د ماشومانو نړیواله اداره په ننګرهار کې د نږدې ۲ میلیونه امریکایي ډالرو په لګښت د ۳ پروژو چارې پيل کوي .

ننګرهار ولایت کې د ماشومانو نړیوالې ادارې مشر نقیب الله خاورین،سلاکار وزیر او ننګرهار والي محمد ګلاب منګل سره د لیدنې پر مهال وویل،د یو میلیونه او اته سوه زره امریکایي ډالرو په لګښت په دې ولایت کې د پوهنې،روغتیا او له کډوالۍ را ستنوو شوو کورنیو سره مرستې ترسره کوي .

نوموړي زیاته کړه، د پوهنې ادارې سره په همغږۍ په دې ولایت کې ۱۲۰ ښوونکي به دندو ګماري،ترڅو په بېلابېلو ولسوالیو کې ماشومانو ته په ښه توګه روزنه ورکړي .

هغه وايي د سره رود،بهسودو او روداتو په ولسوالیو کې له کډوالۍ راستنو شوو او بې ځایه شوو کورنیو د روغتیایي وضعیت د ښه والې په موخه لسګونه سیارې ډلګۍ ګماري،ترڅو د نورو ترڅنګ د ماشومانو روغتیا ته ځانګړې پاملرنه وشي .

د خاورین په وینا د ماشومانو نړیوالې ادارې له لورې په ننګرهار ولایت کې له کډوالۍ د را ستنو شوو کورنیو سروې ترسره شوې،چې په ترڅ کې به دوه زره شپیته کورنیو سره د نږدې ۲۵ میلیونه افغانیو نغدي مرسته ترسره شي،چې هرې کورنۍ ته به دولس،دولس زره افغانۍ نغدي او د غېرې خوراکي توکو کیټ ورکړل شي .

سلاکار وزیر او ننګرهار والي محمد ګلاب منګل خوښي وښوده،چې په ننګرهار ولایت کې له کډوالۍ را ستنوو شوو کورنیو،روغتیا او پوهنې برخو کې د ماشومانو نړیواله اداره د نږدې ۲ میلیونه امریکایي ډالرو په لګښت ۳ پروژې پلي کوي .

هغه د یادې ادارې د مسؤلینو څخه مننه وکړه،چې د یادې پروژې په پلي کېدو سره د دې ولایت نږدې یوسلو پنځوس ځوانانو ته د کار موندنې زمینه هم برابریږي،خو د چارو پر شفافیت او روڼتیا یې ټینګار وکړ.

د یو بل خبر له مخې په تورخم ښارګوټې کې له کډوالۍ را ستننو شووغېرې ثبت شوو کورنیو ته د مرستو رسولو کمیټې د تېرو ۶ میاشتو ترسره شوي فعالیتونه سلاکار وزیر او ننګرهار والي محمد ګلاب منګل سره د ناستې پر مهال شریک کړل.

ننګرهار والي خوښي وښوده،چې د یادې کمیټې په هلو خلو د مرسته شوو سل میلیونه افغانیو څخه له کډوالۍ را ستنوو شوو غېرې ثبت شوو ۴۴۸۸ کورنیو سره مرستې ترسره شوې او په ترڅ کې د هرې کورنۍ هر غړي ته ۳۳۵۰ افغانۍ ورکړل شوې .

بشر حقونو خپلواک کمیسون په ختیځ کې د بندیانو د وضعیت څخه څارنه ترسره کوي .

د بشر حقونو خپلواک کمیسون د ځانګړي تحقیق څانګه په ختیځ کې په بېلابېلو امنیتي ادارو او مرکزي بند خونو کې د بندیانو د وضعیت څخه څېړنه ترسره کوي .

د یاد کمیسون د ځآنګړو تحقیقاتو غړې،چې د ننګرهار د بشر حقونو رئیسې صبرینا حمیدي یې هم ملتیا کوله د غويي په ۱۶مه یې د جلال اباد په شاهي ماڼۍ کې سلاکار وزیر او ننګرهار والي محمد ګلاب منګل سره د لیدنې پر مهال وویل، چې اداره یې پلان لري،ترڅو په ختیځ کې په بېلابېلو امنیتي ادارو او بندخونو کې د بندیانو وضعیت څخه څېړنه ترسره کړي .

نوموړې زیاته کړه،د دې څېړنې پر مهال به د ختیځو څلورو ولایتونو بند خونونو،ملي امنیت او امنیه قوماندانۍ نظارت خونو کې د بندیانو سره خبرې اترې وشوې او له دوی سره به د امنیتي ارګانونو د چلند په اړه معلومات را ټول کړي .

دوی د دې څېړنې د ښې ترسره کولو په موخه په ننګرهار او ختیځو ولایتونو کې د ننګرهار والي څخه د مرستې غوښتنه وکړه.

سلاکار وزیر او ننګرهار والي محمد ګلاب منګل وویل،په ټولو بند خونو او نظارت خونو کې د بندیانو سره ښه چلند او بشر حقونو ته ځآنګړې پاملرنه کیږي.

نوموړي یادو مسؤلینو ته ډاډ ورکړ،چې د دې څېړنې پر مهال به ورسره هر ډول همکاري ترسره کړي .

ننګرهار کې اهل هنودو د دوی د غصب شوو ځمکو د خلاصون غوښتنه وکړه .

په ننګرهار ولایت کې د اهل هنودو یو شمیر مشرانو سلاکار وزیر او ننګرهار والي محمد ګلاب منګل سره د لیدنې پر مهال په دې ولایت کې د دوی اړوند د غصب شوو ځمکو د خلاصون او ژغورنې غوښتنه وکړه.

یاده لیدنه چې د غويي په ۱۷مه د ولایت په مقام کې ترسره شوه،د اهل هنودو کلانتر میرسنګهـ خوږیاڼي وویل،د خوږیاڼو ولسوالۍ په بازار او یو شمیر نورو سیمو کې د دوی شخصي اسناد لرونکې ځمکې او کورونه دي،چې د ځینو زورواکو او غاصبینو له لورې غصب او نیول شوي دي .

دوی ننګرهار والي څخه غوښتنه وکړه،چې د یادو ځمکو او کورونو د خلاصون په برخه کې د اهل هنودو سره مرسته وکړي .

سلاکار وزیر او ننګرهار والي محمد ګلاب منګل اهل هنودو ته ډاډ ورکړ،چې د نورو ننګرهاریانو په څېر به د دوی غصب شوې ځمکې هم د غاصبینو او زوراکو له منګولو وژغوري .

نوموړي د خوږیاڼو ولسوال ته جدي سپارښتنه وکړه،چې د اهل هنودو قانوني ځمکې د غاصبینو له منګولو خلاصې او غاصبین او زوراکې د قانون منګولو ته وسپاري .

دپولي دواړو خواو ته ميشت پښتانه د يو تن په مثال دي او هيڅو ک يې سره نشي بيلولای .

دغه څرګندونې قومي مشرانو په تورخم ښارګوټي کې جوړه شوې غونډه کې وکړې .

د پولي دواړو خواو ته ميشت پښتانه قومي مشران په تورخم ښارګوټي کې د يوالي او اتفاق په موخه سره راټول شوي وه .

راټولو شوو قومي مشرانو ، ترډيره په يوالي او اتحاد ټينګار کاو او په اوسنيو حالاتو کې د پښتون قوم ځپل د دوئ ترمنځ د يوالي نشتون په ګوته کړ.

دغې جوړې شوې غونډې ته په ننګرها رکې د ټولو قومونو مشران او مدني فعالان هم وربلل شوي وه .

