ننګرهار والي وايي د ملي پروژو د پلي کیدو پر مهال په دولتي ځمکه د خپل سرو کورونو او ودانیو د ویجاړیدو بدل نه ورکول کیږي.
سلاکار وزیر او د ننګرهار والي محمد ګلاب منګل د روداتو ولسوالۍ اړوند د باریکاب سیمې مخورو سره د لیدنې پرمهال وویل په هره سیمه کې، چې دولت د ملي پروژې د پلي کیدو پلان لري او د تطبیق پر مهال يې خپل سري جوړ شوي کورونه د نقشې له مخې ونړول شي بدل يې نه ورکول کیږي.
د یادې لیدنې پرمهال په ولسي جرګه کې د کوچیانو استازي محمد یوسف صابر د باریکاب سیمې مخورو په استازۍ وویل د ۲۵ کالو راهیسې د کوچیانو قوم ۲ نیم زره کورنۍ د روداتو ولسوالۍ اړوند په باریکاب سیمه کې ژوند کوي.
نوموړي زیاته کړه پدې وروستیو کې په یاده سیمه د یوې ملي پروژې د پلي کیدو په موخه میشتو کورنیو ته د سیمي د پریښودو خبرداری ورکړل شوی.
هغه غوښتنه وکړه، چې د یادو کورنیو ستونزو ته په کتو دې بل مناسب ځای ورکړل شي.
ننګرهار والي محمد ګلاب منګل وویل، چې په باریکاب سیمه کې د نورو ملي پروژو ترڅنګ په زر جریبه ځمکه کې ګمرک جوړيږي، چې د دې ولایت ګڼ شمیر بې روزګاره خلکو ته به پکې د کار کولو زمینه برابره شي.
نوموړي د یادې سیمې مخورو ته ډاډ ورکړ، چې د ملي پروژې په نقشه کې کوم کورونه ویجاړیږي او د راستنیدو اسناد ولري ځانګړې همکاري به ورسره وشي.
هغه د باریکاب سیمې له مخورو غوښتنه وکړه، چې په سیمه کې د نویو ودانیو د جوړیدو او کارکولو څخه ډډه وکړي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د کرنې او خوراک ( FAO ) اداره به په ننګرهار کې د کرنې او مالدارۍ په برخه کې د خپلو مرستو لمن لا پراخه کړي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د کرنې او خوراک ( FAO ) ادارې عمومي مشر تومیو سیچري ننګرهار والي سره د لیدنې پرمهال وویل، چې د هېواد د نورو ولایتونو په څیر يې په دې ولایت کې د کرنې او مالدارۍ په برخه کې ګڼې مرستې کړي او په راتلونکې کې په دغه لړۍ لا پراخه کړي.
نوموړي زیاته کړه پدې وروستیو کې يې ۶ سوه زره کوچنیو حیواناتوته د ناروغیو ضد واکسینونه کړي او هم يې ۱۹۵۰ بزګرانو ته د غنمو اصلاح شوی تخم او کیمیاوي سره ورکړې.
سلاکار وزیر او د ننګرهار والي محمد ګلاب منګل په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د کرنې او خوراک ( FAO ) ادارې عمومي مشر څخه مننه وکړه، چې د PMS ادارې په تخنیکي همکارۍ يې په ګمبیري او د کامې ولسوالۍ په مربوطه سیمو کې د کرنې د پراختیا په موخه يې ګڼې پروژې پلې کړي او یو شمیر لا د کار لاندې دي.
نوموړي پدې ولایت کې د جاپان د سولې روغتیايي خدماتو موسسې فعالیتونه وستایل، چې په خبره يې د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ په برخه کې د پام وړخدمات ترسره کړي او په لا دوام يې ټینګار وکړ.
د یادې لیدنې پرمهال د کرنې، کانال، کلیو او پراختیا ادارو رئیسانو او یو شمیر نورو هم شتون درلود.
ننګرهار والي وايي په نویو منظور شوو ښار ګوټو کې به خصوصي پوهنتونونو ته د فعالیت زمینه برابره کړي.
سلاکار وزیر او د ننګرهار والي محمد ګلاب منګل پدې ولایت کې د خصوصي پوهنتونونو مسئولینو سره د لیدنې پرمهال د هغوی فعالیتونه وستایل او ډاډ يې ورکړ، چې په نویو منظور شوو ښار ګوټو کې به ورته د فعالیت زمینه برابره کړي.
د خصوصي پوهنتونو مسئولینو د یو شمیر ستونزو او وړاندیزونو د شریکولو ترڅنګ وویل پدې ولایت کې ۶ خصوصي پوهنتونونه فعالیت کوي، چې زده کړیالانو ته د نورو زده کړو ترڅنګ فکري روزنه هم ورکوي.
دوی د ځینو وړاندیزونو سربیره ، د پوهنتونونو لپاره د دایمي ځمکې، ولسمشر سره د لیدنې زمینې برابرولو او یو شمیر نورو برخو کې يې له ننګرهار والي څخه د همکارۍ غوښتنه وکړه.
ننګرهار والي محمد ګلاب منګل د خصوصي پوهنتونونو له مسئولینو مننه وکړه، چې په بېلا بېلو برخو کې ځوانان په معیاري زده کړو سمبالوي او ټولنې ته يې د خدمت کولو په موخه وړاندې کوي.
نوموړي زیاته کړه د ولسمشر سپارښتنه ده، چې خصوصي پوهنتونونه باید معیاري شي څو په علمي ډګر کې ځوان کهول په فکري او معنوي ګاڼه سمبال ټولنې ته وړاندې کړي.
هغه د خصوصي پوهنتونونو مسئولینو ته په هره برخه کې د پوره همکارۍ ډاډ ورکړ.
ملي امنیت په جلال اباد ښار کې ۴ تنه د روغتیا پالو تهدیدونکي او د وسله والو طالبانو دوه مهم غړي نیولي .
ننګرهار ولايت مرکز جلال اباد ښار لومړۍ او څلورمې ناحیو کې د ملي امنيت مؤظفينو څلور تنه د روغتیا پالو تهدیدونکي او دوه نور د وسله والو طالبانو مهم غړي نیولي،چې د ولایت مقام رسنیو دفتر کې رسنیو ته وښودل شول .
د ننګرهار والي وياند عطاء الله خوږياڼي د غويي په دويمه د خبري کنفرانس پر مهال وويل، د ملي امنیت زړورو مؤظفینو د تېرو څو ورځو په موده کې د جلال اباد ښار په لومړۍ او څلورمې ناحیو مربوطاتو کې د بېلابېلو عملیاتو پر مهال شپږ تنه نیولي،چې دوه یې د وسله والو طالبانو مهم غړي او څلور نور یې چې ځینې یې داعش پورې تړوا لري،روغتیا پالو څخه یې د پیسو اخیستو په موخه د وژنو،تښتوونو او نورو تهدیدونو اخطارونه ورکول،چې د ملي امنیت مؤظفینو له لوري نیول شوي دي .
نوموړي وويل، د سعدالله په نوم د کونړ ولایت د غازي اباد ولسوالۍ اصلي اوسیدونکی،چې په جلال اباد ښار کې د وسله والو طالبانو د استخباراتو د مسؤل په توګه یې فعالیت کاوه،د ملي امنیت منسوبینو له لورې نیول شوی دی .
ده زياته کړه، بل نيول شوی وسله وال طالب میوند نوميږي چې د ننګرهار د خوږیاڼو ولسوالۍ اوسیدونکی دی او د قاري شکور ډلې تر مشرې لاندې يې په خوږیاڼو ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو په لیکو کې فعالیت کاوه .
هغه وايي، د ملي امنیت مؤظفینو له لورې نیول شوی عاقل د ننګرهار روداتو ولسوالۍ اوسیدونکی دی، چې په جلال اباد ښار کې د موټرو د مستري په توګه یې کار کاوه،چې یو شمیر روغتیا پالو ته یې د داعش د قوماندان په نوم زنګونه کول او روغتيا پالو ته يې د تښتونو او نورو تهديدونو اخطارونه ورکول.
خوږياڼي دغه راز وويل، چې ساجد نور او ریحان الله د جلال اباد ښار لومړۍ ناحیه کې نیول شوي،چې دوی روغتیا پالو ته د داعش له ادرسه د تلیفون له لارې د وژنې،تښتوونې او نور تهدیدونه کول او ترې د ژرغورنې په ترڅ کې د پیسو او وسلو غوښتنه کوله.
د والي ویاند وایي، دوی همدا راز تورن دي،چې د پيسو تر لاسه کولو په موخه یې د تهدید په ترڅ کې د ځینو روغتیا پالو کتنځآیونو او کورونو مخې ته چاودیدونکې توکې هم ځآی پر ځای کړي دي .
نوموړی زياتوي، زاهد الرحمن په نوم یو بل تن چې د پکتیکا اصلي اوسیدونکی دی او فامیلیو سیمه کې اوس میشت وو، ډاکټرانو ته یې په ځآنګړي ډول د ډاکټر شاکر په نوم یو روغتیا پال یې د تلیفون له لارې د تښتوونې او مرګ په ګواښونو سره تهدیدولو او د ژغورنې په ترڅ کې له نوموړي څخه هم د پیسو غوښتنه کوله،چې د ملي امنیت مؤظفینو له لورې ونیول شو.
ده دغه راز وويل، چې د شهید ډاکټر نجیب په نوم یو روغتیا پال چې څه موده وړاندې پخپل کتنځای کې د اېښودل شوو چاودیدونکو توکو په چاودنه کې شهید شوی وو،د ملي امنیت مؤظفینو له لورې یې د یادو چاودیدونکو توکو اېښودونکي نیول شوي،چې تر څېړنو او نورو ملګرو نیولو وروسته به هغه هم رسنیو ته وښودل شي .
نیول شوي کسانو پخپلو جرمونو د اعتراف ترڅنګ پخپلو کړنو پښیماني ښودلې .
دوی اعتراف کوي او وايي: ((موږ به خلکو ته تيلفونه کول او ورته به مو ويل د داعش قومندان يم، تښتوم دې، زوړندوم دې او وژنم دې يا پیسې راکړه او يا راته وسلې واخله…))
دوی همدا راز وايي مونږ به کله خلکو سره د افريدو په لهجه خبرې کولې او ورته به مو ځانونه مجاهدين معرفي کول تر دې چې ملي امنيت رياست له لوري ونيول شو.
تر دې وړاندې هم د ملي امنیت مؤظفینو له لورې ګڼ شمیر تروریستان او تخریبکاره نیول شوي دي.
هوايي بريد کې درې داعش وسله وال ووژل شول
ننګرهار ولايت اچين ولسوالۍ مچ سر سيمه کې نن شاوخوا يولس بجې د بې پيلوټه الوتکې په بريد کې درې داعش وسله وال ووژل شول.
د معلوماتو له مخې په دغه بريد کې د داعش وسله والو يو شمېر سپکې او درنې وسلې هم لمنځه وړل شوي.
جلال اباد ښاروال وایي،د ښار ښکلا د زیانمنیدو او ښاریانو ته د تکلیف رسیدو د مخنیوي په موخه ځینې عایداتي سرچینې لمنځه وړي .
جلال اباد ښاروال ریاض الله درمل وایي،د پلان له مخې به د ښار هر واټ او څلور لاري د ترافیکي موانعو، غرفو او ښاریانو پرمخ پلو لارو تګ راتګ په موخه پرانیزي او هچاته حق نه ورکوي،چې په پلو لارو ، عمومي واټونو ، جادو او څلورلاروکې پېراو پلور وکړي .
نوموړي وویل : (( موږ د هغو عوایدو نه تیر یو چې د ښار د بدرنګۍ او ښاریانو د تکلیف سبب ګرځي او په ښار کې د کمپاین پرمهال چې کومه ساحه پاکیږي هغه به دوباره پاکې ساتي او چاته به اجازت ورنه کړي چې دوباره بیا هغه ساحې بندی کړي .))
جلال اباد ښاروال یادې څرګندونې د ښاري نظم ګډ کمیسون په دویمې غونډې کې وکړې،چې په کې د ولایتي شورا غړو استاد اسرارالله مراد ، سید مهدي پاچا او حبیبه کاکړ، ولایت مقام ، ملي امنیت ، څارنوالي ، امنیه قومنداني ، ترانسپورت ، ترافیک او یو شمیر نورو ادارو استازو ګډون کړی وو.
د دې غونډې په ترڅ کې پرېکړه وشوه،چې د مخابراتو او شهید ادم خان څلور لاري څخه پورته کیدونکي کراچۍ لرونکي او شوکیس خاوندان به لومړي د ګمرک جومات سره تړلي د ګمرک ساحه د اړونده اداري سره د موافقی او ټولو مرحلو طې کولو نه وروسته ورکول کیږي خو د ستونزې پر مهال به یاد کاروباریانو ته د ښاروالۍ له لورې ټاکل شوی ځای چپرهار زړه هډه ورکول کیږي او هلته به خپلو چارو ته دوام ورکوي .
د ننګرهار په پنځو ولسوالیو کې په ۱۵ سوه جریبه ځمکه کې بزګرانو د کوکنارو پر ځای ګلاب کرلي دي .
د ننګرهار ولایت په سره رود،حصارک،دره نور او یو شمیر نورو ولسوالیو کې بزګرانو د کوکنارو کښت پر ځآی په خپلو ځمکو کې لسګونه جریبه ګلاب کرلي،چې د حاصلاتو ګټه یې د کوکنارو څخه هم زیاته ده او ترې جوړیدونکې عطر د نړۍ ګڼ شمیر هېوادونو ته صادریږي.
د حصارک ولسوالۍ یو تن بزګر موسی خان وایي په خپله ځمکه کې یې د کوکنارو پرځای ګلاب کرلي،چې حاصلاتو یې له کوکنارو څخه زیاته ګټه کړې .
نوموړی زیاتوي د پسرلي په موسم کې د ګلابو حاصلاتو راټولولو پرمهال ورسره لسګونه بې روزګاره ځوانانو کار کوي او د همدې مزدورۍ له لارې خپلو کورنیو ته حلاله نفقه برابره وي.
د فضل الله په نوم یو بل تن بزګر بیا د سره رود ولسوالۍ په مربوطاتو کې په لس جریبه څمکه کې ګلاب کرلي، چې د ګلابو حاصلات تر کوکنارو لوړ ښايي او زیاتوي د ګلابو له ګل څخه د عطرو او درملو په جوړیدو کې ګټه اخیستل کیږي او حاصلات يې ګرم بازار لري.
دوی داهم وویل بزګرانو ته ثابته شوې، چې د ګلابو حاصلات تر کوکنارو لوړ دي نو همدا لامل دی، چې د دې ولایت په ۵ ولسوالیو کې شاو خوا ۱۵ سوه جریبه ځمکه کې د کوکنارو پرځای ګلاب کرل شوي او په نږدې راتلونکې کې به په نورو ولسوالیو کې هم بزګران د کوکنارو پر ځای د ګلابو ګښت مخه وکړي.
د اور ځلا په نوم د ګلابو څخه د عطرو جوړولو فابریکې مسؤل عبدالله ارسلا وایي،له ګلابو څخه جوړ شوي خالص عطر المان ، فرانسې او کاناډا ته په لوړ قیمت صادروي او پاتې نور عطر د هېواد په بېلابېلو سیمو کې ګرم بازار ته وړاندي کیږي .
د نقیب الله په نوم یو کارکوونکی وایي،د ګلابو غوټې د لسو ورځو لپاره په ځآنګړې ماشین کې ساتي،وچوي یې او له هغې وروسته یې د اور ځلا فابریکې ته وړي،چې په ترڅ کې ترې په چای جوړولو،ګڼ شمیر درملو او سکریمو جوړولو کې ګټه اخیستل کیږي .
د ننګرهارامنیه قوماندانۍ اړوند ۳۷ شهيدو شويو پولیسو کورنيو سره د سرپناه جوړولو په موخه د ۷ میلیونه او څلور سوه زره افغانیو نغدي مرسته وشوه.
د دې ولایت امنیه لوی پاسوال عبدالرحمن رحيمي د شهیدو پولیسو کورنیو غړو ته د خبرو پر مهال وويل، دغه مرسته د ولسمشر محمد اشرف غني په حکم د کورنيو چارو وزارت له بوديجې ورکړل شوې،چې د هر شهيد سرتیري کورنۍ ته د سرپناه جوړلو په موخه دوه، دوه سوه زره افغانۍ منظور شوي دي.
نوموړی وويل:(( زه د شهيدو سرتيرو په پلرونو او ميندو وياړم، چې په خپله غيږه کې يې داسې اولادونه روزلي و، چې د خپلې خاورې، ناموس او عزت ساتنې لپاره يې سرونه قربان کړل.))
نوموړي همدا راز پر وسله والو مخالفينو غږ وکړ، چې له وسله وال مخالفت څخه لاس په سر شي او د سول او ورور ولۍ لاره غوره کړي.
د شهیدانو کورنيو غړو د ولسمشر محمد اشرف غني، کورنيو چارو وزارت او امنیه قومندانۍ مسولينو مننه وکړه، چې تل يې د شهيدانو کورنيو سره مرستې کړي.
د مرستې پر مهال مسئولینو د شهيدانو روح ته د مغفرت او په هېواد کې د دايمې سولې او امن په موخه د دعا لاسونه لپه کړل.
د يادونې وړ ده، چې تر دې وړاندې هم د ختيځي سيمې په سلګونو شهيدو پولیسو کورنيو سره د یوې یوې نمرې ځمکې د ورکړې تر څنګ د سرپناه جوړولو په موخه لسګونو میلیونوافغانيو نغدي مرسته تر سره شوې ده.
د ننګرهار نظامي شورا د پرېکړې سرغړونکو څخه ۱۱۱ عرادې موټر سایکلونه نیول شوي دي.
په جلال اباد ښار او ښار ته نږدې ولسوالیو کې د لا ډاډمن امنیت د ټینګښت،جرمونو د مخنیوي په موخه د نظامي شورا د پرېکړې د عملي تطبیق په موخه د روان کمپاین په ترڅ کې د سرغړونکو څخه ۱۱۱ عرادې موټرسایکلونه نیول شوي او د ګڼ شمیر موټرو تورې ښیښې پاکې شوي دي.
همدا راز د پیل شوي کمپاین په ترڅ کې د شل موټرو تورې ښېښې سپینې شوي او د قانون څخه سرغړونکي موټر چلوونکي لس ګونه زره افغانۍ نغدي جریمه شوي دي.
سرحدي ځواکونو په دوربابا ولسوالۍ کې په يو سراچه موټر کې بار لس ميله وسله نيولې او په تړاو يې يو تن هم نيول شوی دی.
په ختيځ زون کې د سرحدي ځواکونو لومړۍ نمبر لوا مسؤلينو د غويي په ۲مه يادې وسلې او نيول شوی تن رسنيو ته هم وروښودل.
د دې لوا قوماندان بريد جنرال محمد ايوب حسين خېل خبريالانو ته وويل چې د سرحدي ځواکونو د لومړۍ لوا د شپږم کنډک منسوبينو په دوربابا ولسوالۍ کې په يو سراچه موټر کې ځای پر ځای شوې وسلې نيولي دي.
هغه زياته کړه، په دغو وسلو کې پنځه ميله روسي کلاشنکونه او پنځه تفنګچې شاملې دي، چې په ډير مهارت سره يې په يو سراچه موټر کې ځای پرځای کړي و.
حسين خېل وويل، د يادو وسلو په تړاو يو تن هم نيول شوی، چې اوسمهال تر پوښتنو ګرويګنو لاندې دی.
له بلې خوا په ختيځ کې د لومړۍ نمبر سرحدي لوا قوماندان ډاډ ورکړ چې د اضافي پوستو په اچولو او پرسونل په زياتولو يې په ټولو سرحدي سيمو کې د وسله والو د تګ راتګ او قاچاق مخنيوی کړی دی.