د ننګرهار والي په مشرۍ د دې ولایت د امنیت شورا غونډه ترسره شوه .
د سلاکار وزیر او ننګرهار والي محمد ګلاب منګل په مشرۍ د دې ولایت د امنیت شورا غونډه ترسره شوه،چې په کې د خپلواکۍ د اته نویمې کلیزې د ښې نمانځنې په موخه په بېلابېلو موضوعاتو خبرې اترې وشوې.
یاده غونډه چې د ولایت په مقام کې ترسره شوه،په کې ننګرهار والي سربېره امنیه قوماندان لوی پاسوال عبدالرحمن رحیمي، د سرحدي پولیسو قوماندان محمد ایوب حسین خیل، د همغږۍ مرکز قوماندان ډګروال فقیرمحمد غونډيوال، د ملي امنیت مرستیال جنرال جمیل نورستاني، ولایتي شورا غړي سهراب قادري، د عامه نظم درستیزوال، په ختیځ کې د هوایي ځواک قوماندان، د ملي اردو منسوبینو او یو شمیر نورو ګډون کړی وو.
د دې غونډې پر مهال مسؤلینو د خپلواکۍ د اته نویمې کلیزې د ښې نمانځنې په موخه د امنیتي تدابیرو پر نیولو، شیرزادو او اچین ولسوالۍ کې د سیمه ییزو پولیسو اړوند، پچیراګام ولسوالۍ کې د پاڅوون کوونکو د ځای پر ځای کولو،کانال فارمونو د ساتنې قطعې پر ګمارنې،زر بستریز روغتون د امنیت ساتلو،د ځمکو غصب د مخنیوي،هوایي میدان ته څېرمه د سړک د تړلو ستونزې د حل او ګڼ شمیر نورو موضوعاتو په اړه بحثونه او پرېکړې وشو ې.
سلاکار وزیر او ننګرهار والي محمد ګلاب منګل امنیتي مسؤلینو ته سپارښتنه وکړه،چې د خپلواکۍ د ۹۸یمې کلیزې د نمانځنې په موخه د علمی سمینار، تفریحي، نظامي او ګڼ شمیر نورو پلان شوو پروګرامونو د ښه ترسره کېدو په موخه بشپړ امنیتي تدابیر ونیسي .
د هېواد خپلواکۍ بېرته ګټلو ۹۸ يمې کليزې د ښې نمانځنې په موخه غونډه تر سره شوه.
سلاکار وزير او ننګرهار والي محمد ګلاب منګل د زمري په ۲۱مه د خپلواکۍ بيرته ګټلو ۹۸ يمې کليزې نمانځنې تدابيري غونډه کې د کمیسون مسئولینو ته د ځانګړو تدابيرو نيولو لارښوونه وکړه.
دغه غونډه، چې په جلال اباد شاهي ماڼۍ کې جوړه شوې وه په کې د خپلواکۍ بيرته ګټلو ۹۸ يمې کليزې په موخه د جوړ شوي کميسون غړو، د ادارو مسئولينو او يو شمېر نورو ګډون کړی و.
د هېواد خپلواکۍ بېرته ګټلو ۹۸ يمې کليزې د ښې نمانځې په موخه د جوړ شوي کميسون غړو ننګرهار والي سره د ترسره شويو فعاليتونو په اړه معلومات شريک کړل.
نوموړو وويل، چې د خپلواکې بېرته ګټلو ۹۸ يمې کليزې ښې نمانځې په موخه يې اتيا سلنه کارونه بشپړ کړي او پاتې کارونه به د اسد په ۲۸ مه تر سره شي.
دوی وويل، چې جلال اباد ښار يې په ملي بيرغونو د او د ازادۍ اتل شاه غازي امان الله خان پر انځورونو ښکلی کړی او د ښار څلورو لويو دروازو ښکلي کولو په موخه کار جريان لري.
د کميسون غړو زياته کړه، چې د اسد ۲۸ مې ورځې لپاره يې د علمي سيمينار، پريټ تر سره کولو، اور لوبې او نورو تفريحي پروګرامونو لپاره چمتووالی نيولی دی.
ننګرهار والي محمد ګلاب منګل د خپلواکۍ بيرته ګټلو ۹۸ يمې کليزې د ښې نمانځې په موخه د جوړ شوي کميسون غړو څخه مننه وکړه، چې ور سپارل شوې دندې يې په درست ډول تر سره کړي دي.
نوموړي د ياد کميسون غړو ته سپارښتنه وکړه، چې د اسد ۲۸ يمې ورځې مراسمو جوړولو په موخه پاتې فعاليتونه تر سره او د مراسمو منظم جوړولو برخه کې جدي هڅې وکړي.
قومي مشرانو د نوي جلال اباد ښارګوټي جوړيدو څخه ملاتړوکړ
د ننګرهار ولایت روداتو ولسوالۍ قومي مشرانو د زمري په ۲۱ مه په جوړه شوې غونډه کې د نوي جلال اباد ښار ګوټي په جوړيدو ملاتړ څرګند کړ.
دغه غونډه، چې جلال اباد شاهي ماڼۍ کې جوړه شوې وه په کې د ننګرهار والی سربيره، د ولایت مقام د سکتوري خدمتونو رئيس، د روداتو ولسوال او د يادې ولسوالۍ د رود سيمې قومی مشرانو ګډون کړی و.
سلاکار وزير او ننګرهار والي محمد ګلاب منګل وويل، چې د رود سيمې خلکو په غوښتنه يې د جلال اباد ښار پراختيا په موخه سرخديوال ته څيرمه دولتي دښته کې د نوي جلال اباد ښارګوټي جوړولو په موخه سروې تر سره کړې، چې ډېر ژر به یې نقشه بشپړه او د ښارګوټي منظوري به له مرکزه ترلاسه کړي.
نوموړي وويل، چې د غصب مخنيوي کميسون هڅې پیل کړي، څو هغه غاصبين معلوم او قانوني چلند ور سره تر سره کړي، چې دولتي ځمکې پر غريبو خلکو پلوري او په غير قانوني ډول خلکو ته د دولتي ځمکې خطونه ورکوي.
ده د روداتو ولسوالۍ د رود سيمې له خلکو مننه وکړه، چې د غصب په مخنيوي کې له دوی سره همکاري کوي.
قومي مشرانو وويل، چې سرخديوال سيمې ته څيرمه دولتي دښته کې د نوي جلال اباد قانوني ښارګوټي جوړيدو څخه بشپړ ملاتړ کوي.
نوموړو دغه راز په روداتو ولسوالۍ کې د غصب مخنيوي په موخه د پيل شوي کمپاين څخه هم ملاتړ او ستاينه وکړه.
دوی غوښتنه وکړه، چې په یاده سيمه کې د غاصبينو پر وړاندې جدي اقدامات تر سره او په غاصبينو دې قانون پلی شي.
قومي مشرانو ډاډ څرګند کړ، چې د يادې سيمې خلک د قانون په تطبيق کې خپل حکومت سره همکارۍ ته چمتو دي.
د عامې روغتیا ډاکټرانو او هیلت نیټ ادارې ترمنځ ستونزه وڅېړل شوه .
د عامې روغتیا وزارت له لورې د را لیږل شوي پلاوي له لورې د ننګرهار عامې روغتیا په حوزوي روغتون کې د هیلت نیټ ادارې او ډاکټرانو ترمنځ ستونزه د حل په موخه وڅېړل شوه .
د ننګرهار په حوزوي روغتون کې څه موده وړاندې لسګونو ډاکټرانو د مطبوعاتي کنفرانس په ترڅ کې د غېرې عادلانه او په چارو کې د پاتې کېدو په تور د هیلت نیټ همکارې ادارې د تړلو غوښتنه وکړه.
د یادې موضوع د څېړنې په موخه د عامې روغتیا وزارت له لورې د ډاکټر محیب الله ځیر په مشرۍ یو پلاوی ننګرهار ته راغلی،چې د عامې روغتیا او حوزوي روغتون د رئیسانو،هیلت نیټ ادارې مسؤلینو او ډاکټرانو سره تر بېلابېلو ناستو وروسته ننګرهار والي سره خپل راپور شریک کړ.
د یاد پلاوي مشر ډاکټر محیب الله ځیر،چې یو شمیر نورو مسؤلینو یې هم ملتیا کوله،د زمري په ۲۲مه د ولایت په مقام کې ننګرهار والي سره د خپلو څېړنو پایلې شریکې کړې.
نوموړي وویل،د څېړنو په ترڅ کې د هیلت نیټ ادارې له لورې پر یو شمیر برخو کې نیمګړتیاوې په نښه کړي،چې د یوې میاشتې په موده کې ورسره د ستونزو د حل ژمنه کړې .
د هغه د معلوماتو له مخې یو شمیر نورې ستونزې په لوړه کچه دي،چې هغه به په مرکز کې د حل په موخه د لوړ پوړو مسؤلینو سره شریکي کړي.
د عامې روغتیا رئیس ډاکټر نجیب الله کاموال وویل،د دوی له لورې د یاد پلاوي سره یې د تشکیل د زیاتوالې او یو شمیر نورو برخو کې خپل وړاندیزونه شریک کړي او هیله یې وښوده،چې ستونزې حل او د ننګرهار روغتیا ادارې سره همکاري وشي.
د عامې روغتیا اړوند د حوزوي روغتون رئیس ډاکټر احسان الله شینواري وویل،ځینې کړۍ په امنیتي،روغتیایي او نورو برخو کې د حوزوي روغتون د تخریبولو هڅه کوي او په یادو برخو کې يې د ولایت او وزارت مقامونو د همکاریو غوښتنه یې وکړه.
سلاکار وزیر او ننګرهار والي محمد ګلاب منګل د یاد پلاوي څخه مننه وکړه،چې د هیلت نیټ او ډاکټرانو ترمنځ یې ستونزه حل کړه او ډاډ یې ورکړ،چې ولایت مقام به په راتلوونکې کې هم د عامې روغتیا ادارې سره په ټولو قانوني چارو کې همکار ووسي .
ننګرهار والي وايي، چې په دې ولايت کې هره موسسه او انجو، چې د ښځو د حقه حقونو او ښيرازۍ په موخه کار کوي ولايتي ادارې سره دې خپل فعاليتونه شريک کړي.
سلاکار وزير او ننګرهار والي محمد ګلاب منګل د زمري په ۲۲مه د جندر کمېټې غونډه کې موسساتو، انجو او هغو ادارو مسئولینو ته لارښوونه وکړه، چې د ښځو حقه حقونو خونديتوب برخه کې فعاليت کوي د خپلو فعاليتونو، لاسته راوړنو او شته ننګونو معلومات دې ولايت مقام سره شریک کړي.
د جندر کمېټې غونډه، چې ولايت مقام کې د ننګرهار والي په مشرۍ تر سره شوه په کې د دې ولايت د يو شمېر ادارو رئیسانو، د پرموټ موسسې استازو د امنې قومندانۍ د ښځينه څانګې مسئولې او يو شمېر نورو ګډون کړی و.
ننګرهار والي محمد ګلاب منګل د دولتي او غير دولتي ادارو مسئولينو ته لارښوونه وکړه، چې د ښځو د حقونو په برخه کې دې ټول فعاليتونه ولايت مقام او ښځو چارو رياست سره شريک کړي.
نوموړي د پوهنې، ننګرهار پوهنتون، حج اوقافو مسئولينو ته لارښوونه وکړه، چې د جندر انډول ساتلو او په ياده برخه کې د ادارو سربيره د جوماتونو له لارې دې خلکو ته عامه پوهاوی ورکړل شي.
ده ډاډ ورکړ، چې لکه څرنګه چې د نورو ادارو د قانوني کړنو بشپړ ملاتړ کوي د ښځو په برخه کې د نيکو فعاليتونو، د جندر انډول ساتلو ملاتړ کوي.
د ښځو چارو رئيسې انيسې عمران د پروموټ ادارې له مسئولينو مننه وکړه، چې د ښځو ژوند ښه کيدا په موخه يې په بېلابېلو برخو کې له دوی سره همکاري کوي.
نوموړې زياته کړه، چې په دوو مياشتو کې يې د ښځو شل قضیې ثبت کړي، چې ځينې يې د امن خونې ته سپارلي او ځينې يې حل کړي دي.
دې زياته کړه، چې ښځو ته يې د تعليم، روغتيا او نورو برخو کې سهولتونه برابر کړي دي.
د ښځو چارې رئيسې له ننګرهار والي غوښتنه وکړه، چې په محبس کې دې د ښځو لپاره ښځينه ډاکتره په دنده وګمارل شي.
د پروموټ موسسې استازو د ښځو په برخه کې د خپلو فعاليتونو په اړه رڼا واچوله، دوی زياته کړه، چې د ختيځ زون په کچه ښځو ته په بېلابېلو برخو کې سهولتونه برابر کړي دي.
دوی وويل، چې د ښځو اقتصاد پياوړتيا، پوهنتون څخه تازه فارغو شويو نجونو ته يې د رهبرۍ، کار کولو، کليوالي سیمو کې نجونو ته د عامه پوهاوي او يو شمېر نورو برخو کې زده کړې ورکړي او سلګونه تر زده کړو لاندې دي.
د ننګرهار پوهنتون رئیس ببرک مياخيل وويل، چې سږني کانکور ازموينه کې له ننګرهار ولايت څخه دوه زره نجونو ګډون کړی و، چې ډېر شمېر يې د خپلو خوښو پوهنځيو ته بريالۍ شوي دي.
نوموړي وويل، چې په ننګرهار پوهنتون کې يې انجونو لپاره درې ليلې ودانۍ جوړي کړي او همدا راز د نجونو لپاره د لوی تفريحي پارک چارې پیل شوي دي.
د پوهنې رياست تدريسي مرستيال اول ګل ابو زاهد وويل، چې څو کاله وروسته ننګرهار ته د ښوونې او روزنې وزارت له لوري اته سوه پنځوس د ښوونکو بستونه ورکړل شوي، چې ۵۵ سلنه نجونې به په ښار او ولسواليو کې د ښوونکو په توګه جذب شي.
د غونډې په پای کې پريکړه وشوه، چې اړونده ادارې به د ښځو حقه حقونو د خونديتوب ټول راپورونه ښځو چارو رياست ته سپارل کيږي او ولايت مقام له لوري به سيمه ييزو ارګانونو خپلواکې ادارې ته استول کيږي.
پنځه وسله وال طالبان د خپل ماین په چاودنه کې ټپیان شول .
ننګرهار ولایت په مرکز جلال اباد ښار،اچین،مومندرې،بهسود او چپرهار ولسوالیو کې د بېلابېلو پېښو په ترڅ کې ۵ وسله وال طالبان ټپیان شوي،یو داعش د سولې بهیر سره یو ځای شوی او ۵ تنه مجرمین نیول شوي دي .
د مومندرې ولسوالۍ ۲۸ ویالې کوچیانو جومات کې پنځه وسله وال طالبان هغه مهال سخت ټپیان شول،چې د تخریبي کړنو په موخه د دوی له لورې جوړیدونکي ماین پرې چاودنه وکړه،همدا راز پولیسو په مرکز جلال اباد ښار،بهسودو او چپرهار ولسوالیو کې ۵ تنه د بېلابېلو جرمونو په تور نیولي،چې ترې پوښتنې جریان لري .
د یو بل خبر له مخې د پنبه ګل په نوم یو تن د داعش په لیکو کې له فعالیت څخه لاس واخیست او په اچین ولسوالۍ کې پولیسو ته د ځآن په سپارلو د سولې بهیر سره یو ځای شو.
ننګرهار کې د توبرکلوز ناروغۍ درملنه په بشپړ ډول وړیا ترسره کیږي.
د ننګرهار ولایت د عامې روغتیا رئیس ډاکټر نجیب الله کامه وال وایي د دې ولایت په مرکز او ولسوالیو کې په حکومتي او خصوصي روغتیایي مرکزوونو کې د توبرکلوز ناروغۍ درملنه په بشپړ ډول په وړیا ډول ترسره کیږي.
نوموړي چې د بیلابیلو ډیپارټمنټونو مسؤلینو ، د خصوصي روغتیايي مراکزو مسؤلینو او د ننګرهار طب پوهنځي استادانو سره یې ګډه ناسته درلوده،یادې څرګندونې وکړې .
د عامې روغتیا ریاست د مشرتابه د معلوماتو له مخې ټولو خصوصي او دولتي صحي مراکزو ته یې د توبرکلوز د درملنې او تشخیص په برخه کې وسایل او درمل په واک کې ورکړي،ترڅو په ننګرهار ولایت کې د دې ناروغۍ تشخیص او درملنه په وړیا توګه ترسره کړي.
د نږدې دیرش میلیونه افغانیو په لګښت دوه ښوونځي جوړیږي.
ننګرهار ولایت په کوټ ولسوالۍ کې د کلیو پراختیا او بیارغونې ادارې له لورې د نږدې دیرش میلیونه افغانیو په لګښت د دوو ښوونځیو لپاره د دوو پوړیزو ودانیو د جوړولو قراردادونه لاسلیک شول .
د ننګرهارکلیو پراختیا او بیارغونې رئیس انجینر مجیب الرحمن ضیاء وایي د دې ښوونځیو قراردادونه د کوټ ولسوالۍ د جبې او منځنۍ شوراګانو سره لاسلیک شول،چی په راتلوونکو ۱۸ میاشتو کې به یی د جوړیدو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته به وسپارل شی .
نوموړی زیاته کړه هر ښوونځی به ۱۶ درسی خونې او نور اړین ملحقات ولري چی په جوړیدو سره به یی د زرګونو زده کوونکو د سرپناه ستونزه هواره شی .
