د ننګرهار ولایت مقام رسنیو د فتر په نوښت د ملکي ادارو کارکونکوته د عامه غونډو د تنظیم لارښود تر سرلیک لاندې یو ورځنی ورکشاپ ترسره شو.
د ولایت مقام رسنیو دفتر په نوښت او د ادارې اصلاح په تخنیکي همکارۍ د دې ولایت د بېلا بېلو ملکي ادارو ۲۶ تنه کار کوونکو ته د عامه غونډو د تنظیم لارښود تر سرلیک لاندې یو ورځنی ورکشاپ ترسره شو.
د یاد پروګرام مسئولینو وویل، چې د دې یو ورځني ورکشاپ په ترڅ کې د ملکي ادارو کارکونکو ته د عامه غونډو د جوړیدو، موخو او پدې برخه کې نور هر اړخیز معلومات ورکړل شول.
دوی زیاته کړه په ټولنه او په ځانګړي توګه په ملکي ادارو کې د سلا مشورې اصل خورا ډېر ارزښت لري؛ نو پکار ده، چې د یادې برخې سمبالوونکي د غونډو جوړویدو په تړاو بشپړ معلومات ولري.
دوی ډاډ څرګند کړ، چې د دې ورکشاپ د بشپړیدو وروسته به د عامه غونډو د تنظیم په تړاو په ملکي ادارو کې ستونزې شتون ونه لري.
دغه راز ګډونوالو په یاد ورکشاپ کې بحث شوي موضوعات د غونډو په جوړیدو او د سلا مشورو په برخه کې اغیزمن یاد کړل او ژمنې يې وکړې، چې په ورکشاپ کې له زده کړو موضوعاتو څخه به د عمل په ډګر کې ګټه واخلي.
ننګرهار ګمرک نوي رئيس ښاغلي خان زمان امرخیل په ګمرکي چارو کې د اصلاحاتو، فساد مخنیوي او ملي عوایدو لوړیدو په موخه کمیشنکارانو او د ګمرک ادارې یو شمیر مدیرانو سره ناسته وکړه.
د ننګرهارګمرک نوي رئیس خان زمان امرخیل کمیشنکارانو ته سپارښتنه وکړه چې دفساد مخنیوي او ملي عوایدو په لوړیدو کې له دوې سره همکاري وکړي، تر څو په ګمرکي چارو کې اصلاحات رامنځته شي.
امرخیل هوډ څرګندکړ، چې هیچاته به په ګمرکي چاروکې دمداخلي اجازه ورنکړي او کمیشنکارانو او د ګمرک ادارې مسئولینو ته يې لارښوونه وکړه، چې چې دقوانینو په پلي کیدو سره سوداګرۍ ته پراختیا ورکړي.
د دغه ناستې پر مهال د تورخم ګمرک مدیر محمد طاهر رشیدي په تورخم کې د ګمرکي چارو او کمیشنکارانو ستونزو په اړه معلومات وړاندې کړل، چې په یاده برخه کې د ګمرک نوي رئيس امرخیل ورته دحل ډاډ ورکړ.
دغونډې په وروستۍ برخه کې کمیشنکارانو او د ګمرک ادارې مسولینو له لوري د ننګرهارګمرک نوي رئيس خان زمان امرخیل سره ژمنه وکړه، چې د فساد مخنیوي او ملي عوایدو لوړیدوکې به خپله هراړخیزه همکاري کوي او د قانوني لاروچارو په پلي کیدو سره به خپلو روا موخوته ځان رسوي.
دیادونې وړ ده، چې د ننګرهار ګمرک نوی رییس خان زمان امرخیل دخپل کار دلومړۍ ورځې څخه فساد سره مبارزه خپل لومړیتوب ګڼي او کلک هوډ لري، چې د ملي عوایدو کچه لوړه اوهر ډول فساد ته به د پای ټکی کيږدي.
يو تن چې خلکو ته يې د مرګ ګواښونه کول ونيول شو
ننګرهار ولايت مرکز جلال اباد ښار لومړۍ ناحيې مربوطاتو کې هغه تن نيول شوی، چې خلکو ته يې د مرګ ګواښونه کول.
نيول شوی تن امنې قومندانۍ کې د نورو پوښتنو او څېړنو لاندې دی.
د يو بل خبر له مخې د جلال اباد ښار مربوطاتو کې دوه تنه د يو اندازه نشه يي توکو سره يو ځای نيول شوي دي.
د يو قومندان په ګډن پنځه داعش وسله وال وژل شوي
ننګرهار ولایت هسکې مېنې او پچير اګام ولسواليو کې تېره ورځ د هوايي بريدونو پر مهال د يو قومندان په ګډون پنځه داعش وسله وال وژل شوي.د هسکې مېنې نرۍ اوبو سيمه کې تېره ورځ د هوايي بريد په ترڅ کې د يو قومندان اسرار په ګډون څلور داعش وسله وال وژل شوي.
په ورته وخت کې د پچير اګام په الف خېلو سيمه کې هم د هوايي بريد په ترڅ کې يو داعش وسله وال وژل شوی دی.
روداتو ولسوال د تذکرو وېش بهير څارنه وکړه
ننګرهار ولايت روداتو ولسوال نسيم شينواري د نورو مسئولينو په ملتيا په دې ولسوالۍ کې د تذکرو وېش بهير ليدنه او څارنه وکړه.
ولسوال د تذکرو وېش مامورينو ته د شفافو او قانوني اجراتو لارښوونه وکړه.
نوموړي دغه راز مامورينو ته سپارښتنه وکړه، چې د مراجعينو کارونه پر وخت تر سره او ستونزو ته يې رسيده ګي وکړي.
کليوالي صنعت پرمختګ په موخه درې ورځنی نندارتون پرانیستل شو
ننګرهار ولايت کليو او پراختيا ادارې له لوري د کليوالي صنعت پرمختګ په موخه درې ورځنی نندارتون پرانيستل شو.
دغه نندارتون، چې د جلال اباد ښار ښځو بڼ کې جوړ شوی د لاسي صنايعو ترڅنګ په کې بېلابېل ډوله خوراکي او غير خوراکي توکي نندارې او پلور ته وړاندې شوي.
د کليو او پراختيا ادارې مسئولين وايي، چې له دغه نندارتون څخه يې موخه د کليواليو صنايعو او توليداتو پرمختګ او مروج کول دي.
د دوی په وينا، چې د کليوالي صنعت ټول توليدات د کوالټۍ او کيفيت له مخې لوړ او نرخونه يې ارزانه دي.