مدني فعال عبدالطيف واحدي وويل دغه غونډه پدې موخه جوړه شوې څو د پولي دواړو خواو ته ميشت پښتانه د پخوا په څير خپلو کې سره يوشي او د پښتون قوم ترمنځ د يوالي او اتفاق روحيه پياوړې شي .

دغه رازپه ننګرها رکې د قومونو د يوالي او همغږۍ شورا مشر لعل اغاکاکړ وويل د تاريخ په اوږدو کې د پولي داوړو خواوته ميشت پښتانه قومونه خپلو کې سره متحد وه او خپل سرحدات يې د سرونو په قربانيو د پرديو له تيري خوندي ساتل.

کاکړ زياته کړه پدې ولايت کې د اقوامو او قبايلو چارو رياست ترچترلاندې دوه پنځوس قومي شوراګانې شتون لري ، چې له جوړيدو يې موخه خپلو کې سره يو کيدل او د قومونو ترمنځ د شته ستونزو دحل لپاره په بيلابيلو طرحو کار کول دي .

لعل اغا کاکړ په وسلوالو مخالفينو غږ وکړ ، چې د حزب اسلامي د مشر انجنير ګلبدين حکمتيار په پله قدم کيږدي او دپرديو په اشاره دې نور خپل هيواد نه ورانوي .

د اطلاعاتو او فرهنګ رياست اړوند د ځوانانو چارو امر مطيع الله احمدزي د قومي مشرانو ترمنځ دغه ډول غونډو جوړول د يوالي او اتفاق لپاره اغيزمنې يادې کړې او په دوام يې ټينګار وکړ.

نوموړی وايي د قومونو ترمنځ له يوالي او اتحاد پرته امنيتي او ګڼو نورو ستونزو حل ناشونی دی .

په تورخم ښارګوټي کې د اصنافو او کسبګرو اتحادې مشر خليل الرحمن شيواري وويل : د اوسنيو جګړو قربانيان د پولي دواړو خواو ته ميشت پښتانه دي ، چې ځوانان يې شهيدان کيږي او ماشومان يې له زدکړې بې برخې دي .

په جوړه شوې غونډه کې يو شمير ويناوالو ، مدني فعال قرارعزيزي ، شازمان خوګياڼي ، ملک درياخان ، ملک کمين او ګڼو نورو د قومونو په يوالي ټينګار وکړ او د وسلوال پوځ سره يې د هرراز همکارۍ ژمنې وکړې .

د افغان امنيتي ځواکونو سرښندنې او لاسته راوړنې د قدر وړ دي.

دغه څرګندونې د ننګرهار ولايتي شورا رئيس احمد علي حضرت د څلورمې پلې لوا قوماندان بريد جنرال محمد نسيم سنګين سره د ليدنې پر مهال وکړې.

د ولايتي شورا رئيس احمد علي حضرت د يو شمېر نورو مخورو په ملتيا د څلورمې پلې لوا قوماندان سره د ناستې پر مهال د افغان امنيتي ځواکونو سرښندنې او لاسته راوړنې د قدر وړ يادې کړې.

حضرت وويل: افغان امنيتي ځواکونو په ځانګړي ډول د ملي اردو منسوبينو تل د امنيت په ټينګښت او د وسله والو مخالفينو په ځپلو کې د پام وړ هڅې ترسره کړي دي.

د څلورمې پلې لوا قوماندان بريد جنرال محمد نسيم سنګين ډاډ څرګند کړ ،چې د ډاډمن امنيت ټينګښت په موخه منظم پلانونه تر لاس لاندې لري ،چې په پلي کېدو سره به يې امنيتي ستونزې حل شي.

د حاصلاتو زياتيدو او کرنيزو تجربو شريکولو په موخه ورکشاپ تر سره شو

د ننګرهار کرنې رياست له لوري په ختيځ زون کې د ا صلاح شويو تخمونو توليدي شرکتونو د مسوولينو په ګډون د بزګر په نوم يو ورځنی ورکشاپ تر سره شو.

