د ايران نوي جنرل قونسل ننګرهار والي سره وکتل

د ايران نوي جنرل قونسل علي اکبربابا ننګرهار والي سره د زمري په څلورويشتمه جلال اباد شاهي ماڼۍ کې په داسې حال کې وکتل ، چې د بهرنيو چارو رييس او ننګرهار پوهنتون مرستيال هم ګډون درلود.

ننګرهار والي او په جلال اباد کې د ايران قونسل پر ديپلو ماتيکو اړيکو په ښه والي ټينګار او یو شمېر نورو موضوعاتو خبرې وکړې.

د ايران نوي قونسل علي اکبر بابا ژمنه وکړه، چې په ننګرهار پوهنتون کې شته کتابخانه به د پوهنتون ادارې سره په همغږۍ لا تجهيز او د دې پوهنتون يو شمېر استادانو ته به په ايران کې د ماسټرۍ کولو زمينه برابره کړي.

د ننګرهار والي سلیم خان کندوزي په جلال اباد کې د ايران سرپرست قونسل څخه مننه وکړه، چې د ننګرهار پوهنتون په بيا رغونه کې يې برخه اخيستې او د دغه پوهنتون لپاره يې کتابتون جوړ کړی.

کندوزي د نويو همکاريو پر دوام خوښي وښوده او زياته يې کړه، چې ايران او افغانستان اسلامي او ګاونډي هېوادونه دي بايد تل يو له بل سره ښې او دوستانه اړيکې ولري.

ده د ايران نوي قونسل ته د هر ډول مرستې او همکارۍ ډاډ ورکړ.

په ننګرهار کې د ځوانانو نړيواله ورځ ونمانځل شوه

د ځوانانو نړيواله ورځ جلال اباد شاهي ماڼۍ کې د زمري په څلورويشتمه د يوې لويې غونډې په ترڅ کې ونمانځل شوه، چې پکې د ولايت مرستيال سربيره، د ملکي او نظامي ادارو مسولینو، جلال اباد ښار او ولسواليو ځوانانو او مېرمنو برخه لرله.

د ولايت مرستيال محمد حنيف ګرديوال د ځوانانو نړيوالې ورځې په مناسبت ځوانانو ته مبارکي وويلې او زياته يې کړه، چې دولت هڅه کوي ځوانانو ته د تعليم، روغتيا او کار زمينه برابره کړي.

ګرديوال ځوانانو ته لارښوونه وکړه، چې تعليم ته پاملرنه او د يووالي لپاره کار وکړي.

نوموړي له ځوانانو مننه وکړه، چې تل يې په ملي مسايلو کې حکومت سره ونډه اخيستې او غوښتنه يې وکړه، چې د هېواد خپلواکۍ جشن کې ګډون وکړي.

ده ځوانانو ته دا لارښوونه هم وکړه، چې د ولسونو ستونزو او غوښتنو پر مهال په قانوني ډول له ولايتي او مرکزي اداري څخه خپل حقوق وغواړي او د پرديو په لسمون د خپلو مخورو او مشرانو سپکاوی ونه کړي.

د ځوانانو چارو امر مطيع الله احمدزي او څو تنو نورو وويل، چې ځوانان په ټولنه کې د ملاتير حيثيت لري او هره ورځ د هېواد څخه په دفاع کې قربانۍ ورکوي.

نوموړو له دولت څخه غوښتنه وکړه، چې ځوانانو ته دې د کار زمينه برابره او همدارا راز دې دوی ته د تعليم په ډګر کې اسانتياوې رامنځته کړي.

دوی غوښتنه وکړه هغه ځوانان، چې هېواد ته وياړونه ګټي د ستايلو ترڅنګ دې د هغوی د لا پرمختګ په موخه لازم اقدامات تر سره شي.

په دغه جوړه شوې غونډه کې د ځوانانو له لوري شعرونه وويل شول او ورزشي نندارې وړاندې شو.

دغه راز د دغې غونډې په پای کې سلګونه ځوانانو د ننګرهار ولايت مرستيال په مشرۍ پښتونستان واټ کې راټول شول او د افغانيو د بشپړ چلند په موخه يې سوله ييز لاريوون وکړ.

دوی په مرکزي حکومت غږ وکړ، چې د افغانيو د بشپړ چلند او کلدارو په مخنيوي کې لازم اقدامات تر سره کړي.