تردی وړاندی هم دکلیو پراختیا ریاست له لوری په یاده ولسوالۍ د استنادی دیوالونو ، اوبورسولو د شبکو او څاګانو په لسګونو پروژې پلی شوی دی .
په ګمرک کې د کارکوونکو او مراجعینو حقوق خوندي ساتل کیږي.
د ننګرهار ګمرک رئیس الهام الدین مظهر وایي د دې ولایت د ګمرک په اداره کې هیچا ته اجازه نه ورکوي،چې د کارکوونکو او یا هم د مراجعینو حقوق زیانمن کړي او په ټول توان سره هڅه کوي،چې د دوی هر ډول قانوني حقوق خوندي وساتي .
نوموړي دغه څرګندونې په ګمرک ریاست کې د جوالیانو ( حمالانو ) اتحادیې غړو سره د ځآنګړې غونډې په ترڅ کې وکړې.
د دې ناستې پر مهال د حمالانو اتحادیې یو شمیر استازو د خپلو خبرو پر مهال د ګمرک رئیس څخه مننه وکړه،چې د دوی ستونزو د اوریدو او حل په موخه یې له دوی سره ناسته وکړه .
دوی ډاډ ورکړ،چې د قانون په چوکاټ کې به ټولې کړنې ترسره کړي او هیڅ ډول سرغړونه به ونکړي خو د یو شمیر ستونزو په حل کې د همکارۍ غوښتنه وکړه،چې د ګمرک رئیس له لورې ورته د حل ډاډ ورکړل شو.
په هسکه مینه ولسوالۍ کې د وروستۍ پېښې وروستۍ څېړنې ترسره کیږي .
سلاکار وزیر او ننګرهار والي محمد ګلاب منګل په لارښوونه د دفاعي،امنیتي،کشفي او ملکي ادارو د یو شمیر مسؤلینو له لورې په هسکه مینه ولسوالۍ کې د وروستۍ پېښې د دقیقې څېړنې په موخه لومړني پلاوي یادې ولسوالۍ ته سفر وکړ.
د ولایت مقام مالي او اداري رئیس قریب الله هجرت په مشرۍ یاد پلاوي په هسکه مینه ولسوالۍ کې د مسؤلینو او یو شمیر مخورو سره تر لیدنې وروسته لومړني معلومات بشپړ کړي،خو ډیر ژر به د یو بل ګمارل شوي پلاوي له لورې وروستۍ څېړنې بشپړې او د اجراتو په موخه به شریکي شي.
مخکې تر دې چې د یادې قضیې په اړه دقیقې څېړنې بشپړې شوي نه وي،د هسکې مینې ولسوالۍ مقام له لورې ورکړل شوي معلومات نیمګړي او دقیق ندي ،خو تر څېړنو وروسته به ټول معلومات شریک شي.
په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ ځواکونو د معلوماتو له مخې دوی د زمري په ۱۹مه د هسکې مینې ولسوالۍ لوی پاپین په شغال سیمه کې هوایي برید کړی،چې ګڼ شمیر داعش وسله وال په کې په نښه شوي،خو د دویمې پېښې د څېړنې په برخه کې یې ولایت مقام ته د همکارۍ ډآډ هم ورکړی دی .
تاریخې تیرې او بې کیفیته غېرې الکولي مشروبات ونیول شول.
د ننګرهار ولایت مرکز جلال اباد ښاروالۍ منسوبینو له لورې په دې ښار کې د پلټنو پر مهال په زیاته اندازه غېري الکولي مشروبات،چې تاریخ یې تیر او کیفیت یې خراب شوی وو،ونیول.
په یادو غېرې الکولي مشروباتو کې کولا ، پیپسي ، انرژي باب او نور توکې شامل شوو،چې تاریخ یی تیر او کیفیت يي خراب وو،چې د پلورونکو سره یې قانوني چلند هم ترسره شو.
#NMIC8 #
ننګرهار_ولايت_رسنيو_دفتر
د یو پاکستاني په ګډون دوه شکمن کسان ونیول شول.
ننګرهار ولایت مرکز جلال اباد ښار شپږمې ناحیې په مربوطاتو کې امنیتي منسوبینو د پلټنو پر مهال د یو پاکستاني په ګډون دوه تنه شکمن کسان د یو عراده موټر سایکل سره یو ځای ونیول .
له نیول شوو کسانو څېړنې رواني دي.
همد راز پولیسو د مومندرې او بټي کوټ ولسوالیو په مربوطاتو کې دوه کړۍ د وسایطو ضد ماینونه کشف او له زیان پرته یې لمنځه یوړل .
ننګرهار_ولايت_رسنيو_دفتر