ياد ورکشاپ ،چې د کرنې رياست په تحقيقاتي فارم کې جوړ شوی و پکې د ننګرهار، کونړ، لغمان او نورستان ولايتونو د اصلاح شويو تخمونو د شرکتونو استازو او مسئولينو ګډون کړی و.

د ننګرهار کرنې رياست سرپرست عطاءالحق بشري وويل، چې ياد ورکشاپ يې په دې موخه جوړ کړی، څو بزګر او د اصلاح شويو تخمونو د شرکتونو مسئولين يو له بل سره خپلې تجربې شريکې کړي.

نوموړي وويل، چې په ګاونډيو هېوادونو کې دا مهال يو جريب ځمکه له پنځو تر دولس مټريک ټنو پورې حاصلات توليدوي، نو دوی هم هڅه کوي، چې په راتلونکي کې بزګرو ته داسې لارې چارې او اسانتياوې برابرې کړي چې له يو جريب ځمکې څخه پنځه مټرک ټنه حاصلات ترلاسه کړي.

د کرنې سرپرست رئيس وايي، چې د کرنيزو تجربو په شريکولو سره به د بزګرانو په حاصلاتو کې دپام وړ زياتوالی راشي.

د يوه استنادي ديوال د جوړيدو چارې پيل شوې

د ننګرهار ولایت بهسودو ولسوالۍ ثمرخېلو سيمه کې د ۱۵۰ متره په اوږدوالي او درې نيم متره په لوړوالي د يوه استنادي ديوال د جوړېدو چارې پيل شوې.

د دغه استنادي ديوال د جوړېدو په مراسمو کې د بهسودو ولسوال محمد صديق دولتزي وويل، چې دغه ديوال د ای ار سي ادارې په مالي لګښت جوړيږي.

نوموړي وويل، چې په ياد استنادي ديوال اته ديرش لکه او نولس زره افغانۍ لګښت راځي، چې د جوړيدو چارې به يې په درې مياشتو کې بشپړې شي.

ده زياته کړه، چې د دغه استنادي ديوال په جوړيدو سره به د سيلابونو د راوتلو پر مهال سلګونه کورنۍ او زراعتي ځمکه د اوبو له زيان څخه وژغورل شي.

د بهسودو ولسوالۍ د انکشافي شورا مشر ملک نعمت الله حليمي او قومي مخورو ننګيالي او دانشيار د دغه استنادي ديوال په جوړېدو خوښي وښوده او له مرسته کوونکې ادارې څخه يې مننه وکړه د دوی د کورونو او ځمکو د ژغورنې په موخه ورته استنادي ديوال جوړوي.

د لس ميليون افغانيو په لګښت دهيومن په نامه يو خصوصي طبي لابراتور جوړ شو.

په جلال اباد کې د لس ميليونه افغانيو په لګښت د هيومن په نامه خصوصي لابر اتوار تر جوړېدو وروسته پرانيستل شو.

د دغه لا براتوار مسئول محمود شاه وايي، چې لابراتوار ته يې دسيمې په کچه ماشينونه راوړي، چې د ډېرو ناروغيو په تشخيص کې به اسانتياوې رامنځته شي.

محمود شاه زياتوي د دې لابراتور په جوړيدو سره اوس خلک نه دي اړ چې دناروغيو د تشخيص لپاره ګاونډيو هېوادونو ته لاړ شي.

نومړي وويل، چې په دغه لابراتوار کې د پي سي ار ، سپيشل هارمون، الکټرولايټ، هيمه ټايلوژي او سيرالوژي معاينات په کم لګښت ترسره کيږي.

د ننګرهار په سره ولسوالۍکې دسولې جام ترنامه لاندې دواليبال پيل شوې سيالۍ ديادې ولسوالۍ دشيرشاه کلپ په اتلولۍ سره پای ته ورسيدې.