په بدو کې د ښځو د ورکولو پرضد غونډه وشوه

ځوان ټولنيز بنسټ د ننګرهار د يو شمېر نورو مدني بنسټونو په ملتيا د يوې غونډې پرمهال د هېواد د علماوو له سراسري شورا څخه د دې ناوړه دود پرضد د فتوا ورکولو غوښتنه وکړه .

په دې غونډه کې دغه راز له حکومت څخه وغوښتل شول، چې په بدو کې د ښځو ورکړه په جرمونو کې حساب او درنه سزا ورته وټاکي .

ياده غونډه په سباوون ستوري مسلکي انستيتوت کې جوړه شوې وه، چې لسګونه مدني فعالانو، د ښځو د حقونو مدافعانو او فرهنګيانو پکې برخه لرله .

د ځوان ټولنيز بنسټ مشر انجينرعبيدالله بشير له نړيوالو څخه وغوښتل، چې پرحکومت د بدو د رواج پرضد د اقداماتو لپاره فشار راوړي .

د جلالکوټ ادبي خوځښت مشر ارشاد رغاند د غونډې پريکړه ليک ولوست، چې پکې د پورتنيو مواردو ترڅنګ په بدو کې د ښځو د ورکړې د رواج پرضد د خان ولي عادل د مبارزې ملاتړ وکړ .

په پريکړه ليک کې ويل شوي، چې که عادل غوښتنو ته يې د نه پاملرنې له کبله د ورکړي خبرداري مطابق ځانته اور واچوي، مسوليت به يې د ده غوښتنو ته د نه پاملرنې په وجه د علماوو شورا او حکومت پرغاړه وي .

د کور ښځينه ادبي بهير استازې مليحې حسن خېل د ښځو د حقونو لپاره له ټولو مبارزه کوونکو ارګانونو څخه وغوښتل، چې د خان ولي عادل د مبارزې ملاتړ وکړي .

خان ولي عادل له څو مياشتو راهيسې د بدو د رواج خلاف څو ځله د نه خوړو اعتصاب کړی، هغه په وروستي ځل ګواښ کړی، چې که غوښتنې يې ونه منل شي، ځانته به اور واچوي .

پنځه سوه کیلو ګرامه امونیم نایتریت کشف او تر لاسه شول

ننګرهار ولایت، د دوربابا ولسوالۍ په ګړوکو سیمه کې سرحدي پولیسو د پلټنو پر مهال پر یو کرولا ډوله موټر کې په لس بوریو کې پر ځای شوي پنځه سوه کیلو ګرامه امونیم نایتریت کشف او تر لاسه کړل .

پولیسو د دغه قضیې اړوند یو تن نیولی چې تر پوشتنو لاندې دې .

له یادو توکو څخه د چاودیدونکو توکو په کارولو کې ګټه اخیستل کیږي .

د ننګرهار روغتيايې علومو انسيتوت څخه د(۲۲) انجونو په ګډون (۱۲۳) تنه فارغ او تصديق پاڼې پرې ووېشل شوې.

د ننګرهار عامې روغتيا رئيس ډاکټر نجيب الله کاموال وويل ، د دولتي روغتيايي انيستوتونو ترڅنګ خصوصي سکتور هم په دغه برخه کې ځوانان او انجونې روزي .

کاموال د کفيت په لوړوالي د ټېنګار ترڅنګ په خصوصي سکتور غږ وکړ ، چې دروغتيايي انسيتوت څخه فارغانو ته دکار زمينه برابره کړي.

دغه راز د ننګرهار روغتيايې علومو انسيتوت امر حبيب الله فروتن وويل ، د(۲۲) انجونو په ګډون يې (۱۲۳) تنه د طبي تکنالوژۍ ، عالي نرسنګ او فارمسې څانګو څخه فارغ کړي دي .

دفروتن په وينا اوس مهال دننګرهار روغتيا يي علومو انسيتوت کې ګڼ شمېر محصلين په پنځو څانګو کې په زده کړو بوخت دي ،چې ځېنې يې دکانکور له لارې ورپېژندل شوي دي .

د فارغانو له ډلې يې دوه تنو دياد انسيتوت له استادانو دمننې ترڅنګ په ياد انسيتوت کې دلاښه درسي چاپيريال دبرابرولو غوښتنه وکړه.

فارغو محصلينو د طبي لوړې او سوګند کولو پرمهال ژمنه وکړه ، چې خپلې ټولې چارې به دطبي اخلاقو سره سمي پرمخ وړي .

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *