ننګرهار والي د ټولګټو چارو وزیر څخه د تېرو کلونو د نیمګړو او نويو منظورو شوو پروژو د پلې کېدو غوښتنه وکړه .
سلاکار وزیر او د ننګرهار والي محمد ګلاب منګل د دلوې په ۲۸مه د ټولګټو چارو وزیر یما یاري سره د هغه د کار په دفتر کې د لیدنې پر مهال غوښتنه وکړه،چې د ننګرهار لپاره د تېرو اوو کلونو په موده کې نیمګړې او روان مالي کال په ترڅ کې منظورې شوې پروژې په دې ولایت کې پلي کړي .
د یادې لیدنې پر مهال د ننګرهار والي سره په ولسي جرګه کې د ننګرهار د خلکو استازي سایمې خوږیاڼی او امیرخان یار،د ولایتي شورا مرستیال ډاکټر لعل محمد درانی، د شورا غړو اجمل عمر،اسرالله مراد او اصحاب ولي مسلم،د ټولګټو چارو،کلیو پراختیا او بیارغونې،ښار جوړونې، عامې روغتیا،کرنې او مالدارۍ، نشه يې پر ضد د مبارزې او یو شمیر نورو مسؤلینو ملتیا کوله .
سلاکار وزیر او د ننګرهار والي محمد ګلاب منګل وویل،د تېرو اوو کلونو په موده کې د ننګرهار لپاره لسګونه منظورې شوې پروژې په یاد ولایت کې ندي پلي شوي،همدا راز یې په دیارلس سوه اووه نویم مالي کال کې د تازه منظورو شوو او پخوانیو پاتې او نیمګړو پروژو د پلې کېدو غوښتنه وکړه .
هغه د بهسودو پل،پل دواړو لورو د نیم کیلو متره په اوږدوالي د سړک، خوږیاڼو ولسوالۍ وزیرو سیمه کې د استحکامې پل،ګوشتې ـ بټي کوټ ترمنځ د پل او د کامې او ثمرخیلو ترمنځ د پلونو جوړولو او په دې سره د ولسونو د ستونزو د حل غوښتنه وکړه .
نوموړي همدا راز د هسکې مینې ولسوالۍ اغز سیمه ته د ۱۲ کیلو متره، هجرت کلي څخه تر انګورباغ پورې د لس کیلو متره،په جلال اباد ښار کې د لس کیلو متره،دوربابا ته د غځیدلي ۲۵ کیلو متره، بهسودو پل څخه تر عبدالخیلو پورې د ۱۳ کیلو متره د ګوشتې او لعلپورې ولسوالۍ اړوند ګلډاک سیمې کې د ۲۸ کیلو متره،د ګوشتې اړوند انارګي سیمه کې ۳۶ کیلو متره،ګوشتې ولسوالۍ مزرې چینې اړوند ۴۰ کیلو متره،مومندرې ولسوالۍ اړوند شمشاد پوستې ته د غځیدلي نږدې ۸ اته کیلو متره، د سرخ اب پل څخه تر ثمرخیلو پورې د ۱۷ کیلو متره جنوبي حلقوي سړک،د شیخ مصري لس کیلو متره، سنګر سرای څخه تر نو اباد ه پورې د ۱۲ کیلو متره او د کاشکوټ دویم برخې ۱۲ کیلو متره سړکونو د اسفلت او جوړولو غوښتنې وکړې .
په ولسي جرګه کې د ننګرهار د خلکو استازې امیرخان یار او سایمې خوږیاڼی،د ولایتي شورا مرستیال ډاکتر لعل محمد دراني،د شورا غړو اجمل عمر او استاد اسرارالله مراد هم د خپلو خبرو پر مهال ټینګار وکړ،چې د تېرو کلونو پاتې شوې پروژې دې په ننګرهار کې تطبیق او د نویو منظورو شوو پروژو تدارکاتي چارې د عملي کولو په موخه ژر تر ژره بشپړې شي.
