ننګرهار والي د پچیراګام ولسوالۍ یو شمیر مخورو ستونزې د حل په موخه واوریدې.سلاکار وزیر او د ننګرهار والي محمد ګلاب د پچیر اګام ولسوالۍ اړوند د پنګزیو د غریزې سيمي مخورو سره د لیدنې پرمهال د هغوی بېلا بېلې ستونزې د حل په موخه واوریدې.د غه لیدنه د سلواغې په ۸ مه ولایت مقام کې ترسره ، چې پر مهال يې د پچیراګام ولسوالۍ اړوند د پنګزیو غریزې سیمې مخورو وویل د يادې سميمي خلک د بې روزګارۍ له امله د ګڼو اقتصادي ستونزو سره لاس او ګریوان دي .دوی د ننګرهار والي څخه د خوراکي توکو او یو شمیر نورو ستونزو په حل کې د همکارۍ غوښتنه وکړه.سلاکار وزیر او د ننګرهار والي محمد ګلاب منګل وویل پدې وروستیو کې د پچیر اګام ولسوالۍ سلګونه کورنیو سره بېلا بېلې مرستې شويدي او ډاډ يې ورکړ هغه کورنیو سره به هم مرستې وشي ، چې د تیرو مرستو له ورکړې څخه پاتې دي.نوموړي د پنګزیو سيمي مخورو ته سپارښتنه وکړه ، چې پخپلو سیمو کې مخالفو وسلوالو ته ځای ورنه کړي او هم د طبعي ځنګلونو په ساتنه کې خپل مسئولیت دریغ نه کړي.هغه همدا راز وویل د پنګزیو سيمي د خلکو ستونزې به د اړونده مسئولینو پر مټ وڅیړي او د حل په برخه کې به لازم اقدامات ترسره کړي.ننګرهار والي ته د جلال اباد ـ تورخم سړک کارونو د ګړندیتوب په موخه د امنیتي ستونزو د حل ډاډ ورکړل شو.سلاکار وزیر او د ننګرهار والي محمد ګلاب منګل د نظامي شورا په غونډه کې مسؤلینو ته سپارښتنه وکړه،چې د جلال اباد ـ تورخم سړک کارونو د ګړندیتوب په موخه په امنیتي برخه کې بشپړ چمتوالی ونیسي،چې د امنیتي ارګانونو له لورې په دې برخه کې د ستونزو د حل ډاډ ورکړل شو.یاده غونډه چې د سلواغې په ۸مه د ولایت په مقام کې جوړه شوې وه،په کې د ننګرهار والي سربېره،امنیه قوماندان لوی پاسوال عبدالرحمن رحیمي،د ملي اردو قوماندان برید جنرال محمد نسیم سنګین،د سرحدي ځواکونو قوماندان برید جنرال محمد ایوب حسین خیل، د ملي امنیت ریاست مرستیال جنرال جمیل نورستاني،د همغږۍ مرکز قوماندان جنرال غونډي وال او یو شمیر نورو مسؤلینو ګډون کړی وو.سلاکار وزیر او د ننګرهار والي محمد ګلاب منګل د خبرو پر مهال په تېره اونۍ کې د ماشومانو د ساتنې پر دفتر د رامنځته شوې پېښې د څرنګوالې،د پېښې پر مهال د امنیتي ارګانونو د مېړانې له امله د دوی د ستاینې او د تروریستانو د وژلو پر مهال د ځینو امنیتي ستونزو په اړه لازمې سپارښتنې وکړې .همدا راز د نوموړي په سپارښتنه د جلال اباد ـ تورخم سړک د چارو د ګړندیتوب په موخه د امنیتي ستونزو د حل په موخه د ټولګټو چارو رئیس په ګډون امنیتي کمیسون وټاکل شو .د دې غونډې پر مهال ننګرهار والي محمد ګلاب منګل په جلال اباد ښار کې د تورو ښیښو،بې پلیټه او جعلي پلیټ لرونکو موټرو او خپلسرو وسله والو د مخنیوي په موخه د پیل شوي کمپاین له کړنو څخه ستاینه وکړه او پر دوام یې ټینګار وکړ.د نظامي شورا په دې اونیزه غونډه کې په ګڼ شمیر نورو مهمو امنیتي موضوعاتو خبرې اترې،بحثونه او پرېکړې وشوې .

سره رود لپاره د وسله والو طالبانو تش په نوم مرستیال ولسوال ووژل شوننګرهار ولايت سره رود ولسوالۍ باغوانۍ سيمه کې تېره شپه د ملي امنيت ځانګړو ځواکونو عمليات کړي، چې په ترڅ کې د یادې ولسوالۍ لپاره د وسله والو طالبانو تش په نوم مرستیال ولسوال قاري داود مشهور په ياسر وژل شوی او دوه وسله وال طالبان هلال او اول جان د يو ميل کلاشنکوف سره ژوندي نيول شوي.د معلوماتو له مخې د عملياتو پر مهال تر شک لاندې څلور تنه هم نيول شوي، چې تر پوښتنو لاندې دي .د مومندرې ولسوالۍ اړوند د اته ښوونځيو د زده کوونکو ترمنځ د اسلام له نظره د سولې او تاوتريخوالي تر عنوان لاندې ذهني سيالي ترسره شوه.د مومندرې ولسوال نسيم شينواري زده کوونکي خپلو درسونو ته ځير کړل او غوښتنه يې ترې وکړه چې په خپلو درسونو کې لا زيار وګالي.ده وويل : حکومت د سولې او ثبات په ټېنګښت کې رغنده ګامونه اخېستي ، چې په خبره يې د سولې را وستو لپاره به خپلې هڅې لا ګړندۍ کړي.شينواري وويل: له دغې سيالۍ څخه موخه د زده کوونکو هڅونه ، پوهنې پرمختګ او د حکومت او ولس ترمنځ واټن راکمول دي.د علماو په استازولۍ قاري جميل ، د قومي مشرانو په استازولۍ ملک اول داد او نورو وينا والو دغه سيالي د زده کوونکو د ذهنيت په پراختيا،زده کړو ته تشويق،د زده کوونکو ترمنځ همغږي او تجربې شريکول په ګوته کړل.ددې سيالۍ لومړی مقام انعام الله دويم مقام الفجر، او دريم مقام اکرام الله خپل کړ.د يادې سيالۍ په موخه جوړو شويو مراسمو کې د ولسوالۍ د بېلا بېلو برخو مسوولينو ، ديني عالمانو ، قومي مشرانو او ځوانانو ترڅنګ د ليسو ښوونکو او زده کوونکو ګډون کړی و.د ننګرهار حج اوقافو رياست په وړانديزاو دولايت مقام په منظورۍ ددې ولايت عدليې رئيس ، دقضای دولت امر او يوتن څارنوال په دريمه درجه تقديرنامو وستايل شول.دننګرهار حج اوقافو رئيس مولوي عبدالظاهرحقاني وويل د دې ولايت دعدليې رئيس مستوخان هلال ، دقضای دولت امر نصيراحمدخاموش او څارنوال محمدغياث يې ځکه دولايت مقام ته د تقدير نامو په موخه وړانديز کړي و ، چې په وينا يې ددې ولايت مرکز په ګډون په يوشمېر ولسواليو کې يې دحج اوقافو غصب شوې ځکمې د محکمې پروړاندې له غاصبينو وګټلې .نوموړي زياته کړه ياد کسان يې ولايت مقام ته وړانديز کړي و، چې دسلاکار وزير او ننګرهاروالي له منظورۍ وروسته ورته دشنبې په ورځ دريمه درجه تقديرنامې ورکړل شوې.د ننګرهار حج اوقافو رئيس وويل يادو کسانو په ښه مديريت اوښو دفاعيو په برابرولو سره وکړای شول ، چې دمحکمې پر و ړاندې دحج اوقافو له ځکمو ښه دفاع وکړي او د دوی په ګټه يې پرېکړې وشي.دعدليې رئيس مستوخان هلال ، دقضای دولت امر نصيراحمدخاموش او څارنوال محمدغياث ژمنه وکړه ، چې لابه خپلو دندو ته ځير او په ايماندارۍ به يې مخ ته يوسي .د ننګرهار ولايت د هسکې مېنې ولسوالۍ ولسونو ديوې پراخې غونډې په ترڅ کې له نظام څخه د ملاتړ ترڅنګ د جمهور رئيس محمد اشرف غني فعاليتونه او لاسته راوړنې وستايلې.د هسکې مېنې ولسوال سازولي د امنيت په ټينګښت کې امنيتي ځواکونو سره د يادې ولسوالۍ د ولسونو همکاري وستايله.نوموړي وويل: د هسکې مينې ولسوالۍ ولسونو د دولت ټول قوانين پر ځان منلي او نظام څخه يې ملاتړ کړی دی.د جوړې شوې غونډې پر مهال قومي مشرانو دفتر خان ، ګل خالق، او د ځوانانو په استازولۍ ذاهد الله د خبرو پر مهال له نظام څخه د ملاتړ تر څنګ په بېلا بېلو برخو کې د جمهور رئيس محمد اشرف غني لاسته راونې او فعاليتونه د قدر وړ ياد کړل.وينا والو وويل محمد اشرف غني د ولسونو په رايو ولسمشر شوی ، چې په خبره يې ولسونو ته پکار ده ، چې له شته نظام څخه په ټينګه ملاتړ وکړي.دوی وويل: هغه اشخاص ،چې د نظام پر وړاندې ستونزې جوړي د ولسونو سخت غبرګون سره به مخ شي.قومي مشرانو او ځوانانو دغه راز دولت څخه غوښتنه وکړه ، چې په هسکې مېنې ولسوالۍ کې په بېلا بېلو برخو کې رغنيزې پروژې تطبيق کړي.د ولسواليو په چارو کې د ولايت مقام کارپوه سبحان الله خطاب د جمهور رئيس محمد اشرف غني لاسته راوړنې وستايلې او هم يې د امنيت په ټينګښت کې امنيتي ځواکونو سره د هسکې مېنې ولسوالۍ د ولسونو همکاري وستايله .خطاب د يادې ولسوالۍ ولسونوته ډاډ ورکړ ،چې ستونزې او غوښتنې به يې ولايت مقام سره شريکې کړي.کليپ……په ورته وخت کې د ننګرهار امنيې قوماندانۍ د اوپراسيون مدير سمونوال مندي ګل او د هسکې مېنې ولسوالۍ امنيې قوماندان سمونمل حميدالله صادق قومي مشرانو ته ډاډ ورکړ ،چې د امنيت ټينګښت او جرمونو مخنيوي په موخه به خپلې هڅې لا چټکې کړي.د روداتو ولسوال حضرت خان خاکسار ، چې يادې غونډې ته ورغلی و د هسکې مېنې ولسوالۍ ولسونو څخه مننه وکړه ،چې د نظام او جمهو رئيس په ملاتړ يې دغه غونډه جوړه کړې ده.په جلا ل آباد ښارکې د کابل او ننګرهار د سل تنه ورزشکارانو په ګډون د سولې جام ترنامه لاندې دوشوو سيالۍ ترسره شې.د ننګرهار بدنې روزنې امريت د وشوو فډراسيون مسول عتيق ملکزي په وينا دغه سيالۍ دکابل او ننګرهار د سل تنه ورزشکارانو په ګډون دځوانانو، تنکيوځوانانو، اولويانو په برخو کې ديوې ورځې لپاره ددې ولايت دفوټبال په نړيوال لوبغالي کې ترسره شوې.ملکزي زياته کړه، د دې سياليو موخه د سولې پيغام خلکو ته رسول ، د يادو ولايتونو دورزشکارانوترمنځ د تخنيک او تکتيک تبادله اوځوانان ورزش ته هڅول دي.دنوموړی په وينا دغه سيالی دمبارزی په برخه کي په لاره اچول شوی ویپه همدې حال کې د کابل ولايت ورزشکاران هم دغه ډول سيالۍ د ورزش د پرمختګ لپاره ګټور يادوي او هم يې د دې ولايت د ورزشکارانو له ميلمه پالنې مننه وکړه.د يادونې وړده ، چې څه موده وړاندې هم د دې ولايت ورزشکارانو په کابل کې ددې لوبې څخه پينڅه مډالونه ترلاسه کړي و.

د سرحدي پوليسو د لومړۍ لوا قوماندان وايي:راتلونکي څلور کلن امنيتي پلان سره سم به د سرحدي قواوو ليکې لا تجهيز شي.بريد جنرال محمد ايوب حسين خيل دغه څرګندونې د قرارګاه او چټک غبرګون قطعې منسوبينو سره د کتنې پر مهال وکړې.د لومړۍ سرحدي لوا قوماندان بريد جنرال محمد ايوب حسين خيل په سرتيرو غږ وکړ چې له شته فرصتونو نه په ګټې اخستنې د خپلو تحکيماتو په رغونه کې کار وکړي او پدې کار سره په سنګر کې خپل او د ملګرو ژوند وژغوري .نوموړي وويل تمه لري چي سرحدي ځواکونه به نور هم غښتلي کيږي او دوی به د پام وړ تجهيزات په لاس کي ولري .دی وايي: د ملي دفاع وزارت د ستر درستيز په چوکاټ کې به سرحدي ځواکونه د پولو د ساتنو لپاره پرمختللو وسلو څخه برخمن او پدې کار سره به د دښمن ټول تحرکات په ډير کم وخت کې خنثی کړي .د حسين خېل په وينا د ملي دفاع وزير ژمنه کړې، چې ډير ژر به دسقيله وسلو د ورکړې په برخه کي لاس په کار او د سرحدي ځواکونو لپاره به د غرونو په حاکمو نقطو کي د اساسي تحکيماتو په جوړولو کار پيل کړي .د لومړۍ سرحدي لوا قوماندان د قطعاتو قوماندانانو ته لارښوونه وکړه چې له شته امکاناتو نه په ګټې اخيستنې د خپل مسوليت په ساحو کې د بيارغونې تر څنګ د راتلونکي پسرلي په موسم کې بوټي اونيالګي کښېنوي.په جلا ل اباد ښار کې د ماشوم ساتنې پر ادارې د ترهګريز بريد له امله د پ شهيدانو او ټپيانو کورنيو سره د جمهور رئيس په لارښوونه نغدي مرسته وشوه.دغه مرسته ، چې په ديني چارو کې د ولسمشر ارشد سلاکار عنايت الله بليغ په مشرۍ د راغلي پلاوي له لوري وويشل شوه د هر شهيد کورنۍ ته سل زره او ټپي ته پنځوس زره افغانۍ ورکړل شوې.په جلا ل اباد ښار کې د ماشوم ساتنې پر ادارې د ترهګريز بريد له امله د پنځو شهيدانو او شپږ تنو ټپيانو کورنيو سره د جمهور رئيس محمد اشرف غني په لارښوونه نغدي مرسته وشوه.دغه مرسته ، چې په ديني چارو کې د ولسمشر ارشد سلاکار عنايت الله بليغ په مشرۍ د راغلي پلاوي له لوري وويشل شوه د هر شهيد کورنۍ ته سل زره او ټپي ته پنځوس زره افغانۍ ورکړل شوې.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *