د ولسي جرګې پلاوي امنيتي وضعيت څيړلو په موخه ننګرهار سرپرست والي سره ناسته وکړه.
د صالح محمد صالح په مشرۍ د ولسي جرګې پلاوي ننګرهار سرپرست والي او امنيه قومندان لوی پاسوال عبدالرحمن رحيمي سره د دې ولايت د امنيتي وضعيت څيړلو او په ياده برخه کې د ستونزو شريکولو په موخه ناسته وکړه.
دغه ناسته، چې د تلې په دويمه ولايت مقام کې جوړه شوې وه په کې د ولسي جرګې پلاوي مشر سربيره په ولسي جرګه د ننګرهار خلکو استازو پير بخش ګرديوال، عصمت الله شينواري او نورو ګډون کړی و.
په ولسي جرګه کې د کونړ خلکو استازي صالح محمد صالح په مشرۍ د ولسي جرګې پلاوي وويل، چې د ولسي جرګې حکم له مخې يې دې ولايت ته د امنيتي وضعيت معلومولو په موخه سفر کړی.
نوموړي وويل، چې له دغه سفر څخه يې بله موخه داده، څو د دې ولايت د امنيتي ځواکونو ستونزې معلومې کړي او د وروستيو اجراتو په موخه په مرکز کې له مسئولينو سره شريکې کړي.
دوی وويل، چې خلکو ورته شکايت کړی، چې په ښار کې د غير مسئوله وسله والو، بې اسناده او تورو ښېښو موټرو ګرځيدو له امله امنيتي ستونزې را پيدا شوي.
ننګرهار سرپرست والي او امنيه قومندان لوی پاسوال عبدالرحمن رحيمي د ولسي جرګې پلاوي ته ډاډ ورکړ، چې د هرې قضيې او پېښې د څيړولو لپاره ولايتي ادارې پوره سهولتونه برابر کړي.
نوموړي وويل، چې په اوونۍ کې په لسګونه غله، قاتلين او انسان تښتونکي نيولي کيږي؛ خو بيا هم امنيتي مسئولين په دې بسنه نه کوي او د ولسونو لپاره د ډاډمنې امنيتي فضاء برابرولو په موخه لا هڅې کوي.
ده زياته کړه، چې هره ورځ د لسګونه موټرونو تورې ښېښې سپينيږي او دغه راز بې پليټه او اسناد نه لرونکي موټرونه نيول کيږي.
هغه وويل، چې د ټولو هېوادوالو مسئوليت دی، چې د امنيتي په تامين کې د خپلو امنيتي ځواکونو سره همکاري وکړي.
سرپرست والي او امنيه قومندان د ولسي جرګې له پلاوي څخه وغوښتل، چې ولسي جرګه دې له اړونده وزيرانو څخه د دې ولايت د امنيتي ځواکونو د تشکل زياتيدو او لا تجهيز کيدو ته پاملرنه وکړي.
ننګرهار سرپرست والي د اصنافو او کسبګرو اتحادیې امنیتي او نورې ستونزې د حل په موخه واوریدې .
د ننګرهار ولایت سرپرست والي او امنیه قوماندان لوی پاسوال عبدالرحمن رحیمي او د ملي امنیت رئیس تورنجنرال صبورخان ثابت د یوې ناستې په ترڅ کې د اصنافو او کسبګرو اتحادیې د مسؤلینو ستونزې د حل په موخه واوریدې .
یاده ناسته چې د ولایت په مقام کې ترسره شوه،د اصنافو اتحادیې مشر اجمل رحماني،مرستیال عزیزالرحمن عرب او بازمحمد د اصنافو او کسبګرو اتحادیې امنیتي ستونزې د حل په موخه شریکې کړې .
دوی په جلال اباد ښار کې د غېرې مسؤله وسله والو،غېرې ثبت شوو سیم کارتونو،تورو ښیښو او غېرې قانوني پلیټ لرونکو موټرو،په هوټلونو او نورو مسافرخانو کې د غېرې ثبت شوو کسانو د اوسیدو او جلال اباد ښار ته د خپل سرو موټرو د را ننوتلو په مخنیوي کې د همکارۍ غوښتنه وکړه.
د ملي امنیت رئیس تورنجنرال صبورخان ثابت د خپلو خبرو پر مهال د ښار د امنیت په موخه د امنیتي منسوبینو سره د ښاریانو په ځآنګړي ډول د اصنافو او کسبګرو اتحادیې د همکارۍ غوښتنه وکړه او ژمنه یې وکړه،چې د روانو تدابیرو او د خلکو د همکارۍ په ترڅ کې به ټولو امنیتي ستونزو ته تر ډیره کچه د حل لارې چارې وموندل شي .
د ولایت سرپرست او امنیه قوماندان لوی پاسوال عبدالرحمن رحیمي وویل،په وروستیو اونیو کې ګډو کورنیو ځواکونو سلګونه کسان د انسان تښتوونې،غلا،قتل او ګڼ شمیر نورو جرمونو په تور نیولي او د پېښو د مخنیوي په موخه یې لا هم جدي هلي ځلي پیل کړي.
نوموړي زیاته کړه،که ولسونه د امنیتي ځواکونو سره پوره همکاري وکړي،هم به د پېښو مخنیوی وشي او هم به مجرمین د پېښې وړاندې ونیول شي .
د ننګرهار سرپرست والي د جلال اباد په ښاریانو په ځآنګړي ډول په اصنافو او کسبګرو اتحادیې غږ وکړ،چې د خپلو کورونو،مارکیټونو،هټیو او نورو د کارو بار ځآیونو کې د خوندي امنیت په موخه د امنيتي کمرو په نصبولو له دوی سره مرسته وکړي .
په ننګرهار کې ۹۰ تنه ځوانانو ته د عدالت غوښتنې او ښې حکومتولۍ په تړاو درې ورځنی ورکشاپ تر سره شو.
د ننګرهار اطلاعات او کلتور رياست اړوند د ځوانانو چارو امر مطيع الله احمدزي په يادو موضوعاتو کې د ځوانانو روزل د ټولنې د پرمختګ لپاره اغيزمن ياد کړل .
احمدزي زياته کړه د دې ولايت ځوانان هڅه کوي ، چې په ملي ، سياسي او ټولنيزو مسايلو ځانونه پوه کړي ، څو په راتلونکي کې پرته له کومې ستونزې د خپلو ولسونو خدمت وکړي .
د ننګرهار سرپرست والي او امنې قومندان لوی پاسوال عبدالرحمن رحيمي ، چې په يادو مراسموکې يې ګډون کړی وه وويل، چې ځوانانو د ټولنې ستونزې او اړتياوې درک کړي ، چې سياسې او ټولنيزو غونډو او ورکشاپونو کې پراخه ګډون کوي .
نوموړي د ځوانانو هڅې او قربانۍ وستايلې ، چې په خبره يې د وسلوال پوځ ليکې په ځوانانو ابادې دي او که وغواړي د ټولنې د غوړيدا لپاره هرڅه کولای شي.
سرپرست والي او امنې قومندان ځوانانو ته په هره برخه کې د بشپړې همکارۍ ډاډ ورکړ.
د ۲۰۱ سيلاب قول اردو قومندان ډګر جنران محمدز مان وزيري د څلورمې پلې لوا د پرسونل له محاربوي احضاراتو کتنه وکړه.
د ليدنه پر مهال د ۲۰۱ سيلاب قول اردو قومندان سربيره ، د قول اردو د لوژستيک مدير ډګروال نورصديق ، د
څلورمې پلې لوا درستيزوال ډګروال محمدجان درياب ، د ګارنيزون قومندان ډګروال عبدالقيوم ګربز ، د همغږۍ قومندان قومندان ډګروال فقير محمد غنديوال او ګڼ شمير افسرانو او بريد ملانوشتون درلود .
د ۲۰۱ سيلاب قول اردو قومندان ډګرجنرال محمدزمان وزيري وويل : د ملي اردو ځواکونه تل له هيواد څخه د ساتنې په لاره کې قربانۍ ورکوي او د جګړې په هر ډګرکې يې د هيواد او خاورې دښمنانو ته غاښ ماتونکی ځواب ورکړی .
وزيري د څلورمې پلې لوا په قرارګاه کې د پروسونل معيشتي وضعيت او جزوتامونو څخه ليدنه وکړه ، چې د مسولينو له لوري ورته په هره بره کې معلومات ورکړل شول .
د څلورمې پلې لوا درستيزوال د قول اردو قومندان او ورسره پلاوي ته ډاډ ورکړ ،چې ديادې لوا پرسونل په اسلامي روحيه روزل شوی او لوړ مرال لري ، چې د ژوند تر وروستۍ سلګې به له خپلې خاورې په ميړانه دفاع وکړي.
د شل میلیونه امریکایي ډالرو په لګښت د درونټې برېښنا کوټ د دوو توربینونو د ترمیم چارې پیل کیږي .
ننګرهار ولایت کې د شل میلیونه امریکایي ډالرو په مالي لګښت د درونټې برېښنا کوټ د دوو توربینونو د ترمیم چارې پیل کیږي،چې د بشپړيدو سره به يې دوه ميګاواټه برېښنا زياته شي.
د ننګرهار برېښنا شرکت رئيس اميد صبا وایي، ډير ژر به د درونټې برېښنا کوټ د ترميم چارې پيل شي ، چې په وينا يې په بشپړيدو سره به يې دوه ميګاواټه برېښنا زياته شي.
نوموړی وايي : يادې چارې د شل ميليونه ډالرو په ارزښت ترسره کيږي ،چې له مخې به يې د ياد برېښنا کوټ دوه توربينونه له سره ورغول شي.
صبا زياتوي درونټې برېښنا کوټ ،چې دا مهال څه د پاسه نهه ميګاواټه برېښنا توليدوي د يادو چارو په ترسره کېدو سره به دغه کچه دولس ميګاواټه ته لوړه شي.
د هغه په خبره د روداتو ولسوالۍ په حصارشاهي سيمه کې به په نږدې راتلونکي کې د شپيته ميلونه ډالرو په لګښت د څلويښت ميګاواټه په ظرفيت د لمريزې بريښنا د برابرولو چارې پيل شي.
صبا دغه راز وويل: په کامې ولسوالۍ کې هم د پنځه څلويښت ميګاواته په ظرفيت د برېښنا د بند د جوړيدو پلان شته ،چې په راتلونکي کې به يې چارې پيل شي.
په پچير اګام ولسوالۍ کې د ځوانانو ښې روزنې او نشه يي توکو مخنيوي په موخه د کرکټ سیالۍ تر سره شوې.
ننګرهار ولايت پچيراګام ولسوال قاري هجرت الله رحماني په لارښوونه په دغه ولسوالۍ کې د ځوانانو سالمې روزنې او پر نشه يي توکو د ځوانانو روږديدو مخنيوي په موخه د کرکټ سيالۍ تر سره شوې.
د پچير اګام ولسوالي قاري هجرت الله رحماني وويل، چې د ځوانانو ترمنځ يې د کرکټ سيالۍ په دې موخه پيل کړي، څو له يو خوا ځوانان بدني روزنې ته پاملرنه وکړي او له بله پلوه له نشو وژغورل شي.
نوموړي ځوانانو ته لارښوونه وکړه، چې د خپل ځان او ټولنې ښه والي او پرمختګ په موخه تعليم او ورزش وکړي.
ده ځوانانو ته سپارښتنه وکړه، چې له نشه يي توکو څخه ځان وساتي او خپل ټول وخت تعليم او ورزش ته ورکړي.
د کرکټ سياليو په پای کې ولسوال يو شمېر لوبغاړي په نغدي ډاليو هم ونازول او ورته يې لارښوونه وکړه، چې خپلو سياليو ته ادامه ورکړي.
په دوو موټر سايکلو کې ځای پر ځای شوي چاودونکي توکي او د وسايطو ضد دوه ماينونه کشف او لمنځه يوړل شول
د ننګرهار ولایت مرکز جلال اباد ښار، غني خېلو، مومندرې او کامې ولسواليو کې پولیسو او ملي امنيت موظفينو په دوو موټر سايکلونو کې ځای پر ځای شوي چاودونکي توکي او د وسايطو ضد دوه ماينونه له چاودونې وړاندې کشف او لمنځه يوړل.
د معلوماتو له مې د ننګرهار ولايت مرکز جلال اباد ښآر شپږمې ناحيې مربوطاتو کې د ملي امنيت موظفينو يو موټر سايکل چې په کې چاودونکي توکي ځای پر ځای شوي و تر چاودونې وړاندې کشف او لمنځه يوړه.
د يو بل خبر له مخې د دې ولايت کامې ولسوالۍ مربوطاتو کې پولیسو يو عراده موټر سايکل او يو عدد کپسول کشف او ترلاسه کړل.
دغه راز په ورته وخت کې د غني خېلو او موندرې ولسواليو مربوطاتو کې پولیسو د ګزمې پر مهال د وسايطو ضد دوه ماينونه کشف او لمنځه يوړل.
ننګرهار پوهنتون کې د سولې په نوم پارک پرانيستل شو
د ننګرهار پوهنتون رئيس پوهنوال ببرک مياخېل د پرانيستې پر مهال وويل: نوموړى پارک چې ٧٠ سلنه چارې يې ترسره شوي او پاتې نورې به يې په نږدې راتلونکې کې بشپړې شي، د ننګرهار د يوه تن ملي سوداګر په مالي مرسته جوړېږي.
نوموړي وويل: سولې پارک د ننګرهار پوهنتون ښځينه محصلينو ته ځانګړى شوى، چې هغوى به ترې د تفريح، مطالعې او سپورت لپاره کار اخلي.
د يادونې وړ ده چې د سولې نړېوالې ورځې په مناسبت د ذکر شوي پارک د پرانيستې تر څنګ ننګرهار پوهنتون سولې مرکز غړو د پوهنتون د رئيس په ملتيا په ولايت مقام او د جلال اباد ښار په اتو بېلابېلو ښوونځیو کې غونډې جوړې کړې او د سولې او شخړې په اړه يې خپل تیار شوي پريزنټيشنونه وړاندې کړل. همدارنګه یې په ښوونځيو کې د پاکۍ او صفايۍ کمپاینونه هم وکړل.
د ننګرهار پوهنتون د رئيس پوهنوال ببرک مياخېل په وينا، له يادو غونډو او کمپاينونو يې موخه د سولې په اړه خپل فکر، زده کړې او معلومات له ګډونوالو او زده کوونکو سره شریکول ؤ.
د جلال آباد ښار پرماسټرپلان بیا کتنه پیل شوه
د ښار جوړونې وزارت له لورې د ننګرهار ولایت د مرکز جلال اباد ښار پر ماسټر پلان بیا کتنه پیل شوه.
ننګرهار ولایت ته د ښار جوړونې وزارت څخه د انجینر اسدالحق په مشرۍ راغلي پلاوي نن د تلي په لومړۍ د جلال اباد ښاروالۍ د بېلابېلو ناحیو مسؤلینو سره د ناستو پر مهال د دې ښار پر ماسټر پلان بیا کتنه پیل کړي .
دوی ووایي،د هر لومړۍ درجه ښار لپاره پلان او بیا ماسټرپلان لرل او د هغې په سمه بڼه پلي کول د هغه ښار د ښکلا او د هغې ښار د ښاریانو د رضایت سبب ګرځي،چې به مخې به یې ښاریانو ته منظم خدمتونه وړاندي کیږي .
له کډوالۍ راستنوو شوو ۳ سوو کورنېو سره نغدي مرسته وشوه
ننګرهار ولایت کډوالو او بېرته را ستنیدونکو چارو ریاست په هلو ځلو او د خوراک نړيوالې ادارې WFP په مالي ملاتړ له کډوالۍ را ستنوو شوو درې سوو کورنیو سره نغدي مرسته وشوه .
په یاده مرسته کې هرې کورنۍ ته شپږ،شپږ زره افغانۍ نغدې ورکړل شوې .
د ننګرهار کډوالو چارو رئيس غلام حيدر فقيرزى وايي،ټولو داخلي بې ځاى شوو او له کډوالۍ راستنو شوو کورنېو سره د نغدي،خوراکي او غيرې خوراکي توکو د مرستو لړۍ دوام لري.
د کډوالو په لارۍ موټر کې ۱۲ ميله وسلې ونيول شوې
ننګرهار ولايت مومندرې ولسوالۍ تورخم ښارګوټي کې د کډوالو په يوې لارۍ موټر کې له دوو تنو سره ۱۲ميله وسلې ونيول شوې.
د معلوماتو له مخې د لومړۍ سرحدي لواء اړوند د تورخم کميسارۍ موظفينو له پاکستان هېواد څخه د بېرته راستنو شويو کډوالو لارۍ موټر کې د پلټنې پر مهال ۱۱ ميله تومانچې، ۱ ميل کرينکوف او ۲۲ شاجورونه ونيول.
د دغه وسلو په تور له کډوالۍ راستون شوی زريالی او موټر چلوونکی معشوق نيول شوي دي.
د يو بل خبر له مخې د شپږم سرحدي کنډک سرتيرو د ډيورنډ پر کرغيړنه کرښه د زرجان په نوم د داعش وسله والې ډلې يو غړی نيولی، چې غوښتل يې داعش وسله والو ته د سرحدي پوستو په اړه معلومات يوسي.
نيول شوی تن پخوا د وسله والو طالبانو غړو و او اوس داعش ډلې سره يو ځای شوی، چې په خپلو ټولو جرمونو يې اعتراف کړی.
د يو سر ګروپ په ګډون ۳ وسله وال طالبان ووژل شول
ننګرهار ولايت بټي کوټ ولسوالۍ انبارخانې سيمه کې تېره شپه افغان ځانګړو ځواکونو عمليات کړي، چې په ترڅ کې يې د وسله والو طالبانو يو سرګروپ په ګډون درې وسله وال طالبان وژل شوي دي.
د عملياتو پر مهال تر شک لاندې ۹ تنه نيول شوي او افغان ځواکونو له ځان سره بيولي.
د معلوماتو له مخې د عملياتو پر مهال افغان ځانګړو ځواکونو او ملکي وګړو ته کوم زيان ندی اوښتی.
د يو بل خبر له مخې د ننګرهار ولايت مرکز جلال اباد ښار لومړۍ ناحيې سيمه کې پولیسو يو تن د انسان تښتونې په تور نيولی دی.
دغه راز په ورته وخت کې د دې ولايت اچين ولسوالۍ کې يو تن داعش وسله والې ډلې سره د اړيکو او په دره نور ولسوالۍ کې دوه تنه د دوو ميرمنو ټپي کولو په تور نيول شوي دي.
په ترافيکي پېښه کې ۳۸ تنو ته مرګ ژوبله واوښته
ننګرهار ولایت پچير اګام ولسوالۍ تورې بوړې ته څېرمه د ګيره خېلو په کونج کلي کې تيره ورځ مازديګر ناوخته يو کاسټر موټر له لوړ ځای څخه پريوتی، چې له امله ۴ ماشومان شهيدان او ۳۴ نور ټپيان شول.
د معلوماتو له مخې په ټپيانو کې ښځې، نارينه لويان او ماشومان شامل دي.
پېښه د کوژدې مراسمو پر مهال د موټر چلوونکي د بې احتیاطۍ له امله رامنځته شوې ده.
ټپيان د درملنې په موخه د پچير اګام سيمه ييز او جلال اباد ښار حوزوي روغتونونو ته ليږدول شوي دي.
د ننګرهار ولايت مقام رهبرۍ په پېښه ژوره خواشينې ښودلې، شهيدانو ته يې د الله پاک له درباره د فردوس جنت، ټپيانو ته د بيړنۍ روغتيا او کورنۍ غړو ته يې د جميل صبر هيله کړې.
ولايت مقام دغه راز د عامې روغتيا مسئولينو ته لارښوونه کړې، چې د ټپیانو په درملنه کې له ټولو امکاناتو کار واخلي.
د يو بل خبر له مخې د ننګرهار ولایت کوز کونړ ولسوالۍ کې تيره ورځ نا معلومو کسانو يو ملکي وګړی په ډزو سره شهید کړی، چې په تور يې يو تن نيول شوی او تر پوښتنو لاندې دی.
په جلال اباد ښار کې سلګونه غير راجستر سيمکارتونه راټول شول
د سلاکار وزير او ننګرهار والي محمد ګلاب منګل په لارښونه د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ د رياست په مشرۍ جوړ شوي کميسون په جلال اباد ښار کې سلګونه غير راجستر شوي سيم کارتونه راټول کړل.
د ننګرهار ولايت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ رئيس عبدالرزاق ثاقب وايي، چې د ننګرهار والي په لارښوونه يې د ولايت مقام ، امنې قومندانۍ ، ملي امنيت او څارنوالۍ ادارو د استازو په ګډون ټاکل شوي کميسون په جلال اباد ښآر کې سلګونه غير راجستر شوي سيم کارتونه راټول کړل.
د نوموړي په وينا د غير راجستر شويو سيمکارتونو پلورل د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ په برخه کې د شته مقررې له مخې غير قانوني او پلورونکي يې متخلف ګڼل کيږي .
ننګرهار کې د زیتونو فابریکې د برېښنا ستونزه حل کیږي .
د ننګرهار برېښنا چارواکي وایي د دې ولایت د کانال ریاست اړوند د زیتونو تولیدې فابریکې ستونزه به په اساسي ډول حل کړي .
د یادې ادارې رئیس امید صباح،د زیتونو تولیدي فابریکې او اړوند برېښنا برج څخه د لیدنې پر مهال وویل،د صنعت پیاوړتیا په موخه به د دې ولایت د کانال ادارې اړوند د زیتونو تولیدي فابریکې د برېښنا ستونزه په اساسي ډول حل کړي .
په همدې حال کې د زیتونو فابریکې مسؤلین وایي که برېښنا ورته څلرویشت ساعته شي،نو د یادې فابریکې چارې به ګړندۍ او د تولید کچه به یې تر پخوا هر وخت لوړې شي .
قومي مشرانو د سرونو په قربانۍ د پچیراګام ولسوالۍ د ساتنې ژمنه وکړه.
ننګرهار ولایت د پچیراګام ولسوالۍ د سلیمانخیلو قومي مشرانو د یادې ولسوالۍ د ولسوال هجرت الله رحماني سره د ولسوالۍ په مقام کې د غونډې پر مهال ژمنه وکړه،چې د سرونو په قربانۍ سره به د دې ولسوالۍ امنیت تامین وساتي .
ملک شیرزي او ملک فتح شاه د قومي مشرانو په استازیتوب وویل،موږ د خپلو سرونو په قربانۍ سره د خپلې ولسوالۍ د ټولو سیمو ساتنې ته چمتو یو .
دوی غوښتنه وکړه،چې حکومت دې ورته پوستې جوړې کړې او د چاڼیزو عملیاتو د ترسره کېدو وروسته دې دوی ته د ځآی پر ځای کېدو سهولت برابر کړي .
د پچیراګام ولسوال هجرت الله رحماني او د ملي امنیت مدیر مخورو ته ډاډ ورکړ،چې غوښتنې به یې د حل په موخه ولایت مقام سره شریکي کړي او همدا راز د مخورو له همکارۍ څخه یې مننه وکړه .
د دوو کورنیو ترمنځ ۱۵ کلنه شخړه پای ته ورسیده .
ننګرهار ولایت بټي کوټ ولسوالۍ کې د دې د دوو کورنیو ترمنځ پنخلس کلنه شخړه د ولسوال په منځګړیتوب د یوې جرګې په ترڅ کې حل شوه .
د بټي کوټ ولسوال نعمت الله نورزي په مشرۍ نن د محمد ولي او نمیرګل کورنیو ترمنځ د قومي مشرانو په ګډون جرګه وشوه،چې په ترڅ کې د دواړو کورنیو ترمنځ د کورني تاوتریخوالې له امله پنخلس کلنه شخړه پای ته ورسیده .
د جرګې په ترڅ کې پرېکړه وشوه،چې دواړه کورنۍ به له دې وروسته د دښمنۍ پر ځای د تل لپاره خپلې نږدې خپلوۍ ته دوام ورکړي .
د نشه يي توکو دوه کارخانې لمنځه يوړل شوې
ننګرهار ولايت خوږياڼو ولسوالۍ خدر خېلو او تنګوري سيمو کې تېره شپه شاوخوا دولس بجې د نشه يي توکو سره مبارزې ځانګړې قطعې عمليات کړي، چې په ترڅ کې يې د نشه يي توکو پروسس دوه کارخانې لمنځه وړي.
د معلوماتو له مخې ځانګړې قطعې يادې دوه کارخانې، ۲۸۷ کيلو ګرامه نشه يي توکي او بېلابېل وسايل سوځولي او په بشپړ ډول يې لمنځه وړي.
دغه کارخانې د محمد الله او نياز په نومونو دوو تنو جوړې کړې وې، چې د عملياتو پر مهال يې کارخانو کې شتون نه درلود.
د عملياتو پر مهال د ځانګړې قطعې منسوبينو او ملکي وګړو ته کوم زيان ندی اوښتی.
اووه داعش وسله وال ووژل شول
ننګرهار ولايت اچين ولسوالۍ مربوطاتو کې تيره ورځ د هوايي بريد په ترڅ کې اووه داعش وسله وال ووژل شول.
د معلوماتو له مخې دغه هوايي بريدونه د بې پيلوټه او جيټ الوتکو له لوري د دې ولسوالۍ په باندر، ديوانه بابا، وچ کوټ او نرګوسۍ په سيمو کې تر سره شوي، چې پر مهال يې اووه داعش وسله وال وژل شوي او د دوی يو شمېر وسلې لمنځه وړل شوي.
انځور: ارشيف
#NMIC8
#ننګرهار_ولايت_رسنيو_دفتر