ننګرهار کې د ادارو پاکونې عمومي حشر پیل شو.

سلاکار وزیر او ننګرهار والي محمد ګلاب منګل په مشرۍ او لارښوونه د دغه ولایت په بېلابېلو ادارو کې د پاکۍ عمومي حشر پیل شو.

دغه حشر چې د ولایت مقام څخه د لړم په ۳۰مه پیل شو،په کې ننګرهار والي،د ولایت مرستیال، بېلابېلو ادارو مسؤلینو او ګڼ شمېر کارکوونکو ګډون کړی و.

سلاکار وزیر او ننګرهار والي محمد ګلاب منګل د دغه حشر په څنډه کې د دغه ولایت په ولسونو په ځآنګړي ډول د جلال اباد په ښاریانو غږ وکړ،چې د خپل چاپیریال د پاک ساتنې په موخه پخپلو سیمو کې د پاکۍ حشرونه ترسره کړي .

هغه زیاته کړه، په دغه حشر کې د ګډون څخه موخه مسؤلینو او ولسونو ته پیغام ورکول دي،ترڅو دوی هم پخپله د پاکۍ په حشر کې ګډون وکړي او خپلي سیمې پاکې وساتي .

د ننګرهار والي په وینا پاک چاپیریال د روغتیا ضمانت کوي او په همدې موخه د ټولنې د هر وګړي دنده ده،چې د خپل چاپیریال په پاک ساتلو کې ونډه واخلي .

د یادونې وړده،د پیل شوي حشر په ترڅ کې په جلال اباد ښار کې ګڼ شمېر ادارې او سیمې د مسؤلینو،کارکوونکو او ولسونو له لورې پاکې شوې .

د مرکز او ولسوالیو په کچه د ځآنګړو امنیتی تدابیرو د نیولو لارښوونه وشوه .

د ننګرهار نظامي شورا ناسته د لړم په ۳۰مه د جلال اباد په شاهي ماڼۍ کې د سلاکار وزیر او ننګرهار والي محمد ګلاب منګل په مشرۍ ترسره شوه،چې په کې د څلورمې پلې لوا قوماندان،ملي امنیت رئیس،د عامه نظم لېوا قوماندان،سرحدي پولیسو رئیس ارکان،د همغږۍ مرکز مسؤلینو او یو شمېر نورو ګډون کړی و.

د دغه ناستې په ترڅ کې مسؤلینو د پچیراګام ولسوالۍ د امنیتي وضعیت او د وروستیو تدابیرونو ، په شینوارو ولسوالیو کې د نوي سرحدي کنډک د جوړیدو او یو شمېر نورو موضوعاتو په اړه سلاکار وزیر او ننګرهار والي ته معلومات ورکړل .

سلاکار وزیر او ننګرهار والي محمد ګلاب منګل همدا راز د امنیتي منسوبینو د ستونزو او وړاندیزونو د اوریدو ترڅنګ دوی ته د پچیراګام ولسوالۍ د امنیتي وضعیت د ښه والي او شینوارو ولسوالیو کې د سرحدي پولیسو د کنډک د جوړيدو په موخه ځآنګړې لارښوونې وکړې .

نوموړي همدا راز امنیتي منسوبینو ته د مرکز او ولسوالیو په کچه هم د خآڼګړو امنیتي تدابیرو د نیولو امر وکړ .

هغه مسؤلینو ته سپارښتنه وکړه،چې د جلال اباد ـ تورخم او نورو لویو لارو د امنیت خوندیتوب په موخه هم ځآنګړي تدابیر ونیسي

د سره رود ولسوالۍ ښوونکي وایي په یاده ولسوالۍ کې د ښوونکو ښارګوټی غاصبینو غصب کړی دی .

ننګرهار ولایت د سره رود ولسوالۍ د ښوونکو اتحادیې لسګونو غړو سلاکار وزیر او ننګرهار والي محمد ګلاب منګل سره د لیدنې پر مهال چې د جلال اباد په شاهي ماڼۍ کې ترسره شوه،نیوکه وکړه،چې د دوی لپاره ځانګړی شوی قانوني ښارګوټی د غاصبینو له لورې غصب شوی.

د دغه اتحادیې مشر احسان الله نیازي وویل، د یادې ولسوالۍ سیاسنګ سیمه کې د جمهوري ریاست د فرمان له مخې ښوونکو ته ۳ سوه جریبه ځمکه د نمرو په موخه ورکړل شوې وه.

هغه زیاته کړه، په یاد ښارګوټې کې ۱۷۸ جریبه ځمکه ښوونکو ته د منظمې نقشې له مخې ویشل شوې خو پاتې ۱۲۲ جریبه ځمکه کې د نقشې د نشتوالې او ویش چارې ندي ترسره شوې،چې له همدې امله د غاصبینو له لورې ګڼ شمېر غصب شوې او لا هم پرې د غصب چارې دوام لري .

هغه د غاصبینو څخه د یاد ښارګوټې د پاکولو او نقشې له مخې ښوونکو ته د ویش په برخه کې د ننګرهار والي څخه د مرستې غوښتنه وکړه .

سلاکار وزیر او ننګرهار والي محمد ګلاب منګل د ښوونکو اتحادیې غړو ته ډاډ ورکړ،چې یاد موضوع به د ښارګوټو د کمیسون له مخې په جدي ډول تعقیب کړي .

هغه ژمنه وکړه،چې د قانون له مخې به په یاده ښارګوټې کې اقدامات ترسره کړي او له مخې به مستحقو کسانو ته د نمرو د ویش لړۍ هم پیل کړي .

پوهنې رياست مسئولينو د خپلې ادارې او ښار پاکونې حشر تر سره کړ

د سلاکار وزير او ننګرهاروالي محمد ګلاب منګل په لارښوونه د دې ولايت ادارو مسئولينو د خپلو ادارو د پاکولو ترڅنګ د ښار پاکۍ حشر پيل کړ.

د پوهنې رياست مشرتابه او مامورينو يې هم د خپلې ادارې او ښار پاکونې حشر تر سره کړ.

پوليسو ۲۱ تنه د بېلابېلو پېښو په تړاو نيولي.

د ننګرهار بهسودو ولسوالۍ په يو شمېرو سيمو کې پوليسو په بېلابېلو وختونو کې څلور تنو سره په دريو موټرونو کې د ۴۰ زره فیره د پيکا او ايم شپاړلس وسلو مرمۍ، درې ميله تومانچې، ۵۷ کيلوګرامه چرس او ۳۹کيلو ګرامه هيروين نيولي.

دغه راز په ورته وخت کې ۱۷ تنه د داعش وسله والې ډلې سره د اړيکو او يو شمېر نورو جرمنو په تړاو هم نيول شوي، چې ترې پوښتنې رواني دي.

سلاکار وزیر او ننګرهار والي په ناڅآپي ډول د بهسودو او سره رود ولسوالیو څخه لیدنه وکړه .

سلاکار وزیر او ننګرهار والي محمد ګلاب منګل د لړم په ۳۰مه د دغه ولایت د بهسودو او سره رودو ولسوالیو څخه په ناڅآپي ډول لیدنې ترسره کړې .

نوموړی د ولایت مقام سکتور رئیس او یو شمېر نورو په ملتیا لومړی د بهسودو ولسوالۍ مقام ته ولاړ او د دغه ولسوالۍ د بېلابېلو څانګو څخه یې لیدنې ترسره کړي،چې د یادې ولسوالۍ ولسوال محمد صدیق دولت زي له لورې ورته معلومات ورکړل شول .

ننګرهار والي د یادې ولسوالۍ مقام، امنیه قوماندانۍ مقام، ابتدایه محکمه،ابتدایه څآرنوالي،د سر شمېرنې، ملي امنیت مدیریت او ګڼ شمېر نورې څآنګې ولیدلې .

د مسؤلینو ترمنځ غوره همغږي هغه څه و،چې د ننګرهار والي له لورې یې ستاینه وشوه،خو د ماسپښین پر دوه بجو د یو شمېر مامورینو د غېر حاضرۍ په اړه د بهسودو ولسوال ته د جدي پاملرنې لارښوونه وشوه او همدا راز یو شمېر یې د حاضرۍ په کتاب کې هم غيرحاضر کړای شول .

د بهسودو ابتدایه څآرنوالۍ د معلوماتو له مخې سږ کال یې ۱۱۳ قضیې څېړلي،چې یواځې ۳۸ یې د قتل او ګڼ شمېر نور یې د ترافیکي پېښو له امله رامنځته شوي دي .

د دغه ناڅاپي لیدنې پر مهال مسؤلینو د ځمکو د استملاک او د قوماندانۍ ودانۍ د چارو پیل کیدلو ستونزې د حل په موخه سلاکار وزیر او ننګرهار والي سره شریکې کړې .

سلاکار وزیر او ننګرهار والي محمد ګلاب منګل ژمنه وکړه،چې یادې ستونزې به یې د حل په موخه په جدي ډول تعقیب کړي،خو مسؤلینو ته یې په چارو کې د لا زیات ګړندیتوب او همغږۍ لارښوونه وکړه .

سلاکار وزیر او ننګرهار والي محمد ګلاب منګل همدا راز د سره رود ولسوالۍ څخه هم په ناڅآپي ډول لیدنه ترسره کړه .

د دغه لیدنې پر مهال ننګرهار والي لومړی د امنیه قوماندانۍ ودانۍ ته ولاړ او له هغې وروسته یې د ولسوالۍ مقام له بېلابېلو څانګو څخه لیدنه وکړه .

سلاکارو وزیر او ننګرهار والي د سره رود ولسوال او امنیه قوماندان ته سپارښتنه وکړه،چې په یاده ولسوالۍ کې د کوکنارو کر څخه وړاندې بزګرانو ته پوهاوی ورکړي،ترڅو د کوکنارو له کر څخه ډډه وکړي،خو سپارښتنه یې ورته وکړه،چې سر غړونکو سره تر ټولو جدي اقدامات ترسره کړي.

نوموړي همدا راز مسؤلینو ته سپارښتنه وکړه،چې په سیاسنګ ښارګوټې کې د ښوونکو د غصب شوو نمرو ستونزه تر راتلوونکو څو ورځو پورې په بشپړ ډول حل کړي .

ښاغلي منګل همدا راز د خښتو بټیو کې د خښتو قیمتونو د لوړیدو په اړه مسؤلینو ته سپارښتنه وکړه،چې خښتو بټیو اتحاديي غړو سره ستونزه په جدي ډول تعقیب او د حل په موخه لازم اقدامات ترسره کړي .

د دغه لیدنې پر مهال ننګرهار والي د ولسوالۍ مقام کې د بېلو بېلو نیمګړو ، غېرې منظم او ګڼ شمېر نورو ستونزو په اړه ولسوال ته د جدي پاملرنې لارښوونه وکړه .

هغه همدا راز مسؤلینو ته سپارښتنه وکړه،چې پخپل منځ کې د چارو د ترسره کیدو پر مهال پوره همغږي وکړي او د ولسونو ستونزو ته په ټاکلې وخت ځواب ووایي .

ښځو چارو رياست مسئولينو خپله اداره کې د پاکونې حشر تر سره کړ.

د سلاکار وزير او ننګرهاروالي محمد ګلاب منګل په لارښوونه د دې ولايت ادارو مسئولينو د خپلو ادارو د پاکولو ترڅنګ د ښار پاکۍ حشر پيل کړ.

د ښځو چارو رياست مشرتابه او مامورينو يې هم د خپلې ادارې او ښار پاکونې حشر تر سره کړ.

سلاکار وزیر او ننګرهار د مومندو قومي مشرانو ستونزې واوریدې .

ننګرهار ولایت د مومندو لسګونو قومي مشرانو چې د ولایتي شورا رئیس احمد علي حضرت او په ولسي جرګه کې د ننګرهار د ولسونو استازي پیربخش ګردیوال یې هم ملتیا کوله، خپلې ستونزې د حل په موخه سلاکار وزیر او ننګرهار والي سره د لیدنې پر مهال شریکې کړې .

دغه لیدنه چې د لړم په ۳۰مه د جلال اباد په شاهي ماڼۍ کې ترسره شوه،د ولایت مرستیال محمد حنیف ګردیوال او ننګرهار امنیه قوماندان مل پاسوال سیدګل اقا روحاني هم شتون درلود .

د ولایتي شورا رئیس احمد علي حضرت او ګڼ شمېر نورو مشرانو د خپلو خبرو پر مهال وویل،د جلال اباد ښار په مربوطاتو کې پر سوداګریزه سیمه د ولسي جرګي غړي پیربخش ګردیوال او سوداګر حاجي شیرعلي ترمنځ د رامنځته شوې ستونزې د حل غوښتنه وکړه .

سلاکار وزیر او ننګرهار والي محمد ګلاب منګل ډاډ څرګند کړ،چې د قانون په چوکاټ او د سوداګریزو اصولو سره سم به د یادې ستونزې د حل لپاره لازم او جدي اقدامات ترسره کړي .

هغه ژمنه وکړه،چې په یاده سیمه کې د قانون څخه سرغړونکو سره به قانوني چلند ترسره کړي .

پوليسو يو تن د انسان تښتونکو له منګولو ازاد کړ.

د جلال اباد ښار شپږمې ناحيې اړوند فاميليو په سيمه کې پوليسو د غازي په نوم يو تن د خلکو په مرسته د تښتوونکو له منګولو ازاد کړ.

دغه تن څو ورځې وړاندې د اخندزاده صاحب له سيمې څخه تښتونکو تښتولی و، چې نن د پولیسو له لوري تر ازاديدو وروسته د دې ولايت دامنې قوماندان سيد ګل اقا روحاني له لوري خپلې کورنۍ ته وسپارل شو.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *