د ننګرهار نوي والي د پيژندنې مراسمو وروسته رسماً خپله دنده پېل کړه.
د ننګرهار نوي والي حیات الله حیات د یوې پراخې غونډې په ترڅ کې د دې ولایت ملکي او نظامي چارواکو او ولسونو ته د پيژندنې وروسته رسماً خپله دنده پېل کړه.
د پيژندنې په مراسمو کې د ننګرهار امنیه قومندان لوی پاسوال عبدالرحمن رحيمي غونډې ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ له ولسمشر مننه وکړه، چې دې ولایت ته يې حیات الله حیات د باتجربه والي په توګه وټاکه.
نوموړي د نظامي ارګانونو په استازۍ نوي ټاکل شوي والي ته په قانوني چارو کې د همکارۍ ډاډ ورکړ.
د ولایتي شورا منشي ذبیح الله زمري د اصلاحاتو په رامنځته کېدو او یو شمېر برخو کې نوي والي ته وړاندیزونه وکړل او د ولایتي شورا په استازۍ يې په ټولو چارو کې د پوره همکارۍ ډاډ ورکړ.
د ولسي جرګې غړي فریدون خان مومند پدې ولایت کې یو شمېر ستونزو ته په اشارې وویل، چې مرکزي دولت باید په هره برخه کې د نوي ټاکل شوي والي بشپړ ملاتړ وکړي.
نوموړي په مرکز کې په لوړ پوړو چارواکو نیوکه وکړه ، چې د دې ولایت ولسونو سره يې په بېلا بېلو برخو کې د همکارۍ ژمنې کړي؛ خو عملي کړي يې نه دي.
د سیمه يیزو ارګانونو خپلواکې ادارې مالي او اداري معین روح الله نیازي د ولسمشر هغه حکم ولوست، چې له مخې يې حیات الله حیات د ننګرهار نوي والي په توګه په دنده ګمارل شوی.
نوموړي نوي ټاکل شوي والي ته په یو شمېر برخو کې سپارښتنې وکړې او هم يې په ادارو کې د تغیراتو او تبدیلۍ په تړاو د همکارۍ ډاډ ورکړ.
ننګرهار نوي والي حیات الله حیات د ولسمشر محمد اشرف غني څخه مننه وکړه، چې په نوموړي يې د دې ولایت د والي په توګه اعتماد وکړ.
هغه پدې ولایت کې ګڼ شمېر ستونزو ته په اشارې وویل پوره هڅه به وکړي، چې د ننګرهار ولسونو هېلو ته مثبت ځواب ووايي.
نوموړي زیاته کړه که دولت او ولسونه د ستونزو په حل کې سره لاسونه ورکړي نو ډېر ژر به په ټولو برخو کې پرتو ستونزو ته د حل قانوني لارې چارې وموندل شي.
حیات وویل، چې دې ولایت ته د والي په توګه د پوره صلاحیت سره راغلی، چې په وینا يې ولسمشر هوډ لري په ملکي او نظامي ادارو کې بنسټیز اصلاحات راولي.
هغه زیاته کړه د امنیت ټینګښت يې د چارو په لومړیتوبونو کې ځانګړی ځای لري او په یاده برخه کې يې له ولسونو څخه د همکارۍ غوښتنه وکړه.
ننګرهار نوي والي وویل پدې ولایت کې د ټولو میشتو قومونو ترمنځ به د یووالي روحیه پیاوړي کړي او هم يې د فساد مخنیوي، د عوایدو لوړیدو، دولتي ځمکو غصب مخنیوي ، قانون پلي کېدو، د پوهنې پياوړتیا، د ملي پروژو پلي کیدو، رسنیو او مدني ټولنو ته د معلوماتو لاسرسي او ځینو نورو برخو کې د اجراتو ترسره کیدو ژمنې وکړې.
د ننګرهار نوی والي حيات الله حيات له اره د خوږياڼو ولسوالۍ اوسيدونکی دی، چې دوه لیسانسه لري او د ماسټرۍ تر کچې يې زده کړې کړي.
نوموړي تر دې وړندې د میدان وردګو او هلمند ولايتونو د والي په توګه دندې تر سره کړي.
د یادونې ده، چې د ننګرهار نوي والي حیات الله حیات د پيژندنې په مراسمو کې د ولسمشر سلاکار قمرالدین شینواري، د سولې عالي شورا مرستیال حاجي دین محمد، د مشرانو جرګې سلاکارانو، د ولسي جرګې غړي پير بخش ګرديوال، د اجرائيه رياست سلاکار محمد امان خيري، د ولایتي شورا رئیس احمد علي حضرت او غړو يې، سولې ولايتي کمېټې غړو، پوهنتون استادانو، وکیل ګذارانو، اصنافو او کسبګرو، ولسوالانو، رئيسانو، ګڼ شمیر مخورو، ديني عالمانو، اهلي هنودو او نورو ګډون کړی و.
له غونډې وروسته مسئولينو له لوري حيات الله حيات د ننګرهار نوي والي په توګه پر چوکيو کېنول شول او رسماً يې دنده پيل کړه.
د ننګرهار ولایت دوه مرستیالانو په رسمي ډول دندې پیل کړې.
په ټولنیزو چارو کې او په مالي او اداري برخه کې د ولایت مقام مرستیالانو په رسمي ډول تر پېژندنې وروسته خپلې دندې پیل کړې .
د ننګرهار والي حیات الله حیات،د ولایتي شورا مرستیال ډاکټر لعل محمد دراني،غړو اجمل عمر او استاد اسرالله مراد،ولایت مستوفي عبدالله رقیبي او یو شمیر نورو په رسمي ډول لومړی په ټولنیزو چارو کې د ولایت مرستیاله حبیبه کاکړ او وروسته مالي او اداري مرستیال تمیم مومند منسوبینو ته ور وپېژندل.
ننګرهار والي حیات الله حیات خپلو دواړو مرستیالانو ته د مبارکۍ ترڅنګ په چارو کې د بریالیتوب هیله وکړه او د ولایت پخواني سرپرست مرستیال او مستوفي عبدالله رقیبي د ترسره شوې دندې څخه یې قدرداني وکړه .
په ټولنيزو چارو کې د ننګرهار ولايت مرستيالې حبيبې کاکړ او په مالي او اداري برخه کې د ننګرهار ولايت مرستيال تميم مومند د خبرو پر مهال د ولسمشر،سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې او ننګرهار والي له باور څخه مننه وکړه او ژمنه یې وکړه،چې په ټول توان سره به د دې ولایت خلکو ته د خدمت کولو هلې ځلې وکړي.
د یادونې وړده،چې له تېرو ۱۵ میاشتو راهیسې ننګرهار ولایت مقام مرستیال نه درلودو او چارې یې د سرپرستانو له لورې پرمخ وړل کېدې .
ننګرهارامنیه قومندان د دې ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د لا ډاډمن امنیت د ټینګښت په موخه امنیتي ارګانونو مسئولینوته سپارښتنې وکړې.
د ننګرهار امنیه قومندان لوی پاسوال عبدالرحمن رحیمي په امنیتي غونډه کې د بېلابېلو امنیتي ارګانونو مسئولینو او استازو ته د دې ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د لا ډاډمن امنیت د ټینګښت ترڅنګ د راتلونکي ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو په ټاکنو کې د ګډون په موخه د روانې نوم لیکنې پروسې د مرکزونو د امنیت خونديتوب او ځینو نورو برخو کې سپارښتنې وکړې.
د ننګرهارامنیه قومندان په مشرۍ نظامي غونډه د غويي په ۳۰ مه ولایت مقام کې جوړه شوې وه ، چې پرمهال يې د ملي امنیت رئیس جنرال نظرعلي واحدي، د عامه نظم قومندان جنرال نصیر احمد ساپي، د سرحدي لوا قومندان جنرال محمد ایوب حسین خیل ، د ملي اردو د څلورمې پلې لوا قومندان جنرال محمد نسیم سنګین، د همغږۍ قومندان فقیر محمد غونډيوال او یو شمیر نورو ګډون کړی و.
ننګرهار امنیه قومندان د امنیتي ارګانونو له مسئولینو او استازو مننه وکړه، چې پدې وروستیو کې يې د ښې همغږۍ او رهبرۍ له مخې يې د امنیت ټينګښت او نورو امنیتي برخو کې هلې ځلې کوي.
په یاده امنیتي غونډه کې د مسئولینو لوري په امنیتي برخه کې د نويو وړاندیزونو او طرحو وړاندې کولو ترڅنګ په ګڼ شمیر نورو امنیتي موضوعاتو خبرې اترې او پريکړې وشوې.
د ننګرهار ولایت مقام ګډ پلاوي په سیمه ایز روغتون کې د تېرې شپې پيښې د ټپیانو پوښتنه وکړه.
د ننګرهار ولایت مقام ګډ پلاوي د تېرې شپې د کرکټ لوبغالي کې د رامنځته شوو چادونو له امله په سيمه ایز روغتون کې د ټپیانو پوښتنه وکړه او هم يې روغتیا پالو ته د لاښې درملنې سپارښتنې وکړې.
په یاد پلاوي کې د ولایت مقام مالي او اداري رئيس قریب الله هجرت، د بشري سرچینو رئیس عبدالروف مومند، د ولايت پخواني مرستيال محمد حنيف ګردیوال او یو شیمر نورو ګډون درلود.
دوی په رامنځته شوې پيښه خواشیني وښوده او دغه عمل يې د هېواد دښمنانو بې رحمانه کړنه وبلله.
یاد پلاوي په روغتون کې له روغتیا پالو مننه وکړه، چې پر وخت يې د پښې ټپيانو ښه درملنه وکړه او د دوی ژوند يې وژغورلو.
د سیمه یز روغتون مسئولینو او روغتیاپالو د ټپيانو روغتیايي وضعیت ښه یاد کړ او د درملنې په برخه کې يې د لازیاتې هڅې ډاډ ورکړ.