د واليبال د غه سيالي د ننګرهار بدني روزنې رياست د واليبال فډراسيون له لوري د قومونود يو والي او همغږۍ شورا رئيس لعل اغاکاکړ په مالي مرسته ترسره شوې ديادې ولسوالۍ او جلا ل اباد ښار دولس لوبډلو پکې ګډون کړی و ،چې دوه اونۍ يې دوام وکړ.

ددې سياليو په پای لوبه کې شيرشاه کلپ داتلولۍ مقام د ترلاسه کولوپه موخه د نسيم کلپ سره دسيالۍ ډګر ته ووته ،چې په پای کې شيرشاه کلپ وکړايشول له پينځو ډګرونوڅخه ددريوډګرونوپه ګټلوسره ديادوسياليو داتلولۍ مقام خپل کړی .

دغه راز د سيالۍ دويم مقام نسيم کلپ ترلاسه کړ.

مسوولين وايي: ددې سياليوموخه خلکو ته د سولې پيغام رسول له نشه يي توکو څخه د ځوانانو ژغورل او په دې ولسوالۍ کې دواليبال لوبې وده ده.

د سيالۍ د پايزو مراسمو پر مهال دقومونو د يو والي او همغږۍ شورا رئيس لعل اغاکاکړ ځوانان ورزش ته وهڅول اوژمنه يې وکړه ،چی د ځوانانو د هڅونې په موخه به دې ته ورته سياليو ترسره کېدو ته زمينه برابره کړي.

دوه ځآنمرګي بریدګر ځان پورې تړلو چاودیدونکو توکو د چاودنې له امله ووژل شول.

ننګرهار ولایت د اچین ولسوالۍ په مامند درې سور کمر سیمه کې د داعش ډلې اړوند دوه ځآنمرګو بریدګرو چې په ځآن پورې چاودیدونکې توکې تړلي و، موخې ته تر رسیدو وړاندې د یادو توکو د چاودنې له امله ووژل شول .

یادو ځانمرګو بریدګرو غوښتل،چې په امنیتي منسوبینو ځانمرګي بریدونه ترسره کړي.

د یو بل خبر له مخې د چپرهار ولسوالۍ سپرې سیمه کې د بې پيلوټه الوتکې د هوایي برید له امله ۷ داعش وسله وال وژل شوي دي .

په برید کې ملکي وګړو او امنیتي منسوبینو ته کوم زیان ندی اوښتی .

ناڅرګندو وسله والو یو ملکي وګړی په شهادت رسولی .

ننګرهار ولایت د سره رود ولسوالۍ په سالم اباد سیمه کې تېره شپه شاوخوا پنځه بجې نا څرګندو وسله والو د بیدار په نوم یو ملکی وګړی په شهادت رسولی او خپله له سیمې څخه په تېښته بریالی شوی دی .

امنیتي منسوبینو د یاد تن د قاتل د نیولو هلي ځلي پیل کړي،خو تر دې دمه د یادې قضیې په تړوا څوک ندي نیول شوي .

د یو بل خبر له مخې د بهسودو ولسوالۍ اړوند بارګينو سيمه کې تيره ورځ د هوايي ډزو له امله يو تن وژل شوی دی .

په ورته وخت کې په جلال اباد ښار کې یو تن له یو کور څخه د پیسو، سره زرو او یو لپټاپ کمپیوټر د غلا په تور ونیول شو

څلويښت داعشیانو ته مرګ ژوبله واوښته

د ننګرهار ولايت اچين ولسوالۍ کنډرو پېښه او مامندرې سيمه کې نن يولس بجې د دوو هوايي بريدونو په ترڅ کې ۴۰ داعشيانو ته مرګ ژوبله واوښته.

د معلوماتو له مخې په دغه بريدونو کې ۲۷ داعشيان وژل شوي او ۱۳ ټپيان دي.

د داعش وسله والو ځپلو په موخه په اچين ولسوالۍ کې عمليات په برياليتوب دوام لري او تر دې دمه افغان ځواکونه ګڼې لاسته راوړنې لري.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *