د مبارکۍ پیغام
د هېواد د نولس کلنو څخه د کم عمره ملي لوبډلې د سترې اتلولۍ له امله ټولو هېوادوالو په ځآنګړي ډول د کرکټ مینوالو ته د زړه له کومې مبارکي وایم.
د خوښۍ ځای دی،چې زموږ اتلو تنکیو ځوانانو د کرکټ په اسیايي لوبو کې د هندوستان،سرلینکا،بنګلدیش او پاکستان په شتون سره د اتو لوبډلو په منځ کې پاکستان ته په پای لوبه کې په سترې ماتې ورکولو سره د اسیایي لوبو اتلولې وګټله .زه د دې سترې او نه هیریدونکې بریا له امله د کرکټ نولس کلنې ملي لوبډلې،کرکټ بورډ ادارې،د کرکټ مینوالو او ټولو هېوادوالو ته د زړه له کومې مبارکي وایم او ځآی دی،چې د کرکټ بورډ ادارې څخه مننه وکړم،چې د ښې او غوره لوبډلې په ټاکلو او د لوبغاړو په هڅو سره یې ستر رقیب پاکستان ته ماتې ورکړه
یو ځل بیا تاسې ټولو ته د دې سترې خوښۍ له امله مبارکي وایم .
محمد ګلاب منګل
په سرحدونو او قبایلو چارو کې د ولسمشر سلاکار وزیر او د ننګرهار والي
د مدیریتي مهارتونو د پیاوړتیا په موخه یو ورځنی ورکشاپ ترسره شو.
ننګرهار ولایت مقام د بېلابېلو څانګو اداري کارکوونکو ته د دې ولایت مستوفي عبدالله رقیبي له لورې د لړم په ۲۷ مه د مدیریتي مهارتونو د پياوړتیا په موخه یو ورځنی ورکشاپ ورکړل شو.
د ولایت مستوفي د ورکشاپ ګډونوالو ته د نورو خبرو ترڅنګ وویل، ښه مدیر یا اداري رهبر باید خپلو کارکوونکو ته اداري موخې روښانه کړي،څو په اسانۍ سره وکولای شي ټاکلو موخه ته ورسیږي.
نوموړي زیاته کړه په اداره کې د چارو د ښه تنظیم لپاره د پلان جوړول اړین دي نوپه همدې اساس هرمدیرته پکاردي، چې د اداري پلان په جوړیدو او پلي کیدو کې له خپلو کارکوونکو څخه په سمه توګه ګټه واخلي .
مستوفي داهم وویل د ياد یو ورځني ورکشاپ نه يې د جوړیدو موخه دا ده څو د ولایت مقام د بېلابېلو څانګو اداري کار کوونکي او مدیران په اداري برخه کې هر اړخیز معلومات اومهارتونه ترلاسه کړي ، څو پرته له ستونزو په معیاري توګه خلکو ته خدمات وړاندې کړي.
په ختیځ کې پاکستاني ځواکونه د ډیورنډ کرغېړنې کرښې څخه ندي راوښتي .
د سرحدي پولیسو د لومړۍ لوا قوماندان جنرال محمد ایوب حسین خیل وایي، په ختیځ کې پاکستاني ځواکونه د ډیورنډ کرغېړنې کرښې څخه دېخوا ندي راوښتي او همدا راز یې په سرحدي سیمو کې سرتېرو ته په معیاري ډول د نویو تاسیساتو له جوړولو هم خبر ورکړ.
نوموړي،چې د لړم په ۲۸مه یې د دې ولایت د لوړ پوړو امنیتي مسؤلینو په ملتیا د ولایت مقام رسنیو په دفتر کې رسنیو ته معلومات ورکول،د ډیورنډ کرغېړنې کرښې څخه دېخوا یې د پاکستاني ځواکونو راوښتل په کلکه رد کړل .
هغه وویل : (( ستاسې سرحدي ځواکونه بشپړ تجهیز او اکمال لري او هیچا ته به اجازه ورنکړي،چې په سرحدي سیمو کې زموږ خاورې ته داخل او یا هم تجاوز وکړي. ))
په ختیځ کې د سرحدي پولیسو قوماندان وایي، په سرحدي سیمو توغندیز بریدونه د ډیورنډ کرغېړنې کرښْې اخوا څخه د پاکستانیو ځواکونو له مرکزونو څخه ترسره کیږي .
جنرال حسین خیل وایي،د ډیورنډ کرغېړنې کرښې څخه توغندیز بریدونه په داسې حال کې زور اخلي،چې دوی په سرحدي سیمو کې د مخالفینو د لمنځه وړلو په موخه ځانګړي عملیات پیل کړي وي .
د سرحدي پولیسو د لومړۍ لوا قوماندان جنرال محمد ایوب حسین خیل وایي، پاکساني ځواکونو د ننګرهار د ګوشتې ولسوالۍ اړوند د سپینې بارې په سیمه کې له یوې پوستې څخه بلې ته اغزن تار د غځولو چارې پیل کړې وې،چې د تېرو څو ورځو راهیسې یاده چاره درول شوې ده .
نوموړی وایي، په سرحدي سیمو کې د سرتیرو لپاره په معیاري ډول د تاسیساتو جوړولو چارې پیل کړي او په ګڼ شمېر سیمو کې د پوله ساتو ځواکونو لپاره بشپړ سهولتونه برابر کړي دي.
د دې کنفرانس پر مهال،چې د همغږۍ مرکز قوماندان او د عامه نظم لوا استازي هم شتون درلود،د څلورمې پلې لوا قومندان تورن جنرال محمد نسیم سنګین په کوټ،هسکه مېنه،اچین او پچیراګام ولسوالیو کې د داعشیانو له سختو ځپلو څخه خبر ورکړ.
نوموړي زیاته کړه،اوسمهال د هسکې مېنې او پچیراګام ولسوالیو په لرو پرتو سیمو کې د وسله والو مخالفینو د ځپلو په موخه د ګډو کورنیو ځواکونو له لوري عملیات جریان لري .
د امنې قومندانۍ د امنیت امر جنرال عبدالجلیل بیا د خبرو پر مهال د غصب پر ضد د مبارزې په برخه کې د پولیسو د پراخو لاسته راوړنو څخه خبر ورکړ.
د سيد روح الله پاچا تر مشرۍ لاندې بيړنۍ ناسته وشوه
ننګرهار ولايت مقام د سکتوري خدمتونو ریاست وارسي کوونکي تر مشرۍ لاندې د يو شمېر ادارو مسئولینو سره د اچين او پچير اګام ولسوالۍ بې ځايه شوو کورنيو سره د مرستې په موخه بېړنۍ ناسته وشوه.
دغه ناسته، چې د لړم په ۲۸ مه ولايت مقام کې تر سره شوه په کې د طبيعي پېښو پر وړاندې مبارزې، کډوالو، پوهنې او سرې مياشتې ادارو او امنې قومندانۍ مسئولینو ګډون کړی و.
د سکتوري خدمتونو رياست وارسي کوونکي سيد روح الله پاچا د يادو ادارو مسئولينو ته لارښوونه وکړه، څو د اچين او پچير اګام ولسوالۍ بې ځایه شوو کورنيو سره ژر تر ژره مرستې تر سره کړي.
نوموړي دغه راز مسئولينو ته سپارښتنه وکړه، چې په اچين ولسوالۍ کې د باران له امله د څمڅې د پريوتو پېښې د درې شهيدانو کورنيو سره هم مرستې وکړي.
ده دغه راز د ادارو مسئولينو ته لارښوونه وکړه، چې په دوربابا ولسوالۍ کې هم د بې ځایه شوو کورنيو سروې تر سره کړي او ور سره د اړتيا وړ مرستې تر سره کړي.
د ادارو مسئولينو ډاډ څرګند کړ، چې د اچين او پچير اګام ولسوالۍ بې ځایه شوو کورنيو سروې يې تر سره کړې او ډېر ژر به ور سره مرستې تر سره کړي.
دوی دغه راز وويل، چې داچين ولسوالۍ د شهيدانو کورنيو او دوربابا ولسوالۍ بې ځایه شوو کورنيو سروې به تر سره او ورباندې اړينې مرستې وويشي.
د نهه ولسواليو اووه سوه کورنيو سره د څارويو لپاره د ژمنۍ خوراکې د وسايلو مرسته وشوه.
د ننګرهار ولايت د کرنې او مالدارۍ رئيس رفيع الله رحيمزی وايي: د دې ولايت اووه سوه کورنيو سره د شاوخوا يو ميليون افغانيو په ارزښت د څارويو لپاره د ژمنۍ خوراکې د وسايلو مرسته وشوه.
رحيمزی وايي، چې دغه مرسته د کرنې او مالدارۍ وزارت اړوند د دويم ملي لومړيتوب د ملاتړ برنامې له لوري برابره شوې ، چې نن پر يادو کورنيو وويشل.
د کرنې او مالدارۍ رئيس زياتوي، چې په مرسته کې هرې کورنۍ ته اته قلمه وسايل ورکړل شول ،چې سطل ، ترازو ، ښاخۍ ، پلاستيکي تشت ، سپينه سره او نور پکې شامل و.
په ختيځ کې د يادې برنامې مسئول عبدالکريم ناصيح وويل، چې د څارويو لپاره د ژمنۍ خوراکې د وسايلو دغه مرسته د سره رود ، کامې ، ښيوې ، بهسودو ، دره نور، ګوشتې ، رودات، لعلپورې او مومندرې ولسواليو پر اووه سوه کورنيو وويشل شوه.
ناصيح وايي، چې دغه کورنيو ته د دې زده کړه هم ورکوي ، چې څنګه د ژمي په موسم کې خپلو څاريو ته په يادو وسايلو کې خوراکه برابره کړي.
