ننګرهار والي د مومندرې ولسوالۍ اړوند په ډکې سیمه کې د خلکو له لوري د تازه پېل شوو چارو د مخنیوي سپارښتنه وکړه.
سلاکار وزیر او د ننګرهار والي محمد ګلاب منګل د مومندرې ولسوالۍ مخورو سره د لیدنې پرمهال د ځمکې په تړاود هغوئ بېلا بېلې ستونزې د حل په موخه واوریدې او هم يې د مومندرې ولسوال ته په ډکې سيمه کې د تازه پیل شو چارو د مخنیوي سپارښتنه وکړه.
د کب په ۲۰ مه ولایت مقام کې د یادې لیدنې پرمهال د مومندرې ولسوالۍ د قومي مخورو په استازۍ ملک اول داد وویل د یادې ولسوالۍ اړوند د ډکې او غوړکي سیمه کې د نورو سیمو خلکو دولتي ځمکه کې په غیري قانوني توګه د استوګنې کورونه جوړ کړي او دغه لړۍ اوسمهال هم روانه ده.
نوموړي زیاته کړه په ډکې سیمه کې شاوخوا زر جریبه ځمکې د ښارګوټي لپاره ځانګړې شوې او پدې وروستیو کې یاده ځمکه د غصب له ګواښ سره مخ ده.
قومي مخورو له ننګرهار والي څخه د یادې ستونزې په حل کې د همکارۍ غوښتنه وکړه او هم يې په مومندرې ولسوالۍ کې د امنیتي ځواکونو سره د امنیت په ټينګښت کې د همکارۍ ډاډ ورکړ.
سلاکار وزیر او د ننګرهار والي محمد ګلاب منګل وویل هيڅوک نه شي کولای، چې په دولتي او یا د ولسونو ترمنځ په لانجمنه ځمکه د استوګنې لپاره کورونه جوړ کړي.
نوموړي زیاته کړه هڅه به وکړي، چې د قومي خبرو اترو له لارې یادې ستونزې ته د حل لاره چاره ولټوي څو ولسونه د خپلمنځي جنجالونو او بې اتفاقۍ څخه وژغورل شي.
ننګرهار والي د مومندرې ولسوالۍ له قومي مخورو غوښتنه وکړه، چې په خپله سیمه کې د ټولګټو ځایونو په ساتنه او امنیت په ټینګښت کې دولت سره خپله همکاري لا زیاته کړي او هم يې دوی ته د یادو ستونزو د حل ډاډ ورکړ.
ننګرهار والي د ولسي ځواک د تقویې په موخه امنیتي مسؤلینو ته د لازمې همکارۍ سپارښتنه وکړه .
سلاکار وزیر او د ننګرهار والي محمد ګلاب منګل د امنیتي ارګانونو مسئولینو ته د دې ولايت په مرکز او ولسواليو کې د لا ډاډمن امنیت د ټینګښت ترڅنګ د ولسي ځواک د تقویې په موخه امنیتي مسؤلینو ته د لازمې همکارۍ سپارښتنې وکړې.
د نوموړي په مشرۍ د کب په ۲۰مه ولایت مقام کې جوړې شوې نظامي غونډه کې د عامه نظم د ۷ لوا قومندان جنرال نصیر احمد ساپي،د همغږۍ مرکز قوماندان، د امنیه قومندانۍ، سرحدي لوا، څلورمې پلې لوا او یو شمیر نورو امنیتی ادارو مسؤلینو او استازو ګډون کړی وو.
سلاکار وزیر او د ننګرهار والي محمد ګلاب منګل مسؤلینو ته په جلال اباد ښار کې د امنیتي کمربندونو په لاغښتلتیا او د دې ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د ډاډمن امنیت د ټینګښت په موخه جدي سپارښتنې وکړې.
نوموړي د امنیتي ځواکونو د میړانې ، ښې همغږۍ او سالمې رهبرۍ څخه مننه وکړه، چې تل يې د دښمن پلانونه شنډ کړي او هم يې په بېلا بېلو ولسوالیو کې غاښ ماتونکی ځوابونه ورکړي.
ننګرهار والي په خوږیاڼو،ګوشتې او لعلپورې ولسوالیو کې د ولسي ځواک د پیاوړتیا په موخه د لا زیات تجهیز او اکمال په برخه کې امنیتي مسؤلینو ته د زیاتې همکارۍ ترسره کولو سپارښتنه وکړه .
د نظامې شورا په دې ځآنګړې غونډه کې پر یو شمیر نورو مهمو موضوعاتو هم خبرې اترې او پرېکړې وشوې .
د یوې میرمنې په ګډون ۳ انسان تښتوونکي ونیول شول .
چارواکي وایي،د ننګرهار ولایت مرکز جلال اباد ښار په مربوطاتو کې د مروري په نوم یوې ډاکټرې له کتځای څخه یې تښتول شوی د اته میاشتو ماشوم د تښتوونکو له منګولو ازاد او په تور یې د یوې میرمنې په ګډون ۳ انسان تښتوونکي نیولي.
د دې ولایت د والي ویاند عطاالله خوږیاڼی وایي، د ملي امنیت مؤظفینو له لورې د عملیاتو په ترڅ کې د یوې میرمنې په ګډون ۳ انسان تښتوونکي ونیول شول او یوه اونۍ وړاندې په جلال اباد ښار کې د ډاکټرې مروري معاینه خانې څخه تښتول شوی شاوخوا اته مياشتو ماشوم یې د دوی له منګولو ازاد او خپلې کورنۍ ته وسپاره .
نوموړی زیاتوي یوه اونۍ وړاندې د جلال اباد ښار څلورمې ناحیې اړوند بسم الله صحت پلازې کې د ډاکټرې مروري ساپۍ له کتنځای ( معاینه خانه) څخه د حمزه په نوم د شاخوا اته میاشتو ماشوم تښتول شوی وو.
د خوږیاڼي په وینا د ملي امنیت مؤظفینو د هلو ځلو په ترڅ کې د جلال اباد ښار څلورمې ناحیې په بیز اکمالاتي سیمه کې د یوې میرمنې په ګډون درې انسان تښتوونکي ونیول شول او د تښتوونکو له منګولو یې یاد ماشوم ژوندی تر لاسه او خپلې کورنۍ ته وسپاره .
د یاد ماشوم پلار زرغون د ملي امنیت زړورو منسوبینو څخه مننه وکړه،چې معصوم ماشوم یې ورته د تښتوونکو له منګولو روغ رمټ وژغورو او دوی ته یې د سپارلو ترڅنګ انسان تښتوونکي هم ونیول .
د ننګرهار ولايتي شورا غړي جاويد زمان غمشريک ، قومي مشرانو او مدني فعالانو له لوري دبشرحقونو خپلواک کمېسون مشره صبرينا حميدي په ستاينليک وستايل شوه.
دولايتي شورا غړي جاويد زمان غمشريک ، قومي مشرانو او مدني فعلانو دبشرحقونو خپلواک کمېسون مشرې صبرينا حميدي ترسره کړي فعاليتونه ديو ستاينليک په ورکړې سره وستايل .
دننګرهارولايتي شورا غړي جاويد زمان غمشريک دوينا پرمهال وويل دبشرحقونو خپلواک کمېسون په ننګرهار کې دولايتي شورا ، مدني ټولنو او نورو ټولنيزو سازمانونو سره ښه همغږي لري او زياته يې کړه ، چې په نورو ټولنيزو چارو کې يې دښه والي لپاره دپام وړ فعاليتونه ترسره کړي ، چې ولسونه ورڅخه راضي دي او موږ يې فعاليتونه دستاينليک په ورکړې سره ستايو .
د ولايتي شورا دغه غړي ديادې غونډې پرمهال دمدنې فعالې مقدسې احمدزۍ کړنې هم وستايلې ، چې په وينا يې په هرډول شرايطو کې يې په ښه شان دښځو استازيتوب کړی او دښځو دحقوقو دترلاسه کولو په موخه يې خپل غږ پورته کړی ، چې موږ يې ستاينه کوو.
دغه راز دبشرحقونو خپلواک کمېسون مشرې صبرينا حميدي دخبرو پرمهال له ولايتي شورا په چارو کې دښې همکارۍ او ستاينليک دورکړې له امله دمننې ترڅنګ په خپلو ترسره کړو او لاس لاندې کارونو هر اړخيزې خبرې وکړې او په راتلوونکي يې دلاډېرو هڅو ژمنه وکړه.
په ورته وخت کې مدني فعالې مقدسې احمدزۍ هم دولايتي شورا له غړي جاويد زمان غمشريک مننه وکړه ،چې د دوی هڅې يې وستايلې.
پوليسو د جلال اباد ښار ، پچيراګام او چپرهار ولسواليو په مربوطاتو کې درې تنه دبيلابيلو جرمونوپه تورنيولي او دوه کړۍ دوسايطو ضد ماينونه يي وړاندې له چاودنې کشف او له منځه وړي .
د خوږيانو ولسوالۍ پوليسو دچمتلې په سيمه کې دپلټنې پر مهال دشک لاندې يو تن نيولي اودپنځمې امنيتي حوزې پوليسو خپله مربوطه ساحه کې دنشه يي توکو يو تن پرچون پلورنکی يواندازه نشه يي توکو سره يو ځای نيولی.
په ورته وخت کې دلومړۍ امنيتي حوزې پوليسو يو تن ، چي ديو نفر دټپي کيدو په قضيه کې تورن و او دپوليسو تر تعقيب لاندې و نيولی ،چې نيول شوی تورن کسان په امنيې قوماندانۍ کې تر پوښتونو لاندې دي.
بل لورته دپچيراګام ولسوالۍ پوليسو دبامه خيلو په ساحه کې دګزمې پر مهال يو کړۍ دوسايطو ضد خود سازه ماين اود چپر هار ولسوالۍ پوليسو د دولت زيو په سيمه کې يو کړۍ دوسايطو ضد ماين موخې ته له رسيدو وړاندې کشف او خنثی کړی دی .
د ننګرهار امنيې قوماندانۍ د بېلا بېلو برخو مسوولينو د دې ولايت په عمومي محبس کې دښځينه محبوسينو لپاره دنوې ودانۍ له روانو چاروڅخه ليدنه وشوه .
د ننګرهار امنيې قوماندانۍ ملکې مرستيال نجيد احمد رحيمزي ، دپېژند مديرفولاد مومند اوپه ختيځ زون کې دلتفا ادارې دهمغږۍ مسول دننګرهار په عمومي محبس کې دښځينه محبوسينو لپاره دنوې ودانۍ د جوړيدو چارې له نږدې وليدې .
ديادې ليدنې پرمهال ننګرهار امنيې قوماندانۍ ملکې مرستيال ، ورسره پلاوي او دمحبس عمومي مدير سمونوال عبدالولي حصارک ددغه پروژې مسول انجنر اوکارکونکو ته لازمې سپارښتنې وکړې څو يادې چارې دقرار داد مطابق ترسره کړي.
رحيمزي وويل دښځينه محبوسينو لپاره دنوې ودانۍ د جوړيدو چارې د لتفاء ادارې په مالي لګښت پيل شوي ، چې په جوړيدو سره به يې ښځينه محبوسينو ته په هره برخه کې اسانتياوې برابرې شي .
د امنيې قوماندانۍ ياد پلاوي دمحبس د مدير دکړنو ستاينه وکړه او دهمکار ۍ ډاډ يې ورکړ .
په ننګرهار کې د کنفو فدراسون له لوري د ننګرهار او لغمان ولايتونو ترمنځ د وزن پورته کولو دوستانه سيالۍ ترسره شوه.
د وزن پورته کولو ياده دوستانه سيالي ، چې د ننګرهار په ورزشي لوبغالي کې ترسره شوه پرمهال يې د ننګرهار ورزش امر خوشحال حضرتي وويل په دغه سياليو کې دېرش تنو ورزشکارنو ګډون کړی و ، چې موخه يې راتلوونکو سياليو ته دورزش کارانو لاره پيدا کول دي.
حضرتي زياته کړه يادې سيالۍ دورزش کارانو ترمنځ همغږي زياتوي او ژمنه يې وکړه ، چې په نږدې راتلوونکي کې به ورته سيالۍ په لغمان ولايت کې هم ترسره شي.
په ورته وخت کې کنفو فدراسون مشر وحيدالله ذوالقار دننګرهار بدنې روزنې امر څخه دمننې ترڅنګ غوښتنه وکړه ، چې دولايتي سياليو لپاره ورته زمينه برابره کړي.
درې وسله وال طالبان ووژل شول او ۵ شکمن کسان ونیول شول .
ننګرهار ولایت د چپرهار ولسوالۍ په غلام ډاک سیمه کې تېره شپه د ملي امنیت ځانګړو ځواکونو د عملیاتو په ترڅ کې ۳ وسله وال طالبان وژل شوي او ۵ شکمن کسان ژوندي نیول شوي .
د دې عملیاتو پر مهال د وسله والو طالبانو دوه عرادې موټر سایکلونه او یو شمیر مهمات هم لمنځه وړل شوي دي او یو میل کلاشینکوف هم د امنیتي ځواکونو لاسته ورغلي دي .
په ترسره شوو عملیاتو کې امنیتي ځواکونو ته کوم زیان ندی اوښتی .
د لوی درستیز د مرستیال په مشرۍ پلاوي ګوشتې ولسوالۍ ته سفر وکړ.
د لوی درستیز مرسیتال په مشرۍ د کورنیو چارو وزارت،ملي امنیت عمومي ریاست او سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې ګډ پلاوي د کب په شلمه ګوشتې ولسوالۍ ته سفر وکړ او په یاده ولسوالۍ کې د مسؤلینو سره په بېلابېلو موضوعاتو لیده کاته او خبرې اترې وکړې.
یاد پلاوي لومړۍ د ګوشتې ولسوالۍ په مقام کې د ګوشتې ولسوال شیرشاه حسیني په مشرۍ د مسؤلینو سره او وروسته د ولسي جرګې غړي فریدون خان مومند سره ځآنګړې ناستې وکړې،چې په ترڅ کې ورته د ګوشتې ولسوالۍ د فعلي وضعیت په اړه خیزه معلومات ورکړل شول .
ګوشتې ولسوالۍ ته د سفر پر مهال یاد لوړ رتبه پلاوي د ملي اردو نظامي قرارګاوو او یو شمیر امنیتي پوستو څخه هم لیدنې وکړې .
ننګرهار ولايت رسنيودفتر