د ټولګټو چارو وزیر یما یاري د تېرو کلونو په موده کې د ننګرهار ګڼ شمیر منظورو شوو پروژو د نه پلي کېدو ستونزه ومنله،خو ژمنه یې وکړه،چې ټولې هغه پروژې چې د بودیجې په سند کې موجودي وي،په یاد ولایت کې به یې د عملي کولو په موخه چارې ګړندۍ کړي .
هغه همدا راز د یاد وزارت د بېلابېلو برخو مسؤلینو ته سپارښتنه وکړه،چې د روان مالي کال په ترڅ کې د ننګرهار اړوند ټولې منظورې شوې پروژې په ټاکلې وخت کې تعقیب، ترسره او وخت په وخت یې د ننګرهار ولایت او وزارت مقامونو سره د ډاډ په موخه معلومات شریک کړي .
ننګرهار والي د عامې روغتیا وزیر څخه په دې ولایت کې د نوي جوړیدونکې حوزوي روغتون په ګډون د یاد وزارت اړوند د ګڼ شمیر پروژو د چارو د ګړندیتوب غوښتنه وکړه.
سلاکار وزیر او د ننګرهار والي محمد ګلاب منګل،چې د عامې روغتیا وزیر فیروزالدین فیرزو سره د لیدنې پر مهال د دې ولایت لپاره د نوي حوزوي روغتون د ودانۍ د جوړیدو د قرارداد چارې د ګړندیتوب ترڅنګ په بېلابېلو روغتیایي برخو کې د مرستې او همکارۍ غوښتنه وکړه.
د یادې لیدنې پر مهال چې د دلوې په ۲۸مه د عامې روغتیا وزارت په مقام کې ترسره شوه،د ننګرهار والي سره په ولسي جرګه کې د ننګرهار د خلکو استازي سایمې خوږیاڼی او امیرخان یار،د ولایتي شورا مرستیال ډاکټر لعل محمد درانی، د شورا غړو اجمل عمر،اسرالله مراد او اصحاب ولي مسلم،د ټولګټو چارو،کلیو پراختیا او بیارغونې،ښار جوړونې، عامې روغتیا،کرنې او مالدارۍ،نشه يې توکو پر ضد د مبارزې او یو شمیر نورو مسؤلینو ملتیا کوله .
سلاکار وزیر او د ننګرهار والي محمد ګلاب منګل وویل،د حصارک ـ پيوې کنډو،شهیدانو مینې او د کوز کونړ د بډیالۍ سیمې د روغتیایي مرکزونو د ساختمان چارې د بشپړیدو په حال کې دي او د یادو مرکزونو لپاره یې د عملیاتي بودیجې د ځآنګړې کولو غوښتنه وکړه .
نوموړي همدا راز په ننګرهار کې د ښاري روغتیا یا Urban Health پروژې د پیل کولو،د حوزوي روغتون د روزونکو متخصیصینو لپاره د دولتي تشکیل د ورکړې او یو شمیر نورو برخو کې د ننګرهار روغتیا ادارې سره د مرستې او همکارۍ غوښتنه وکړه .
د عامې روغتیا رئیس ډاکټر نجیب الله کاموال د شیرزادو،هسکه مینې ، کوټ او بټي کوټ په ولسوالیو کې د نویو روغتیایي مرکزونو د تعمیر د جوړولو،درې سوو بسترونو ته د روږدو د درملنې روغتون ارتقاع کولو او د سعودي د خلکو له لورې د نسایي ولادي روغتون د چارو د ژر پیل کېدو په برخه کې خپل وړاندیزونه وکړل او همدا راز یې د اکمال تخصص د پروګرام لپاره د روزونکو متخصیصینو او زده کوونکو متخصیصینو لپاره د دولتي تشکیل د ورکړې غوښتنه هم وکړه .
د ولسي جرګې غړي امیرخان یار او سایمې خوږیانی،ولایتي شورا مرستیال ډاکټر لعل محمد دراني،محمد اجمل عمر او استاد اسرارالله مراد هم د خبرو پر مهال ننګرهار ولایت روغتیایي برخې ته د حکومتي تشکیل د زیاتوالې،د اړتیا له مخې د ادا او هیلنیټ تطبیق کوونکو مؤسسو له لورې درملو د ورکړې او یو شمیر نورو برخو کې د عامې روغتیا وزارت له لورې د اقداماتو په ترسره کولو ټینګار وکړ.
د عامې روغتیا وزیر فیرزوالدین فیروز وویل، له کډوالۍ د را ستنیدونکو کورنیو لپاره روغتیایي سهولتونو برابرولو، ،تشکیل زیاتوالې او یو شمیر نورو برخو کې د همکارۍ ډاډ ورکړ او همدا راز یې د حوزوي روغتون د روزونکو متخصیصینو لپاره د پنځوس بستونو د تعدیل حکم ورکړ.
نوموړي همدا راز د ننګرهار د خلکو له استازو څخه وغوښتل،چې د دې ولایت روغتیایي برخې د ښه والې او په ریفورم سیستم کې د حوزوي روغتون شاملیدو په موخه د مالیې وزارت څخه د بودیجې په تر لاسه کولو کې له عامې روغتیا وزارت سره مرسته وکړي .
د عامې روغتیا وزیر د نورو ولایتونو ترڅنګ د شته امکاناتو په ترڅ کې د ننګرهار روغتیایي برخې د پیاوړتیا ډاډ ورکړ.
ننګرهار والي د سيمه ييزو ارګانونو خپلواکې ادارې رئیس سره په يو شمېر موضوعاتو خبرې اترې وکړي.
ننګرهار والي محمد ګلاب منګل د سيمه ييزو ارګانونو خپلواکې ادارې رئیس عبدالمتين بيک سره د سيمه ييزې حکومتوالۍ د پياوړتيا، اصلاحاتو ، فساد د مخنيوي او يو شمېر نورو موضوعاتو حل په موخه ناسته وکړه.
دغه ناسته، چې د سلواغې په ۲۹ مه سيمه ييزو ارګانونو خپلواکې ادارې مقام کې تر سره شوه پر مهال يې ننګرهاري والي محمد ګلاب منګل په يو شمېر برخو کې وړانديزونه وکړل.
د دغه ناستې پر مهال ننګرهار ولايت مقام، جلال اباد ښاروالۍ، ولسواليو او د ولسواليو په ښارواليو کې د اصلاحاتو، ښې حکومتوالۍ د پياوړتيا ، فساد د مخنيوي او په يو شمېر نورو موضوعاتو خبرې اترې وشوې.
د سيمه ييزو ارګانونو خپلواکې ادارې رئیس عبدالمتين بيک ننګرهار والي ته د شويو وړانديزونو په عملي کولو کې د لازمو اقداماتو ډاډ ورکړ.
نوموړي ډاډ ورکړ،چې په ټولو قانوني چارو کې به د ننګرهار ولايت مقام ملاتړ او د اقداماتو د پلي کېدو په موخه به لازمه همکاري وکړي .
د حکومت د رسنیو مرکز له لورې د ننګرهار ولایت د رسنیو دفتر د مشر او ولایت مقام د ویاند عطاالله خوږیاڼي کړنې د تقدیرنامې په ورکړې سره و ستایل شوې .
د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت د حکومت د رسنیو مرکز مشرتابه له لورې د ننګرهار ولایت مقام ویاند او د رسنیو دفتر مشر عطاالله خوږیاڼي ترسره شوي فعالیتونه د تقدیرنامې په ورکړې سره وستایل .
په همدې موخه جوړو شوو مراسمو کې سلاکار وزیر او د ننګرهار والي محمد ګلاب منګل،د حکومت د رسنیو مرکز رئیس بریالي هلالي،د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې د عامه اړیکو رئیسې او ویاندې منیرې یوسف زاده، ولایتي شورا مرستیال ډاکتر لعل محمد دراني،د ولایتي شورا یو شمیر غړو،د بېلابېلو ادارو رئيسانو او د رسنیو استازو شتون درلود.
د حکومت د رسنیو مرکز مشر بریالي هلالي وویل، په وروستیو کې د هېواد د ولایتونو د نورو ویاندویانو ترڅنګ د ننګرهار ولایت ویاند عطاالله خوږیاڼي فعالیتونه څارلي او د ښو کړنو له امله یې د تقدیر نامې په ورکړې سره ستاینه کوي .
هغه زیاته کړه،معلومات یې تر لاسه کړي،چې خوږیاڼي هر مهال رسنیو ته په ټاکلې وخت معلومات ورکړي،د دوی ستونزو ته یې تر خپل توانه رسیدګي کړې او همدا راز د ولایتي ادارې ټولې کړنې یې په وخت انعکاس کړي او په ټولو برخو کې يې د پالیسۍ مطابق ځوابونه ورکړي .
د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې د عامه اړیکو رئیسې او ویاندې منیرې یوسف زاده هم د ننګرهار ولایت د ویاند کړنې وستایلې او د حکومت رسنیو مرکز څخه یې مننه وکړه،چې د نوموړي ستاینه یې وکړه.
د ننګرهار ولایت ویاند عطاالله خوږیاڼي د لوړ پوړو مشرانو په ځآنګړي ډول د حکومت د رسنیو مرکز له مشرتابه څخه له باور او ستاینې څخه مننه وکړه او ډاډ یې ورکړ،چې خپل هېواد ته به د خپل مسلک له لارې په ورسپارل شوې دنده کې لا هم جدي هلي ځلي وکړي.
په ننګرهار کې د برېښنايي تذکرو د ژر وېش په موخه سوله ييز لاريون وشو
د ننګرهار ولايتي شورا يو شمېر غړو ، ځوانانو او مدني بنسټونو استازو ديو سوله ييز لاريون او مطبوعاتي کنفرانس پرمهال دبرېښنايي تذکرو دژر وېش غوښتنه وکړه او ټېنګار يې وکړ که هرڅوک ددې ملي پروسې مخنيوی وکړي ولسونه او ياد بنسټونه به يې پروړاندې پراخ لاريونونه پيل کړي.
دولايتي شورا غړي محمد اجمل عمر وايي هرڅوک ، چې په افغانستان کې اوسيږي افغان دی او د افغان نوم دافغانانو وياړ دی.
دولايتي شورا دغه غړی زياتوي که هرڅوک د يادې ملې پروسې مخنيوی کوي افغان نه دی .
په دغه اعتراضي او سوله ييز لاريون کې دولايت پخواني مرستيال محمدحنيف ګرديوال وويل، چې دبرېښنايي تذکرو دوېش په برخه کې خنډ او ځنډ ورته دمنلو وړ نه دی .
د اطلاعاتو او کلتور رياست اړوند دځوانانو چارو امر مطيع الله احمدزي وويل، چې بريښنايي پيژندپاڼې يوه مهمه او ملي پروسه ده ، چې په توزيع سره يې په هېواد کې ټولې شته ستونزي حل کيدای شي او ټېنګار يې وکړ ، چې د ځنډ او خنډ په صورت کې به مدني فعالان او ځوانان پټه خوله پاتې نه شي.
دغه رار مدني فعال نوراحمد نوراني ، چې له تېرې پنجشنبې ورځې راهيسې يې دبرېښنايي تذکرو د وېش په برخه کې د ځنډ له امله دنه خوړلو اعتصاب پيل کړی و ، له ولسمشر مننه وکړه ، چې برېښنايي پېژندپاڼو ته يې فارم ډک کړی او له ولسونو يې غوښتنه وکړه ، چې برېښنايي پېژند پاڼې واخلي .
په ننګرهار کې د وېښ ځوانانو ټولنې مشر عزيزخوږياڼي او څو تنو نورو ګډون والو وويل، چې د نفوسو د احوال قانون د ولسمشر له لوري توشيح شوی او په بريښنايي پيژندپاڼو کې د اسلام او افغان کلمه د ملي شورا د ګډ پلاوي له لوري تصويب شويده.
د کنفرانس او لاريون ګډونوالو همدا راز له ټولو ځوانانو او ولسونو غوښتنه وکړه د هغه اشخاصو پروړاندې ، چې ملي پروسې ننګوي او له ځنډ سره يې مخامخ کوي خپل غږ پورته کړي.
دسوله ييز لاريون او کنفرانس ګډون والو يو پرېکړه ليک هم خپور کړ ، چې پکې د برېښنايي پېژندپاڼو په وېش ټېنګار شوی و.
دوی ګواښ وکړ که له دې وروسته هر څوک د بريښنايي پيژندپاڼو دتوزيع په برخه کې خنډ پېښ کړي نو په خبره يې پراخ لاريونونه به پيل او د ارګ په مخ کې به خيمي و دروي څو دا ملي پروسه پيل شي.
ديادولو وړ ده د بريښنايي پيژند پاڼو اړوند ټول تخنيکي مسايل پای ته رسيدلي ، چې تېره ورځ دولسمشر او هېواد لومړۍ مېرمنې په ګډون يو شمېر لوړ پوړو چارواکو دبرېښنايي پېژندپاڼو د ترلاسه کولو په موخه عرض پاڼې سپارلي خو لايي پېژندپاڼې نه دي ترلاسه کړي .
دوه وسله وال طالبان، چې يو ملا امام يې په شهادت رسولی و ونيول شول.
ننګرهار ولايت روداتو او خوږياڼو ولسواليو کې هغه وسله وال طالبان ونيول شول، چې د ګڼو نورو جرمونو ترڅنګ يې د قاري نظیف په نوم ملا امام د يو تن د جنازې لمونځ اداء کولو له امله په ډزو سره شهيد کړی و.
ملي امنيت ادارې بالک مشهور په نجيب الله خوږیاڼو او امير الله په روداتو ولسوالۍ کې ونيول.
نيولو شويو کسانو په خپلو جرمونو اعتراف کړی، چې د قاري نظيف په نوم ملا امام يې د جنازې لمونځ اداء کولو له امله شهيد کړی او په سيمه کې يې ګڼ شمېر نور تخريبې کړنې تر سره کړي دي.
نيول شوي وسله وال طالبان ملي امنيت اداره کې د نورو څېړنو او پوښتنو لاندې دي
په ننګرهار کې د ختيځ زون د دريو ولايتونو دوه ويشت تنو ورزشکارانو لپاره د واليبال لوبې په تړاو پيل شوی روزنيز ورکشاپ پای ته ورسيد.
د غه ورکشاپ چې درې ورځې وړاندې دواليبال عمومي فدراسيون له لوري د خراسان خصوصي پوهنتون په مالي مرسته د ياد پوهنتون دسيمنارونو په تالار کې جوړ شوی و ګډونوالو ته يې د سندونو په ورکړې سره پای ته ورسيد.
د ياد ورکشاپ روزونکي استاديوسف صادقي وويل ، د غه پروګرام تر دې وړاندې په هرات ولايت کې ترسره شوی و چې دواليبال لوبې د پرمخنتګ لپاره ګټور تمام شوی.
صادقي زياته کړه د واليبال فدراسيون په پام کې لري ، چې دغه پروګرام د هېواد په نورو زونونو کې هم ترسره کړي څو د واليبال لوبغاړي د لوبې له نويو قوانينو څخه خبر او نورو لوبغاړوسره يې شريک کړي.
د ورکشاپ ګډونوالو دا ډول ورکشاپونه ګټور ياد کړل او په پراختيا يې ټينګار وکړ.
د ورکشاپ په پايزو مراسمو کې د بدني روزنې عمومي رياست له لوري دخراسان پوهنتون رئيس احمد طارق کمال دختيځ زون دواليبال فدراسيون د رئیس په توګه وټاکل شو.