د ختيځو ولايتونو قومي مشرانو د نظام په ملاتړ او قومونو پر يووالي ټينګار وکړ
د ختيځو ولايتونو سلګونه قومي مشرانو د يوې لويې غونډې پرمهال د نظام د ملاتړ ترڅنګ د نظام د پايښت لپاره د قومونو په يووالي ټينګار وکړ.
دوی چې د غبرګولي په ۲۰مه په جلال اباد ښار کې د قبايلو او قومونو چارو په رياست کې راټول شوي وو، دغه راز يې په کابل کې د اعتراض کوونکو له لورې د خيمو وهل غير قانوني کړنه ياده کړه.
د ننګرهار قومي مشر احسان الله کاموال وويل، چې د ختيځې سيمې ولسونو تل د سولې غږ اوچت کړی او د ملي ګټو د خونديتوب لپاره يې ګڼې قربانۍ ورکړي .
نوموړي په کابل کې وروستيو پيښو اولاريونو ته د اشارې په ترڅ وويل، چې په هېواد کې يو شمير ډلې او اشخاص غواړي د ملتونو ترمنځ په يوه او بله پلمه د نفاق زهر وپاشي .
کاموال د دولت کړنې وستايلې او ورڅخه يې غوښتنه وکړه ، چې په نظام کې بنسټيز اصلاحات راولي او د قانون ماتوونکو پروړاندې جدي اجرات تر سره کړي .
د ننګرهار ولايتي شورا مرستيال ډاکتر لعل محمد دراني او د لغمان ولايتي شورا منشي ګلزار سنګروال وويل، چې په کابل کې د ورستيو اعتراضيه لاريونونو څخه د تعصب او سمت پالنې بوی پورته کيږي او دغه ډول لاريونونه يې د ملت په زيان وبلل .
دوئ د نظام په اړه د يو شمير اشخاصو وروستۍ څرګندونې غيرې مسئولانه يادې کړې او له دولت څخه ېې غوښتنه وکړه ، چې پروړاندې يې قانوني کړنې ترسره کړي .
دغه راز د قومونو د يوالي او همغږۍ شورا مشر لعل اغا کاکړ د نظام څخه د ملاتړ ترڅنګ د ولسونو په يوالي ټينګار وکړ.
نوموړی زياته کړه، چې د ختيځې سيمې ولسونه د شته نظام د پايښت لپاره هر ډول قربانيو ته چمتوالی لري او هيچاته به يې د ګډوډلو اجازه ورنه کړي .
د هوتخيلو قومي مشر محمد اصف هوتک وويل، چې د نظام د نشتوالي ترخې خاطرې مو ډېرې وليدې او نور باید د نظام ملاتړ وشي نه يې د ورانولو او ړنګولو هڅې.
ده وويل، څوک چې منطق او استدلال نه شي کولی، نو هغه ګډوډي رامنځته کوي او زياته کړه يې کړه: (( نودوی، چې دلته د سولې راتګ نه مني، نظام نه مني، د نظام پايښت نه غواړي موږ دوی نه غواړو.))
د ترخېلو قوم په استازۍ مولوي محمد حسيب ترخېل وويل، چې دا د ګوتو په شمار خلک دي، چې هم يې خپل قوم او هم يې د افغانستان نورو ورونو قومونو ته مشکلات رامنځته کړي او موقف غواړي.
د غونډې په وروستيو کې چمتو شوی اووه ماده ايز پريکړه ليک د ولايت پخواني مرستيال محمد حنيف ګرديول ولوست ، چې پکې د شته نظام څخه د ملاتړ او پکې د بنسټيزو اصلاحات غوښتنه شوې وه .
دغه راز په پريکړه ليک کې د ملي امنيت سلاکار محمد حنيف اتمر د کليدي رول او هڅو ستاينه شوې وه او پروړاندې يې د يو شمير اشخاصو غوښتنې بې اساسه بللې وې .
د ملی د فاع وزارت سرپرست وزیر او ورسره پلاوي د ۲۰۱ سیلاب قول اردو جګړه يیزو احضاراتو څخه لیدنه وکړه .
د ملی دفاع سرپرست وزیر تورن جنرال طارق شاه بهرامي په داسې حال کې، چې د ملي امنیت عمومي رئیس محمد معصوم ستانکزي، دایتلاف قواووعمومي قوماندان سترجنرال نیکولسن ، دملي دفاع وزارت یوشمیر جنرالانو ، د ستر درستیز یوشمیر رئیسانواو مرستیالانو یې ملتیا کوله دشنبې په ورځ له غرمې وړاندې د ۲۰۱ سیلاب قول اردو په قرارګاه کې د تشریفاتې قطعې له معاینې وروسته دقرار ګاه له مسولينو سره ناسته ترسره کړه.
د ناستې پرمهال د۲۰۱ سیلاب قول اردو قوماندان ډګرجنرال محمد زمان وزیري ، د ۲۰۲ شمشاد زون قوماندان، د قول اردو مرستیال برید جنرال محمدعلي شجاعي، د قول اردو درستیزوال بریدجنرال نورالله قادري د ننګرهار ،کنړ او لغمان ولایتونوامنیه قوماندانانو او د ملی امنیت رئیسانو او يو شمېر نورو نظامي چارواکو ګډون درلود.
د ناستې په پيل کې د۲۰۱ سیلاب قول اردو قوماندان ډګر جنرال محمدزمان وزيري د ملي دفاع وزارت سرپرست وزیر او ورسره راغلي پلاوي ته دقول اردو د مسؤلیت په ساحه کې په ځانګړې توګه د ننګرهار ،کنړ او لغمان ولایتونو او سرحداتو د امنیتي وضعیت او په يادو ولايتونو کې د روانوعملیاتو د لاسته راوړنو او پر مختګ په اړه هر اړخيز معلومات ورکړل.

وزيري زیاته کړه د ۲۰۱ سیلاب قول اردو ټول منسوبين او امنیتي ارګانونه دجګړه يیزو احضاراتو، ملي احساس اولوړمورال په لرلوسره پوره چمتووالی لري.
دغه راز په ناسته کې د ایتلاف قواوو عمومي قوماندان سترجنرال نیکولسن په خپلوخبروکې د۲۰۱ سیلاب قول اردو منسوبانو او دیادې قول اردو دمسؤلیت په ساحه کې د ټولومېشتو امنیتې اودفاعې ځواکونو دښې همغږۍ او سرښندنو ستاینه وکړه.
نوموړي ډاډ ورکړ ، چې دوی به د افغان ځواکونو پوره تجهيز ته پاملرنه کوي .
دغه راز د ملي امنیت عمومي رئیس اود ملي دفاع وزارت سرپرست وزیر په خپل وار خبرې وکړې او د ۲۰۱ سیلاب قول اردو د مسؤلیت په ساحه په ځانګړې توګه په ختیځ زون کې دامنیتي ځواکونو جګړه يیز احضارات ښه وارزول.

يادو لوړ پوړو امنيتي مسولينو د دوه سوه يو سېلاب قول اردو رهبرۍ او ټولو منسوبينو ته ډاډ ورکړ ، چې په هرډول شرايطو کې به له خپلو خلکو او خاورې دفاع وکړي.
دملي دفاع وزارت سرپرست په مشرۍ راغلي پلاوي ديادې قول اردو مسولينو ته په بېلابېلو برخو کې لازمې سپارښتنې وکړې .
د ليدنې په پای کې د۲۰۱ سیلاب قول اردو قوماندان ډګرجنرال محمدزمان وزیري د ملي دفاع سرپرست وزیر او ورسره پلاوي ته ډاډ ورکړ، چې ديادې قول اردو د مسؤلیت په ساحه او په ځانګړې توګه په ختیځ زون کې ټول مېشت امنیتي مسؤلین به دجګړه يیزو احضاراتو ، ښې همغږۍ او د ولسونو په ملاتړ د خلکو او خاورې دفاع وکړي .
په ننګرهار کې د ظاهر خیریه بنسټ د يو شمېر هيوادوالو په نغدي مرستو ۱۱ بې وزلو کورنیو او یتیمو ماشومانو ته د وړو کارونو زمينه برابره کړه.
د يادې ټولنې مشر اکمل ظاهر پژواک اژانس ته وويل، چې ۱۱ غریبو کورنیو او يتيمو ماشومانو ته ۶ د سيمکارتو، کريډيټ کارتونو او صرافۍ بکسې، دې د کاليو ګنډلو ماشينونه او دوه د چرګانو د خرڅلاو بکسې ووېشل شوې.

هغه زياته کړه: ((زموږ موخه دا ده چې هېوادوال پر خپلو پښو ودرېږي، موږ يې د خوړو په مرسته نه عادت کوو، موږ ورته د کار زمينه برابروو.))
نوموړی وايي چې يادې مرستې له يو شمېر با احساسه هېوادوالو راټولوي، په ښار کې حقيقي اړمن خلک په نښه کوي او بيا ترې د کار د ژمنې تر څنګ هغوی ته مرستې ورکوي.
که څه هم په ننګرهار کې له بېوزلو کورنيو سره د مرستو وېش لړۍ له تېرې اوږدې مودې راهيسې روانه ده؛ خو دا لومړی ځل دی چې يو خيريه بنسټ کورنيو ته د کار زمينه برابروي.
نږدې ۱۴ سوه بې وزله کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه .
ننګرهار ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست د هلو ځلو په ترڅ کې د اسلامیک ریلیف ادارې په همکارۍ نږدې ۱۴ سوه یتیمو ماشومانو،د خښتو بټیو اړوند کورنیو سره د ۷ قلمه خوراکي توکو مرسته وشوه .

د کار او ټولنیزو چارو، شهیدانو او معلولینو رئیس عبدالحکیم شیرزاد وایي،د اسلامیک ریلیف ادارې په مالي مرسته یې په دې ولایت کې ۷۱۴ یتیمو او ۶۲۲ د خښتو بټیو اړوند کورنیو سره د ۷ قلمه خوراکي توکو مرسته وکړه .

نوموړي زیاته کړه، په دې مرسته کې هرې کورنۍ ته شل کیلو وړه، څلور کیلو وریجې،پنځه لیتره غوړي، یو کیلو خرما ، یو کیلو مالګه او دوه کیلو بوره ورکړل شوه .

په ۱۷۰ کورنيو د نغدو پيسو او خیاطۍ اړوند توکو مرسته وويشل شوه
د ننګرهار ولایت کډوالو چارو رياست په هڅو د AHEAD ادارې له لوري له پاکستان هېواد څخه پر ۱۷۰ را ستنو شويو کورنيو د نغدو پیسو او خياطۍ اړوند توکو مرسته وويشل شوه.

د کډوالو چارو رئیس غلام حيدر فقيرزي وويل، چې ۱۵۰ کورنيو ته ۱۲۴۰۰ افغانۍ او ۲۰ کورنيو ته د خیاطۍ ماشينونو سربيره د خياطۍ اړوند توکي ورکړل شول.
انځور: ارشيف
شهيدانو کورنيو سره د غواګانو مرسته وشوه
د ننګرهار ولايت کار ټولنيزو چارو رياست له لوري د دې ولايت د اچين ولسوالۍ د شهيدانو درې کورنيو سره د غواګانو او ساتنې په موخه يې د خوراکې توکو مرسته وشوه.
د ننګرهار ولايت کار ټولنيزو چارو رئیس عبدالحکيم شيرزاد وويل، چې هرې کورنۍ ته يو – يو سر غوا او د غوا ساتنې په موخه ۴۰۰ کيلو بوس، ۳۰۰ کيلو بور او ۳۰۰ کیلو کنجاړه ورکړل شوه.

نوموړي وويل، چې پلان لري، څو د دې ولايت پر يوشمېر نورو جنګ ځپلو، بېوزله او شهيدانو کورنيو هم ورته مرستې وويشي.
د شهيدانو کورنيو غړو د کار ټولنيزو چارو رئیس څخه مننه وکړه، چې دوی سره يې د غواګانو مرسته وکړه.
دوی وويل، چې د غواګانو په ساتلو سره به د دوی اقتصادي ستونزې يو څه حل شي.
يو وسله وال طالب ووژل شول او څلور تنه د بېلابېلو جرمونو په تور ونيول شول
د ننګرهار ولايت په مرکز جلال اباد ښار، خوږياڼو او هسکې مېنې ولسواليو کې يو وسله وال طالب ووژل شو او څلور تنه د بېلابېلو جرمونو په تور ونيول شول.
د معلوماتو له مخې د خوږياڼو ولسوالۍ په مربوطاتو کې د پولیسو او وسله والو مخالفينو ترمنځ جګړه رامنځته شوې، چې په ترڅ کې يې يو وسله وال طالب وژل شوی او يو ميل کلاشنکوف د پولیسو لاس ته ورغلی دی.

په ورته وخت کې خوږياڼو ولسوالۍ اړوند سيمه کې د پولیسو او وسله والو طالبانو ترمنځ نښته رامنځته شوې، چې په ترڅ کې يې وسله وال مخالفين له سيمې تښتيدلي او د دوی يو کرولا ډوله موټر د پولیسو لاس ته ورغلی.

بل لور ته پولیسو د هسکې مېنې ولسوالۍ مربوطاتو کې د پلټنې پر مهال د جانان په نوم يو تن يوې سراچه ډولې موټر سره يو ځای داعش وسله والو سره د همکارۍ په تور نيولی.
دغه راز پولیسو په جلال اباد ښار کې دوه تنه د ښکاري وسلو پلورونکي او د يو کس ټپي کيدو په تور يو تن نيولی، چې نيول شوي کسان په اړونده ادارو کې تر پوښتنو او څېړنو لاندې دي.
دوه داعش وسله وال ونيول شول.
د ننګرهار ولايت بهسودو ولسوالۍ اړوند کاريز کبير سيمه کې د ملي امنيت موظفينو له لوري د داعش وسله والې ډلې دوه غړي واقب او شاهدالله، چې ورونه هم دي ونيول شول.
يادو کسانو د ننګرهار ولايت په چپرهار او هسکې مېنې ولسواليو کې د داعش په ليکو کې فعاليت درلود.
نيول شويو کسانو په خپل جرم اعتراف کړی او زياتوي، چې دوه کاله وړاندې يې داعش وسله والې ډلې سره بیعت وکړ.
دوی وايي، چې تر دې مهاله يې د حکومت او وسله والو طالبانوسره جګړې کړي او اوس هم په تخريبي کړنو بوخت و.
نيول شوي کسان په ملي امنيت رياست کې د نورو څېړنو او پوښتنو لاندې دي.
دوه تنه شپاړلس کيلو ګرامه هيروينو سره يو ځای ونيول شول
د ننګرهار ولايت خوږياڼو ولسوالۍ سرې کلا په سيمه کې پولیسو په يوې کرولا ډوله موټر کې له دوو تنو سره شپاړلس کيلو ګرامه هيروين ونيول.
نيول شوي کسان د نشه يي توکو پر وړاندې مبارزې مديريت کې تر پوښتنو لاندې دي.
دا په داسې حال کې ده، چې دوه ورځې وړاندې هم پوليسو له يو کور څخه ۱۴۰ کيلو ګرامه تارياک ترلاسه کړي و.

دوو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله واوښته
د ننګرهار ولايت خوږياڼو ولسوالۍ کږې بازار کې تيره ورځ نا معلومو وسله والو پر دوو ملکي وګړو ډزې کړي، چې په ترڅ کې يې يو تن شهيد او بل ټپی شوی دی.
ټپي شوی تن د درملنې په موخه عامې روغتيا روغتون ته ليږدول شوی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *