شپږو شهیدو اولادونو مور او د دې ولایت د نورو ولسونو د قهرمانیو څخه یادونه وکړه او نورو ولایتونو ته یې د ننګرهار څخه د تقلید کولو لارښوونه وکړه .
سلاکار وزیر او ننګرهار والي محمد ګلاب منګل د یاد کنفرانس وروسته لارښوونه وکړه،چې په دې ولایت کې دې دیني عالمان،رسنۍ،پوهنې،پوهنتون او د نورو برخو مسؤلین دې د کورنیو مېړنیو ځواکونو د روحیې د لوړیدو او د تروریستانو پر خلاف د یو غږ په پورته کولو کې ونډه واخلي او په دې برخه کې مسؤلینو ته د عملي اقداماتو لارښوونه وکړه .
ننګرهار والي وایي نړیوالې مرستندویه ادارې دې،بې ځآیه شوو او را ستنوو شوو کډوالو کورنیو سره مرستې ترسره کړي .
سلاکار وزیر او ننګرهار والي محمد ګلاب منګل په ختیځ کې د ملګرو ملتونو د دفتر نوي مشر لویش ګومیز سره په لیدنه کې د دوی په همکارۍ د نړیوالو مرستندویه ادارو څخه وغوښتل ترڅو په دې ولایت کې د بې ځایه شوو او را ستنو شوو کډوالو کورنیو سره مرستې ترسره کړي .
یاده لیدنه چې د غويي میاشتې په درېیمه نېټه د جلال اباد په شاهي ماڼۍ کې ترسره شوه په کې د یاد دفتر د بشر حقونو د څانګې نوي مشر،د دې دفتر د سیاسي چارو افسر پوهاند ډاکټر رضوان الله نادري،ولایت مقام د دفتر رئیس احمدضیاعبدالزي او یو شمیر نورو هم شتون درلود.
ننګرهار والي محمد ګلاب منګل په ختیځ کې د ملګرو ملتونو د دفتر نوي مشر ته د ښه راغلاست ترڅنګ په چارو کې د همکارۍ او همغږۍ ډاډ ورکړ.
نوموړي وویل،(( سږ کال به د بې ځایه شوو او له کډوالۍ را ستنوو شوو کورنیو د زیاتوالې له امله له یو شمیر ننګونو سره مخ شي،خو د ملګرو ملتونو د دفتر په همغږۍ له نړیوالو مرستندویه ادارو څخه غواړي،ترڅو د بې ځایه شوو او را ستنو شوو کډوالو کورنیو په مرسته کې له موږ سره همکاري وکړي .))
هغه هیله وښوده،چې په ختیځ کې به د ملګرو ملتونو د دفتر په مرسته د بشر په ځانګړي ډول د میرمنو او ماشومانو د حقونو د خوندیتوب په برخه کې اقدامات ترسره کړي او همدا راز یې د یاد دفتر د نوي مشر څخه وغوښتل،ترڅو د مدني او سیاسي ډلو په همغږي کولو کې له ولایت مقام سره مرسته وکړي .
په ختیخ کې د ملګرو ملتونو د دفتر نوي مشر لویش ګومیز ژمنه وکړه،چې د ننګرهار ولایت مقام سره به په پوره همغږۍ او همکارۍ ټولې چارې ترسره کړي او ډاډ یې څرګند کړ،چې بې ځایه شوو او له کډوالۍ را ستنوو شوو کورنیو سره به د مرستو په رسولو کې نړیوالې مرستندویه ادارې همغږي کړي .
نوموړي ننګرهار والي ته ډاډ ورکړ،چې پر حکومت د ولسونو باور زیاتېدو په موخه به ټولې چارې ترسره کړي .
دغه راز د ملګرو ملتونو د دفتر نوي استازي په بلخ ولايت کې د وروستۍ پېښې له امله ننګرهار والي ته د ډاډګيرنې او تسلیت مراتب هم وړاندې کړل.
ننګرهار والي د لعلپورې ولسوالۍ د بې ځایه شوو کورنیو سره د لا زیاتو مرستو ترسره کولو ژمنه وکړه.
سلاکار وزیر او ننګرهار والي محمد ګلاب منګل د لعلپورې ولسوالۍ د یو شمیر بې ځایه شوو کورنیو سره د لیدنې پر مهال ژمنه وکړه،چې لا زیاتې مرستې به ورسره ترسره کړي .
یادو بې ځایه شوو شوو کورنیو مسؤلین چې د قومي مشر ملک اول داد او ملک جهانزیب په ملتیا یې د غويي په ۳مه سلاکار وزیر او ننګرهار والي سره لیدنه ترسره کوله،وویل،چې شاوخوا نهه سوه بې ځایه شوې کورنۍ له مرستو محرومې پاتي دي.
دوی زیاته کړه،زرګونه نورې کورنۍ شتون لري،چې په پرلپسې ډول ورسره مرستې ترسره شوي او غوښتنه یې وکړه،چې د پاتې کورنیو سره هم په شفاف ډول مرستې ترسره شي .
سلاکار وزیر او ننګرهار والي محمد ګلاب منګل یادو مشرانو ته ډاډ ورکړ،چې نورې مرستې به هم بې ځایه شوو کورنیو ته چمتو کړي او هڅه به وکړي،چې د مخورو په همکارۍ په شفاف ډول اړمنو کورنیو ته ورسوي .
هغه ژمنه وکړه،چې د ترسره شوو مرستو په اړه به هم بشپړ معلومات ترلاسه کړي او د ستونزو په شتون سره به قانوني کړنه ترسره کړي .
ننګرهار والي په دې ولایت کې د یو شمیر کونړ میشتو ستونزې د حل په موخه واوریدې .
سلاکار وزیر او ننګرهار والي محمد ګلاب منګل د غويي په ۳ېيمه په ولسي جرګه کې د کونړ د ولسونو استازي صالح محمد صالح په مشرۍ د دې ولایت د چپرهار ولسوالۍ اړوند په تریلي سیمه کې د کونړ میشتو ولسونو ستونزې د حل په موخه واوریدې .
دوی وویل،شاوخوا ۱۵ کاله یې خالص فامیلو ته څېرمه په تریلي سیمه کې د معلومو کسانو څخه د عرفي اسنادو په درلودلو د استوګنې په موخه ځمکې اخیستې،خو په وروستیو کې د ولسوالۍ د یو شمیر مسؤلینو له لورې یې پخپل سرې ډول کورونه نړول کیږي .
دوی ژمنه وکړه،چې د ټولو قانوني کړنو د ترسره کېدو په موخه چمتو دي،خو هیله یې څرګنده کړه،چې په غېرې قانوني ډول د ستونزو د مخنیوي په برخه کې ورسره همکاري ترسره شي .
سلاکار وزیر او ننګرهار والي محمد ګلاب منګل یادو مشرانو ته ډآډ ورکړ،چې ستونزه به یې هر اړخیزه وڅېړي او د قانون په چوکات کې به خپل اجرائت ترسره کړي .
نوموړي زیاته کړه، ولایتي اداره د غصب د مخنیوي په برخه کې اقدامات کوي،خو هیڅکله هم اجازه نه ورکوي،چې مسؤلین یې په غېرې قانوني ډول اجرائت ترسره کړي .
ننګرهار والي وایي،د مخامخ جګړې توان نه درلودلو له امله وسله وال مخالفین د ترویستي فعالیتونو د ترسره کولو هڅه کوي .
سلاکار وزیر او ننګرهار والي محمد ګلاب منګل د دې ولایت د نظامي شورا په ناسته کې وویل،وسله والو مخالفینو د مخامخ جګړې توان له لاسه ورکړی،نو ځکه د تروریستي فعالیتونو د ترسره کولو هڅې کوي .
یاده ناسته چې د ولایت په مقام کې د ثور په درېیمه جوړه شوې وه،په کې امنیه قوماندان،ملي امنیت رئیس،د څلورمې پلې لوا،ختیځ زون سرحدي،ختیځ عامه نظم او همغږۍ مرکز قوماندانانو او یو یو شمیر نورو ګډون کړی وو.
ننګرهار والي محمد ګلاب منګل امنیتي مسؤلینو ته سپارښتنه وکړه،ترڅو په جلال اباد ښار او ولسوالیو کې د وسله والو مخالفینو د ترویستي بریدونو د مخنیوي په موخه لا زیاتې هلي ځلي وکړي .
نوموړي په وروستیو کې د داعش د لمنځه وړلو په موخه د پیل شوو حمزه عملیاتو څخه د مرکزي ادارې د ځآنګړې ملاتړ او پاملرنې څخه خبر ورکړ او پیل شوي عملیات یې تر بل هر وخت بریالي وبلل .
د دې ناستې په ترڅ کې په یو شمیر نورو مهمو موضوعاتو هم بحث وشو،چې د مسؤلینو له لورې پرې بېلابېلې پرېکړې وشوې او همدا راز امنیتي مسؤلینو په دې ولایت کې د تروریستي فعالیتونو د مخنیوي په موخه د پوره چمتوالې ډاډ څرګند کړ.
د ملي ماتم له امله د هېواد ملي بېراغ نیمه ځوړند شو.
د جمهور رئیس په امر په ۲۰۹ شاهین قول اردو کې د رامنځته شوې تروریستي پېښې له امله نن په ټول هېواد کې د ملي ماتم ورځ اعلان شوې،چې د یادې پېښې قربانیانو ته د درناوي په موخه د ننګرهار ولایت مقام او بېلابېلو ادارو بېراغونه نیمه ځوړند پورته شول .
ټاکل شوې چې ډیر ژر د ننګرهار ولسونو او مسؤلینو له لورې په پراخه ډول په ۲۰۹ شاهین قول اردو کې د شهیدانو د فاتحې مراسم ترسره او یاده پېښه په کلکو ټکو سره وغندل شي.
#ملي-ماتم
نږدې ۵ سوه جریبه ځمکه کې کرل شوي کوکنار لمنځه یوړل شول .
ننګرهار ولایت په خوږیاڼو،چپرهار او هسکه مینه ولسوالیو کې د کوکنارو د لمنځه وړلو پیل شوي کمپاین په ترڅ کې په نږدې ۵ سوه جریبه ځمکه کې کرل شوي کوکنار لمنځه یوړل شول.
یاد کمپاین چې شاوخوا ۱۵ ورځې ورځې وړاندې د دې ولایت په ۹ ولسوالیو کې پیل شوی،تر دا مهاله په ۴ سو
ه جریبه هکتاره ځمکه کې کرل شوي کوکنار لمنځه وړل شوي دي.
ټاکل شوې د روان کمپاین په ترڅ کې د دې ولایت په یوولس ولسوالیو کې ۱۵ سوه هکتاره ځمکه کې کرل شوي کوکنار لمنځه یوړل شي .
د هيروينو څلور کارخانې لمنځه يوړل شوې.
د کورنيو چارو وزارت د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې معينت ځانګړې قطعې تيره ورځ د خوږياڼو ولسوالۍ د مملې او شګۍ په سيمو کې د عملياتو پر مهال د هيروينو څلور کارخانې تخريب او لمنځه وړي.
په ورته وخت کې د دې ولايت په چپرهار ولسوالۍ کې د پوليسو او وسله والو مخالفينو ترمنځ په جګړه کې څلور تنه وسله وال مخالفين ټپيان شوي.
اچین کې اته داعش وسله وال ووژل شول .
ننګرهار ولایت د اچین ولسوالۍ په مامند درې سیمه کې تېره ورځ عملیات ترسره شوي،چې په ترڅ کې اته داعش وسله وال وژل شوي دي .
د دې عملیاتو پر مهال امنیتي منسوبینو او ملکي وګړو ته کوم زیان ندی اوښتی .
afghan national army and afghan National police need to STRONG&ACTIVE INTELLEGENT SECRET SERVICE.
because always enemy find agent inside the army and police,
afghan secret service is very poor,
first any afghan special army and police members about this matter must be smart and active,
if peoples help and on time inform to the police,
this way we will safe life of our army and police,
thank you